آیا موږ کولی شو چه د خپلو سرتیرو ملاټر وکړو، د دوۍ سره اوږه په اوږه یو ځاې کیدو پرته؟

 

 

آیا موږ کولی شو چه د خپلو سرتیرو ملاټر وکړو، د دوۍ سره اوږه په اوږه یو ځاې کیدو پرته؟

په ټولنیزو رسنیو کې داسې افغانان شتون لري چه د مجید قرار او د نجیب ننګیال په څیر اشخاصو نیوکې کوي چه ګواکې د افغان ملي اردو لپاره د دوۍ ملاتړ بې معنی دی. د دوۍ استدلال دا دی، "تاسې واقعیا د اردو ملاتړ نشۍ کولی پرته لدې چه ورسره اوږه په اوږه په سنګر کې یو ځاې نشۍ"، او دا خلک حتې د "منافق" د ټکې په کارولو هم اسره نه کوي

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چه آیا دا واقعیا منافقت دی چه د اردو سره د یو ځاې کیدو پرته د اردو ملاټر وکړې، او ولې مسؤلیت باید یوازې د سرتیرو په سر وي؟

پدې کې شک نیشته چه د سرتیرو ملاټر کول پرته لدې چه سرتیری اوسې، هیڅ منافقت نلري. بالکل سر تیري جګړه کوي ځکه دا د دوۍ دنده ده، او په نننۍ عصري نړۍ کې د هر کار انجامول متخصصینو ته اړتیا لري او په خاص توګه د هیواد د دفاع په څیر پیچلی کار. د شوروي پر ضد د "جهاد" ورځو فرق لرو ځکه چه اوس افغانستان د بیا رغونې هڅې کوي

که ته غواړې چه د اور وژونکي لوا ملاتړ وکړي نو ته اړتیا نلرې چه د اور لمبو ته ودانګې. همدغسې که ته د ترافیک د پولیسو ملاتړ کول غواړې نو ته باید د ترافیک د قوانینو اطاعت وکړې، نه چه ته کوتک را واخلې او د ترافیک د تنظیمولو هڅه وکړې

نو پدې اساس، د "منافق" ټکي یو ډیر ناوړې او سخت ټکی دی ځکه چه دا یو فعال اخلاقي انتخاب ته اړتیا لري. یو داسې انتخاب چه د ریا پر بنا ولاړ دی او د تا څخه، پرته د قربانۍ اتل جوړوي. په ټولنیزو رسنیو کې دا کارونه ډیر کیږي. موږکان د زمرو پیخې کوي. د نجیب ننګیال یا د مجید قرار په څیر شخص مختلف قصه ده - هغه یو فکري مشر دی. د هغه دنده د مناسب موقعیت، منطق او استدلال بیان او تشریح کول دي - لږترلږه د یوې نقطې نظر څخه

د ملي اردو (یا هره پالیسي چه د سوال لاندې ده) ملاتړ یا نه ملاتړ، سیاست دی - یعنې د هرې ورځې د نارینه او ښځینه نظر او ریل پولیټیک. او د هیوادوال په توګه هر وکړی باید دا نظر ولري

(Realpolitik) 

* ریل پولیټیک: د سیاست یا د اصولو یو سیستم چه د اخلاقي یا آیډیولوژیک ملاحظاتو پرځاې د عملې او د امکان وړ پر اساس

اوس ستونزه دا ده چه هغه خلک چه اکثره نظرونه لري (ا) واقعیا فکر نه کوي چه دوۍ څنګه خپلو پایلو ته رسیدلي او (ب) په خپل بحثونو کې داسې ټکي کاروي چه د کارولو اجازه یې نیشته (فحشا ، قهر ، تاوتریخوالي او داسې نور). او بدبختانه د نننۍ ورځې تر ټولو لویه ستونزه او چیلنج دغه لوړ غږونه دي

ارین هاشمي ~

د لیکنې نیټه: May 9 2021 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟