په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو (انټرنیټ) بیې ولې لوړې دي؟
په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو (انټرنیټ) بیې ولې لوړې دي؟
دغه پوښتنه له ډیرو مخابراتي کارمندانو څخه شوې مګر قانع کوونکی ځواب مې تر اوسه ندی اوریدیلی. هغوۍ بس درې فاکتورونه د دې لامل ګڼلي: د سټلایټ یعنی سپوږمکۍ د کارولو او د جرنیټر لګښت، د مخابراتي ستنو د حفاظت لګښت او د بهرني انجینرانو لوړ معاشونه
په لومړي قدم کې باید اووایم چه د مخابراتو وزیر باید تجربه لرونکی مسلکي کس او د متخصص لید خاوند او پیاوړی ستراتیژیست وي. هره مخابراتي ستونزه په لومړي قدم کې دا وړاندیز کوي چه وزیر په خپله دنده کې پاتې راغلی ځکه که هغه بریالی وی نو قیمت به ټیټ وی او هر افغان به ډیجیټل لاسرسي درلودی
راځۍ چه دا د نیټورکینګ د لید څخه وګورو. په ساده توګه، انټرنیټ د پروتوکولونو او سرورونو جوړ دی. زموږ لومړی سوال به دا وي چه مینځپانګه (کانټینټ) چیرې ده؟ که مینځپانګه په افغانستان کې وي نو د شبکې طبقه (نیټورکینګ لییَر) به ارزانه وي ځکه چه مینځپانګه محلي ده مګر که مینځپانګه په ټوله نړۍ کې وي نو بیا مو هیواد اړتیا لري چه نړۍ ته بروډبانډ تر لاسه کړي. دی لپاره د قوي اړیکو اړتیا ده چه لوې لګښت لري. په امریکا کې مینځپانګه محلي ده. البته لکه څنګه چې موږ ډیر نړیوال کیږو، ټول شیان بدلیږي. د مثال په توګه ، خلک د سرورونو ځای په ځای کولو سره مل کیږي، سرورونه په پنځو ځایونو کې منعکس کیږي او داسې نور .... نو ، د امریکایی مینځپانګو ترلاسه کولو لپاره ، تاسو به وکولی شۍ په ماسکو کې سرور ته لاسرسي ولرۍ. له همدې امله، جغرافیه ډیره مبهم ده
په افغانستان کې د لوړو انټرنیټی بیو اصلي لامل د سیالۍ نه شتون دی. په افغانستان کې بدبختانه اداري فساد پراخه دی او هر کار چه په واسطه او فساد وشي نو سیالي له منځه وړي ځکه یو څو محدودې شبکې د واسطو او اړیکو له لارې قرارداد او جوازنامه تر لاسه کړي او بیا هغوۍ په خپله خوښه نرخونه چلوي ځکه سیال نلري. دا سیالي ده چه نرخونه ټیټوي. مګر که دا خلاص وي نو بیا دا دولتي ستونزه ده. دا په پرمختللو هیوادونو کې عادي خبره ده چیرې چې رشوت موجود وي او چيرې چه شفافیت نه وې او چیرې چه فساد شتون لري
سیالي هغه خلکو ته کوم چه هوښيار او نوښت لرونکي نظرونه لري اجازه ورکوي ترڅو د تولیداتو لپاره د غوره نرخونو وړاندیز وکړي. د مثال په توګه ، که چیرې یو شرکت د انټرنیټ د میاشتی سل ډالر اخلي او سیال یې د پنځوس ډالرو وړاندیز کوي، له دې څخه څوک ګټه پورته کوي؟ په ښکاره ډول پیرودونکی له دې څخه ګټه پورته کوي. مګر که چارواکي فاسد وي چې ووایی ، "هو د ۵۰ ډالرو ارزښت ډير ښه دی مګر د جواز اخیستل یو سل ملیارده ډالر دي" او بیا دوی جواز خپل خپلوان ته مفت ورکړي نو څه فکر کوۍ چه څه به را پیښ شي؟ د دوۍ هغه خپلوان به د انټرنیټ د نرخونو بشپړ کنټرول کې وي ځکه چه هیڅ سیالي نلري او دا انحصار دی چه د فساد لخوا رامینځته شوی
دا امکان لري چه د بهرني انجنیرانو استخدام او دوۍ ته د ډیرو معاشونو ورکول د لګښت په بیو اغیزه وکړي مګر که د مخابراتو وزیر ښه چلونکی وی نو هغه به په تاوان کې انټرنیټ پرمخ وړی. حکومت به هغه سکټور ومومي چه پیسې ګټي او وزیر به ولسمشر ته تللی وی او ورته به یې ویلي وی چه ما سره مرسته وکړۍ او ولسمشر به ورسره د دولتي بودیجې څخه مرسته کړې وی
انټرنیټ ملي خزانه او سرمایه ده چه پدې کې باید موږ پانګه وکړو. د دې څخه د ګټې طمع باید ونشي او لګښت هم باید د پیرودونکو په اوږو بار نکړی شي. پدې توګه هر نوی انټرنیټي شرکت د پانګوالو اړتیا لري تر څو دا په خپلو پښو ودریږي او د تاوان سره مخ نشي او بیا په راتلونکې کې همدغه د پیرودونکو سرمایه د شرکت چلولو لپاره کافي وي مګر په پیل کې شخصي یا دولتي مرستو ته اړتیا لري. دا باید د مخابراتي وزیر لید وي او هغه باید د ښاغلی ولسمشر څخه پوښتنه وکړي چه: ستاسې غوښتنه څه ده؟ آیا تاسی غواړۍ چه هر افغان انټرنیټ ته لاسرسی ولري یا نه؟ مګر که ستاسې په مشوره زه کار پیل کړم او بیا راسره مرسته ونکړۍ او د انټرنیټ نرخ د میاشتی سل یا دوه سوه ډالر وي نو دا بیا تاسې رښتینې نه یاست او په خپله خبره ولاړ نه یاست. دا خبره تاسې په انتخاباتي کمپاین کې کولی شۍ مګر د یو ستراتیژیست ته یې نشۍ کولی ځکه هغه احمق ندی. دا د شطرنج لوبه ده او آیا تاسې غواړۍ چه دا ټوټه تر لاسه کړۍ یا نه؟ که یې غواړۍ نو دا لګښت لري او لګښت به یې منۍ؟ هو کیدی شي دا پدې معنی وي چه تاسې لګښت د کوم بل وزارت څخه واخلۍ او پدې پروژه یې ولږوۍ مګر هغه زما اندیښنه نده. زه د دې لپاره ګمارل شوی یم بس. شاید د کرنې وزارت د انټرنیټ څخه زیات لومړیتوب ولري ستاسی په اند مګر هغه ستاسې پریکړه ده. زه صرف دومره وایم چه خلکو ته هغه خوب مه ور ښایۍ کوم چه تاسې نشۍ پوره کولی
اوس زما پوښتنه د مخابراتو وزیر څخه: که ته وی چه زه بهرني انجینرانو ته د میاشتی شل زره ډالر معاش ورکوم نو هغه درسره زه منم چه د وزارت چلول ډیر لګښت لري مګر ته د وزارت لګښت په پیرودونکو ولې واچوې؟ تاسې کولی شۍ د ملي بودیجې څخه مرسته تر لاس کړۍ او بیا ستاسی هدف څه دی؟ آیا تاسې نه غواړۍ چه انټرنیټ د هر چا لپاره شتون ولري؟ که تاسې دا غواړۍ نو بیا تاسې باید پریکړه وکړۍ او د یوې ګټورې ستراتیژۍ او لید سره را مخې ته شۍ
یو مثال به درکړم. زه غواړم د افغان دولت سره د کورونو جوړولو قرارداد کول غواړم د لس زره کورونو. ما لپاره د هر کور جوړل زر ډالره لګښت لري او زه غواړم چه د ښې ګټې تر لاسه کولو لپاره هر کور په یونیم زر ډالرو په دولت وپلورم. اوس که زموږ سیال همدغه کور په اته سوه ډالرو په دولت پلوري. اوس د کور قیمت شو اته سوه ډالر. موږ باید خپل لګښت راکم کړو او شاید د تړون ترلاسه کولو لپاره، موږ باید دې ته چمتو یو چه د دوو کلونو لپاره پیسې له لاسه ورکړو تر هغه چه یوه موثره او د کورونو جوړولو نوی طریقی زده کړو او ارزانه ستراتیژي خپله کړو او یا موږ شاید باثباته نه یو او دا کار ونکړی شو. په بدیل توګه موږ کولی شو ولسمشر قانع کړو او ورته اووایو چه بیشکه زموږ قیمت لوړ دی مګر په اوږده موده کې تاسی نور ډیر لګښتونه ژغورلی شۍ ځکه زموږ کورونه لس کاله دوام کوي او د نورو پنځه کاله نو واقعیا موږ د نورو څخه ارزانه یو. لکه څنګه چې ما وویل، زه باید کره معلومات ولرم او زه باید ولسمشر ته یو څه ووایم او زه باید ارزښت ور وړاندې کړم
دا د مخابراتو وزیر دنده ده چه د لګښتونو راټیټولو لپاره د حل لارې ومومي. د لګښت راټیټولو ترټولو لویه لاره د خلکو آنلاین کول دي یعنی انټرنیټ په خلکو کې مروج کول او خلک دې ته هڅول چه انټرنیټ وکاروي. څومره چه ډیر خلک آنلاین کیږي هغومره زیات فیسونه را جمع کیږي او د میاشتنی عاید زیاتیږي. مګر دا فیس باید د هغه مقدار څخه وي چه د هیواد د ژوند معیار سره مناسب وي نه د وزیر د لګښت سره. ممکنه ده چه هغه بې کفایته یا فاسده وي او یا په کوم هیواد کې چه هغه اوسیږي هلته دا ډیر مشکل وي مګر په اوږده موده کې به دا ډیر ښه او ګټور وي ځکه انټرنیټ په تعریف ستراتیژیک دی او هر څوک باید انټرنیټ ته لاسرسي ولري. اوس له بلی خوا آیا د یو قیمتی موټر مثلاََ مرسډیز بینز پلورل ستراتیژیک دی؟ نه. یو قیمتي موټر په لوړ نرخ پلورل یوه عادي خبره ده ځکه دا ستراتیژیک ندی او هیڅوک تا نشي ملامتوی ځکه چه دا یو قسم آرایش او لکشري ده مګر هغه شیان چه ستراتیژیک دی مثلاََ انټرنیټ، روغتیایي پاملرنه، تعلیم، واکسین؟ د دې شیانو په نا مناسبه نرخ پلورل بالکل د نیوکو او ملامتیا وړ دي. کله چه یو ماشوم زیږیدلی وي نو آيا روغتون د واکسین ورکولو انکار کوي؟ که ته پیسې ولرې خو پیسې به درنه واخلي مګر که یې ونلرې نو هیڅکله درته د واکسین انکار نه کوي
ستراتیژیک معنی، دا اوږد مهاله شی دی. دا دومره اوږد مهال دی چه همدا اوس، تاسې دا غواړۍ پرته له کوم څه ځکه چه تاسې دمخه پریکړه کړې، زه یې غواړم ، په اوږد مهال کې دا اړینه ده حتی دا وپلورۍ. یو داسې هیواد چه سواد نلري کوم چه د لوستلو او لیکلو وړتیا ده. هر هغه هیواد چه سواد غیر ضروري ګڼي د هغه هیواد مثال داسې دی لکه ډوبیدونکې کښتۍ. که تاسی د نظرونو د شریکولو لپاره د یو بل سره اړیکې ونه نیوی شۍ، یعنې د لوستو او لیکلو سمبولونه ونه پیژنۍ نو بیا ستاسی لوبه پاې ته رسیدلې او کښتۍ مو ډوبه ده او تاسې بیرته قرن اولیه ژوند ته ستانه یۍ. زما لپاره دا هیڅ معنی نلري که ته په اسمان کې هم والوځې ځکه هغه ستا فردي لاس ته راوړنه ده د هیواد په توګه نه. دا خیانت دی د هیواد او د ملت سره او دا اداري ستونزه ده. که ولسمشر د دې ستونزې په حل کې پاتې راشي نو دا د هغه په اوږو یو بار او ستونزه ده ځکه چه هغه د هرچا نمایندګي کوي
اوس چه کله د وزیر خبره راځي، نو وزیر ملامت ندی. دا د هغه د صدراعظم یا د ولسمشر ملامتیا ده چه دا د هیواد پورې اړه لري چه د کوم هیواد وزیر دی هغه. وزیر باید خپله دنده په رښتینې توګه سر ته ورسوي او د خپل مشر امر پوره کړي. اوس، که د هغه مشر ورته وویل، "زه د ټیټ لګښت انټرنیټ غواړم" او وزیر ناکام شو، نو باید له دندې ګوښه شي. مګر که چیرې د هغه مشر ورته وویل، "نه، زما په اند انټرنیټ لومړیتوب نه دی د هيواد لپاره. زه غواړم په هیواد کې انټرنیټ راشي مګر زه غواړم چه خلک د دی د استعمال قیمت ادا کړي. زه نه غواړم چې انټرنیټ د حکومت په اوږو د لګښت مرکز وي، زه غواړم دا د ګټې مرکز وي." دا اداره یا مدیریت (منیجمینټ) دی. کله چه تاسې د پانګوونو اداره کوۍ. د دولت په کچه باید انټرنیټ د پیسو جوړولو سوداګري (بِزنِس) نه وي. دا د دولت لپاره د لګښت مرکز دی او لدی څخه د ګټې طمع باید ونشي. مګر دولت له مالیاتو او نورو شیانو څخه چه خپله پیسې ګټي، پیسې ګټلی شي. او بله دا چه انټرنیټ هم د ټولو لپاره باید مفت نه وي. هو د لږ تر لږ (مینیمم) باید دولت تضمین وکړي چه هر وګړي ته په لږ تر لږ کچه انټرنیټ رسوي. بیا که څوک په لوړه کچه انټرنیټ غواړي نو قیمت به یې ورکوي. دا سمه ده! مګر لږ تر لږه هغه اقلاََ کچه انټرنیټ باید شتون ولري په هیواد کی. په سکنډنیویا یعنی ډنمارک، سویډن او ناروی کې هغه اقلاََ کچه د انټرنیټ بروډبانډ ده. ډایل اپ هم نه، مګر بروډبانډ
د سټلایټ یعنی سپوږمکۍ کارول لوې لګښت لري نو دوۍ باید د کیبل په کارولو کې پانګونه وکړي او یا دی دوۍ انتظار وکړي تر څو ایلون مسک خپله د سټلایټ پروژه (سټارلینک) تر سره کړي تر څو هغه اسمان د سټلایټو څخه ډک کړي. د هغه سټلایټ به د کیبل مساوي وي. دې ته لِیپ فراګینګ ویل کیږي چیرې چه د تلیفون د عادي زیربناوي جوړولو په ځاې موبایل جوړول کیږي یعنې منځنی پړاو (مرحله) پریښودل کیږي او مستقیم بلې لوړې کچی ته ټوپ وهل کیږي. مثلاََ په ېو غریب هیواد کې چیرې چه د عادي تلیفون لاینونه نیشته. موبایل ټیکنالوژي منځ ته راځي او هغه هیواد مستقیماََ موبایل ټیکنالوژي خپلوي. او بیا څه پیښیږي دا هيواد ډیر پرمختللی کیږي. له همدې امله ګرځنده یعنې موبایل بانکداري په افریقا کې ډیره مشهوره شوه چیرې چه عادی تلیفونونه او د عادی تلیفونونو لاینونو شتون نه درلود. دوۍ خپلې پیسې ذخیره کړې او انتظار انتظار انتظار یې وکړو او کله چه ګرځنده شبکې راغلې دوۍ هم د موبایلونو خاوندان شول
کله چه تاسې انټرنیټ غواړې نو تاسې د انټر نیټ مینځپانګې (کانټینټس) مصرفوۍ. تاسې هغه ډاټا مصرفوۍ کومه چه په سرور کې وي. که سرور ستاسې په خوا کې وي نو د ډاټا په مصرف لګښت ډیر ټیټ وي. تاسې یوازې سیمه ایزه شبکه (لَن) ته اړتیا لرۍ. مګر که سرور د بحر په بله خوا د تاسې څخه لرې وي نو بیا تاسې لن (لَن)، فایبر نوري، روټرز، سویچیز او نورو شیانو ته اړتیا لرۍ چه ډیر لګښت پرې راځي. څومره ډیر مینځپانګه (کانټینټ) چه په هیواد کې دننه تولیدیږي هغومره به هیواد مالداره وي په هر ډول. اوس په حقیقت کې دا څنګه کیږي، د مثال په توګه فیسبوک دا ټول کار ستاسې لپاره کوي. فیسبوک دا ډاډ تر لاسه کوي چه د دوۍ ویب پاڼه (ویبسایټ) باید په هر چیرې ځواب ویونکې (ریسپانسیف) وي ځکه چه دوۍ هر چیرې راټول شوي او هره نقطه د نړۍ یې په ګوته کړې او دوۍ تاسې ته اجازه درکوي چه تاسې خپله مینځپانګه جوړه کړۍ. سړی خوشحاله وي چه زه خو فیسبوک مفت استعمالوم مګر دی نه پوهیږي چه فیسبوک ستاسې ټوله تخلیقي او نوښتګره انرژي زان ته خپلوي. خلک فکر کوي چه دوۍ مهم توکي پوسټ کوي مګر داسې نده ځکه چه هرڅوک پوسټ کوي پداسې حال کې چه فیسبوک دا ټول نیټورک یعنې شبکه کنټرولوي. فیسبوک د کارونکي تولید شوې مینځپانګه ده. نو یو افغان کولی شي په خپله مورنۍ ژبه لوستل او پوسټ وکړي. له همدې امله، فیسبوک د کارونکي تولید شوې مینځپانګه په نظر کې نیولو سره دا ډاد لاس ته راوړي چه د دوۍ ویبسایټ او زیربنایي (اینفراسټرکچر) باید ځواب ویونکې ریسپانسیف) وي. په دې توګه دوی خپلې پیسې ګټي. مګر حقیقت دا دی چه دوۍ په اصل کې د نیټورک (شبکې) خاوندان دي او نیټورک یې په کنټرول کې دی. دوی کولی شي دا بند کړي هرکله چې دوۍ وغواړي
لَن: LAN
فیسبوک مفت دی ځکه دوۍ ستاسې ډاټا په خپلو اعلاناتي مشتریانو پلوري. اعلانات د ډاټا لخوا پرمخ وړل کیږي. د اعلاناتو تاثیر د ډاټا تاثیر سره اړه لري. که ډاټا موثره وي نو اعلان به هم موثر وي. نو د فیسبوک لپاره تاسې محصول یا پیداوار (پراډکټ) یاست. تاسې محصول نه کاروۍ بلکه تاسې خپله محصول یاست. اصلي پیرودونکي یعنې مشتریان، هغوۍ په فیسبوک خپل اعلانات نشروي. په اصل کې دا د ډاټا اقتصادي اقتصاديات دي. او دا ولې داسې ده؟ ځکه د ډاټا اضافي کاپي جوړول مفته ده. نو په اقتصاد کې یو قانون شتون لري چه ورته "حاشیه قیمت" (مارجینل کاسټ) ویل کیږي. نو کله چه تاسې غواړۍ خپل نرخونه وټاکۍ، قیمتونه باید د حاشیه قیمت په اساس وټاکل شي. راځۍ چه په یو مثال غور وکړو. مثلاََ زه غواړم د افغان دولت سره ساختماني قرارداد وکړم. زما د شرکت په جوړولو یعنې دفتر، د دفتر سامان، او داسې په نورو ټولو شیانو یو میلیون ډالر لګښت کیږي. بیا چه مثلاََ زه کورونه جوړوم نو په هر کور جوړولو زر ډالره لګښت راځي. نو د شرکت په جوړولو زما صرف یو ځل یو میلیون ډالر مصرف شو او د لس زره کورونو جوړولو لګښت شو 10000000 ډالر یعنې لس زره ضرب زر. نو کله چه زه دا لس زره کورونه په دولت پلورم، زما د کورونو بیه باید د زر ډالرو سره تړاو ولري او هغه یو میلیون ډالر پکې باید شامل نه وي ځکه هغه لګښت په مرور د زمان د منځه ځي کله چه ګټه راتلل پیل شي. دی ته ویل کیږي حاشیوي لګښت یعنې د یو کور (یونټ) د اضافه کیدو لګښت. په ریاضیاتو کې دا لومړی مشتق دی
مارجینل کاسټ: Marginal Cost
نو د ډیجیټل شیانو حاشیوي لګښت صفر دی ځکه چه دا صرف کاپي او پیسټ کول وي یعنې کاپی کړه او واچوه. نو کله چه مثلاََ مایکروسافټ وینډوز جوړوي د هغوۍ ټول مصرف په اول ځل جوړولو راځي. د هغه نه وروسته بیا حاشیوي لګښت صرف د سي ډي مصرف دی بس چه صرف هماغه سافټویر په سي ډي کې کاپي کیږي. چه په مؤثره توګه لګښت صفر دی. له همدې امله انټرنیټ د صفر نرخ لوبه ده ځکه چه هرڅوک پوهیږي چه زه نشم کولی پدې چاپیریال کې ژوند وکړم. که زه پیسې واخلم، نو بل څوک به راشي او دا به په صفر کې ترسره کړي نو لدې ښه ده چه زه یې په صفر پیل کړم او دا معلومه کړم چې چیرته زه پیسې لاسته راوړی شم. زه باید دا معلومه کړم چه زما په لاس کې داسې څه شته چه هغه په زړه پورې ډاټا بدله شي چه زه یې په اعلان ورکوونکو مشتریانو وپلورم. له همدې امله د انټرنیټ سوداګري ماډل د کارونکو د ګډون (سبسکریپشن) او د خلکو نه د مینځپانګو د لاسرسۍ قیمت اخیستو په اساس جوړ شوی او ورسره به ته یو داسې یو ځانګړی ماډل جوړوې او دا باید ځانګړې وي مګر لوې نه. د "لوې" نه زما مطلب دا چه ته نشې کولی چه یو داسې انټرنټی سوداګري ماډل جوړ کړې چه دوه میلیارده ګډون کوونکو (سبسکرآیبرز) ته اړتیا ولري ځکه دوه میلیارده خلک ټول پیسې نه ورکوي. د مثال په توګه، که ته غواړې چه یو اپ جوړ کړې نو دلته د پیسو جوړولو دوه لارې شتون لري. یا به دا اپ په یو ډالر پلورې او یا به یې مفت خلکو ته ورکوې او د اعلانوي مشتریانو له لارې به پیسې جوړوې. همدغه وجه وه چه کله وټس اپ جوړ شو نو په پیل کې یې قیمت یو ډالر وو مګر کله چه بیا فیسبوک وټس اپ واخیستو نو قیمت یې ورته صفر کړو مګر اعلانات یې پکې واچول
د ډاټا د لارې پیسې څنګه جوړیږي؟ هغه داسې چه شرکتونه لکه مثلاََ فیسبوک ډاټا را جمع کړي او بیا د ډاټا اهداف (ټارګیټس) په خپلو مشتریانو پلوري. مثلاََ کله چه تاسې په فیسبوک کې خپل اعلان نشروي (چه په افغانستان کې دې ته وایې سپانسرول) نو فیسبوک له تاسې پوښتنه کوي چه ستاسې هدف کوم خلک دي؟ آیا تاسې غواړۍ چه ستاسی اعلان نارینه، یا زنانه یا ځوانان یا بوډاګان، تاسی څوک غواړۍ چه ستاسې اعلان وګوري؟ نو فیسبوک د نښه کولو لپاره ډاټا کاروي مګرهغه ډاټا د تاسې سره نه شریکوي. یعنې دوۍ تاسې ته د نښه کولو وسیلې (ټارګیټینګ ټُولز) درکوي. دا ټول د معلوماتو حوض درلودو په اړه دي چه فیسبوک د معلومات یا ډاټا څومره ژور او لوې حوض لري او دا حوض بیا لا ښه کیږي. هرڅومره چه تاسی فیسبوک کاروۍ هغومره د ډاټا کیفیت ښه کیږي. نو د فیسبوک د شرکت هدف دا دی چه تاسې څومره ډیر کولی شۍ فیسبوک استعمال کړۍ ځکه تاسې خپل شخصي معلومات فیسبوک سره شریکوۍ او هغوۍ د هغه څخه مفیده ډاټا چانړوي او ذخیره کوي یې. دا شو د انټرنیټي سوداګړۍ یا بزنس ماډل
حکومت باید د انټرنیټ په څیر خدماتو لپاره د وګړو څخه پیسې وانخلي. دولت باید مالیه واخلي. دولت مختلف دی. د دولتي اقتصاد بڼه ځکه فرق کوي چه دولتونه نشي کولی چه د ګټې لپاره د وګړو څخه پیسې واخلي او د مالیې ستراتیژیانې په څو بڼو کیدی شي. دا کیدی شي د پلور مالیه، د استعمال پورې اړوند مالیه. د عاید مالیه کیدی شي. یعنې مالیه د عاید پورې اړوند مګر د استعمال څخه خپلواکه. انټرنیټ باید د امکان تر حده نږدې وي چه مفت کړی شي. که مفت نه نو په داسی قیمت چه هر وګړی یې د کارولو توان ولري او نرخ یې په وګړو بوج نه وي
که چیرې انټرنیټی نرخونه اسمان ته رسیدلي وي نو د مخابراتو وزیر پدې کې پاتې راغلی چه د انټرنیټ لګښت راټیټولو لپاره کافي خلک پانګونې ته وهڅوي. د دې وجه صرف او صرف دا کیدی شي! دا باید د وزير دنده وي. د هغه دنده باید د انټرنیټ وده او په خلکو کې د انټرنیټ مروج کول وي. د دی لاره یوازې پانګوال دي.
له بلې خوا د بدو نه تر بد حالت کی هم، که زه د ولسمشر پر ځاې وی نو ما به یو سکتور خلاص کړی وی او د هیواد مالداره به مې پیدا کړي وی چه خپلې پیسې مصرف کړي او جواز به مې په لوړ نرخ په پنځه، شپږ، اووه یا لس لوې لوبغاړو پلورلی وی چه دوۍ خپلې پیسې مصرف کړي وی بس. او دوۍ مې پریښودل چه د یو بل سره سیالي وکړي تر څو د انټرنیټ لګښت او نرخونه را ټیټ شوي وی. دوۍ ته به مې یو هدف (ټارګیټ) ورکړی وی او دوۍ به مې پریښي وی چه نرخونه راښکته کړي
ولې شخصي سکتور (پرایویټ سیکټر) دومره بې کفایته دی؟ حکومت باید د دوۍ لاس ونیسي او یو څه خو باید وکړي. په بدیل توګه، دولت کولی شي د خپل آی ایس پی په درلودو سره انټرنیټ چمتو کړي. دوی کولی شي دا د ملي تلیفون شرکت له لارې ترسره کړي
ارین هاشمي ~
د لیکنې نیټه: May 30 2020
Comments
Post a Comment