آیا یو څوک پرته له پیسو بریالی ګڼل کیدی شي؟
آیا یو څوک پرته له پیسو بریالی ګڼل کیدی شي؟
اول: د نړۍ تر ټولو بریالی شخصیت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم غریب وفات شوی
په ډیرو پرمختللو هیوادو لکه د افغانستان، هغه څوک چه پیسه لري بریالی ګڼل کیږي پرته لدې چه دا پیسه یې څنګه ګټلې ده
"ګڼل" یعنې د خلکو په نظر، او زه غواړم چه پدې ټکي بحث وکړم ځکه په حقیقت کې مختلفې سترګې مختلف شیان ویني. نو زه دا تصور کوم چه په ټولنیزه توګه د وال سټریټ (وال سټریټ) په ټولنه کې اوسط لید به دا وي چه هغه څوک بریالی ندی چه پیسې ونلري مګر په ژوند کې خوشحاله وي، مګر زه دا تصور هم کوم چه په هماغه ټولنه کې چیرې چه داسې غلط بتونه شتون لري، داسې اشخاص چه بهرنیان ګڼل کیږي، د هغوۍ په اند بریا خوشحالي ده، نه پیسه
اوسط امریکایي (که څه هم دا په واقعیت کې شتون نلري)، فرانسوي او افغان، د نړۍ په لید کې له یو بل څخه توپیر لري. زموږ افغانانو لپاره بریا یعنې پیسه، او دا ځکه چه موږ لا د اقتصادي ودې په دور کې یو او موږ لپاره یوازې پیسه هم مهمه نده مګر مهمه دا ده چه موږ تر ټولو زیات پلورل او تر ټولو کم پیرودل ولرو. زموږ اقتصاد د ودې په لومړني دور کې دی، مګر زموږ روح ندی. تر هغه حده چه موږ یوازې د خلکو نظر مهم ګڼو
نو که تاسې له ما وپوښتۍ چه زه څه باور لرم. زه حتی د یو مسلمان طمع هم نشم کولی چه ماته ووایي چه هغه له قرآن څخه خپل تعریف نه اخلي. دلته یو تضاد شتون لري. خداې د دې په هکله فرمایي، "أولئك هم الفائزون" دا هغه څوک دي چه ګټونکي دی، "أولئك هم المفلحون" دا هغه څوک دي چه بریالي دي... نو په قرآن کې دا اصطلاح په حقیقت کې په قصداََ او بار بار کارول شوې، او دا خلک تعریف شوي
نو د یو مسلمان په حیث او لدې لپاره چه زما داخلي ذهني او ضمیري امنیت برقرار اوسي او زما دواړه زړونه په یوه خبره ولاړ اوسي، زه مجبور د الله تعریف ومنم. نو زه باور لرم چه ګاندي بریالی دی، بل ګیټس بریالی دی. له بلې خوا، چارلي شین او فاسد افغان چارواکي بریالي ندي حتی که څه هم هغه ډیری حویلۍ او جایداد لري
بل ګیټس بریالی دی ځکه چه هغه خپل ارزښتونه تعقیبوي. هغه پدې باور دې چه ملاریا د ټولو لمړیتوب لري او نړۍ باید له دغه مرض څخه پاکه شي او هغه د خپل ژوند دویم نیمایي دې پروژې ته وقف کړی. هغه هوښیار خلک ترلاسه کوي ترڅو هغه ته ووایی چه د نړۍ حالت څنګه دی مګر پریکړه او د خپلو پریکړو مسولیت د هغه په خپل لاس کې وي. که چیرې هغه مړ هم شي او د آینسټاین په څیر خپل خوب پوره نه هم کړي نو دی بریالی ګنل کیږي. آینسټاین له دنیا خفه لاړو ځکه چه د هغه وروستی کار هیڅکله پای ته نه وو رسیدلی او شاید دا د هغه تر ټولو مهم کار هم وو، مګر هغه بریالی ګنل کیږي ځکه هغه په خپل ژوند کې هغه کار کوو د کوم په هکله یې چه خوب لیدلی وو او په څه یې چه واقعاََ باور درلود
کله چه د مثال په توګه، ته د افغانستان د صحت عامې وزیر شې پرته لدې چه ته یې استعداد ولرې، نو بیا ستا لپاره ځواب نه لرونکي موجوده پوښتنه پیدا کیږي او بیا ته یوې لویې ستونزې سره مخامخ کیږې. او بیا به ته د دوه زړونه سره ژوند تیروې او دواړه به د یو بل سره په ټکر کې وي، او ته پوهیږې څه چه ته پوهیږې پرته لدې چه پوه شې. آیا ته غواړي چه پاملرنه او خدمت وکړې او که پیسې جوړې کړې؟
یو ځل چه ته پداسې مشکل کې پریوتې بیا ستا ذهن ستا د روح د ستونزمن حالت د تاثیر لاندې راځي. نو د دې پر ځاې چه ستا ذهن تا لپاره رڼا شي او تا ته حق وښایي د هوی نه، ته بیا خپل ذهن د حالت لپاره توجیهاتو ایجادولو لپاره کاروي او بهانې جوړولو لپاره یې کاروې تر څو خپل غلط کار صحیح وښایې
د څلورو شیانو په هکله به د تا څخه پوښتنه کیږي پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستا ځواني، ستا ژوند، ستا پوهه او ستا پیسه. ته خپله ځواني چیرې مصرفوې، ژوند څنګه کوې، د خپل علم او پوهې سره څه کوې او پیسې څنګه تر لاسه کوې او په څه یې مصرفوې
دا کلتوري امپریالیزم دی چه په ماديزم جوړ شوی، چه یوازې ماده او پیسه بریا ګڼي. د زموږ کلتور په څیر کلتور کې ستونزه وجود لري چه په علم سایکالوژۍ کې ورته "ادراکي اختلال یا ناخوښي" (کاګنَټیف ډیسونینس) ویل کیږي، او د هغې معنې دا چه خلک د دوو متضاد باورونو سره ژوند کوي. یو باور وایي چه دلته حلال/حرام او د مرګ وروسته ژوند دی مګر بل واقعیاََ باور چه هغه یې لري، هغه د پیسو نه بغیر بل څه مهم نه ګڼي
ادراکي ناخوښي د بدبختۍ پیژندل شوی لامل دی. ولې؟ ځکه چه فرعي شعور اصلاََ رښتیا ده. زموږ د نفس، انا او روحیه او سایکالوژي لاندې زموږ روح دې، او زموږ روح هیڅکله په حرامه پیسه ګټل نه خوښوي ځکه چه روح د الله له اړخه دې او روح پاک دی. او رښتینولي او حقیقت په همدغه کې دی چه د ژوند کولو مقصد باید د روح سره په ټکر کې نه وي
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment