ژبه څومره مهمه ده؟

 

موږ د اکثر پښتنو شکایات اورو چه په افغانستان کې د پښتنو سره د پښتو ژبې پر اساس زیاتی کیږي. ویل کیږي چه د پښتو عریضه حتې منل کیږي هم نه په کابل کې او د اطرافي پښتنو او د کابل چارواکو تر مینځ کلتوري، ایډیالوژیکي او اقتصادي واټن لا پر زیاتیدو دی. ځنې پښتانه د خپلو نورو افغانانو ورونو دا ګیله هم لري چه هغوۍ حتې هندي زده کوي مګر پښتو ته توجه نه ورکوي

ژبه څومره مهمه ده؟


ژبه د خلکو روح دی او د پښتنو لپاره، پښتو د دوۍ روح دی. هغه پښتو ده چه تاسې پښتون کوي، او هغه د پښتو ژبې ډیره زیاته برخه. ځکه چه ټول احساسات، د پښتون ولس بشپړ دود په ژبه کې نیول شوی دی. او همدا وجه ده چه موږ د اول نسل او دووم نسل تر مینځ توپیر کوی شو. کله چه موږ یو امریکایي افغان ځوان وینو، نو د هغه ژبه، د هغه چلند، د هغه ټوقې، د هغه د اواز سُر، او د هغه آداب موږ ته ښایي چه دا ځوان بهرنی افغان دی

د یو شخص زړه ور کیدل او د بل بې زړه کیدلو ترمینځ توپیر یو شی دی، مګر د ټول قوم په یوه خاصه توګه خبرې کول بل شی دی. هر امریکایي شخص پدې پوهیدی شي چه زه امریکایي نه یم ځکه چه زه په فلسفي ډول د هغه سره توپیر لرم. نو له همدی امله، ژبه ډیره مهمه ده. او که یو څوک په ډیرو ژبو غږیږي نو اصلاََ هغه په یوه ژبه هم کاملا نه پوهیږي، ځکه څو ژبنی شیکسپیر وجود نه لري. مګر د ګلوبلائیزیشن یعنې نړیوال کیدو سره بیا دا لږ فرق کوي

کله چه ما د خپلو نورو هیوادوالو څخه وپوښتل چه ولې دوۍ په پښتو نه پوهیږي، دوی بخښنه وغوښته او ځواب یې راکړ چه په پښتو کې کافي مواد نشته لکه د ون ګوئته فلسفه یا ا ایمانول کانټ فلسفه، نو ځکه پښتو ژبه د پانګوونې لپاره ارزښت نلري

له هرڅه دمخه، د ګوئته او کانټ فلسفه معقول دلیل نه دی ځکه چه زه هغه ته نه وایم چه خپله ژبه هیره کړۍ چیرې چه د ګوئته او امانویل کانټ فلسفه شتون لري، زه له هغه څخه یوازې دا غوښتنه کوم چه پښتو زده کړه تر څو ته د خپلو هیوادوالو سره اقلاََ اړیکې وساتی شې

اول: راځۍ چه په یوه خبره موافقه وکړو چه افغانستان یوه ډیموکراسې ده او له همدې امله، آیا ته پدې باور لرې چه ته د اکثریت په ژبه پوه نشې نو ته به د هغوۍ رائې تر لاسه کړې؟ کچیرې ته غواړې چه د خلکو په زړه کې ځاې پیدا کړې نو ته اړتیا لرې چه د هغوۍ په ژبه د هغوۍ سره وغږیږي حتی که د هغوۍ ژبه د هیواد رسمي ژبه هم نه وي

دووم: زه خوشحاله یم چه تاسې بخښنه غواړۍ او تاسې پوهیږۍ چه دا زموږ لپاره یوه ستونزه ده، او زه امید لرم چه تاسې دغه ستونزه د معقولو دلیلونو پر اساس پیژنۍ. نه چه تاسې وکولی شۍ چه فلسفه ولولۍ مګر دا چه تاسې د خپلو هیوادوالو ورونو سره وغږیدی شۍ، تر څو موږ د یو بل سره نږدې شو. زما پوښتنه دا ده، سمه ده چه تاسې پښیمانه یاست مګر آیا تاسې خپلو بچیانو ته پښتو ژبه زده کوې؟ آیا موږ به خالي بخښنې غواړو او هماغه ستونزې به تکراروو؟ شاید تاسې د پښتو ژبې له کبله لوړ فکرې کارونه ونکړۍ، مګر پدې کې هیڅ شک نیشته چه تاسې د سیاسې پلوه، د خپلو هیوادوالو سره خبرې وکړۍ

دا ممکن رښتیا وي چه په پښتو کې کافي هنر شتون نلري، لکه څنګه چه یې هندي ژبه لري مګر دلته یو ډیر مهم ټکې شتون لري، او هغه دی سیاست. کچیرې اکثریت پښتانه وي نو دا اکثریت باید ټینګار وکړي چه د دوۍ مشر باید په پښتو خبرې وکړي. زما مطلب دا دې چه پښتانه باید پدې پوه شي چه په سیاسې پروسه کې هغه څوک چه په پښتو نه پوهیږي، باید پوه شي چه هغوۍ دا لوبه نشي لوبولی. بس

اوس، کله چه د پښتو عریضه نه منل کیږي نو عریضه کوونکې د طالبانو منګولو ته غورځول کیږي، ځکه چه طالبان د هغه سره د هغه په ژبه غږیږي. نو له همدی امله، که تاسې دولتي چارواکي یاست او تاسې پښتو نه زده کوۍ نو تاسې په حقیقت کې طالبان پیاوړي کوۍ. نو زما پوښتنه د دولت څخه دا ده چه کچیرې رسمې ژبې پښتو او دري دواړه وي، نو بیا چه کله یو څوک عریضه په پښتو ژبه کې وړاندې کوي ځکه چه دا د هغه قانوني حق دی، ولې ورته پام نه کیږۍ؟

پښتانه ډیموګرافیک یعنې د لوړ سرشمیر پر اساس ګټه لري. نو دوۍ اړتیا لري چه د خپل کلتور په اړه یو څه بدل کړي، یعنې خپله فکري لاره کې لږ بدلون راولي او یو څه د شطرنج لوبه ولوبوي. دا څنګه امکان لري چه اکثریت دې د اقلیت لخوا مظلوم شي؟ دا پدې معنی چه په تاسې کې دننه ستونزه شتون لري. یعنې تاسې ډیر ضعیف یاست او د نورو د خوشحالولو لپاره ډیر لیواله یاست. نور خلک ستاسې د ژبې د زده کولو ته اړتیا نلري ځکه چه تاسې د هغوۍ په وړاندې د هغوۍ خپله ژبه ږدۍ. تاسې باید د سیاسیونو په مغزو کې دا خبره پیچکاري کړۍ چه هغوۍ پدې پوه شي چه په سیاسې ډګر کې هغوۍ د پښتو ژبې پرته هیڅ لوبه نشي ګټلی

هغه یو څه چه تاسې یې لرۍ، چه هغه ستاسې محلي ملاتړ دی، هغه د لاسه مه ورکوي. بس دومره ساده خبره په یاد ساتۍ! او حقیقت دا دی چه هغه بل سیاسیون هیڅ ستاسې په قصه کې ندی مګر هغه پدې خبره ډیر ښه پوهیږي چه د ستاسې پرته هغه ځاې ته نشي رسیدلی ځکه چه یوازې کابل لدې لپاره کافي ندی

زما په نظر دولتي دنده باید دواړو رسمي ژبو پښتو او دري پوهې ته اړتیا ولري او دا په ولسمشر پورې اړه لري. د یو پښتون په حیث، که تاسې غواړۍ یو ریښتینی کار ترسره کړۍ نو په پښتو کې زړه پورې خنداوړه برنامه جوړه کړۍ، چه ټول پښتانه یې د نورو سره شریکه کړي او په اړه یې وخاندي تر څو نور خلک د پاتې کیدو احساس وکړي. که تاسې دا کار وکړۍ نو تاسې به ډیر کوچنیان او ځوانان ومومۍ چه ووایی، "زه مسخره غواړم ، زه پروا نلرم ...". یعنې تاسې اړتیا لرۍ چه هنر رامینځته کړۍ، مینځپانګه جوړه کړۍ

مګر دا د مدني ټولنې مسولیت دی، نه د سیاسي. سیاسي ټولنه اړتیا لري چه په حکومت کې قواعد رامینځته کړي چه هر چارواکی باید په دوه ژبو پوه شي، او همچنان په سیاسي پروسه کې هم لکه د ټاکنو، کې هم دا قاعده را مینځته کړي. دا باید قانوني نه وي، دا یوازې سیاسې دی. دا قانون ندی چه اووایې تاسې ولسمشرۍ ته ځان نشۍ کاندیدوی. تاسې ځانونه کاندیدوی شۍ، مګر دا باید سیاسې وي، او تاسې باید پدې پوه شۍ چه کچیرې تاسې په پښتو نه پوهیږۍ او ستاسې په ژبه کې پښتو نه وي، نو زه درته ولې رایې درکړم؟ ځکه چه ته حتی زما په ژبه غږیدی نشې. ته زما لپاره بهرنی یې

په پایل کې به دا اووایم چه په تاریخي لحاظ پښتانه د نورو د خوښۍ لپاره ډیر لیواله دي له همدې امله شل پښتانه د یو غیر پښتون په شتون کې پښتو نه غږیږي، کوم چه به ډیر وخت ونیسي چه دا تیروتنه اصلاح شي، مګر هغه څه چه نه تاریخې بڼه لري او نه وخت نیسي، هغه دي د ټاکنو یو یا دوه دورې، چه خلک پدې پوه کړي چه پښتو د ټاکنو مهمه برخه ده. دا په متحده ایالاتو کې پیل شو. د تیرو ټاکنو په جریان کې، هر امریکایی نوماند لږ هسپانوي خبرې کولې. هیڅ قانون شتون نلري مګر که تاسې د هسپانوي رایی غواړۍ، نو تاسې باید د دوی زړونه تر لاسه کړۍ
 

ارین هاشمي ~ 

د لیکلو نیټه: د ماې ۳۰ مه نیټه ۲۰۲۱ کال 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟