آیا موږ کولی شو چه امریکا د نړۍ ټولو بدبختیو لپاره ملامت کړو؟
آیا موږ کولی شو چه امریکا د نړۍ ټولو بدبختیو لپاره ملامت کړو؟
د یو هیوادوال سره غږیدم چه پدې باور وو چه امریکا د هرې ستونزې ریښه ده
کله چه یو قوم د تهدید لاندې وي او خلک یې ځپل کیږي نو دا نورماله سائیکالوژي ده چه دوۍ ځان د هیڅ ناکامۍ لامل نه بلي مګر پدې باور وي چه دا ټوله یوه دسیسه ده د دوۍ په ضد. د مثال په توګه، عربان عموماََ اسرائیل د هرې ستونزې لامل ګڼي. کچیرې زلزله هم وشي نو دوۍ وایې پدې کې د اسرائیل لاس دی
د دوهم نړیوال جنګ راهیسې امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی هیواد دی، نو نوی نړیوال نظم (نیو وړلډ آرډر) یعنې امریکایي نړیوال نظم هغه نظم دی چه موږ پکې ژوند کوو. هو دا ښکاره خبره ده چه دغه نظم ډیرې ستونزې لري مګر ټولې ستونزې له دغه نظم سره موږ نشو تړلی
زه به درته یو ساده مثال درکړم. د یو عقیده لرونکي کس لپاره آیا شیطان لوې دی که امریکا؟ شیطان، ځکه چه هغه د هر انسان غوږو ته لاسرسي لري (صدورالناس)، او هغه د هر انسان په غوږ کې وسوس کولی شي. حتی شیطان هم موږ د هر څه لپاره نشو ملامتوی ځکه چه الله موږ خپلواکه خلق کړي یو
د مصریانو یو متل دی چه وايي: فرعون څه شي فرعون جوړ کړ؟ ځکه چه فرعون په پخواني وخت کې د مصر پاچا دی مګر دا د یو چا معنی هم لري څوک چه ظالم وي. دا هغه خلک وو چه هغه یې جوړ کړ. دلته اوس محدودیتونه شتون لري. موږ نشو کولی چه هر څه په فرعون باندې واچوو
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
لکه څنګه چه ملالۍ وایي، "که تاسې اوس مړه نشۍ نو کله به مړه کیږۍ یعنی ځانونه به په هیواد کله قربانوۍ؟ همدغسې لین مانویل چه یو ډرامه لیکونکی دی، په هملټن لوبه کې وایې، "که تاسې پدې نه پوهیږۍ چه د څه لپاره ولاړ یاست نو د څه لپاره به راپرځۍ؟
د ښو او بدو کرښه د هر فرد په منځ کې تیریږي، او دا کرښه بل ځاې که نه بلکه زموږ په سر کې ده، که نه نو "تکلیف" (مسؤلیت) شتون نلري او تکلیف هیڅ معنی نلري. که موږ په لاس کې څه ونلرو نو بیا تکلیف هیڅ معنی نلري
تکلیف عربي ټکی دی او د ې معنی څه ده؟ دین تکلیف لري. هغه پدې چه کله موږ بلوغ ته رسیږو نو موږ تکلیف لرو. یعنی موږ مسؤلیتونه لرو او له موږ به پوښتنه کیږي، او که دا دومره ساده خبره وی نو هیڅ مذهبي یا روحاني مسؤلیت به شتون نه درلود
اوس که موږ اسلام مطالعه کړو نو پدې باب کې اسلام ډیر ازاد او نرم دی. إلا المستضعفین، یعنی کچیرې تاسې مظلوم اوکمزوري یاست نو بیا استثنا شتون لري. مګر په زړه کې به د بدو نفرت کوې او په زړه کې به یې مخنیوی کوې
په پاې کې به زه دا اووایم چه کنسیومریسټ یعنې مصرف کوونکی کلتور چه نن سبا هر چیرې شتون لري، ځکه ګلوبلایزیشن یعنې نړیوال کیدل دغه کلتور ته رشت ورکوي او دا هر سړی امریکایي کوي. لکه د کابل هغه برخې چه وایې موږ عصري کیږو، په اصل کې هغوۍ عصري نه مګر امریکایې کلتور ته غیږه ورکوي، مدرن کیږي نه. نو دوۍ هر هغه څه چه د دوۍ افغانیت یې ثابتوو، دوۍ د لاسه ورکوي او ښکاره خبره ده چه د دې په مقابل کې به عکس العمل پیدا کیږي
د مثال په توګه د نکریزو ټټو. لکه څنګه چه زموږ په کلتور کې نکریزې رواج دی، نو یو څوک کوی شي چه د نکریزو ټټو ولږوي د یو عصري شکل. اوس که یو بل کس د یو زوړ شکل ټټو په خپل بدن جوړ کړي مګر د نکریزو پر ځاې اصلي د ټټو رنګ چه نه ورانیږي وکاروي، نو دا بیا د یو کلتوري بدلون معنی ورکوي
په دودیز ډول موږ ټټو نلرو مګر په مرور د زمان به د کابل په څیر لوې ښارونو کې موږ دا زیات تر زیات وینو ځکه د نوي نسل لپاره دا د پرمختګ معنی لري. زاړه خلک به دا نه خوښوي
لدې لپاره چه د خپل هیوادوال په ذهنیت پوه شم کوم چه له ما سره بحث درلود، زه به دومره اووایم چه د هغه یواځنی دلیل ګلوبلایزیشن کیدی شي، ځکه د ګلوبلایزیشن له وجې کلتوري بدلون منځ ته راځي، مګر دا لا هم کافي ندی
ګلوبلایزیشن یعنې نړیوال کیدل یوازې اقتصادي دی. دا یوازې دی لپاره دی چه موږ ټول هغه شیان واخلو چه په امریکا کې تولیدیږي. دا یوازې دې لپاره چه تاسې وکړی شۍ چه وپیرۍ او وپلورۍ. دا ټول د دې لپاره چه کورپوریټ سکتور د هر څه واکدار اوسي، ځکه چه کورپوریټ سکتور د دولت څخه هم لوې دی او موږ ټول پدې پوهیږو چه په امریکا کې سیاست هم د لابیستانو له لارې اخیستل کیږي
هو، د سیستم دغه برخه ډیره ناپاکه ده مګر د اقلیت په څیر موږ افغانان دلته د خپل هیواد په پرتله زیات خوندي یو او په آزاده توګه ژوند کوی شو
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment