آیا دا زموږ دنده ده چه د دیني مسلو په اړه آنلاین مبارزه وکړو؟
آیا دا زموږ دنده ده چه د دیني مسلو په اړه آنلاین مبارزه وکړو؟
نن سبا یو کلتور را منځته شوی چه هر افغان ځوان، ځان ته د اسلام ټیکه دار وایي او په وړو وړو خبرو به په نورو د کفر او الحاد ټاپې لږوي او آنلاین که په کوم غیر اسلامي پاڼه کې د اسلام پر ضد لږ څه وویني نو دی به جهاد ته چمتو وي او د نړۍ د هر نعمت نه به کرکه لري او نړۍ ته, او په خاصه توګه غربي نړۍ ته به ښکنځل کوي
دا واضح ده چه موږ په یو داسې نړیوال کلتور کې ژوند کوو چه نورمال بلل کیږي، او پدې کلتور کې ډیر داسې شیان چه ښکلا نلري هغه نورمال او داسې شیان چه ښکلا لري غیر نورمال ګڼل کیږي. د دې لپاره چه موږ د ښکلي اړخ برخه شو، موږ اړ یو چه له بداخلاقۍ او د اهانت د ټکو ډډه وکړو یعنې: ْ ارْحَمُوا مَنْ فِي الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ ، تاسې په زمکه کې په خلکو رحم وکړۍ تر څو د اسمانونو مالک په تاسې ورحمیږي. همدغه وجه وه چه سیدنا ابراهیم علیه السلام چه په سخاوت کې یی نوم درلود، یوه ورځ یو ملحد ورته اوویل چه ما ته یوه شپه راکړه مګر ابراهیم علیه السلام انکار وکړو. نو الله سبحان و تعالې سیدنا ابراهیم علیه السلام ته وفرمایل، "دې کس پنځوس کاله زما له وجود څخه انکار کړی مګر بیا هم ورته ما رزق ورکړی او هم مې ورسره، د صبر څخه کار اخیستی. آیا ته یوه شپه صبر نشې کولی؟" د تیارې څخه ځان پورته ښودل د عاقلانو کار ندی. موږ باید په خپله سوله کې خوندي اوسو او د دې لپاره د بخښنې احساس وکړو او دعا ورته وکړو مګر د غصې څخه باید کار وانخلو
د یو چا قضاوت یو لوې حرام عمل دی ځکه چه موږ د الله تعالې سره سیالي نشو کولی. موږ باید د "رحیم" څخه زده کړو او په خلکو باید رحم وکړو، مګر موږ نشو کولی چه "حَکَمْ" یعنې قاضي شو. موږ "الکبیر"، "الجبار" نشو کیدی ځکه چه دا هغه نومونه او صفات دي چه یوازې د الله لپاره دي او کله چه موږ دا صفات په ځانونو کې د پیدا کولو هڅه وکړو، نو دا به زموږ لپاره یوازې لعنت وي. په هرصورت، نور داسې نومونه دي چه موږ ورسره مینه لرو مثلاََ "رحیم، وهاب" نو دا صفات باید موږ په ځانونو کې پیدا کړو. هغه نومونه چه عظمت لري، هغه یوازې د الله سبحان و تعالې لپاره دي
دا زموږ نفس دی چه موږ آنلاین جنګ کولو ته اړ باسي ځکه چه موږ غواړو مهم اوسو او موږ غواړو اړونده پاتې شو. نو زموږ نفس لپاره دا ډیره ګرانه ده چه د دې ټولو څخه موږ تیر شو نو ځکه موږ نړۍ ته ښکنځل کوو. مګر بدبختي دا ده چه شیطان زموږ په سترګو کې شګې اچوي او موږ ته هوسایني احساس راکوي چه ګواکې موږ خپل مقصد ته رسیدلي یو. په حقیقت کې موږ هیڅ څه ته نه یو رسیدلي ځکه چه موږ همدا اوس پیل وکړو او د دې نه وروسته به لاره ډیره سختیږي. رسول اکرم صلې الله علیه والسلم وفرمایل: "هذالدین متین". دا دین سخت او دروند دی. او هغوۍ (ص) دا هم وویل: "فأوغل فيه برفق" پدې کې ژور ورشه مګر په نرمۍ سره. دا د یو ډک ځنګل په څیر دی. که ته غواړې چه دننه لاړ شې نو په قلاره قلاره به ځې ځکه چه منډه د شیطان کار دی. نفس لوړ مقام غواړي نو ځکه موږ منډې ته هڅوي. موږ د خلکو د آنلاین لیکنو پروا ولې وکړو؟ موږ مؤمنان یو او پدې باور لرو چه که موږ په سمه لار یو او مرګ راته راشي نو الله به موږ وبخښي
که موږ آنلاین هره مقاله وګورو او د خلکو سره بحثونه پیل کړو نو فکر کوم چه زموږ ژوند به ډیر ستونزمن شي او توان به یې ونلرو. موږ اړتیا لرو چه خپله چوپتیا وپیژنو ځکه په نړۍ کې ډیر داسې شیان شته چه موږ یې نشو اصلاح کولی. نبي کریم صلی الله علیه والسلم وویل "من رأى منكم منكرا" كه تاسی یو څه غلط ګورۍ ، "فليغيره بيده" دا په خپل لاس بدل كړۍ، “فإن لم يستطع فبلسانه” که یې نشۍ کولی نو په ژبه یې بدل کړۍ، “فإن لم يستطع فبقلبه ، وذلك أضعف الإيمان” که یې نشۍ کولی نو په زړه کې یې بدل کړۍ، او دا د ایمان ضعیف حالت دی
دا واضح خبره ده موږ نه غواړو چه د ایمان په ضعیف ترین حالت کې اوسو او غواړو چه په لاسونو د غلط کار مخنیوی وکړو مګر عُلماؤ پدې هکله ډیر سخت شرایط وظع کړي او په اول قدم کې موږ نشو کولی چه نور زیان رامنځته کړو. د ستونزو د اضافه کولو اجازه موږ نه لرو. دوهم دا چه موږ باید په جګړه پوه اوسو او د هر څه علم راسره وي ځکه موږ یوازې عکس العمل نشو ښودلی ځکه چه دا هغه څه دي چه شیطان یې غواړي. د عکس العمل نتیجه ده، یوازې غلطي
هر سړی نن سبا هر څه آنلاین خپروي. دا د قیامت د علامو څخه یوه علامه ده چه "وَ اِعْجَابَ كُلِّ ذِي رَأْىٍ بِرَأْيِهِ" هر سړی چه نظر لري نو د خپل له نظره خوښ دی، او يفشو القلم، یعنی قلم هر چیرې دی. دا اسلامي وړاندوینې دي چه موږ پرې باور لرو. ډیر وخت د مخه، د کتاب پیرل ډیر ګران وو ځکه کتابونه به په لاسونو لیکل کیدل او په لیکلو به یې ډیرې اونۍ او میاشتې لږیدې. بیا خلکو د کتانوبو اوریدل او زده کول پیل کړل. همدا وجه وه چه موږ داسې یو فرهنګ او ژبنی دود شولو او زموږ ذهنونو وده وکړه. نن سبا هر سړی پي ډي ایف لري او کولی شي چه کاپي، پیسټ، ایډیټ او آنلیان یې نشر کړي. له همدې امله، که ته د مچیو ځاله کې لاس وهې نو مچۍ خو به دې چیچي او دا به زموږ حماقت وي چه د مچیو په ځالو کې لاسونه دننه کړو. په نړۍ باندې جګړه مه اعلانوه ځکه چه دا د "ارْحَمُوا مَنْ فِي الأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ" لار نده
دا رښتیا ده چه زموږ زړونه باید لدی څخه آزاد وي او کله چه موږ پدې بحث پیل کوو نو زموږ ټول زهریت راپورته کیږي ځکه دا زموږ عقیدوي جنګ دی مګر موږ څه پوهیږو چه اسلام څه وایي؟ موږ نشو کولی چه فیصله وکړو. موږ باید نرم اوسو ځکه یوازی ابلیس دی چه زموږ د منډو په طمع دی او غواړي چه موږ په منډو شو ځکه چه کله موږ منډه کړو نو موږ به غورځیږو یعنې، سرعت وژنه کوي. موږ باید صبر ولرو ځکه د شیطان لپاره صبر د ټوپک مرمۍ ده. لومړی کار چه شیطان یې غواړي تر سره کړي هغه دا چه زموږ څخه دین واخلي. هغه موږ بې صبره کوي تر څو موږ دین له لاسه ورکړو، او کله چه هغه موږ د دین اوباسي نو بیا موږ یوازې پاتې کیږو او په هر بد عمل اسره نه کوو. که هغه پدې کې بریالی شي نو دا تر ټولو لویه ګناه ده
موږ اړتیا لرو چه په نرمښت او تدریج سره په مخه لاړ شو. هر کله چه موږ ځانونه بنسټپاله او افراطي ووینو نو دا یوه نښه ده چه موږ باید ورو شو! د آنلاین پوسټونو په وړاندې د عکس العمل پرځاې موږ باید زده کړو ځکه چه که موږ د خبرو کولو اجازه لرلی نو دا ټکي به اوس زموږ په ژبو وی. له همدې امله، که موږ عالمان نه یو، نو باید ځواب ورنکړو. موږ به دابحث, یا علماو ته پریږدو او یا به زده کړه کوو. موږ باید دا فرصت، د زده کړې لپاره د هڅونې په توګه وکاروو. موږ دا اړتیا نه لرو چه د ځانونو څخه مفتیان جوړ کړو، مګر دومره علم باید ولرو چه بحث په صحیح توګه تر سره کړو مګر یو مهم ټکی چه موږ پرې باید پوه شو او هغه دا چه، کچیرې د با المقابل کس آی کیو (آې کیو) سمه نوي او سمه سیکالوژي ونلري نو بحث هیڅ معنې نلري. امام غزالي هم دا خبره کوي. با المقابل کس باید دومره پوهنه ولري چه په دلیلونو پوه شي او هغه باید سمه سایکالوژي هم ولري نه چه هغه به یوازې د ځان د صحیح ثابتولو هڅه کوي. له همدې امله ۹۹ فیصد خلک د بحث کولو وړ ندي. موږ باید دا احساس ونکړو چه موږ په خپله کښتۍ کې سوري لرو او موږ باید دا ټول وپوښو. پدی باید موږ باور ونکړو ځکه دا د شیطان فریب دی. زموږ یواځني سوري او خالي ګاوې زموږ د پوهې خالي ګاوې دي
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment