پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

 

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

نن د پښتو ژبې ورځ ده مګر موږ د اکثره پښتنو شکایات اورو چه په افغانستان کې د پښتنو سره د پښتو ژبې پر اساس تل د تاریخ په اوږدو کې زیاتی شوی.  ویل کیږي چه د پښتو عریضه حتې منل شوې هم نده په کابل کې او د اطرافي پښتنو او د کابل چارواکو تر مینځ کلتوري، ایډیالوژیکي او اقتصادي واټن تل شتون لرلی.  ځنې پښتانه د خپلو نورو افغانانو ورونو دا ګیله هم لري چه هغوۍ حتې اردو او هندي زده کوي مګر پښتو ته توجه نه ورکوي

 

په لومړي قدم کې به زه پوښتنه وکړم چه ژبه څومره مهمه ده؟

ژبه د خلکو روح دی او د پښتنو لپاره، پښتو د دوۍ روح دی.  هغه د پښتو ژبه ده چه تا پښتون کوي، او هغه د پښتو ژبې ډیره زیاته برخه.  ځکه چه ټول احساسات او د پښتون ولس بشپړ دود په ژبه کې نیول شوی دی.  او همدا وجه ده چه موږ د اول نسل او دوهم نسل تر مینځ توپیر کوی شو.  کله چه موږ یو امریکایي افغان ځوان وینو، نو د هغه ژبه، د هغه چلند، د هغه ټوقې، د هغه د اواز سُر، او د هغه آداب موږ ته ښایي چه دا ځوان بهرنی افغان دی

 

د یو شخص زړه ور کیدل او د بل بې زړه کیدلو ترمینځ توپیر یو شی دی، مګر د ټول قوم په یوه خاصه توګه خبرې کول بل شی دی.  ما خپل ژوند ۷۵٪ په لویدیځ کې تیر کړي مګر هر امریکایي شخص پدې پوهیدی شي چه زه امریکایي نه یم ځکه چه زه په فلسفي ډول د هغه سره توپیر لرم.  نو له همدی امله، ژبه ډیره مهمه ده.  او که یو څوک په ډیرو ژبو غږیږي نو اصلاََ هغه په یوه ژبه هم کاملا نه پوهیږي، ځکه څو ژبنی شیکسپیران شتون نه لري. مګر د ګلوبلائیزیشن یعنې نړیوال کیدو سره بیا دا لږ توپیر لري

 

کله چه ما د خپلو نورو هیوادوالو څخه وپوښتل چه ولې دوۍ په پښتو نه پوهیږي، دوی بخښنه وغوښته او ځواب یې راکړ چه په پښتو کې کافي مواد نشته لکه د جان لاک، ون ګوئته یا د ایمانول کنټ فلسفه، نو ځکه د دوۍ لپاره د پښتو ژبه د پانګوونې ارزښت نه درلود

 

له هرڅه دمخه، د ګوئته او کانټ فلسفه معقول دلیل نه دی ځکه چه زه هغه ته نه وایم چه خپله ژبه هیره کړه چیرې چه د ګوئته او امانویل کانټ فلسفه شتون لري، زه له هغه څخه یوازې دا غوښتنه کوم چه پښتو زده کړه تر څو ته د خپلو هیوادوالو سره اقلاََ اړیکې وساتی شې

 

اول: راځۍ چه په یوه خبره موافقه وکړو چه افغانستان یوه ډیموکراسې ده او له همدې امله، آیا ته پدې باور لرې چه ته د اکثریت په ژبه پوه نشې نو ته به د هغوۍ رائې تر لاسه کړې؟ کچیرې ته غواړې چه د خلکو په زړه کې ځاې پیدا کړې نو ته اړتیا لرې چه د هغوۍ په ژبه د هغوۍ سره وغږیږي حتی که د هغوۍ ژبه د هیواد رسمي ژبه هم نه وي

 

دوهم: سمه ده چه ته بخښنه غواړې او ته پوهیږې چه دا ستا لپاره یوه ستونزه ده او زه امید لرم چه تا د دغې ستونزې درک کولو لپاره معقول دلیلونه کارولي وي.  نه یواځې دا چه ته وکولی شې چه د کنټ او لاک فلسفه ولولې، مګر دا چه ته د خپلو هیوادوالو ورونو سره وغږیدی شې، تر څو موږ د یو بل سره نږدې شو.  زما پوښتنه دا ده، سمه ده چه ته پښیمانه یې مګر آیا ته خپلو بچیانو ته پښتو ژبه ور زده کوې؟  آیا موږ به خالي بخښنې غواړو او هماغه ستونزې به تکراروو؟  شاید ته د پښتو ژبې له کبله لوړ فکرې کارونه ونکړې، مګر پدې کې هیڅ شک نیشته چه ته د سیاسې پلوه، د خپلو هیوادوالو سره خبرې وکړې

 

دا ممکن رښتیا وي چه په پښتو کې کافي هنر شتون نلري لکه څنګه چه یې هندي ژبه لري، مګر دلته یو ډیر مهم ټکې شتون لري، او هغه دی سیاست.  کچیرې په افغانستان کې اکثریت پښتانه وي نو دا اکثریت باید ټینګار وکړي چه د دوۍ مشر باید په پښتو خبرې وکړي.  زما مطلب دا دې چه پښتانه باید پدې پوه شي چه په سیاسې پروسه کې هغه څوک چه په پښتو نه پوهیږي، باید پوه شي چه هغوۍ دا لوبه نشي لوبولی. بس

 

اوس، کله چه د پښتو عریضه نه منل کیږي نو عریضه کوونکې د دولت پر ضد کړیو منګولو ته غورځول کیږي، ځکه چه دغه ډلې د هغه سره د هغه په ژبه غږیږي.  نو له همدی امله، که تاسې دولتي چارواکي یاست او تاسې پښتو نه زده کوۍ نو تاسې په حقیقت کې د دولت پر ضد ډلې پیاوړي کوۍ. نو زما پوښتنه د دولت څخه دا ده چه کچیرې رسمې ژبې پښتو او دري دواړه وي، نو بیا چه کله یو څوک عریضه په پښتو ژبه کې وړاندې کوي ځکه چه دا د هغه قانوني حق دی، ولې ورته پام نه کیږۍ؟

 

پښتانه ډیموګرافیک یعنې د لوړ سرشمیر پر اساس ګټه لري.  نو دوۍ اړتیا لري چه د خپل کلتور په اړه یو څه بدل کړي، یعنې خپله فکري لاره کې لږ بدلون راولي او یو څه د شطرنج لوبه ولوبوي.  دا څنګه امکان لري چه اکثریت دې د اقلیت لخوا مظلوم شي؟  دا پدې معنی چه په تاسې کې دننه ستونزه شتون لري.  یعنې تاسې ډیر کمزوري یاست او د نورو د خوشحالولو لپاره ډیر لیواله یاست.  نور خلک ستاسې د ژبې د زده کولو ته اړتیا نلري ځکه چه تاسې د هغوۍ په وړاندې د هغوۍ خپله ژبه ږدۍ.  تاسې باید د سیاسیونو په مغزو کې دا خبره پیچکاري کړۍ چه هغوۍ پدې پوه شي چه په سیاسې ډګر کې هغوۍ د پښتو ژبې پرته هیڅ لوبه نشي ګټلی

 

هغه یو څه چه تاسې یې لرۍ، چه هغه ستاسې محلي ملاتړ دی، هغه د لاسه مه ورکوي.  بس دومره ساده خبره په یاد ساتۍ!  او حقیقت دا دی چه هغه بل سیاسیون هیڅ ستاسې په غم کې ندي مګر هغه پدې خبره ډیر ښه پوهیږي چه د ستاسې پرته هغه چوکۍ ته نشي رسیدلی ځکه چه یوازې کابل لدې لپاره کافي ندی

 

زما په په اند دولتي دنده باید دواړو رسمي ژبو پښتو او دري پوهې ته اړتیا ولري او دا په ولسمشر پورې اړه لري.  د یو پښتون په حیث، که تاسې غواړۍ یو ریښتینی کار ترسره کړۍ نو په پښتو کې زړه پورې خنداوړه برنامه جوړه کړۍ، چه ټول پښتانه یې د نورو سره شریکه کړي او په اړه یې وخاندي تر څو نور خلک د پاتې کیدو احساس وکړي.  که تاسې دا کار وکړۍ نو تاسې به ډیر کوچنیان او ځوانان ومومۍ چه ووایی، "زه کامیډي غواړم ، زه پروا نلرم ...". یعنې تاسې اړتیا لرۍ چه هنر رامینځته کړۍ، مینځپانګه جوړه کړۍ

 

مګر دا د مدني ټولنې مسولیت دی، نه د سیاسي.  سیاسي ټولنه اړتیا لري چه په حکومت کې قواعد رامینځته کړي چه هر چارواکی باید په دوه ژبو پوه شي، او همدغسې په سیاسي پروسه کې هم لکه د ټاکنو، کې هم دا قاعده را مینځته کړي.  دا باید قانوني نه وي، دا یوازې سیاسې قاعده ده.  دا قانون ندی چه اووایې تاسې ولسمشرۍ ته ځان نشۍ کاندیدوی.  تاسې ځانونه کاندیدوی شۍ، مګر دا باید سیاسې قاعده وي، او تاسې باید پدې پوه شۍ چه کچیرې تاسې په پښتو نه پوهیږۍ او ستاسې په ژبه کې پښتو نه وي، نو زه درته ولې رایې درکړم؟ ځکه چه ته حتی زما په ژبه غږیدی نشې.  ته زما لپاره بهرنی یې

 

په پایل کې به دا اووایم چه په تاریخي لحاظ پښتانه د نورو د خوښۍ لپاره ډیر لیواله دي له همدې امله شل پښتانه د یو غیر پښتون په شتون کې پښتو نه غږیږي، کوم چه به ډیر وخت ونیسي چه دا تیروتنه اصلاح شي، مګر هغه څه چه نه تاریخې بڼه لري او نه وخت نیسي، هغه دي د ټاکنو یو یا دوه دورې، چه خلک پدې پوه کړي چه پښتو د ټاکنو مهمه برخه ده.  دا په متحده ایالاتو کې پیل شو.  د تیرو ټاکنو په جریان کې، هر امریکایی نوماند لږ هسپانوي خبرې کولې.  هیڅ قانون شتون نلري مګر که تاسې د هسپانوي رایی غواړۍ، نو تاسې باید د دوی زړونه تر لاسه کړۍ

 

ارین هاشمي ~

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

ژبه څومره مهمه ده؟