د طالبانو د ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا دعوه: ژمنه که تبلیغاتي نمایش؟

 

 

د طالبانو د ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا دعوه: ژمنه که تبلیغاتي نمایش؟

په یو وروستي او ډېر تشهیر شوي اعلان کې، طالبانو ادعا وکړه چه افغانستان به ډېر ژر ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید کړي.  دا بیان د عزیزي بانک مالک، میرویس عزیزي، لخوا له یوه نوې پانګوالې ژمنې سره وشو.  د عزیزي له مخې، هغه به د دې انرژۍ هدف د ترلاسه کولو لپاره ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي

 خو ډېر افغانان دا ادعا یوازې یو تبلیغاتي نمایش بولي، لکه هغه پخواني موارد چه طالبانو د افغانستان جوړ موټر، مسافرو بس او ډمپر لارۍ نندارې ته وړاندې کړې وو، چه نه یې تولیدي فابریکې موجودې وې، نه د اسمبلۍ واحدونه، نه کارموندنه او نه هم صنعتي وړتیا

د برېښنا دا ادعا هم همداسې له واقعیت نه لرې ښکاري.  د دې د پوهېدو لپاره چه دا ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه څه معنې لري، باید نه یوازې د برېښنا د تولید میکانیزم ته وګورو، بلکې د افغانستان اوسنی وضعیت، د ګاونډیو هېوادونو تجربې، او هغه اساسي شرایط هم وڅېړو چه د داسې ستر هدف د واقعیت بڼه ورکولو لپاره اړین دي

د ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا د کچې او اهمیت درک
یوه مېګا واټه برېښنا کولی شي د پرمختللي هېوادونو ۷۵۰ تر ۱۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکړي. نو، ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه تر لس میلیونو کورونو ته برېښنا ورکولی شي.  دا اندازه یوازې د هغو هېوادونو لپاره مناسبه ده چه یا صنعتی شوي دي، یا د پرمختګ په چټک مسیر روان دي، پراخ نفوس لري، او پرمختللي زېربناوې لري، چه بدبختانه افغانستان له هغوو څخه یو هیواد ندی، او ښايي لنډ مهال کې هم نشي 

هغه هېوادونه چه دومره برېښنا تولیدوي، قوي صادراتي اقتصادونه لري، پرمختللي صنعتونه لري، او ښاري پرمختګ یې چټک روان وي.  مثلاً، ویتنام اوس له ۶۹،۰۰۰ مېګا واټه ډېر برېښنا تولیدوي، چه دا یې د الکترونیک او تولیدي صنعت د پراختیا نتیجه ده، او دا صنعتونه یې چمتو کړي چه ګاونډیو ته برېښنا صادر کړي.  د دوئ برېښنا د اوبو، سکرو، ګاز، او نوې انرژیو په ترکیب ولاړه ده.  پاکستان له ۴۱،۰۰۰ مېګا واټه ډېر برېښنا تولیدوي، خو لا هم د تقاضېٰ د کمښت له ستونزې سره مخ دی.  دوئ اکثره له حرارتي منابعو او اوبو برېښنا اخلي، او نوې انرژۍ پکې لږ رول لري

 ازبکستان شاوخوا ۱۷،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا تولیدوي، چه زیاتره یې د ګازو پر بنسټ حرارتي بټیو څخه ده، او لږه برخه یې له اوبو ده.  دوئ اوس هڅه کوي چه د لمریزې او باد انرژۍ برخې ته پراختیا ورکړي.  تاجکستان شاوخوا ۱۷،۴۰۰ مېګا واټه برېښنا تولیدوي، چه نږدې ټول یې د اوبو له برېښنا څخه ترلاسه کېږي، او د نریگ ستر بند پکې مهمه برخه لري، او په اوړي کې، کله چه د اوبو کچه لوړه وي، تاجکستان افغانستان ته هم برېښنا صادروي

خو افغانستان یوازې شاوخوا ۶۰۰ مېګا واټه برېښنا تولیدوي، چه لدې څخه ۲۸۰ مېګا واټه د اوبو له بندونو څخه راځي، لکه د کجکي او نغلو بندونه، او پاتې له ډیزلي جنراتورونو، کوچنیو لمریزو واحدونو او د کلیو د مایکرو هایډرو پروژو څخه ترلاسه کېږي.  تر دې هم مهم، دا چه له ۷۰ فیصده زیات برېښنا له بهر څخه واردېږي، چه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران یې اصلي صادرونکي دي، او کلنۍ بیه یې تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو رسېږي

د افغانستان عمومي تقاضېٰ هم ډېره نه ده، تر ۲،۰۰۰ مېګا واټه نه رسېږي، چه دا هم اکثره په ښاري سیمو کې مصرفېږي، لکه کابل، هرات، مزار او کندهار.  په کلیوالو سیمو کې خلک لا هم له لاټینونو او ډیوو، لرګیو، یا د څاروو له خوشایانو د سوځولو څخه د انرژۍ په توګه کار اخلي  

نو، راځئ وپوښتو چه د ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید لپاره څه ته اړتیا ده؟
د ۱۰۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره، یو هیواد به د زیربناوو پراخې پراختیا ته اړتیا ولري.  پدې کې به د لویو سیندونو لکه آمو سیند، کابل سیند، کنړ سیند، او هلمند په اوږدو کې د اوبو د بریښنا د لسګونو بندونو جوړول شامل وي، او همدارنګه د سلګونو مربع کیلومتره پراخو لمریزو فارمونو جوړول شامل وي.  کچیرې د فوسیل فیول توکو زیرمې شتون ولري، نو د ګاز یا ډبرو سکرو بریښنا فابریکې به هم اړینې وي.  د عرضې او تقاضېٰ په مؤثره توګه اداره کولو لپاره د ذخیره کولو او تنظیم کولو سټیشنونو سره یوځای، په ولایتونو او حتی ګاونډیو هیوادونو کې د بریښنا ویشلو لپاره به د ملي لیږد یوه قوي شبکه اړینه وي

همداراز، د فني بشري قوا پراختیا هم اړینه ده. د دې ډول لویو پروژو تطبیق او مدیریت زرګونو روزل شویو انجنیرانو، تخنیکي کارمندانو، چاپېریالي شنونکو، پروژه مدیرانو او شبکه چلوونکو ته اړتیا لري، او دا بیا د قوي تعلیمي بنسټونو، تخنیکي پوهنتونونو او تخصصي انسټیټیوټونو له لارې رامینځته کېږي

د پانګونې اړخ ته که وګورو، د پروژې لومړني لګښتونه د ۱۵ تر ۲۰ میلیارده ډالرو پورې اټکل کېږي، چه پکې د کلنۍ ساتنې او عملیاتي لګښتونه نه دي شامل. د انتقال شبکو د عصري کولو، او د سیمه‌ ییزو شبکو سره د وصل کولو لپاره لا نورې پانګونې ته هم اړتیا ده

قانوني او اداري چوکاټ هم حتمي دی.  باید شفاف قراردادونه، د ملکیت خوندي حقوق، د پانګوالو د خوندیتوب ضمانتونه، او یو مؤثر قضایي نظام باید موجود وي.  د دې ترڅنګ، باید یو خپلواکه د انرژۍ تنظیموونکی اداره موجوده وي چه نرخونه، کیفیت او نور معیارونه کنټرول کړي

بالاخره، نړیوالې اړیکې او مشروعیت ډېر مهم رول لري.  لکه څنګه چه ما پورته وویل چه ۱۰ زره میګاواټه بریښنا د افغانستان له بریښنایي اړتیا څخه لوړه ده نو د دغه اضافي برېښنا د صادراتو لپاره باید رسمي دپلوماټیک پېژندنه او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه موجود وي.  برېښنا د پلور لپاره باید د چاپېریالي معیارونو او د اوبو د وېش د نړیوالو تړونونو پابندي هم وشي، په ځانګړي ډول کله چه سیندونه سرحدونه پرې کوي

اوس، د یو افغان په توګه چه د حقایقو او ارقامو پر بنسټ ولاړ یو عیني لیدلوری درته وړاندې کوم، او د اقتصادي واقعیتونو، سیاسي منظرو، نړیوالو اړیکو او سوداګریز چاپیریال په پام کې نیولو سره، اجازه راکړئ تشریح کړم چه ولې د افغانستان اوسني شرایط د دې پروژې ملاتړ نه کوي؟

اول: هېڅ بهرني پانګوال او سیاسي مشروعیت شتون نلري

د طالبانو تر واک لاندې اداره تر اوسه د نړۍ له هېڅ ستر قدرت څخه رسمي پېژندنه نه لري.  بندیزونه، کنګل شوي پانګې، او نړیوال محدودیتونه دا ناممکن کوي چه له نړیوال بازار څخه پانګونه راجلب کړي.  نړیوال بانک، آې ایم ایم، آسیایي پراختیایي بانک، او ډېری لوېدیځ مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه په افغانستان کې درولي دي.  آن سیمه‌ ییز هېوادونه هم محتاط دي.  ازبکستان، سره لدې چه د برېښنا صادرات یې مهم دي، ژمي کې د پیسو د نه ورکړې او تضمین نه شتون له امله په افغانستان برېښنا پرې کړه

دوهم: د هېڅ تخنیکي یا تعلیمي بنسټ نه شتون
د طالبانو لخوا د نجونو تعلیم بندېدل، د پوهنتون استادانو ایستل، د عصري ښوونځیو تړل او د دیني مدرسو پراختیا داسې یو وضعیت رامنځته کړی چه د انرژۍ متخصصین روزل ناممکن دي.  پرته له تعلیمه نه توربین جوړېږي، نه برېښنا شبکه کنټرولېږي، او نه د صادراتو قراردادونه امضاء کېږي

دریم: د عزیزي د شالید او د پانګوالو اندېښنې
میرویس عزیزي یو نړیوال معتبر پانګوال نه دی.  د هغه پخوانۍ ۱۰ میلیارده ډالرو ژمنه هیڅکله عملي نه شوه، او دا هم نده معلومه چه هغه اصلآ څومره شتمني لري. د هغه توله شتمني ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو تر منځ اټکل شوې.  هغه له پخوانیو فاسدو چارواکو، د خلیج پانګوالو او سیمه‌ ییزو سوداګرو سره د اړیکو له امله د باور وړ ندی

برعکس، نړیوال پانګوال لکه سیېمنس، جي اي، ټوټل انرجیز، یا د چین دولتي برېښنا شرکت، له افغانستان سره د دې ډول لويو پروژو د تطبیق لپاره اړیکې نلري.  که عزیزي یا د هغه حلقه پانګونه هم وکړي، نو دا به د معادنو کنټرول، د اوبو سرچینو ته لاسرسی، یا آن د افغانستان پر سیاسي واک نفوذ ته زمینه برابره کړي، نه د هېواد ابادي ته

څلورم: د اقتصادي بنسټونو او ټولنیزو اړتیاو نشتونوالی
که فرضاً دا برېښنا تولید هم شي، نو دا به چیرته مصرف شي؟  افغانستان نه صنعتي بنسټ لري، نه موټر جوړوي، نه فولاد فابریکې لري، نه ټېکنالوژي پارکونه لري.  حتې سینماوې دلته بندې دي، ښځې پارک ته نشي تلای، موسیقي بنده شوې، او کلتوري فعالیتونه منع دي.  دا یو داسې هېواد دی چه رهبران یې خلکو ته د دنیا پرېښودو او یوازې د آخرت غوښتنې توصیه کوي

برېښنا هغو ځایونو ته پکار وي کوم چه ښاري کېږي، اقتصاد پکې فعاله وي، او خلک یې له تکنالوژۍ سره بلد وي.  پداسې یو ټولنه کې چه د قرون وسطېٰ د دیني حکومت لور ته روانه ده، د برېښنا لوی تولید هېڅ معنې نلري
له همدې امله، د طالبانو دا ادعا چه افغانستان به ۱۰،۰۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید کړي، له واقعي اقتصاد، ټولنیزو اړتیاوو، تخنیکي وړتیاوو او نړیوالو شرایطو سره هېڅ اړیکه نلري!  دا هغه پخواني نمونې را یادوي چه موټر یا بسونه یې د افغانستان جوړ اعلان کړل، خو فابریکې، کارګران، یا بازار پکې نه وو

د داسې پروژې لپاره افغانستان ته یو فعال، عصري، شفاف او تخصصي دولت، نړیوالې اړیکې، مسلکي کدر، تعلیمي اصلاحات، او سیمه‌ ییز باور پکار دی، چه تر اوسه هیڅ یو هم نه شته.  او تر څو چه بنسټیز اصلاحات او نړیوال مشروعیت موجود نه وي، هېڅ مقدار برېښنا، که حقیقي وي یا خیالي، نشي کولای د افغانستان برخلیک بدل کړي. او افغان ولس، چه له تېرو څو لسیزو د دروغو وعدې اوري، دغه حقیقت ډېر ښه درک کړی

ارین هاشمي ~ 

 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟