د ایران پارلمان د هرمز تنګي تړل تصویب کړی. نو، دا تنګی څومره مهم دی او د دې تړلو اغیز به په نړۍ څه وي؟

 
د ایران پارلمان د هرمز تنګي تړل تصویب کړی.  نو، دا تنګی څومره مهم دی او د دې تړلو اغیز به په نړۍ څه وي؟

د هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو ستراتيژيکي مهمو لارو څخه دې. دا د ایران او عمان ترمنځ د اوبو یوه تنګه لاره ده چه د فارس خلیج د عربي سمندر او د عمان خلیج سره نښلوي.  دا تنګى يوازې ۳۳ کيلومتره پلنوالى لري خو د نړۍ د سمندري تیلو شاوخوا دریمه برخه له دې لارې تیریږي، نو ځکه ډیر اهمیت لري

اوس راځم او پدې بحث کوم چه د هرمز تنګی ولې دومره مهم دی؟

اول: په نړیوال انرژۍ رسونې د دغه تنګي تاثیرات
د نړۍ د تېلو د ټول مصرف شاوخوا ۲۰ سلنه د هرمز تنګي له لارې تېرېږي، او د تېلو لوی تولیدونکي هیوادونه لکه سعودي عربستان، عراق، متحده عربي امارات، کویت او قطر د تېلو او ګازو د صادرولو لپاره پدې لارې تکیه کوي.  بله دا چه مایع طبیعي ګاز هم لدې لارې تیریږي، په ځانګړې توګه له قطر څخه، چه د نړۍ دوهم لوی مایع طبیعي ګاز صادرونکی هیواد دی

دوهم: په نړیوال تجارت او اقتصاد د دغه تنګي تاثیرات
که څه هم دا تنګی د مصر د سویز کانال په څیر د عمومي سوداګریزې سوداګرۍ مرکز نه دی، خو د انرژۍ بازارونو لپاره ډیر زیات مهم دی.  نو د دغه تنګي تړل یا د تړلو ګواښ د تیلو په نړیوالو بیو کې د لوړوالي لامل کیږي، چه د ټولې نړۍ په اقتصاد به ډیره ژوره اغیزه ولري او په ځانګړې توګه په آسیا، او په نورو انرژي واردونکي هیوادونو باندی

دریم: د دغه تنګي پوځي اهمیت
دا تنګی د ایران، امریکا او خلیج عربي سمندري ځواکونو لخوا ګزمه کیږي، او ایران دغه تنګی په هر ډول پوځي یا جیوپولیتیک شخړه کې د ګټې اخیستنې د یوې نقطې په توګه ګوري، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو یا اسرائیلو پر وړاندې، او امریکا او متحدین یې بیا د دغه تنګي له لارې د تګ راتګ ازادي د نړیوال امنیت لپاره اړینه ګڼي

اوس پوښتنه دا ده چه که ایران د هرمز تنګی وتړي نو دا به څه معنی ولري؟

اول: نړیواله اغیزه
په ټوله نړۍ کې به د تیلو په بیو کې سمدستي زیاتوالی رامینځته شي.  په نړۍ کې به احتمالي اقتصادي ګډوډي رامینځته شي او په ځانګړې توګه په هند، چین، جاپان، سویلي کوریا او اروپایي هیوادونو کې.  د بار وړلو بیمې او بار وړلو لګښتونو کې به ګډوډي رامینځته شي، حتی د بدیل لارو لپاره

دوهم:  سیمه ایز اغیز
د خلیج هیوادونه به د خپلې انرژۍ په صادرولو کې له ستونزو سره مخ شي.  د پوځي کړکېچ د زیاتېدو خطر به رامینځته شي او ناټو او امریکایي ځواکونه ممکن په زور سره د تنګي د بیا پرانیستلو هڅه وکړي، چه په نتیجه کې به یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتوالی رامینځته شي، چه ممکن د ښکاره شخړې لامل شي

دریم:  قانوني او سیاسي اندیښنې رامینځته کیدل
د نړیوال سمندري قانون له مخې، دا تنګی د ټرانزیټ د تیریدو حق سره د اوبو یوه نړیواله لاره ګڼل کیږي.  نو د ایران یو اړخیز بندیز د نړیوال قانون څخه سرغړونه ګڼل کیدی شي چه پایلې یې ډیرې اندیښمنې ثابتیدی شي

په پاې که به دا ووایم چه د هرمز تنګى يوازې يوه تجارتي لار نده، بلکه د نړيوال انرژۍ بازار لپاره يوه حياتي رګ ده. دا تنګى همدا راز يو ستراتيژيکي حساس نقطه ده. د دې بندېدل کولى شي د نړۍ د نفتو رسونه، د سيمې نظامي توازن او نړيوال اقتصاد اغېزمن کړي. که ايران دا تنګى وتړي، دا به د نړيوال غبرګون سبب شي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چه په نفتو متکي دي او يا د سيمې نظامي ځواکونه لري 
 
ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

ژبه څومره مهمه ده؟