د نادره ځمکنیو عناصرو ستراتیژیک اهمیت او د افغانستان نه کارول شوې وړتیا او خزانې

 

 
د نادره ځمکنیو عناصرو ستراتیژیک اهمیت او د افغانستان نه کارول شوې وړتیا او خزانې

په یویشتمه پېړۍ کې د نړیوال ځواک اندازه یوازې د پوځي قوت یا د نفتو زېرمو لرلو پر بنا نه کېږي، بلکې پرځای یې، د سرچینو یوه خاموشه مګر مهمه سیالي او جګړه روانه ده چه د نادرو معدني عناصرو پر محور څرخي. دا عناصر که څه هم په طبیعت کې واقعیاََ دومره کم نه دي، مګر دا اکثره په لوی مقدار کې نه موندل کیږي چه کارول یې اسانه او ارزانه تمام شي.  دا عناصر د معاصرو ټیکنالوژیو لکه مصنوعي زیرکتیا (آرټیفیشل اینټیلیجنسنظامي وسایلو، شنه یعنې پاکې انرژۍ، او د مصرفي برقي توکو لپاره ډېر مهم دي

دغه نادري معدني عناصر د ۱۷ کیمیاوي پلوه مشابه عناصرو څخه جوړ دي، چه په دې کې لانتهانایدونه، سکینډیم او ایتریم شامل دي. دا عناصر ځانګړي مقناطیسي، کیمیاوي او روښانیدونکي خصوصیات لري چه د پرمختللي تولید لپاره ډیر اړین دي. دا تقریباً په ټولو هغو وسایلو کې موندل کېږي چه نننۍ نړۍ پرې روانه ده، لکه موبایل تلیفونونه، برقي موټرونه، باد توربینونه، جنګي الوتکې، راډارونه، فایبر آپټیک، سټلایټونه او حتی د روغتیا وسایل لکه ایم آر آی ماشینونه. دا عناصر د مصنوعي هوش، کوانټم کمپیوټرونو، د هدایت شويو توغندیو، او له رادار څخه پټیدونکو جیټ الوتکو لکه د امریکا بي-دوه الوتکو لپاره هم اړین دي

اوسمهال، چین په نړیوال بازار کې د دغه عناصرو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، او شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه تولید او لا هم زیاتې د تصفیې مرحلې کنټرولوي. دا چین ته ستراتیژیک نفوذ ورکوي. چین څو ځله دا عناصر د ډیپلوماټیکو شخړو پر مهال د فشار وسیلې په توګه کارولي. په ۲۰۱۰ کال کې یې جاپان ته د صادراتو مخه ونیوله، او اوس هم یې پر سویډن او امریکا محدودیتونه وضع کړي، ځکه چه غرب غواړي خپله داخلي رسد پیدا کړي. د سویډن شرکتونه لکه د ایلکب د دغو عناصرو پلټنه پیل کړې، چه چین یې په عکس العمل کې صادرات محدود کړل، او سویډني صنعتونه یې ډیر زیات اغېزمن کړل

د دغه عناصرو دا سیالي د امریکا او چین تر منځ د ټیکنالوژۍ د برلاسي لپاره روانه جګړه ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چه د ګرينلینډ د اخیستو وړاندیز وکړ، نو دا موضوع که څه هم عجیبه ښکارېده، خو خپل ستراتیژیک منطق یې درلود. ګرينلینډ د نادرو معدني عناصرو لوی زیرمې لري، په خاص ډول د خوانېفجېلد سیمه. که امریکا دا خاوره ترلاسه کړې وای، نو دا به د چین له اغېز پرته د دغه عناصرو د بدیل منبع ګرځېده. سربېره پر دې، ګرينلینډ د نظامي پلوه هم ارزښت لري، ځکه چه د طهولې هوايي اډه هلته موقعیت لري، او دا سیمه د قطب شمال په ستراتیژیکه برخه کې ده چه د اقلیمي بدلون له امله مهمه شوې

په همدې شرایطو کې، افغانستان د نړۍ په نقشه کې د ستر بدلون ظرفیت لري. که څه هم څو لسیزې جګړو ته تلل شوی، خو دا هېواد د طبیعي زېرمو له اړخه بډای دی. د امریکا د جیولوجي ادارې او نورو نړیوالو مطالعاتو له مخې، افغانستان له یو تر درې تریلیون ډالرو پورې ناتشخیص شوې معدني شتمني لري، چه پکې لیتیم، کوبالټ، مس او 
دغه نادره ځمکني عناصر شامل دي

د افغانستان دغه نادره ځمکني عناصر کولی شي د نړیوال نظم په جوړښت کې رول ولوبوي. دا به د چین د انحصار بدیل وي، او لویدیځ ته به نوی سرچینه برابر کړي. هر هېواد چه د افغانستان پر منابعو لاس بریالی شي، که چین وي، امریکا، روسیه، یا سیمه ییز قدرتونه لکه نن چه پاکستان په بشپړ توګه د افغانستان کنټرول په خپل لاس کې نیولی، هغوئ به ستراتیژیک نفوذ ترلاسه کړي. دا عناصر د شنې انرژۍ، برقي وسایلو، کوانټم کمپیوټرو، پوځي تجهیزاتو او عصري وسلو او الوتکو، او مصنوعي هوش په تولید کې مهم رول لري. د افغانستان جغرافیایي موقعیت چه د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ تر منځ پروت دی، دا اهمیت لا زیاتوي

چین دمخه په افغانستان کې فعال دی، په خاص ډول د مس عینک پروژه یې ترلاسه کړې. طالبان غواړي اقتصادي مشروعیت ترلاسه کړي، نو دوئ چین ته د پانګې اچونې دروازه د پاکستاني کمپنیو له لارې خلاصه کړې ده. یعنې خام مواد او زیرمې د افغانستان دي مګر انتقال یې پاکستان ته کیږي او هلته تصفيه کیږي او په ډیره لوړه بیه په چینایي او نورو کمپنیو او هیوادونو خرڅیږي.  روسیه او ایران هم هڅه کوي چه د غرب نفوذ کم کړي او د افغانستان منابع تر لاسه کړي. که څه هم امریکا له پوځي پلوه وتلې، خو د سیمې څارنه یې دوام لري، او ښایي د نیابتي سیاستونو له لارې خنډونه رامنځته کړي. نور هېوادونه لکه هند او اروپایي اتحادیه هم د افغانستان د دغه نادره ځمکنیو عناصرو ارزښت پېژني، خو د امنیت، ترانسپورت او ډیپلوماټیکو اړیکو له امله محدود دي 

خو له دې ټولو سره سره، ستر خنډونه هم شته. د طالبانو حکومت سیاسي ثبات نلري، پانګه اچونه له خطره ډکه ده ځکه هیواد اساسي قانون نلري. د اساسي زیربناوو نشتوالی، لکه سړکونه، برېښنا، او تصفیه فابریکې، د استخراج پروسه سخته کړې. چاپېریالي خطرونه هم شته، ځکه چ
ه د نادره ځمکنیو عناصرو استخراج چاپېریال ته تاوان رسوي. بله ستونزه فساد دی، ځکه که شفاف مدیریت ونشي، نو دا شتمني به د چارواکو یا بهرنیو له لوري لوټ شي، او عام افغانان به ترې ګټه وانخلي، او دا کار کیږي لکه څنګه چه پاکستان د افغانستان نور معدنیات لکه د ډبرو سکاره لوټوي

په پای کې، ویلی شو چه نادري معدني عناصر د نړیوال ځواک پټه شتمني ده. دا عناصر نه یوازې د ملي امنیت لپاره مهم دي، بلکې د ټیکنالوژۍ، اقتصاد او رقابت لپاره هم حیاتي دي. افغانستان، چه له کلونو راهیسې د جګړو او سیاستونو له امله نادیده پاتې وو، اوس د یوې نوې ستراتیژیکې سیالۍ مرکز ګرځېدلی. دا چه افغانان به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي، که قرباني به شي، دا به تر ډېره پورې پر دې متکي وي چه څنګه یې مدیریت کېږي، څوک پرې واکمن کېږي، او آیا شفاف او دوامداره پرمختګ ته زمینه برابریږي که نه؟

ارين هاشمي ~
 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟