د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟
د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟
نن په یوه غونډه کې زموږ هیوادوالو پوښتنه وکړ ه چه ولې موږ په پښتو ژبه کې کافي سافټویر نلرو، او دا پوښتنه هم اوشوه چه د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې د پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟
د دغې پوښتنې ځواب شاید موږ پدې کې ومومو کله چه موږ د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د محلي زیربناوو او ویب (انټرنیټي) کونټینټ په ارزښت پوه شو
په اول قدم کې موږ باید دا پوښتنې وکړو چه کله موږ آنلیان کیږو نو د څه شي څخه استفاده کوو؟ انټرنیټ څه شی دی؟ د یوزر (کاروونکي) په توګه موږ د انټرنیټ څخه څه مصرفوو؟ او ولې یو کاروونکی انټرنیټ کاروي؟
کاروونکی د انټرنیټ څخه د ډاټا، انځور، غږ، ویډیو وغیره استفاده کوي، او دې ته ویل کیږي کونټینټ یعنې مینځپانګه. یعنې موږ چه کله هم آنلاین کیږو نو مینځپانګه استفاده کوو، که هغه تصویر دی، که غږ، که ویډیو یا ډاټا... او دا په هغه صورت کې ډیر اقتصادې تمامیږي چه سرورې محلي وي، او په هغه محلي سرورو مینځپانګه زیرمه کړی شي، پر ځاې د دې چه د افغانستان نه لرې په لندن کې یې موږ په کرایه ونیسو، ځکه چه د محلي سرورو مینځپانګه په ارزانه توګه د محلي خلکو خدمت کولی شي، خو که دا په مریخ کې وي نو بیا د معلوماتو ته لاسرسي ډیره ګرانه تمامیږي. د مینځپانګې رامینځته کولو لپاره د یو نوي پلټفورم رامینځته کول ډیر ستونزمن کار دی مګر خوشبختانه دې کار لپاره موږ مفت پلټفورمونه لړو چه یو لوې مثال یې فیسبوک دی. فیسبوک پخپله هر چیرې سرورونه لري، نو کله چه یو کاروونکی په هند کې فیسبوک کاروي، فیسبوک په هندوستان کې سرورونه لري او دوۍ دغه ترافیک د هند له لارې اداره کوي ځکه چه دا د دوۍ لپاره ارزانه تمامیږي
نو د ښه انټرنیټي فعالیت لپاره، زیربناوې باید په محلي کچه رامینځته کړی شي. کله چه انټرنیټ ګړندی وي، دا لګښت راټیټوي او سرعت زیاتوي. په انټرنیټي نړۍ کې موږ تل کوهوسټ (په شریکه کوربه) او کولوکیټ (په شریکه موندل) کوو، او د دې لپاره مختلفې طریقې کارول کیږي لکه یو سرور د بل سرور مِرر کول (لکه د هندارې په شکل د یو بل څخه مینځپانګه لاس ته راوړل او محلي کاروونکو ته یې اماده کول). مګر مهم ټکی چه تصمیم یې باید ونیول شي هغه دا پوښتنه ده، چه ستا دا پروژه کومه ستونزه حلوي او څه ارزښت اضافه کوي؟
مینځپانګه باید وګړي پخپله رامینځته کړي ځکه چه دولتي مینځپانګې معمولاََ خسته کُن وي، نو محلي ځوانان کولی شي چه د مثال په توګه یو مسخره ویډیو جوړه کړي، یا د یو شعر ویډیو جوړه کړي او د نورو میلونونو وګړو سره یې په پلټفورم کې شریکه کړي. دلته اوس دوه لارې شتون لري. دا دې سره تړاو لري چه مینځپانګه عام کسانو جوړه کړې که مسلکي؟ کچیرې د عام خلکو لخوا رامینځته شوې وي نو بیا خلک یې ډیر خوښوي او ورسره مشغولیږي
لکه څنګه چه موږ ګورو، اکثر خلک د سي این این او ویکیپیډیا په نصبت، په فیسبوک کې زیات ښکیل دي، ځکه چه په سي این این کې یو طرفه ترافیک دی او یوازې یو څوک له تا سره خبرې کوي، یعنې دا یو مونولاګ دی مګر فیسبوک بیا ډایلاګ دی، ځکه د مینځپانګې جوړوونکې پخپله هم کاروونکی دی. اوس، په فیسبوک کې د مینځپانګې کیفیت ډیر لوړ ندی ځکه چه د فیسبوک هر کارونکی مسلکي نه دی او هرڅوک کولی شي څه ووایی، مګر دا د خلکو لپاره ډیر زړه راښکونکی دی. او همدا لامل دی چه د ټرمپ په څیر یو کس پداسې نړۍ کې وده کوي
نو که موږ غواړو چه دغه بازار ته په ستراتیژیک ډول داخل شو نو موږ باید له ځانه وپوښتو، که وضعیت په هر ډول وي. دا ښکاره خبره ده چه دا به حتماََ یو څه ستونزې ولري. نو باید دا ستونزې وپیژنو او بیا یو خدمت، یا پلټفورم، او یا یو اپروچ یا آیډیا را مینځته کړو چه دغه ستونزې حلوي، ځکه چه همدغه زموږ یواځنۍ هیله ده چه یو څوک زموږ د خدماتو کارولو لپاره په حرکت کړي. دا ممکن نوی پلټفورم وي یا ممکن اډ-آن وي، او یا د فیسبوک اپ وي. (زه باور لرم ټیک نیشن ټیک نیشن هڅه کوي په هیواد کې د انټرنیټ کاروونکو نفوذ رامینځته کړي، پدې معنی چه دوۍ باید پیوستون چمتو کړي او خلک وهڅوي چه پرمختګ وکړي. او یقینا دا یوه لویه مرسته کوي)
پلټفورم معنې ده ټولز یعنې وسیلی، اوزار. او د پلټفورم کارولو لپاره د کنسیومرز یعنې د مصرف کوونو هڅول اسان کار ندی. لومړی کار چه موږ یې باید وکړو، دا پریکړه وکړو چه څه ډول بیهیویر یعنې چلند غواړو. او موږ باید ډیر مشخص اوسو. ځکه چه بیا وروسته یو ډیر کوچنی بدلون لپاره هم ډیرې پیسې او وخت مصرفیږي (په ځانګړي توګه د یو قوم). او بیا موږ د دې لپاره اوزار رامینځته کوو، او بیا دا اوزار خلکو ته مفت چمتو کوو، او خلک هم پدې پوهوو چه دغه اوزار مفت د دوۍ په خدمت کې دي، او پدې هم خلک پوهوو چه په دغه اوزارو دغه کارونه تر سره کیدی شي، او بیا دا کارونه چه د دغه اوزارو لخوا تر سره کیدی شي باید د خلکو د علاقي په دائره کې وي
د همدې لپاره دا کار مشکل دی. او موږ باید جلا کمپاینونه هم ولرو تر څو نظرونه یعنې فیډبک تر لاسه کړو او پدې پوه شو چه د خلکو د فکرونو په هکله چه موږ کوم اسمشنز یعنې ګومانونه لرو، آیا هغه صحیح دي که غلط. زموږ اپروچ باید په تدریجي شکل ډیزاین شوی وي چه په هره مرحله کې موږ فیډبک تر لاسه کړو او خپل اسمشنز تصدیق کړو، او فیصله وکړو چه کوم شی سم کړو او په مخه لاړ شو (دې ته وایي اجایل اپروچ). او د دولت لپاره دا ستونزمن کار هم ندی ځکه چه دولت د پالیسۍ اهداف لري، د ګټې اهداف نه
دا یوه ساده آیډیا ده چه کله موږ غواړو یو څه پروموټ کړو نو یو مشهور شخصیت ته مراجعه کوو چه زیات فالووران یعنې پیرویان لري، ځکه چه هغه د مخی نه د خلکو پاملرنه تر لاس کړي. نو موږ هم خپل افغان میسې، رونالډو او ارسطو ته اړتیا لرو. او بیا د ډیجیټل ټیکنالوژۍ له لارې موږ دا کار په اندازه شوې لاره کوی شو چیری چه بیا موږ پوهیږو چه آیا زموږ مینځپانګه د دغه مشهور شخص له لارې تعقیب شوې که نه، ځکه د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د کمپیوټر د هری تکمې کیمنډل او کلیک راجستر کیږي. یعنې موږ پوهیږو چه دغه مشهور شخص د څومره پیسو ورکولو وړ دی. او دا هغه ځاې دی چیرې چه زموږ اوزار ډیر پرمختللي دي. او دا کار دولت ډیر په اسانۍ کوی شي
بله دا چه زموږ تخنیکي چیلنج حل شوی ځکه چه ډیر زیات مفت اوزار شتون لري، او فکر کوم ډیر زیات اوپن سورس شته چه چمتو دی. موږ ماهرینو ته اړتیا لرو چه دا کسټمایز یعنې تنظیم کړي. نو اساساََ دا باید د خلکو لپاره اسانه وي چه پرې پوه شي کچیرې هغوۍ په پښتو یا دري ژبو اړیکې ونیسي، یعنې د پښتو او دري دوله اوزار
یواځنی شی چه افغان دولت به یې وکړي هغه دا چه، دولت به مینځپانګې د فیسبوک له لارې د فیسبوک افغان کاروونکو ته واستوي، او بیا فیسبوک هغوۍ ته اوزار ورکوۍ چه لاړ شي او په ټوله نړۍ کې افغانان په نښه کړي. یعنې فیسبوک د دوۍ امزون دی
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment