آیا امریکا واقعاً غواړي چې د نړۍ مشري پرېږدي، او د امریکا واقعي نیت څه دی؟
د افغانستان لویه ستونزه دا ده چه موږ ریښتیني سیاسي شنونکي نه لرو چه د نړۍ په سیاست او اقتصاد پوه شي
ما زموږ د ځینو "ایلیټ" واوریدل چه پدې موضوع یې بحث کوو، مګر په حقیقت کې دوئ نه پوهیدل چه په امریکا او نړۍ کې څه پیښیږي، نو ما ویل راځه په دې موضوع یو څه رڼا واچوه
په امریکا کې داسې سیاسي ډلې شته چه د "امریکا اول" پالیسۍ ملاتړ کوي، یعنې دا غواړي چه کورني اقتصاد ته لومړیتوب ورکړي او د بهرنیو مسایلو څخه ځان لرې وساتي. خو دا پدې معنې نه چه امریکا به په بشپړه توګه له نړیوال مشرتابه څخه لاس واخلي، ځکه
اول: اقتصادي ځواک له نړیوال نفوذ سره تړلی دی: د امریکا ډالر ځکه د نړۍ ریزرف کرنسي (د زېرمو اصلي اسعار) دی چه امریکا په نړیوال تجارت، مالي سیستم، او نظامي قوت کې برلاسی دی. که امریکا له نړیوالې صحنې ووځي، نو دا موقف به له لاسه ورکړي
دوهم: امنیتي ژمنې: امریکا په نړۍ کې تر ۷۵۰ زیاتې نظامي اډې لري او د نړیوال امنیت د ساتلو یو اساسي لوبغاړی دی (لکه د ناټو، جاپان، او کوریا ساتنه). که امریکا له دې ژمنو څخه لاس واخلي، نو روسیه او چین به دا خلا ډکه کړي
دریم: اقتصادي تاوان: امریکايي کمپنۍ د آزاد بازار او نړیوال تجارت څخه ګټه اخلي. که امریکا انزوا غوره کړي، نو اقتصاد ته به یې لوی تاوان ورسیږي
نو، که څه هم ځنې امریکایان د انزوا پالیسۍ ملاتړ کوي، د امریکا اصلي چارواکي، سوداګر، او اقتصادي بنسټونه د نړیوال مشرتابه ګټو ته اړتیا لري، او لدې وجې امریکا نشي کولی چه په بشپړه توګه له مشرتابه لاس واخلي
دوهم سوال دا دی چه که امریکا واقعاً د نړۍ مشري پرېږدي، نو څه به وشي؟
که امریکا د نړیوال نفوذ څخه لاس واخلي، نو دغه پریکړه به یې لاندې سترې پایلې ولري
اول: د ډالر ریزرف کرنسي حیثیت له لاسه ورکول: د بریکس هېوادونه (چین، روسیه، هند، برازیل، او جنوبي افریقا) به د ډالر بدیل وپلټي. که نړیوال تجارت د ډالر پر ځای په چینایي یوآن، یورو، یا طلا کې وشي، نو امریکا به نور نشي کولی چه د خپلو پورونو جبران د پیسو چاپولو له لارې وکړي، او په نتیجه کې به یې امریکايي اقتصاد کمزور شي ځکه چه د ډالر نړیوال ارزښت به ټیټ شي، او دا به د امریکا دننه انفلاسیون (قیمتونه زیاتېدل) راولي
دوهم: نړیوال تجارتي لارې به بې ثباته شي: د امریکا سمندري ځواک د نړۍ مهمې تجارتي لارې لکه د فارس خلیج، سویلي چین بحیره، او هند سمندر خوندي ساتي. نو که امریکا دا رول پرېږدي، چین او روسیه به د تجارتي لارو کنټرول په خپل لاس کې واخلي. د سمندري غلو (پایرټس)، د اکمالاتو د لړۍ خنډونه، او سوداګریزې جګړې به ډیر عام شي. او په نتیجه کې به یې د توکو لګښت د بار وړلو بیمې، امنیتي لګښتونو، او سیمه ایزو شخړو له امله لوړ شي
دریم: د چین او روسیې نفوذ به په نړیوال واک زیات شي: چین به خپله "یو کمربند، یوه لار" پروژه پراخه کړي، چه دا به افریقا، لاتیني امریکا، او آسیا کې د چین نفوذ ته وده ورکړي. روسیه به د ختیځې اروپا او منځني ختیځ پر امنیتي سیاست ډېر کنټرول پیدا کړي. د امریکا متحدین (جاپان، کوریا، او اروپايي هېوادونه) به اړ شي چه خپل پوځي ځواک زیات کړي، چه دا به یو نوی تسلیحاتي یعنې د وسلو نوې سیالۍ ته لاره هواره کړي
څلورم: د امریکا اقتصادي حالت به خراب شي: امریکایی شرکتونه به د لوړو تعرفو او محدود بازار لاسرسي له امله په نړیواله کچه سیالي ونکړی شي. د سټاک بازارونه به د پانګې د وتلو له امله سقوط وکړي، ځکه چه پانګوونکي د ثبات لپاره د امریکا په نړیوال نفوذ تکیه کوي. او د هغه صنعتونو (لکه د ټکنالوژۍ، مالیه، دفاع، او تولید) چه په ګلوبلایزیشن یعنې نړیوال کیدو پورې تړلي دي، شمیر به ټیټ شي، چه په نتیجه کې به یې بیکاري لوړه شي
په پاې که به دا ووایم چه ولسمشر ټرمپ په تعرفې او اقتصادي جګړه ټینګار کوي او خبرداری یې ورکړی چه که بریکس هېوادونه د ډالر واک ته خطر پېښ کړي، نو دی به پرې تعرفې ولګوي او اقتصادي فشار به پرې راوړي. نو لدې معلومیږي چه
اول: امریکا لا هم غواړي چې د ډالر واک وساتي او لاهم د خپل نړیوال مالي تسلط څخه دفاع کوي

دوهم: تعرفې کولی شي په موقتي توګه ډیډالرایزیشن (یعنې د ډالرو د ریزوف کرنسۍ له مینځه وړل) کیدل راښکته کړي، مګر د نړیوال رجحان مخه به ونه نیسي
دریم: نور هیوادونه (په ځانګړې توګه چین او روسیه) لا دمخه د متحده ایالاتو د کنټرول څخه د وتلو لپاره بدیل مالي سیسټمونه رامینځته کوي (د مثال په توګه ، روسیه او چین په یوآن او روبل تجارت کوي ، هند د ډالرو کارولو پرته له روسیې څخه تیل اخلي)
نو پداسې حال کې چه ټرمپ یا کوم بل امریکایی ولسمشر ممکن سختې اقتصادي تګلارې رامینځته کړي، هغه به بیا هم اړتیا ولري چه امریکا په نړیواله کچه ښکیل وساتي، که نه نو د متحده ایالاتو نفوذ به له مینځه یوسي
اوس وروستۍ پوښتنه به دا وي چه د امریکا واقعي نیت څه دی؟
په عملي ډول، امریکا نشي کولی چه د نړۍ مشري په بشپړه توګه پرېږدي، خو ممکن خپل رول بدل کړي، او هغه په لاندې ډول
اول: د بهرنیو جګړو کمښت: د افغانستان او عراق ناکامو جګړو وروسته، امریکایان نور نه غواړي چه اوږدې جګړې وکړي. نو راتلونکې شخړې (د مثال په توګه تایوان) کې به د مستقیماً جګړې کولو پر ځای اقتصادي، ټکنالوژیکي، او استخباراتي جګړو ته ترجیح ورکړي
دوهم: اقتصادي انزوا نه، بلکې "انتخابي تجارت": متحده ایالات به د سیالانو پر ځای د متحدینو سره سوداګرۍ ته زور ورکړي، او تولیدات به بیرته کور ته راوړي، پداسې حال کې چه لاهم نړیوال تجارت خلاص وساتي
دریم: د کورني اقتصاد پیاوړتیا: د بایډن او په ځانګړې توګه د ټرمپ ادارې غواړي چه امریکا خپل کورني صنعتي تولید، زیربناوې، او ټکنالوژۍ ته ډېر پام وکړي، پداسې حال کې چه د نړیوالې مشرتابې ځنې کچې هم په لاس کې وساتي
څلورم: د متحدینو څخه د لا ډېرې مرستې غوښتنه: متحده ایالات ممکن وغواړي او په ځانګړې توګه ټرمپ غواړي چه اروپا، جاپان او نور متحدین د امریکا په نظامي ملاتړ باندې د تکیه کولو پر ځای په دفاع او امنیت کې ډیر لګښت وکړي
پینځم: د اقتصادي بندیزونو دوام: امریکا به د چین، روسیې، او هغو هېوادونو پر ضد تعرفې، بندیزونه، او اقتصادي بندښتونه وکاروي چه د امریکا مالي سیسټم ته تهدید جوړوي
په پای کې، نړۍ امکان لري چه یو څو قطبي سیستم ته ننوځي، چیرې چه امریکا به لا هم ځواکمنه وي، خو نه به داسې مطلقه واکمنه وي لکه پخوا

ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment