د روسيې لخوا د طالبانو د رسميت پېژندنه به د افغانستان لپاره ګټه ولري که تاوان؟
د روسيې لخوا د طالبانو د رسميت پېژندنه به د افغانستان لپاره ګټه ولري که تاوان؟
د روسيې له خوا د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنه يوه مهمه سياسي پېښه ده چه ډېر ژور داخلي او بهرنۍ اغېزې لري. مګر د ډیرو افغانانو لپاره چه سوله، حاکمیت، اقتصادي پراختیا او متوازن نړیوالو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، دا اقدام په طبیعي ډول ګټور نه ښکاري او دغه اقدام کولی شي اوږدمهاله خطرونه رامینځته کړي. د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد د نړيوال سياست، اقتصادي واقعيتونو، او ستراتيژيکو اړیکو له زاويې هر اړخيزه جاج واخيستل شي
تر هر څه د مخه افغانان بايد درک کري چه نړیوال هیوادونه د ریالیزم په اسام ګامونه اخلي او د ریالیزم په اساس د هر هیواد لپاره یوازې خپلې ملي ګټې تر ټولو زیات اهمیت لري، نو د روسيې دا اقدام هم د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره نه، بلکې د خپلې ستراتيژۍ او جيوپوليټيکي اهدافو لپاره شوی دی. روسيه هڅه کوي چه په نړيواله کچه د امريکا پر وړاندې خپل نفوذ پراخ کړي، او دا رسميت پېژندنه د همدې ستراتېژۍ يوه برخه ده
په اوسني حالت کې، افغانستان د نړۍ له دوو تر ټولو مهمو قدرتونو سره مخ دی چه په هغو کې یو دی امريکا او بل چين. امريکا لا هم طالبان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، د افغانستان شتمني يې کنګل کړې، او په طالبانو يې سخت بنديزونه لږولي. د روسيې دا اقدام هېڅ بدلون نه راولي. نه به امريکا خپل بنديزونه لرې کړي، نه به افغان بانکونه پرانيزي، او نه به د نړيوال مالي صندوق (آی ایم ایف) يا نړيوال بانک مرسته پېل کړي. بلکې کېدای شي چه د روسيې دا ګام د امريکا حساسيتونه راوپاروي او بنديزونه نور هم پراخ کړي
له بل اړخه، چین تر اوسه په رسمي ډول طالبان نه دي پیژندلي خو له هغوئ سره په اقتصادي او ډیپلوماتیک ډول اړیکې لري. زه باید یوه لنډه یادونه وکړم چه له چین سره اقتصادي معاملې کول تل له پټو خطرونو ډکې وي او تاریخ موږ ته دا په افریقا، پاکستان او سریلانکا کې ښودلي دي، او په دغه معاملو کې چین معمولاََ د هغه هیواد اقتصادي او سیاسي حاکمیت کنټرول په لاس کې اخلي چه ورسره معامله کوي. بله دا چه چین ډیر محتاط دی او د آیډیالوژۍ په پرتله ثبات ته لومړیتوب ورکوي او تمرکز یې د کانونو په استخراج، په ټرانسپورتي پروژو لکه د یو کمربند او یوې لارې نوښت، او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه دی، په ځانګړې توګه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو په وسله والو ډلو
د روسيې دا ګام ممکن پر چين فشار زيات کړي، خو چين به د خپلو اوږدمهاله ګټو له مخې پرېکړه کوي، نه د روسيې له تقلېد پر اساس، ځکه چینایان ډیر د خطر څخه ډډه کوونکي او ستراتیژیک پالیسیانې کاروي. په هرصورت، د پارټنرشیپ یا ملګرتیا د چتر لاندې چه د چین او روسیې کومه سیالي ده، دا پدې معنی ده چه افغانستان به د دوئ د ګټې اخیستنې په توګه وکارول شي، نه د ملګري په توګه
له ستراتيژيکي اړخه دا بايد هېر نه کړو چه روسيه افغانستان ته د خپل نفوذ يو ډګر بولي. د دوئ هدف دا دی چه له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا امنيت وساتي، او طالبان د يوه مؤقتي شريک په توګه استعمال کړي. دا شراکت د افغانستان د خلکو لپاره نه، بلکې د روسيې د سيمه ييزو اندېښنو لپاره دی. روسيه له خپله اړخه هېڅ ډول پراخ اقتصادي مرستې، مالي پانګونې، يا زېربنايي پروژې نه شي پيلولی، ځکه چه د اوکراين د جګړې له امله روسیه تر سختو بنديزونو لاندې ده او خپله اقتصادي حالت يې هم خراب شوی دی. بله دا چه د افغانستان طبیعي سرچینو استخراج هم ممکن د روسانو لپاره زړه راښکونکي وي، خو تړونونه به د روسیې په ګټه وي او د طالبانو مشران به پکې شتمن شي، نه عادي افغانان. له دې امله، د روسيې رسميت پېژندنه نه د افغانانو ژوند ښه کوي، نه معاشونه زياتوي، نه کارونه پيدا کوي، او نه تعليم ته دروازې پرانيزي
یو ډیر مهم ټکی باید موږ په یاد ولرو او هغه دا چه د روسیې لخوا د طالبانو د حکومت پېژندنه د متحده ایالاتو پر وړاندې د یو ډول سمبولیک غبرګون او یا لکه څنګه چه ویل کېږي، د "جیوپولیټیک امتیاز اخیستنې" هڅه هم ده. دا کار د متقابل مشروعیت او ډیپلوماتیکو تعاملاتو په چوکاټ کې د روسیې یوه سنجول شوی ګام دی
د دې تر شا یو واضح پیغام دی، چه د امریکا تېرو کړنو ته ځواب وايي. یو لوی مثال یې د سوریې قضیه ده. امریکا د بشار الاسد د مخالفینو ملاتړ وکړ، په ځانګړې توګه د اوباما په دور کې، او حتی اعلان یې وکړ چه "بشار باید لاړ شي"، پداسې حال کې چه روسیې په پراخ ډول د اسد نظامي او ډیپلوماتیک ملاتړ وکړ. نو د امریکایانو دغه چلند د مسکو لخوا د یو خپلواک متحد د کمزوري کولو عمل په توګه لیدل کیده. او کله چه اسد په واک کې پاتې شو، نو روسیې دا د خپلې بریا نښه وګڼله
همدا اوس، روسیه په افغانستان کې امریکا ته یو عکسالعمل څرګندوي. امریکا شل کاله هلته د ډیموکراتیک نظام د جوړېدو، د پوځ د روزنې، او د ترهګرۍ د له مینځه وړلو هڅه وکړه، خو بالآخره طالبان بېرته واک ته ورسېدل او افغان حکومت په ۲۰۲۱م کال کې له حېرانونکي چټکتیا سره ونړېد. روسیه د طالبانو د رسمیت پېژندنې له لارې لوېدیځ ته یو سمبولیک پیغام ورکوي، چه وایي، "تاسې دلته ناکام شوئ، لکه څنګه چه تاسې موږ په اوکراین یا سوریه کې ناکامه بلئ. اوس به موږ له هغه چا سره معامله کوو چه واک ته رسېدلی، نه له ستاسې له خیالي حکومت سره"، او دا خبره حتې روسي ډپلوماتانو څو ځله تکرار کړې
او دا په ځانګړي ډول د هغه څه په شرایطو کې مهم دی چه د روسیې دولتي رسنیو او ډیپلوماتانو "له امریکا وروسته نړیوال نظم" په نامه بللی دی. روسیه ځان د هغه ځواک په توګه معرفي کوي چه په ځمکه کې واقعیتونه پیژني، پداسې حال کې چه امریکا په آیډیالوژیکي منافقت او استعماري یادونو تورنوي
اوس دا هم مهمه ده چه دا رسميت د نړيوال قانون له مخې طالبان مشروع نه ګرځوي. ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو، او نړيوالو مالي ادارو تر اوسه طالبانو ته د دولت مشروعيت ندی ورکړی. د روسيې دا پرېکړه طالبانو ته دا پيغام ورکوي چه د بشري حقونو، ښځو تعليم، او د افغانانو د مشروعیت لرلو پرته هم بهرنی رسميت ترلاسه کېدای شي. دا به د طالبانو د هغه سخت دريځه مُلایانو لاس پياوړی کړي چه د اصلاح، اساسي قانون، ټول شموله حکومت، او انتخاباتي اصولو سره مخالفت لري
د سيمې نور هېوادونه هم محتاط دي. هند، چه په طالبانو شک لري او پاکستان ته د دوئ نږدېوالى د هند لپاره د اندېښنې وړ دی، ښايي د روسيې دا اقدام تعقيب نکړي. ايران، سره لدې چه له طالبانو سره سياسي او اقتصادي تماسونه لري، خو مذهبي او سرحدي اختلافات هم ورسره لري. د منځنۍ آسیا هیوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان به هم په احتیاط سره عمل وکړي، د خپلو امنیتي اندیښنو او د روسیې د مخ په کمیدونکي نفوذ په پام کې نیولو سره. نو له همدې امله، د روسیې دا اقدام په سیمه کې کوم ډومینو ایفیکټ (اغیز) نه رامینځته کوي. افغانستان په ډیپلوماټیک ډول منزوي پاتې دی او د طالبانو په شتون کې به پاتې وي
تر ټولو مهمه مسئله دا ده چه د افغانستان داخل ته وکتل شي نو د یو عادي افغان لپاره دا رسميت هېڅ بدلون نه راولي! نه کار پېدا کوي، نه ښوونځي بيا پرانيزي، نه بهرنۍ مرستې راځي، نه د عام ولس ستونزې حل کېږي. دا فقط طالبان نور هم زورور کوي چه دوئ اوس د روسيې له خوا د "حکومت" په توګه پېژندل شوي دي، نو اصلاح، ګډون، يا حساب ورکونې ته اړتيا نلري. نو پدې اساس دا به کورني اصلاحات نور هم وځنډوي یا له خنډ سره مخ کړي، ځکه چه طالبان د بهرنیو ځواکونو لخوا د اعتبار احساس کوي پرته لدې چه د خپلو خلکو غوښتنې پوره کړي
نو په پاې کې به دا ووایم چه لدې ټولو واقعيتونو سره، دا ويلي شو چه د روسيې لخوا د طالبانو رسميت پېژندنه د افغانستان لپاره ګټه نه لري. دا يوه سياسي لوبه ده چه د روسيې اهداف پوره کوي، نه د افغان ولس هيلې. افغانستان داسې يو متوازن سياست ته اړتيا لري چه د ټولو سترو قدرتونو تر منځ تعادل وساتي، او خپله ملي ګټه، اقتصادي وده، او ټولشموله حکومتولۍ ته لومړيتوب ورکړي (له ټولشموله حکومتولۍ څخه زما مطلب دا نه چه دغه لنډغران سیاسیون دې په خپلو کې معاملې کوي او وزارتونه دې په خپلو کې ویشي). افغانستان بايد د نورو قدرتونو د رقابت ډګر نه، بلکې د خپل ولس د ارادې څرګندونه شي. همدا هغه لار ده چه هېواد به پرې واقعي خپلواک شي، نه د يوازې د کلماتو په معنې
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment