نیم حکیم خطره ې جان، نیم عالم خطره ې ایمان




 

 
نیم حکیم خطره ې جان، نیم عالم خطره ې ایمان

له یوه اړخه چه ګورې نو طالبانو او د پاکستان مُلایانو د اسلام نه سور اور جوړ کړی او له بله اړخه بیا زموږ ځنې افراطي افغانان د عصریتوب او إلحاد ډولونو ته نڅاګانې کوي. دې عاجزانو لا خاپوړې ندي زده کړي خو د المپیک د منډو په سیالیو کې غواړي برخې واخلي. دوۍ یو دوه، نیم تخنیکي ټکي زده کړي او بیا یې د زانونو نه افلاطونان د زمانې جوړ کړی وي او وایي که یو او که نه نو همدا موږ یو

دې خلکو اوس عجیب او غریب پوسترې جوړې کړي او په فیسبوک یې خپروي چه د هغو څخه یو پوستر زما تر لاس شو

یو ساده سوال اوس دا پیدا کیږي چه څوک داسې کوی شي چه په همدې اندازه اټومونه پداسې دوه بڼو ترتیب کړي چه د هغو څخه هم ډبره جوړه کړي او هم انسان. آیا دا به د د یو ټولواک جوړونکي (خالق) کار نه وي؟

حتی د ډبرې ترتیب به تاسې حیران کړي چه څنګه کیدې شي یوه ډبره په خپل قدرت زان داسې ترتیب کړي. میاشی داسې یو نه منونکې مخلوق دې. دا څنګه پوهیږي؟ مچۍ څنګه پوهیږي چه په هوا کې د پرواز لپاره هیکسوګونونه (hexagons) د ټولو غوره شکل دی؟

زما سوال دا ندی چه دا څنګه دی. زما سوال دا دی چه ولې داسې دی؟
کله هم چه موږ په هوا کې سکه ګوزاروو نو د شیر یا خط امکان ولې پنځوس فیصده وي؟ ولې د هر ماشوم د نارینه توب یا خځینه توب امکان پنځوس فیصده وي؟ ولې ۱۰/۹۰ فیصده نه وي؟

الله سبحان و تعالی د سورة فصلت په ۵۳ آیة کې فرمایي

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ

"موږ به هغوۍ ته په افق او د هغوۍ په خپل زانونو کې خامخا خپلې نښې ښایو تر څو په هغوۍ رښتیا څرګنده شي. آیا ستاسې د رب په هر شي شاهد کیدل، ستاسې لپاره کافي نده؟

هر هغه نظر چه وایي موږ واقعیاََ د حقیقي نړۍ تشریح کوو "د درک/احساس د دروازو نه بهر" بی معنی نظر دی. موږ تل او په بشپړ ډول زموږ د درک او د احساس قیدیان یو. مګر د ادراکو وسیله فعالول هڅو ته اړتیا لري. هنداره د انځور ښودلو لپاره هڅې ته اړتیا لري. هغه څوک چه د کائنات او مثلاََ د سیارو او ستورو د درک کولو او پوهیدلو هڅې او تمرکز کوي هغوۍ داسې یو انځور تجربه کوي لکه د هغو چا څوک چه دننه ژور ځي

عام ډینومینیټر (کامن ډینومینیټر) دا دی چې باید سړی په خپله پلټنه زان او ټوله انرژي مصرف کړي. خپل نفس (انا, اِیګو) په بشپر توګه ستړی کړي. کله چه دا وکړې نو بیا شیان څرګندیږي. او په ښکاره توګه څرګندیږي داسی نه لکه د نظر بند د کمال په څیر بلکه د یو جامد او تایید وړ احساس او درک په څیر. موږ وایو دا په نړۍ کې "هلته" شتون لري او ډیر لکه د بیان د ډول په توګه حدف لري. مګر په لفظي ډول دا دننه یا بهر نه دی. د هری مشاهدې (ابزرویشن) د پیښیدو لپاره د مشاهده کوونکي (آبزرور) او د مشاهد (آبزرفډ) اړتیا وي. د دؤو نیمو برخو تر منځ کرښه راښکل د احمقانو کار دی. دا په داسې څیر وي لکه د سړي ښي لاس د کیڼ لاس په مقابل کې. ښي ځکه ښي دی چه کیڼ شتون لري. د دی لپاره چه ښي یا کیڼ معنی ولري، د دواړو شتون ضرور دی

(: ابزرویشنObservation, آبزرفډ :Observed, آبزرور: Observer) 

په ورته ډول کازمس (کازموس) هم (کازمس لغوي معنی: یعنی کائنات د یو ښه ترتیب شوي بشپړ په څیر لیدل شوی). مکروکازم هغه څه دی چه ته یې وینې کله چه ته زان پلي کړې او اسمان ته ژور وګورې (مکرووکازم لغوي معنی: د یو پیچلي جوړښت ټوله برخه ، په ځانګړي توګه نړۍ یا کائنات ، د دې کوچنۍ یا نماینده برخې سره برعکس). مایکروکازم هغه څه دي چه ته یې ګورۍ کله چه ته دننه ژور وګورې (مایکروکازم لغوي معنی: یوه ټولنه ، موقعیت ، یا وضعیت چه د لوی، کرکتري ځانتیاوې یا برخې په زان کې په کوچني ډول لري مثلاََ پنجشیر د افغانستان مایکروکازم دی). دوۍ یو بل سره ورته دي. په ځنې کچه کې دوۍ (یوازې مادي) حتی داسې ښکاري چه دوۍ یو شیان دي. که موږ غیر موادي کچه اضافه کړو کوم چه روحاني ده نو موږ دا په زانونو کې وینو مګر په کائنات کې نه. مګر په دې حالت کې موږ داسې یو لکه وړانده. کائنات هم داسې ژوندی دی لکه زه او ته. مګر دا په بله ژبه خبرې کوي. مختلف اصول تعقیبوي. نو موږ فکر کوو چې مړ دی

کازموس: cosmos, مکروکازم: macrocosm, مایکروکازم: microcosm 

لکه څنګه چه الله سبحان و تعالی د سورة فصلت په ۳۹ آیة کې فرمایي

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ۚ إِنَّ الَّذِي أَحْيَاهَا لَمُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۚ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

"او د هغه له نښو څخه دا دی چه تاسو ګورۍ چه ځمکه په ځاې ولاړه ده، خو کله چه موږ په هغې باران وغورځوو، نو وخوځیږي او وده کوي. په حقیقت کې چا چه دې زمکې ته ژوند ورکړی دی، مړو ته ژوند ورکوونکی دی. په حقیقت کې هغه په هر څه قادر دی

دا زمکه به څنګه ژوندۍ کیدی که چیرې مړه وی؟

الله اعلم

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟