طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

 آیا په افغانستان کې د سیاسې ګوندونو مخنیوی باید وکړی شي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

 
ګورۍ هر منطق یو اساس ته اړتیا لري.  همدغسې د یوې ستونزې حلولو لپاره په لومړي قدم کې د ستونزې پیژندلو ته اړتیا ده، تر څو یې تشخیص وکړی شي او حل یې پیدا کړی شي.   نو پدې اساس اوسمهال په افغانستان کې لویه ستونزه دا ده چه کومه اداره چه په کابل کې په قدرت کې ده، هغوۍ سیاسي ګوندونو ته اجازه نه ورکوي او د سیاسې ګوندونو مخنیوی د مذهب په اساس کوي چه ګواکې ډیموکراسي یعنې رایه ورکول په اسلام کې اجازه نلري.

اول:   زه غواړم چه د رایې په ورکولو خبره وکړم د اسلام له مخې او بیا به پدې خبرې وکړو چه د یوې سالمې ټولنې لپاره سیاسې ګوندونه څومره اړین دي.

په فلسفه کې د ایپیسټیمالوژي په نامه یوه څانګه ده چه د علم له مطالعې سره تړاو لري.  دا پدې اړه پوښتنې څیړي چه پوهه څه ده، موږ څنګه پوهه ترلاسه کوو، او موږ څنګه کولی شو چه توجیه کړو چه زموږ باورونه ریښتیني یا توجیه وړ دي.

هر انسان، د حقیقت منلو لپاره په درې شیانو تکیه کوي.   دلیل عادي - چه له عادة څخه اخیستل شوی چه د تجربې له لارې پایلې ته رسیږي، دلیل عقلي چه د عقل له لارې پایلې ته رسیږي، او دریم دی دلیل شرعي.   دلیل د ثبوت معنې ورکوي. سمه ده؟

شریعة په دلیل شرعي ولاړه ده، او دلیل شرعي هغه څه دي چه د پیغمبر صلې الله علیه والسلم له خولې وتلي، چه په لومړي قدم کې قرآن دی او دوهم حدیث.  د قرآن ثبوت قطعي دی، یعنې پرته له شک دا د الله کلام دی، او د حدیث ثبوت ظني دی، یعنې موږ پرې باور لرو - البته د متواتر حدیث ثبوت بیا هم قطعي دی.   نو زموږ لومړۍ منبع قرآن دی او بیا حدیث دی.   اوس ګورو چه قرآن د رایې ورکولو په هکله څه وایي.

اسلام، نارینه او ښځینه دواړو ته د رایې ورکولو حق ورکړی، او دا خبره د بيعة الرضوان یعنې د ونې یا د رضایت د ژمنې له وخته ظاهره ده.

ګورۍ یو خو هغه حقوق دي چه یو نارینه او زنا نه یې د خپلو طبیعي توپیرونو له امله تر لاسه کوي، مګر اسلام د دوۍ تر مینځ د مسئولیتونو او حقوقو مساوات هم کړي، یعنې مسئولیتونه او حقوق په مساوي ډول ویشل شوي.   او د دغه حقیقت ثبوت دا دی چه نارینه او ښځینه دواړو ته په مذهبي او غیر مذهبي مسئلو کې مساوي حقوق ورکړل شوي دي، ځکه چه دوۍ دواړه د خپل د نظر تبادله کوی شي او مشوره ورکوی شي، لکه څنګه چه خدای په قرآن کې فرمایي:

وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

 

مومنان سړي او ښځې د یو بل ملګري دي، یعنې ساتونکي دي.  دوۍ د نیکیو امر کوي او له بدیو منع کوي، او لمونځ قایموي او زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي.  او دوۍ هغه څوک دي چه الله به په دوۍ رحم وکړي. بیشکه الله غالب او حکمت والا دی.

دا انتخابات یا رایه ورکول څه معنې لري؟  دا دغه معنې لري چه رایه ورکول، د یو ښه نظام مینځ ته راوړو او د بد نظام لرې کولو طریقه ده.  او د قرآن دغه آيت د دې تضمين کوي چه نارينه او ښځينه دواړو ته دا حق ورکړل شوی دی، تر څو دوۍ وکړی شي چه د ژوند یو ښه سیسټم رامینځته کړي او بد له منځه ویسي.

سیاست د قدرت تحلیل دی.   دا د انتخابونو د تنظیمولو یوه لاره ده.  موږ هر وخت اورو چه دولت دا یا هغه پالیسي جوړه کړه.   دا پالیسي څه معنې لري؟ پالیسي د لارښوونو، قواعدو، یا طرزالعملونو یو سیټ دی، یعنې یوه ټولګه ده چه یو سازمان، حکومت یا فرد ته په یوه ځانګړې سیمه کې د فعالیت د اداره کولو قدرت ورکوي.   او پالیسۍ د تصمیم نیولو، کړنو او چلندونو د لارښوونې لپاره ډیزاین کیږي.   یعنې هغه څوک چه قدرت لري پالیسیانې لري.  یعنې دغه خلک چه په واک کې دي، دا چه دوۍ څنګه د یوې پوښتنې پر وړاندې چلند او عمل انجاموي.   لکه بهرنۍ پالیسي، اقتصادي پالیسي وغیره وغیره… یعنې پالیسي شوه مور او قواعد شو د دې بچیان.

زه فکر کوم د دغه خلکو کنفیوژن پدې کې دی چه دوۍ نه پوهیږی چه آیا د مثال په توګه رایه ورکول حرام ده که یوه داسې پالیسي را مینځته کول چه وایې سړی د سړي سره واده کوی شي؟  د تلویزیون کتل حرام دی که په تلویزیون د یوې غیر اخلاقي برنامې لکه پورنوګرافي کتل حرام ده؟

او دا یو احمقانه تصور دی.   یعنې دا ای-مورل دی، یعنې مورالټي یعنې اخلاقیت نلري، ځکه مورالټې د اکټر یعنې د لوبغاړي سره تړاو لري.  په همدې شکل ډیموکراسي او رایه ورکول هم
ای-مورل پروسه ده، یعنې مورالټې نلري.

اوس، کچیري ستا استدلال داسې یو ساده استدلال وي چه وایي په افغانانو کې د ارزښت سیستم هیڅ شتون نلري!   یعنې، د افغانانو فلسفه او فکر پدې دی چه دلته مطلقه ازادي ده او ته هر ډول پالیسي را مینځته کوی شي تر څو ډیمانډ او سَپلاې وي.   یعنې ته کوی شې په کابل کې هیرامنډۍ جوړه کړی، نو هو دا بیا حرام ده.   مګر دا د هر څه هغه مطلق پایله ده! هر څه چه مطلق آزاد وي! نه یوازې فري ډیموکراسي. فري زه، فري ته، فري ډوډۍ… هر څه چه بالکل آزاد وي، نو هغه د عُبودية مدار پریښود!

هر دولت پالیسیانې لري، او پالیسي له کوم ځاې سرچینه اخلي؟  پالیسي د سیاست بچی دی، او سیاست د فلسفې بچی دی! نو فلسفه شوه نیا.   ایتیکس یعنې اخلاق شو د هغۍ اولاد.   سیاست شو لمسی.   قانون شو کړوسی.   او اقتصاد شو د کړوسي بچی یعنې کودی.   د دې معنی دا ده چه دا د خلکو هغه فلسفه ده، د دوۍ هغه ارزښتونه دي، چه دا پالیسۍ زیږوي.   نو دا ښکاره خبره ده چه د افغانستان مسلمانان د خپلو ارزښتونو په ضد داسې خلکو ته رایه نه ورکوي چه د دوۍ د ارزښتونو پر ضد پالیسیانې را مینځته کړي.   نو حبیبې، ته د رایې ورکولو پر ضد چه کوم استدلال کوې هغه دلته شو، چیک میټ، لکه څنګه چه په سطرنج کې کیږي!

اوس راځو پدې بحث کوو چه د یوې سالمې ټولنې لپاره سیاسې ګوند څومره اړین دی؟


اول؛ هر ګوند یو رهبر لري.   ته کوی شې چه د یو انټرنشنل انسټیټیوشن یعنې د یو نړیوالې ادارې کارمند شې، یا یو لوړ رتبه دولتي مامور شې، مګر دا پدې معنې نده چه ته به یو ښه رهبر شې.  ته کوی شې په یوه ټاکلې موضوع کې ماهر شې، مګر پدې معنې نده چه ته به یو هیواد وچلوی شې.   ته کوی شې چه یو برجسته ډیټا ساینټیسټ شې، پدې معنې نده چه ته یو سیسټم آرکیټیکټ یې.

حزب یا سیاسي ګوند پدې معنې چه ته له ګوند سره واک شریکوې.  او که ته د حزب په جوړولو کې زړه نازړه یې، نو بیا خلک داسې فکر کوي چه ګواکې ته ډیر ډیموکراټِک نه یې، یا ته غواړې په واک کې پاتې شې.  دا عمومي اجماع ده.

حزبونه، سیاسي ګوندونه په اصطلاح ازادې ډلې دي.   دا قانوني بنسټونه دي مګر د حکومت برخه ندي.   دا د ټولنې برخې دي!   بیا داسې کیږي چه دغه سیاسي وګړي راپاڅیږي او وایې راځۍ چه په ګډه کار وکړو.   نو په امریکا کې موږ دیموکراتیک ګوند او جمهوري خواهانو ګوند لرو، چه د کلونو په اوږدو کې راڅرګند شو.   ځکه چه ته یوازې څه نشې کوی!   ته پیسو ته اړتیا لرې تر څو کمپاینونه پر مخ ویسې، ته ټرینیګ او داسې نور شیانو ته اړتیا لرې، چه ګوند یې درته چمتو کوي.

د هر هیواد تر ټولو معتبرترین او اساسي قانوني سند، د هغه هواد اساسي قانون دی.   نو د حکومت ډولونه د اساسي قانون په اساس ټاکل کیږي.   او دلته بیا یو څو تخنیکي انتخابونه شتون لري چه هر اساسي قانون یې باید وکړي.  یو له هغو څخه، آیا تاسې پارلماني سیسټم باید ولرۍ یا پریزیډینشل یعنې ولسمشري سیسټم؟

د مثال په توګه، په انګلستان کې پارلماني سیستم شتون لري.   هر ګوند چه پارلمان وګټي حکومت د هغوۍ لاس ته راځي.   په امریکا کې بیا داسې نده.   دلته دوه مختلفه انتخابات کیږي.   ته کوې شې چه کانګریس یعنې امریکایي پارلمان ته جمهوري خواهان وټاکې، او رئیس جمهور دیموکرات وټاکل شي.

بیا په پارلماني ټاکنو کې - کانګریس پارلمان دی.   عمومي کلمه لیجیسلیچر یعنې مقننه ده، څوک چه قانون جوړ کړي، تَشَرِیَعِيْ، مجلس التَشَرِيَعِيْ - نو په پارلماني ټاکنو کې عمومي قاعده دا ده، چه یا ګټونکی ټول نظام اخلي، یا د تناسب استازیتوب کوي یعنې پروپورشَنټ ریپریزینټیشن.   دا څه معنې؟   په امریکا کې هر څه د ګټونکي لاس ته راځي.  مثلاََ د مَریکوپا کاونټي چیرې چه زه فعلاََ یم د اریزونا په ایالت کې، ډیرې پریسینکټس یعنې کوچنۍ ولسوالۍ لري او دا هر یوه د ساحې انتخاباتي راپور ورکوي.   دوۍ مثلا وایې موږ 1000 دیموکرات رایې لرو او 800 جمهوري خواهانو رایې.   او په پاې کې دا ټول جمعه کوي.   اوس که یو ډیموکرات کاندید 10,000 رایې تر لاسه کوي او جمهوري خواه 9999 رایې تر لاسه کوي، یعنې دلته یوازې د یوې رایې توپیر دی، نو د ټولې اریزونا رایه د ډیموکراتانو شوه.   مطلب دا چه ګټونکې هر څه اخلې، یعنې ټول ایالت د ګټونکي شو.   دا پدې معنې ده چه د ټول هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د اریزونا رایې، سل فیصه ډیموکراتیک ګوند ته ځي.

مګر په ځینو هیوادونو کې لکه اسرائیل کې بیا داسې نده، هلته مثلاََ یو ګوند 51 فیصد او بل 49 فیصد رایې ترلاسه کوي، نو هغه 49 فیصد والا ته 49 فیصد واک هم ورکول کیږي.   اوس د امریکا په نسبت دا ډیره ډیموکراتیکي پروسه ده! مګر د دغه انتخاب نتیجه بیا د ملټي پارټي سیستم یعنې څو ګوندیز سیستم را مینځته کیدل دي.   دا پدې معنې چه واړه ګوندونه لکه ګرین پارټي، یا ریسپیکټ پارټي چه په انګلستان کې شتون لري، هم واک لري، او هغه داسې چه لوې ګوندونه داسې واړه ګوندونه لټوي چه ورسره کووَلیشن یعنې ایتلاف جوړ کړي.   پارلماني نظامونه دا کار کوي، یعنې د ایتلافي پایلې له لارې قدرت ته رسیدی شي.

زما مطلب دا دی چه تاسې نشۍ کولی چه یوه ټولنه په سیاسي بهیر کې دخیل کړۍ.   معنې دا چه دوۍ رایه ورکړي، سیاست وکړي، د هغه څه لپاره مبارزه وکړي چه د مبارزې لپاره اړتیا لري، هغه څه سرف نظر کړي چه د مبارزې اړتیا نلري.   دا ټول په هغه وخت کې کیږي چه سیاسي ګوند شتون ولري.

نو حزب یعنې ګوند د سیاست کولو وسیله ده.   لکه څنګه چه د تجارت کولو لپاره د شرکت جوړول اړین دی، دغسې د سیاست کولو لپاره هم ګوند جوړول اړین دی!


نو یو شخص لکه مجید قرار به د یوه مشرتابې لپاره ښه کاندید وي، او هغه په رښتیا هم د ګوند جوړولو لپاره په ښه موقف کې دی ځکه لومړی هغه ابن البلد یعنې د هیواد زوی دی، او دوهم دا چه هغه د افغانستان د سیاسي علومو په ژبه خبرې کوي.   هغه د افغانستان د پولیټیکیل ساینس له ژبې آګاه دی.

ته به رهبر ملت ته څنګه معرفي کوې؟ اول به ته یو لوې پي آر کمپاین کوې تر څو یو ستوری/رهبر وځیږوې.   په پیل کې به دا پنځوس زړه ډالر یا زیات لګښت ولري، مګر د دې اغیزه به ډیره لویه وي.   او شاید لومړی ځل کار ونکړي مګر دا به په پای کې حتماََ کار کوي.  یو ځل چه ته سیاسي ګوند جوړ کړې او وایرل شې، نو بیا د نړۍ پام تا ته پخپله اوړي

 

ارین هاشمي ~

 

Comments

Popular posts from this blog

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟