نیم حکیم خطره ې جان، نیم عالم خطره ې ایمان

نیم حکیم خطره ې جان، نیم عالم خطره ې ایمان له یوه اړخه چه ګورې نو طالبانو او د پاکستان مُلایانو د اسلام نه سور اور جوړ کړی او له بله اړخه بیا زموږ ځنې افراطي افغانان د عصریتوب او إلحاد ډولونو ته نڅاګانې کوي. دې عاجزانو لا خاپوړې ندي زده کړي خو د المپیک د منډو په سیالیو کې غواړي برخې واخلي. دوۍ یو دوه، نیم تخنیکي ټکي زده کړي او بیا یې د زانونو نه افلاطونان د زمانې جوړ کړی وي او وایي که یو او که نه نو همدا موږ یو دې خلکو اوس عجیب او غریب پوسترې جوړې کړي او په فیسبوک یې خپروي چه د هغو څخه یو پوستر زما تر لاس شو یو ساده سوال اوس دا پیدا کیږي چه څوک داسې کوی شي چه په همدې اندازه اټومونه پداسې دوه بڼو ترتیب کړي چه د هغو څخه هم ډبره جوړه کړي او هم انسان. آیا دا به د د یو ټولواک جوړونکي (خالق) کار نه وي؟ حتی د ډبرې ترتیب به تاسې حیران کړي چه څنګه کیدې شي یوه ډبره په خپل قدرت زان داسې ترتیب کړي. میاشی داسې یو نه منونکې مخلوق دې. دا څنګه پوهیږي؟ مچۍ څنګه پوهیږي چه په هوا کې د پرواز لپاره هیکسوګونونه (hexagons) د ټولو غوره شکل دی؟ زما سوال دا ندی چه دا څنګه دی. زما سوال دا دی چه...