آیا دین د انسان لپاره راغلی که انسان د دین لپاره؟

 

 

یو چا پوښتنه کړې چه، آیا دین د انسان لپاره راغلی که انسان د دین لپاره؟

زه به لنډه اووایم چه دین د انسان لپاره، او دې ته لوی نعمت ویل کیږي، یعنې برکت. او برکت د برکتي خلکو لپاره ټاکل شوی، نه برعکس

موږ د الله لپاره پیدا شوي یو. د هغه عبادت کول او د هغه موندل ﷻ. هغه هیڅکله پټ ندی. مګر موږ ړانده او هیروونکي یو. دین اصلاََ د دغه عبادت لپاره راغلی

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ [الذاریات، ۵۶]

"او ما ندي پيدا کړي جن او انسانان بغیر له دې چه زما عبادت وکړي"

دا پدې معنی ندی چه انسانان د دین لپاره پیدا شوي. دا په لفظي ډول دا معنې لري چه انسانان د خآلق د عبادت لپاره پیدا شوي

دین یعنې، "څنګه" (څنګه عبادت وکړی شي)

یوازې هغه ﷻ د دې لامل دی چه دا پوښتنه را مینځ ته کیږي چه "ولی؟" (باید عبادت وکړی شي)

الله اعلم

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟