آیا دا زموږ دنده ده چه د یو بد عمل پر ضد عکس العمل وښایو او ټولنې ته زیان ورسوو؟

 

 

آیا دا زموږ دنده ده چه د یو بد عمل پر ضد عکس العمل وښایو او ټولنې ته زیان ورسوو؟ 

په سویډن کې چه د قرآن عظیم الشان پر ضد کوم ناخوالې را مینځ ته شو، آیا دا زموږ دنده ده چه د دغه بد عمل پر ضد عکس العمل وښایو او ټولنې ته زیان ورسوو؟

په لومړي قدم کې خو به دا ووایم چه په هیڅ حالت کې باید مذهبي سپکاوی ته اجازه ورنکړل شي!

دا ډیره اړینه ده چه موږ باید پدې پوه شو چه الله تعالی پخپله د قرآن کریم ساتنه په غاړه اخیستې ده، لکه څنګه چه په قرآن کې فرمایي:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَـٰفِظُونَ
"بېشکه موږ ذکر یعنې قرآن، نازل کړی دی او بېشکه موږ یې ساتو"

بله دا چه دا واضح ده چه موږ په یو داسې نړیوال کلتور کې ژوند کوو چه نورمال بلل کیږي، او پدې کلتور کې ډیر داسې شیان شتون لري چه ښکلا نلري مګر هغه نورمال او داسې شیان چه ښکلا لري غیر نورمال ګڼل کیږي. نو د دې لپاره چه موږ د ښکلي اړخ برخه پاتې شو، موږ اړ یو چه له بداخلاقۍ او د اهانت د ټکو ډډه وکړو یعنې: ْ ارْحَمُوا مَنْ فِي الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ ، تاسې په زمکه کې په خلکو رحم وکړۍ تر څو د اسمانونو مالک په تاسې ورحمیږي. همدغه وجه وه چه سیدنا ابراهیم علیه السلام چه په سخاوت کې یی نوم درلود، یوه ورځ یو ملحد ورته اوویل چه ما ته یوه شپه راکړه مګر ابراهیم علیه السلام انکار وکړو. نو الله سبحان و تعالې سیدنا ابراهیم علیه السلام ته وفرمایل، "دې کس پنځوس کاله زما له وجود څخه انکار کړی مګر بیا هم ما ورته رزق ورکړی او هم مې ورسره د صبر څخه کار اخیستی. آیا ته یوه شپه صبر نشې کولی؟

قضاوت کول د الله کار دی او موږ د الله سره سیالي نشو کولی، یعنې موږ "حَکَم" یعنې قاضي کیدی نشو. "الکبیر، الجبار" دا هغه د عظمت صفات دي چه یوازې د الله لپاره دي، مګر داسې صفات لکه "وهاب، رحیم"، نو دغه صفات موږ په زانو کې پیدا کوی شو.

رسول اکرم صلې الله علیه والسلم وفرمایل: "هذالدین متین". دا دین سخت او دروند دی. او هغوۍ (ص) دا هم وویل: "فأوغل فيه برفق" پدې کې ژور ورشه مګر په نرمۍ سره. دا د یو ډک ځنګل په څیر دی. که ته غواړې چه دننه لاړ شې نو په قلاره قلاره به ځې ځکه چه منډه د شیطان کار دی. نفس لوړ مقام غواړي نو ځکه موږ منډې ته هڅوي. موږ د خلکو د کړنو یا د هغوۍ د آنلاین لیکنو پروا ولې وکړو؟ موږ مؤمنان یو او پدې باور لرو چه که موږ په سمه لار یو او مرګ راته راشي نو الله به موږ وبخښي. خلاص!

ګورۍ، که موږ هر بد عمل ګورو او په مقابل کې یې عکس العمل پیل کوو نو فکر کوم چه زموږ ژوند به ډیر ستونزمن شي او توان به یې ونلرو. موږ اړتیا لرو چه خپله چوپتیا وپیژنو ځکه په نړۍ کې ډیر داسې شیان شته چه موږ یې نشو اصلاح کولی. نبي کریم صلی الله علیه والسلم وویل "من رأى منكم منكرا" كه تاسی یو څه غلط ګورۍ ، "فليغيره بيده" دا په خپل لاس بدل كړۍ، “فإن لم يستطع فبلسانه” که یې نشۍ کولی نو په ژبه یې بدل کړۍ، “فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان” که یې نشۍ کولی نو په زړه کې یې بدل کړۍ، او دا د ایمان ضعیف حالت دی.

دا خو واضح خبره ده موږ نه غواړو چه د ایمان په ضعیف ترین حالت کې اوسو او غواړو چه په لاسونو د غلط کار مخنیوی وکړو مګر عُلماؤ پدې هکله ډیر سخت شرایط وظع کړي او په اول قدم کې موږ نشو کولی چه نور زیان رامنځته کړو. د ستونزو د اضافه کولو اجازه موږ نه لرو. دوهم دا چه موږ باید په جګړه پوه اوسو او د هر څه علم راسره وي، د هغه ټولو سیاسې، اقتصادي او اجتماعې اړخونو، ځکه موږ یوازې عکس العمل نشو ښودلی ځکه چه دا هغه څه دي چه شیطان یې غواړي. د عکس العمل یوازنۍ پایله ده غلطي!

په پاې که به دومره ووایم چه هر کله ته زان بنسټپاله او افراطي ووینې نو پوه شه چه خبره خرابه ده او خپله رویه باید نرمه کړی. د عکس العمل پر ځاې باید موږ په خپلو زده کړو کې اضافه وکړو، او دغه فرصت باید د زده کړې لپاره د هڅونې په توګه وکاروو. موږ باید دا احساس ونکړو چه موږ په خپله کښتۍ کې سوري لرو او موږ باید دا ټول وپوښو. پدی باید موږ باور ونکړو ځکه دا د شیطان فریب دی. زموږ د کښتۍ یواځني سوري او خالي ګاوې زموږ د پوهې خالي ګاوې دي

ارین هاشمي ~ 

د لیکنې نیټه: January 29 2023 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟