آیا شیطان یوازې مؤمنان له لاري وباسي؟
آیا شیطان یوازې مؤمنان له لاري وباسي؟
په افغانستان کې داسی یو کلتور او ذهنیت را منځ ته شوی چه بس د هر نیک کار سرچینه افغانان ګڼل کیږي. کله چه یو غربي شخص د سخاوت کار هم وکړي نو دوۍ به وایې، هغه سره شیطان نیشته ځکه
زه دا منم چه کافر که دا ټوله زمکه د خیرات نه ډکه کړي نو الله یې نه قبلوي د قیامت په ورځ. مګر دا یوازې د الله قضاوت دی. یعنې د قیامت ورځ ده. هر حصاب کتاب شوی، هر څه ویل شوي او هر څه مكمل دي. هرڅه بشپړ دي
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَىٰ بِهِ ۗ
"بیشکه کوم کسانو چه کفر کړی او د کفر په حالت کې مړه شوي، نو هیڅکله به د ځمکې بشپړ صلاحیت په سرو زرو ډک د هغوۍ ونه منل شي که چیرې هغوۍ د دې له لارې د خپل د خلاصون تاوان ورکول غواړي
یوازې الله کولی شي پدې بټ قضاوت وکړي مګر زموږ په اند، موږ څه پوهیږو چه د مرګ په وخت به د دوۍ (عقیدوي) حالت څه وي؟ موږ حتی څنګه پوهیږو چې آیا دوۍ د الله په نظر کافران دي؟ د دې قضاوت کولو لپاره موږ د الهی علم او قضاوت واکونو ته اړتیا لرو چه ناممکنه ده
په دنیا کې موږ د سخاوت په معنې پوهیږو او هم یې ستایو. دا هم رښتیا ده چه کله د یو انسان نفس په شیطاني اعمالو کې ژور بوخت وي نو شیطان د هغه انسان سره دومره کار نلري. مګر دا د مؤمن او کافر دواړو لپاره دی. دا هغه سوال دی چه آیا نفس د انسان په شخصیت غالب شوی او که نه؟ پدې کې هیڅ شک نیشته چه یو انسان حتې مجاهد کیدی شي او لا هم د نفس بنسټیزه ستونزه ولري. دا لوی ښکاره ګناهونو باندې تطبیقیږي لکه زِنا او ربا یعنې سود. مګر دا د لوې ستونزې لکه د کبر او غرور سره هم تطبیقیږي
پدې کې شک نیشته چه په لومړي قدم کې همدغه شیطان دی چه نفس ته بده لاره ښایي. بیا نفس ممکن پدې لاره دومره ژور لاړ شي چه دا د انسان د شخصیت برخه وګرځي. نو لدې وجې د انسان د بد اعمال قدرت د نفس په لاس کې دی. مګر شیطان بیا په نورو ساحو کی هم راځي او خپل کار کوي او د ټولو نه په لویه او ساده کچه شیطان د ایمان او باور هره احتمالي لمبه مړه کوي یعنې شیطان انسان نه پریږدي چه د ایمان او باور په لور نږدې شي
مګر د دغه انکارمن کلتور څخه زموږ ناراحتي عادلانه ده. کوم شی چه د ستایلو وړ وي نو هغه باید وستایل شي که هغه سخاوت وي او که هر ښه کار وي. نهایي قضاوت الله ته پریږده او پدې باید موږ پوه شو چه زموږ څخه هیڅوک دا امکان نلري چه د ټولو جزیاتو معلومات ولري. دا د زړه یو ډول تیاریکي ده چه غواړي د ښو شیانو څخه انکار وکړي ترڅو یوازې خپل زان د نورو په مقابل کې غوره وښایي
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
"ای انسانانو ، په حقیقت کې موږ تاسې له نارینه او ښځینه څخه پیدا کړي یاست او د تاسو مو قومونه او قبیلې جوړې کړي چه تاسې یو بل سره وپیژنۍ. په رښتیا چه د الله په نزد ستاسو تر ټولو نیک هغه څوک دي چه تر ټولو زیاته تقوی لري. په رښتیا چه الله تر ټولو زیات پوه او په هر څه خبر دی
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment