د افغانستان پر اوبو جګړه
د افغانستان پر اوبو جګړه
د ډیرو پوهانو وړاندوینه دا ده چه د راتلونکي جنګونو اساسي لامل به اوبه وي ځکه د اوبو پرته ژوند امکان نلري. هر بیولوژیکي شی اساساََ اوبو ته اړتیا لري او په راتلونکې کې به اوبه کمې شي او یا به پاې ته ورسیږي مګر تمدن به پر مخه روان وي
وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ
"موږ له اوبو څخه هر ژوندی شی جوړ کړو"
د اوبو شراکت یو لوی نړیواله یا سیمه ایزه یا څو اړخیزه سونزه ده. دا یو داسې څه ندي چه یو څوک یې بشپر کنټرول ولري، په هر صورت کچیرې اوبه له کوم هیواد څخه پیل کیږي نو هغه هیواد بیا د نورو هیوادو څخه چیرې چه دغه اوبه بهیږي، برتري لري او د ټولو زیاته ګټه د دغه اوبو څخه اخیستی شي
اوسمهال مصر او ایتوپیا د نیل سیند پر سر جنجال لري ځکه چه ایتوپیا د اوبو بند جوړوي چه په مصر تاثیر لري. کچیرې ایتوپیا دغه بند ژر تر ژره ډک کړي نو په مصر به یې تاثیر ډیر لوړ وي نسبت د دې چه په ډکولو یې وخت ونیسي. دا حقیقت دی چه اوبه د ایتوپیا نه پیل کیږي مګر د قانون له مخې، د ایتوپیا لپاره د نړیوالو پورونو ترلاسه کولو لپاره یو له شرایطو څخه دا دی چه ټولې اغیزمنې سیمې باید یوې موافقې ته ورسیږي. مصر کولی شي چه د شطرنج دغه مهره ولوبوي او په ایتوپیا فشار راوړي ترڅو خپلې اوبه شریکې کړي مګر د بند جوړولو څخه یې نشي منع کولی
د هوښیاره حکومت چارواکي پدې کې مهم رول لوبولی شي. په امریکا کې د دې یو مثال د کولوراډو، اریزونا، کلیفورنیا او یوتا تر منځ د "سالټ ریور پروژه" ده چه د کولوراډو سیند پکې شامل دی. دغه سیند د کولوراډو څخه پیل کیږي مګر ذکر شوو ایالاتو لپاره ډیر مهمې اوبه دي. ده هوښیاره چارواکو مثال یې د اریزونا ایالت پخوانۍ ګورنره جنیټ ناپولیټانو ده چه پدې معامله کې یې د اریزونا په ګټه ډیر مهم او بامثاله رول لوبولی دی
نو اوس دا چه اوبه د افغانستان څخه پیل کیږي، افغانستان پوره حق لري چه خپل بندونه جوړ کړي
دا به ډیر څه روښانه کړي چه ولې پاکستان او ایران د اوبو له امله پر افغانستان فشار راوړي. لکه څنګه چه د افغانستان ۷۵ فیصده اوبه ګاونډي هیوادو ته بهیږي، نو دوۍ پدې عادت شوي او هر بدلون ته دوۍ په اسانۍ غاړه نه ږدي. دا د مصر په څیر دی ځکه چه مصر د تل لپاره د نیل لویه برخه استفاده کړې، نو اوس چه ایتوپیا غواړي بند جوړ کړي، دوۍ ورسره مقاومت کوي
د افغانستان حکومت باید د پاکستان او ایران سره د خبرو اترو پر مهال د شطرنج دغه مهره (یعنې افغانستان د اوبو سرچینه) وکاروي، او بس دومره اووایې، موږ غواړو یو لوی بند جوړ کړو. موږ غواړو خپل حق ونيسو
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment