د ښځو لپاره زده کړه څومره مهمه ده او په افغانستان کې د ښځو د ښوونځیو تړل د هیواد په اقتصاد او د افغانانو په ژوند څه اغیز لري؟

 


د ښځو لپاره زده کړه څومره مهمه ده او په افغانستان کې د ښځو د ښوونځیو تړل د هیواد په اقتصاد او د افغانانو په ژوند څه اغیز لري؟

 

پدې خو باید هر سړی پوه شي چه ښځه په بنسټیز ډول، د یوې سالمې کورنۍ او جامعې بنسټ دی.  یعنې د علم او پرمختګ هغه نیوکلِیَس یعنې خسته ده!  نو دوۍ ته باید د دوۍ ټول حقوق ورکړی شي تر څو زموږ زنانه په بشپړ ډول وده وکړي

 

زه فکر کوم چه افغاني کلتور، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د دوۍ د حقوقو مخنیوی ګرځول شوی دی.  ځکه دوۍ ته ویل کیږې چه ولا ته خو دویمه درجه طبقه یې یعنې سیکنډ کلاس سیټیزن یې، ته باید د کلتور په اساس یواځې دا رقم لباس واغوندې، ته د زده کړې حق نلرې، د مذهب په نامه باید ډیر ابیوز ومنې، او دا ټول د خدی حکم هم دی.  نو ته او خداې د داسې نرټیف په هکله به په یویشتمې پیړۍ کې د یوې ښځې برداشت څنګه وي؟

یعنې ته د هغۍ هغه د تینکینګ اَپَرَټس یعنې د فکر کولو وسیله خرابوې او د دین او مذهب په نامه یې حقوق د پښو لاندی کوې، او بیا لا په سر کې هغې ته وی چه زموږ کلتور، په ریښتینی توګه د دین استازیتوب کوي

 

زموږ په نرواکه کلتور کې چیرې چه دین د کلتوري لنډغرانو لخوا د خپل هوی، یعنې خواهشاتو د پوره کولو لپاره یرغمل شوی او بهانه ګرځول شوی، نو زه فکر کوم دا ډیره اړینه ده چه دغه میګالومینیاکس په حقیقي اسلام پوه شي او دوۍ پوه شي چه اسلام ښځو ته د نارینو په څیر مکمله حقوق ورکړي، چه له هغو څخه یو دی 

تعلیم یعنې زده کړه

ګورۍ، تعلیم د هر انسان لپاره د اکسیجن په څیر مهم دی.  نو له همدې امله، زه به د دې د اهمیت په اړه وغږیږم چه دا څنګه زموږ په ژوند او ټولنو اغیزه کوي

په لومړي قدم کې خو به دا ووایم چه د هرې تعلیمي ادارې تړل، که هغه د نارینه پر مخ وي او که د ښځینه، هیواد تباه کوي، ځکه چې د زده کړې پرته ته نشې کولی چه هیومن ریسورس یعنې بشري سرچینې ولرې

تعلیم د ښځو لپاره ډیر مهم دی، لکه څنګه چې دا د ټولنې د ټولو افرادو لپاره دی.  د ښځو لپاره ښوونې او روزنې ته د لاسرسي برابرول په دواړو شخصي او ټولنیزو کچو ډیرې پراخې اغیزې لري.  زه به تاسې ته دلته ځینې مهم دلیلونه په ګوتو کړم چه ولې تعلیم د ښځو لپاره دومره مهم دی

مالي او ځاني حاکمیت یا ځواکمنتیا:  ښوونه او روزنه نه یوازې ښځو ته پوهه او مهارتونه ور زده کوي، مګر دوۍ پدې توانوي چه په باورمندانه توګه د ژوند په اړه باخبره پریکړې وکړي.  یعنې تعلیم له دوۍ سره مرسته کوي چې خپل حقونه تامین کړي!  معنې دا چه د دې پر ځاې چه دا وپلورل شي او پدې ولور واخیستل شي، دا مهر تر لاسه کوي کوم چې یوازې د هغې ملکیت جوړیږي بیا

اسلام ډېر پروګریسیف دین دی.  اوس که حقیقې دین موږ پلي کړو نو بیا څه کیږي؟  ښځه به هم میراث اخلي، هم به ورسره مهر اخلي او کوم کار چه کوي هغه پیسې ټولې د هغې خپلې دي چه هر څه پرې کوي!  شي اِز اِن اینډیپینډنټ پرسن، یعنې هغه یوه خپلواکه مالي شخص ده - ذِمة مالية مستقلة.  دِس اِز ویري پاینیرینګ.  ځکه چه بل هیچا هم دا کار ندی کړی  

په غرب کې دغه کار په شلمه پیړۍ کې پیل شو او د هغۍ نه وړاندې یعنې په ۱۸۰۰ او ۱۷۵۰ کال کې کله چه فیلسوفان میدانو ته را ووتل، او د اینلایټنمینټ دور پیل شو، او نور ډیر کارونه وشول، مګر سره د دغه ټول پرمختګ، ښځو ته هیڅ څه ورنکړل شو، حتې د رایې ورکولو حق دوۍ ته ورنکړی شو.  په انګلستان او امریکا کې ښځو ته د رایې ورکولو حق په نولس سوه او اته لسم او په نولس سوه او شلم کال کې ورکړی شو

بله دا چه په اسلام کې کار د جنسیت څخه آزاد دی، یعنې ورک اِز جینډر اینډیپینډنټ.  یو شان کار، یو شان معاش

اقتصادي ګډون یا مشارکت:  ښوونه او روزنه ښځو ته فرصتونه برابروي چې د ورک فورس یعنې کاري ځواک برخه شي او د هیواد په اقتصاد کې ونډه واخلي.        تعلیم یافته میرمنې ډیر احتمال لري چې باثباته کار ومومي او لوړ عاید ترلاسه کړي، چه په نتیجه کې به خپلې کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسوي ، ځکه پدې خو موږ ټول پوهیږو چه اقتصاد یو څرخ دی، یعنې د یوې پایې په څیر د ټولنې په خرید و فروخت چلیږي…  نو د ښځو د ښوونځیو تړل، د ښځینه کاري ځواک مقدار او د ښځینه مهارتونو د کمښت لامل کیږي، چې د هیواد ټول اقتصادي ظرفیت محدودوي.  د ښځو زده کړه د یو ماهر او د یو فعال او مؤثر تولیدي کاري ځواک د رامینځته کولو لپاره حیاتي ده

روغتیا او هوساینه:  دا خو واضح خبره ده چه لوستې ښځې د نا لوستو ښځو په پرتله، د هیلت کیر یعنې روغتیایی پاملرنې، هایجین یعنې حفظ الصحې او نیوټریشن یعنې تغذِیې په اړه بهتره پوهه لري، چې په مستقیمه توګه د میندو او د ماشوم جسماني او سایکالوژیکي روغتیا ته وده ورکوي، او موږ ټول پدې هم پوهیږو چه کوم ماشوم په جسماني او سایکالوژیکي توګه صحیح روزل شوی وي، نو هغه خپل پوټینشل ته رسیدی شي.  یعنې زموږ راتلونکي نسلونه کامیابه کیدی شي.  اوس کچیرې ته پدوۍ مکتبونه بند کړې نو د فقر او روغتیا مسئلې را مینځته کیږي، ځکه دا د بې وزلۍ او غربت سائیکل یعنې دورې ته دوام ورکوي

اوږدمهاله پرمختګ:  لوستې ښځې د راتلونکي نسل د ارزښتونو، باورونو او چلندونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.  نو په دوۍ د زده کړو دروازو تړل د هیواد د اوږدمهاله پرمختیا امکاناتو ته ډیر قوي خنډونه جوړوي

ټولنیز پرمختګ:  لوستې ښځې د ټولنیز پرمختګ په وده، د ټولنې د ښکیلتیا په وده او په ټولنه کې د مثبت بدلونونه را مینځته کولو کې مهم رول لوبوي.  له همدې امله ښوونه او روزنه د انسان اساسي حق دی.  د ښځو او نجونو له دې حق څخه انکار نه یوازې دا چې د دوۍ بنیادي حقوق تر پښو لاندې کوي بلکې افغانستان د یوې اوږدمهالې تیارې په لور ټیله کوي

نو په پایله کې به دا ووایم چه د ښځو لپاره زده کړه د دوۍ د شخصي پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا، او ټولنیز پرمختګ لپاره ډیره زیاته مهمه ده.  په افغانستان کې دښځو دښوونځيو تړل کېدل د هېواد په اقتصاد، ټولنیزه پراختیا او په ټولیزه توګه په هوساینې ناوړه اغیزې لري.  د دوامدار پرمختګ او یوې پرمختللې ټولنې د ترلاسه کولو لپاره، دا مهمه ده چې د جنسیت په پام کې نیولو پرته، هر انسان باید زده کړې ته لاسرسی ولري

ارین هاشمي ~

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟