په نړیوالې سوداګرۍ کې افغانستان له نړۍ سره ځنګه سیالي کولی شي؟
په نړیوالې سوداګرۍ کې افغانستان له نړۍ سره ځنګه سیالي کولی شي؟
مخکې لدې چه افغانستان وکولی شي چه دا ګام واخلي چه د نړیوال بازار برخه شي دا هیواد باید یو واحد افغانستان وي او اړتیا لري چه یو واحد بیلانس شیټ ولري او د سرچینو د کنټرول لپاره قوي مرکزي حکومت او اردو ولري
افغانستان شاوخوا پنځه سوه کاله وروسته پاتې دی او سرچینې یې لا تر اوسه د دولت لخوا ندي کارول شوي. په نننی بازار کې د افغانستان د ټولو مهمه سرچینه لیتیم دی چه د پټرول په څیر د انرژۍ زیرمه ده. څنګه چه پټرول انرژي ذخیره کوي او د اور لږولو سره انرژي خوشې کوي همدغسې لیتیم هم د لیتیم آین بیټرۍ کلیدي جز دی، چه فعلاََ د انرژۍ د ذخیره کولو بهترینه منبع ده. دا ممکن تغیر وکړي، مګر لیتیم عموماََ ګټونکي ښکاري ځکه چه لیتیم د هیلیم وروسته سپکترين باثباته عنصر دی چه کولی شي ایون ورکړي. کله چه یو عنصر ایون پریږدي نو دا په منفي ډول چارج کیږي او هرڅومره چه اړیکه شتون ولري، دا د توازن موندلو هڅه کوي، او کله چه توازن رامینځته کیږي، نو الیکترون حرکت کوي او دا حرکت کرنټ رامینځته کوي چه په انرژۍ بدلیږي. که دا په الیټرونیکي سرکټ کې واچول شي نو موټر یا کور ته بریښنا ورکوي او دا ښه او پاکه انرژي تولیدوي. دا د نړیوالې تودوخې (ګلوبل وارمینګ) لپاره هم مناسب ګام دی
که موږ کورونا یو طرف ته کړو او د عادي شرایطو په اړه فکر وکړو نو موږ غواړو چه د خامو موادو پرځاې د نړیوال اکمالاتي چینل برخه اوسو. موږ باید د هغه صنعت برخه شو کومه چه نړیواله غوښتنه او ارزښت لريي نه چه محلي. نو د مثال په توګه لیتیم د تیلو سره ورته دي ځکه چه دا د بیټرۍ جوړولو تر ټولو اغیزمنه لاره ده. موږ باید د لیتیم صادرولو په پرتله د بیټرۍ ډول کښت کې پانګوونې رامینځته کولو کې ډیره علاقه ولرو او د امریکایانو یا چینایانو سره ګډ کار ترسره کړو ځکه دوۍ ټیکنالوژي لري او زموږ هدف به دا وي چه فابریکه په افغانستان کې جوړه شي او یو څه فيصدي کارمندان یې افغانان وي او په بدل کې به د مثال په توګه د دوۍ مالیه د شلو کالو لپاره معاف کړو تر څو موږ وکولی شو چه دوۍ په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوو. چه زما په اند د چینایي کمپنیو په نسبت امریکایي کمپنیانې بهتره دي ځکه چه امریکایي کمپنۍ د چینایي کمپنیو پرتله په پرنسیپ او اصولو ولاړ دي
او بیا موږ باید په پوهنتونونو کې د کیمیا موثره او برجسته برنامې ولرو چه تحقیق او پرمختګ (ریسرچ اینډ دیویلوپمینټ) په نظر کې ونیسي او د بیټرۍ جوړولو محلي ماهرین افغانان ځوانان وروزي. او موږ باید په انرژي ذخیره کولو، صنعت او تعلیم بخش کې پانګونه وکړو او دا ډاډ تر لاسه کړو چه زموږ پوهنتونونه او صنعت د یو بل سره په تماس کې دي او د یو بل سره لاس په لاس کار کوي ځکه موږ نه غواړو چه زموږ کدري فارغین بهرني هیوادو ته لاړ شي او مثلاََ ټیسله (Tesla) ته کار وکړي پر ځاې د دې چه په خپل هیواد کې يې د مهارت څخه کار واخیستی شي
څنګه چه بیټرۍ یو ستونزمن او دیر مهم کاروبار دی، د اقتصادي امکاناتو لیدلو لپاره مطالعه باید ترسره شي. ممکن د لسو کالو لپاره حکومت د دې پروژې ټول لګښت په غاړه واخلي مګر که موږ په موثره اندازه لیتیم لرو نو بیا موږ د سیالۍ په ډګر کې ډیر قوي موقف لرو او بیا موږ نړیوال بازار ته دننه کیدی شو او په نهایت کې به په بازار حاکم شو حتې که موږ بهرنۍ سرمایې ته اجازه ورکړو چه د پروژې ملکیت شي. د ټولو مهم دا چه دا پروژه په افغانستان کې دننه اداره شي او زیات نه زیات محلي استعدادونه پدې کې کار وکړي نو په شلو کالو کې به موږ په ډیر قوي موقف کې یو
د افغانستان ګټور مشخصات باید په پام کې ونیول شي ځکه چه که لیتیم په نړۍ کې هر چیرې شتون ولري نو بیا پدې بازار موږ حاکمیدی نشو نو بیا موږ هغه څه ته په کتلو پیل کوو چه موږ پکې ګټه لرو. شاید دا زموږ نفوس وي. د مثال په توګه مصر عموما د طبیعي سرچینو پرته په هوښيار وګړو کې ګټه لري، دوۍ تل کلتوري توکي تولیدوي ځکه چه کلتوري توکي په ژبې پورې اړه لري. د دوۍ تخلیقي لامل دا دی چه کلتور دلته ځواکمن دی او دوۍ ته دا وړتیا ورکوي چه مثلاََ فلمونه او میوزیک رامینځته کړي نو له همدې امله یو دود او بنسټونه پدې شاوخوا کې رامینځته شوي. هلته چه کله یو ماشوم زیږیږي نو که پلار یې بد پلار هم وي نو خپل اولاد به د هنر او موزیک په ښوونځي یا د اداکارۍ په ښوونځي کې او یا په ازهر کې شاملوي. چه نتیجه یې علم دی او علم کلتوري دي. له بلې خوا، سعودي عربستان تیل لري. دوی اړتیا نلري چه "پوهه" ولري. له همدې امله د دوی پوهه یو څه کمزورې ده. عراق د هوښیارو خلکو یو بل لوې مثال دی. یو متل دی چه وايي: کتابونه په بغداد کې لیکل کيږي ، په لبنان کې چاپيږي او په مصر کې لوستل کیږي
ولسمشر غني پدې ټولو ډیر ښه پوهیږي ځکه چه دا اساسي شيان دي. دې ته د ریکارډیان اقتصاد (ریکارډِیَن ایکونامیکس) ویل کیږي چې د اتلسمې پیړۍ او نولسمې پیړۍ راهیسې رامینځته شوي او وایې چه موږ د نړۍ برخه یو او د هیوادونو د پولو یو او بل خوا د مالونو او خدماتو سوداګري کوو نو له همدې امله موږ د نورو لویو او په زړه پورې پروژو اجزاو ته اړتیا لرو ترڅو له ټولې نړۍ څخه راشي. له همدې امله، تاسې باید د هغه شیانو برخه شۍ چه تاسې پکې ګټه لرۍ
زموږ ټولې طبیعي سرچینې نړیوالې دي چه بیا هم د لیتیم مثال ورکوو. لومړی، موږ ډاډ ترلاسه کوو چه د دې استخراج او ټول کنټرول زموږ په لاس کې وي او صرف موږ یې د خامو موادو په توګه پلورلی شو. نو بیا د دې په ځای چه معدن مافیا یې ګته واخلي، دا ټوله ګټه په "خودمختاره سرمایې فنډ" (سوفرن ویلت فنډ) کې واچول شي چه دا هغه فنډ دی چه د هیواد ټول بچت (سیوینګ) پکې اچول کیږي. بیا لوړ اقتصاد پوهان په کار ګمارل کیږي او لوړ معاش ورکول کیږي چه د هغوۍ وظیفه د پیسو اداره او د هیواد د ګټو او ثبات لپاره کار کول او تولیدول وي. دا شو نړیوال پانګوالي (ګلوبل کپیټَلیزم) چه مثال یې د ناروې هیواد دې چه په ډیره ښه او بریالۍ توګه تر سره کوي
د نړیوال اقتصاد په علم کې یو څه دی چه ورته د "ارزښت زنځیر" (وَلیو چین) ویل کیږي او دغه اقتصاد پوهان بیا د هغه د ارزښت زنځیر په راتلونکي ګام کې پانګونه کوي. مثلاََ د لیتیم بیټرۍ په جوړولو کې ممکن لیتیم، کوبالټ، سپین زر او داسې نور عناصر، بسته بندۍ او ازموینې ماشینونه شامل وي. دا ټول د هغه د ارزښت زنځیر د برخو لينکونه دي. وروستي لينکونه ممکن د ستراتیژۍ له امله توپیر ولري ځکه چه مختلف ستراتیژي ممکن په لینکونو کې مختلف توپیرونه رامینځته کړي مګر لیتیم د دې ټولو مهم ترینه برخه ده
زموږ بل قدم بیا دا دې چه د زنځیرونو نور لینکونه اضافه کړو او غواړو چه دا محلي وي. د محلي مطلب دا چه دندې، غوښتنې (ډیمانډز) او کومې پیسې چه راستنیږي نو دا ټول محلي وي، چه دا د اقتصاد څرخ ګرځوي. ځکه چه دا لوړ تادیه شوي اجرایوي کارمندان به خپلې پیسې په سیمه ایز ډول مصرف کړي او شاید د یو لنډغر څخه د اتیا زرو ډالرو په کرایه کور ونیسي او د کور خاوند ممکن څولیښت زره خپل سویس بانک ته واستوي مګر پاتی څولیښت زره ډالر خو به محلي مصرف کړي چه د هیواد اقتصاد لپاره ډیر ګټور تمامیږي. مګر باید د قرارداد قانون هم ولرو برعکس د کرزي چه ویل به یې، "غلا کوۍ مګر د هیواد نه یې بیرون مه اوباسۍ". د قراردادونو قانون به د افرادو حقوق خوندي کړي او په نتیجه کې به لوړ اقتصاد پوهان او استعدادونه هیواد ته راجلب کړي. له همدې امله، موږ باید د پانګوالو او استعدادونو راجلبولو لپاره چاپیریال رامینځته کړو او ورسره په ملی سرچینو هم تمرکز او توجه وکړو. سرچینې ملي ملکیت دی، نو لدې لپاره موږ باید د حمدالله محب په څیر خلکو ته اجازه ورکړو چه کپیټلیست متخصصین وګماري. د مثال په توګه دُبۍ ملکې فابریکې او شرکتونه لري مګر د یو سخت کپیټلیزم چتر لاندې چلیږي ځکه چه د کپیټلیزم یعنې سرمایه ګذارۍ لاندې بې کفایتي به ونه زغمل شي
که دا پورتني شیان ممکن نه وي نو موږ کولی شو چه د چین د نوې شهرای ابریشم یعنی "کمربند او سرک نوښت" (بیلټ اینډ روډ اینیشَټیف) پروژې برخه شو. کوم چه د نړیوالې پرمختیا ستراتیژي ده چه د چین حکومت لخوا تصویب شوې چیرې چه دوۍ غواړي د اورګاډو، بندرونو، هوایی ډګرونو زیربنا رامینځته کړي تر څو تجارتي سامان په اسانۍ او نرمۍ سره د چینایانو د کنټرول لاندې د یو هیواد نه بل هیواد ته ورسیږي. د دې ګټه دا ده چه موږ به په زیربناوو کې په لوړه کچو پانګوونې ترلاسه کړو
ارین هاشمي ~
د لیکنې نیټه: June 2 2020
Comments
Post a Comment