افغانستان د خپلو اجنډاو تعقیبولو لپاره ګیم تیوري څنګه پلي کړي؟
افغانستان د خپلو اجنډاو تعقیبولو لپاره ګیم تیوري څنګه پلي کړي؟
نیویارک ټایمز راپور ورکړ چه امریکا په افغانستان کې د یو اشاریه درې ټریلیون یعنې د دیارلس سوه میلیارده ډالرو معدنیاتو ذخیرې کشف کړي چه د افغانستان د اقتصاد بدلولو لپاره کافي دي. پینټاګان دا هم اضافه کړې چه افغانستان د نړۍ د لیتیم مارکیټ، سعودي عربستان جوړیدی شي. لیتیم چه د کمپیوټري او نورو بیټریو جوړولو کې کلیدي خام توکی دی
اوس پدې وروستیو کې الیکټرایف ډاٹ کام چه د بریښنایی تحرک لپاره د صنعت خدمات وړاندې کوي، یو راپور خپور کړ چه اروپا د بیټریانو لپاره د سیالۍ او دوامدار صنعتي ارزښت ځنځیر رامینځته کولو لپاره د (نوټ ۱) په نوم د عامه خصوصي شراکت پروژه پیلوي، او دا یو ډیر مهمه معامله ده ځکه چه دا ښایې چه حتی اروپا لاهم دغه اقتصادي ارزښت ځنځیر ته نده رسیدلې. افغانستان لیتیم لري چه د دغه ارزښت ځنځیر یوه برخه ده مګر موږ باید په یاد ولرو چه دا لوې شیان باید د عالي ستراتیژیک لید څخه ولیدل شي، حتی د ډاکټر اشرف غني د لید څخه هم لوړ. اشرف غني اړتیا لري چه د ټول افغانستان په استازیتوب د هغه چا سره وغیږي څوک چه پدې ارزښت ځنځیر کې لوی مقام لري، تر څو افغانستان د دغه ځنځیر یوه برخه شي. له همدې امله، دا نوې اروپايي پروژه د افغانستان لپاره یو نوی فرصت وړاندې کوي ترڅو افغانستان پدې کې رول ولوبوي
(نوټ ۱): BATT4EU
اوس، دا یوه پوښتنه ده چه دغه فرصت څنګه ولوبول شي؟ دا زه نه پوهیږم. دا په ساده ډول داسې هم کیدی شي چه لیتیم د ځمکې څخه وویستی شي، او یا هغه مرحلې چه د “وَلیو اډینګ" یعنې "ارزښت اضافه کول" په نامه یادیږي، په افغانستان کې تر سره کړی شي
د ارزښت اضافه کولو مرحلې څه شی دی؟ وَلیو چین یعنې د ارزښت زنځیر څه معنی لري؟ د دې لپاره چه لیتیم په بیټرۍ بدل شي، یو څوک د لیتیم لومړۍ برخه اخلي بیا ارزښت ور اضافه کوي، بیا دویمه برخه اخلي بیا نور ارزښت ور اضافه کوي، او داسې نور… له همدې امله دې ته د "اضافه شوي ارزښت مالیه" (وي ای ټي) ویل کیږي. په اقتصاد کې "وَلیو اَډیډ" یعنې "اضافه شوی ارزښت" د نښو، د پروسې او محصول ترمینځ توپیر دی، او تعریف یې په لاندې ډول دی
تعریف: د خامو موادو، پروسې او د پیداوار تر مینځ توپیر
د مثال په توګه کچیرې د خام لیتیم موادو یو یونټ په یو ډالر وي او پیداوار یې یعنې بیټرۍ یې په سل ډالر، نو ۹۹ ډالر “وَلیو اَډیډ" یعنې "اضافه شوی ارزښت" شو او وي ای ټي مالیه هم پدې ۹۹ ډالرو راځي. له همدې امله، کله چه د یو شرکت خاوند چه د وي ای ټي مالیه ورکوي، د خپلو توکو مصارفو بیلونه مالیې وزارت ته وړاندې کړي، د مالیې وزارت د هغو څخه نهایې مالیه منفي کړي او بیا هغه ته اضافي ورکړل شوې مالیه بیرته ستنه کړي، ځکه چه شرکتونه مالیه یواځې په وي ای ټي ورکوي
او وي ای ټي په داسې ډول محاسبه کیږي: هغه پیسې چه د پیرودونکو څخه اخیستل شوي منفي هغه پیسې چه پلورونکو ته ورکړل شوي
نو دا شو "وَلیو اَډیډ" یعنې "اضافه شوی ارزښت". او حکومت د لینک د هر ځنځیر څخه دغه "وَلیو اَډیډ" غواړي ځکه چه دا د دوه چنده مالیې ورکولو مخه نیسي، او د دې تضمین هم کوي چه هر سړی د بل سړي د مالیې راپور دولت ته ورکړي، ځکه چه لدې لپاره چه زه خپل ټکس ریټرن یعنې اضافي ورکړل شوې مالیه بیرته تر لاسه کړم، زه باید د خپلو پیرودونکو او پلورونکو حصاب دولت ته ورکړم، او پلورونکي هم بیا د دې څخه نشي انکاري کیدی
موږ باید پوه شو چه د لیتیم صنعت شاید راتلونکی او ډیر زیات پیچلی صنعت دی او شاید د ۵۰ نوبل جایزو ته انتظار وي. د لیتیم او بیټرۍ ټیکنالوژي اوس مهال په نړۍ کې ترټولو ستونزمن شی دی نو دا عادي خبره نده. سبا افغانستان نشي کولی چه راشي او پدې ډګر کې په اسانۍ رول ولوبوي، مګر افغانستان "خدای ورکړی" ګټه لري ځکه چه دا په ځمکه کې لیتیم لري
نو دا هیڅ امکان نلري چه یو څوک ووایي چه دا یوه ستراتیژیکي ګټه نده د افغانستان لپاره. دا یوه ډیره لویه ستراتیژیکي ګټه ده، او دوه شیان چه زه به یې وکړم که زه افغانستان وم. اول به د لیتیم په قضیه ولوبیږم د نړۍ قوتونو سره، او دوهم به د (بیلټ اینډ روډ اینیشَټیف) کمربند او سرک نوښت زیر بناوې چه چین یې تطبیقوي او د دې په مقابل کې د متوازن کولو لپاره (ګرین بیلټ اینډ روډ اینیشَټیف) زرغون کمرباند او سرک نوښت چه متحده ایالت یې غواړي ترسره کړي کوم چه پدې وروستیو کې د جي ۸ (جي ایټ) غونډه کې د بحث لاندې راغی، پر بنا ولوبیږم. کوم چه اساساََ امریکا او ملګري هیوادونه یې غواړي چه د نړۍ مختلفو برخو زرغونولو لپاره پانګونې چمتو کړي او غریبو هیوادو ته پورونه ورکړي تر څو هغه غریب هیوادونه په سیاسي توګه خپل ملګري کړي
دا د قوت د توازن یوه لویه لوبه ده چه روانه ده او کچیرې افغانستان په صحیح توګه شطرنج ولوبیږي نو هم له امریکا او هم د چین څخه ګټې اخیستی شي پرته لدې چه څوک د ځان دښمن وګرځوي
څرنګه چه افغانستان د چین او روسیې سره ګډه پوله لري او موقعیت یې ستراتیژیکي دی، نو د یو شمیر افغانانو په مینځ کې منفي ارواپوهنه شتون لري چه دې ته د لوی ګټې په ځای د یو خنډ په سترګه ګوري. زما په اند دا یو لوې ګټور موقعیت کیدی شي او د دغسې هیوادو یو لوې مثال سویزرلینډ دی چه د اروپا په مینځ کې موقعیت لري مګر ځان یې بې طرفه اعلان کړ او د نړۍ بانک شو، د نړۍ د سعتونو او بهترینه چاکلیټ جوړوونکی شو... چه ورته "لوړ ارزښت لرونکي صنعتونه" ویل کیږي، چه د ګټې کچه پدې سوداګرۍ کې ډیره لویه ده. خلک تل غواړي د لوړ ارزښت اضافه کولو ساحو کې تخصص وکړي او دا هغه ساحې دي چه د دماغ لوړې کچې ته اړتیا لري
اوس د لیتیم استخراج لوې دماغي کار ته اړتیا نلري ځکه چه خام مواد د عادي خلکو کار دی، مګر د لیتیم ډیزاین یې لري. همدا لامل دی چه د کانونو او د تیلو سوداګري د جنګ سالارانو او بدمعاشانو لخوا اداره کیږي ځکه چه دا په ځمکه کې دي، او هیڅ راکټ ساینس ته اړتیا نلري. مګر د ټیسله په څیر د بریښنایی موټر ډیزاین کول لوې دماغي کار ته اړتیا لري. او همدغه وجه وه چه د ټیسله موټر شرکت خاوند ایلون مسک خپل پلانونه په انټرنیټ کې عام کړل، مګر هیڅ چا یې نه دی کاپي کړي. ولې؟ ځکه چه دا د نړۍ لوړ او برجسته انجنیرانو ته اړتیا لري
نو راځۍ چه دا نظرونه د دوۍ د لوی تصور او مفهوم سره وصل کړو. نړۍ دوه یا درې لوی ځواکونه لري. لویدیځ چه امریکا یې مشري کوي، او په آسیایي بلاک کې چین دی او په زیاتیدونکی ډول چین دوهم نړیوال ځواک جوړیدونکی دی. افغانستان اړتیا نلري چه د دواړو اړخو څخه یو انتخاب کړي. دا باید پرته له دې چه څوک خفه کړي د دواړو خواو ګټې تر لاسه کړي. او دا یو مناسب چال دی که چیرې افغانستان د ګیم تیوري په صحیح توګه پلي کړي
نو کله چه د متحده ایالاتو سره معامله کوي، افغانستان باید د بشري حقونو، چاپیریال او زرغون کیدو په اړه وغږیږي او د دې ټولو برنامو د مرستو غوستنه دې وکړي، ځکه چه په ځانګړي توګه د امریکا لاس په افغانستان کې په دومره وینو سور دی چه دوۍ به افغانستان ته غوږ ونیسي. امریکا پرته له دې چه په ځمکه کې سرتیري ولري حل غواړي. نو افغانستان باید د ایریک پرنس (د بلک واټر رئیس) اړخیزه امریکا هیره کړي او د جو بایډن او زرغون پلوه امریکا په نظر کې ونیسي
او د امریکا توجه پداسې توګه تر لاسه کیږي چه ورته ووایي، "زه به ستا د ایجنډا د پوسټر ماشوم یم، او زه به هغه هیواد یم چه ته یې د جنګ د وچې دښتې څخه په یوه شنه نقشه او بستان بدلوې". زه کولی شم، او زه د دې لپاره یو په زړه پوری کاندید یم ځکه چه
اول: موږ ډیر صنعت نه لرو نو موږ کولی شو په پاکه توګه پیل وکړو
دوهم: موږ لیتیم لرو
دریم: که چیرې افغانان لوړې زده کړې ولري نو دغه خلک د مغزو نوماندان دي ترڅو د لوړ ارزښت لرونکي صنعتونو کې ژرترژره برخه شي
نو افغانستان کولی شي چه نوو صنعتونو ته د بشری سرچینې وړاندې کړي او د کار ځواک وګرځي، او کولی شي چه لویدیځ ته ځان په یو اساسي موقف برابر کړي او ورته ووایي، زه به خپلې دروازې خلاصې کړم او تاسې ته به سیاسې لاسرسي درکړم، مګر ما ته به دا پورونه او هغه پورونه راکوئ، او دا او هغه کار به مې کوئ
اوس کله چه د چین سره معامله کوي نو ورته دې ووایي، "موږ له تاسې څخه پیرود غواړو. موږ غواړو زموږ د ګرځنده تلیفون سیسټم ستاسې څخه وي. موږ دا او هغه له تاسې څخه پیرودل غواړو... هو، موږ به په امریکایي معیار چلیږو، ځکه چه هغه بله قصه ده. موږ نه غواړو چه زموږ فابریکې چټلې وي. زه له تاسې څخه پیرود کوم مګر په کمربند او سرک نوښتونو پروژو کې پانګوونه وکړه او زما سرکونه ، بندرونه او د اورګاډي ستیشنونه جوړ کړه
نو د تیرو ډیرو کالو راهیڅې د چین ټول تمرکز په زیربناوو یعنې د سختو پیسو په توکو وو. او دوۍ غریبو هیوادو ته د سختو او پټو شرایطو لاندې پورونه ورکوي. له بلې خوا امریکا وايي، موږ به شفاف شرایط ولرو او موږ به د هغه پروژو ملاتړ وکړو چه زرغون یعنې پاکې وي
افغانستان کولی شي له چین او متحده ایالاتو څخه هغه څه غوره کړي چه افغانستان او د هغې لید سره سم دی
اوس د دې لید عملي کولو لپاره، موږ باید د هغه څه په اړه ریښتیني اوسو چه حقیقت دی، او حقیقت دا دی چه افغانستان طالبان او لنډغران لري چه یوه لویه ستونزه ده. او هم ډیر لوې غلط قبیلویزم او قومي ستونزې لري، مګر هغه څه چه افغانستان یې ډیر زیات لري، هغه د هر افغان شدیده تنده چه دغه احقمانه جنګ باید ودریږي، او د پرمختګ لپاره د هر وګړي لویه هیله. مګر لنډغران باید د صحنې څخه وویستل شي
نو هر څه چه موږ یې په اړه خبرې کوو، یوې داخلي ملې معاملې ته اړتیا لري تر څو لنډغران یو طرف ته کړي. یا ووژل شي، یا په زندان کې واچول شي، او یا په پیسو وهڅول شي تر څو پدې پروسه کې شامل شي. سمه ده؟
امکان لري چه کچیرې دوۍ د پیسو له لارې پروسه کې دننه کړی شي نو دوۍ به خپلې ناوړې لنډغري طریقې د ځانونون سره پروسې ته راوړي
یوه بدیله لاره یې دا ده چه په دغه لنډغره واکمنه طبقه کې په سیاسي توګه، ریالیست یعنې رښتیني واقعیت منونکي خلک نفوذ وکړي. واقعیت منونکي ځکه یادوم چه آیډیالیسټان (لکه طالبان) سیاست لپاره ګټور ندي. موږ اخلاقي واقعیت منونکو ته اړتیا لرو، لکه څنګه چه رسول اکرم صلې الله علیه والسلم وو په سیاست کې وو. هغه (ص) یو آیډیالست نه وو. هغه حقیقت غوښتونکی وو مګر هغه خپله ټولنه هم درلوده چه ورته یې دینې عقیدوي پوهنې ورکولې، مګر کله چه هغه له نورو سره معامله کوله نو هغه یو ریالیست وو. هغه پوهیدو چه کله جګړه وکړي او کله جګړه ونکړي
د مثال په توګه ، که موږ داسې بدن ولرو چه ضعیفې حجرې ولري. که موږ پدې بدن کې قوي حجرې معرفي کړو حتی که د دغه حجرو شمیر محدوده هم وي نو دا ډیر لوې مثبت تاثیر لري، ځکه چه قوي حجرې په غوره توګه تقسیمیږي، او په غوره توګه ژوندي پاتې کیږي. نو د وخت په تیریدو سره ضعیف حجرې به لږې شي، دوۍ به مړه شي، او هرڅومره چه دوۍ مړه کیږي، نورې ډیرې قوي حجرې رابلل کیږي. دا صبر او مبارزې ته اړتیا لري. نو سیاسي نفوذ کول یا پولیټیکل اینفیلټریشن هم په دغه توګه کار کوي
ارین هاشمي ~
د مقالې لیکلو نیټه: July-2-2021
Comments
Post a Comment