صِدق یعنې رښتینولي څه معنی؟

 

صِدق یعنې رښتینولي څه معنی؟

که موږ فکر وکړو نو صداقت له موږ څه غوښتنه لري. صداقت وایي ته به هغه څه منې چه څه دي، نه هغه چه ته یې له ځانه ایجادوې

رسول الله ص فرمایې، "عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ" رښتینې اوسۍ ځکه رښتیا مو نیکۍ په لور وړي، او نیکي مو جنت په لور وړي. هغوۍ ص دا هم ویلي، "وإِيَّاكُمْ والْكَذِبَ، فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ، وإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ" د دروغو ځان ساتۍ ځکه دروغ ګمراهۍ په لور تاسې وړي او ګمراهي مو د جهنم په لور

په قرآن کې هم بار بار د دې ذکر شوی، "قَالَ ٱللَّهُ هَـٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ ٱلصَّـٰدِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ" الله به فرمایي، دا هغه ورځ ده چه د دوۍ رښتیا به رښتیني بچوي. دوۍ لپاره به باغونه وي چه لاندې ترینه به سیندونه بهیږيي او دوۍ به پکې مدام اوسیږي. الله د دوۍ نه راضي دی او دوۍ له الله. او دا د دوۍ د ټولو لویه لاسته راوړنه ده

که موږ پدې باور ولرو چه دا زموږ د رب حکم دی نو بیا قصه خلاصه ده او لوبه پاې ته رسیدلې

د مثال په توګه ته یو جوړه کالي اخلې چه سپین رنګ لري، نه تور. پدې کې شک نیشته چه هر کس نفس او شیطان لري او بیا دوکاندان درته وایې چه که ته اووایې چه دا کمیس تور دی نو ۲۵ فیصده ارزاني تر لاسه کوې. نه دا تور ندی ځکه چه سپین ته تور ویل د ۲۵ فیصد نه ډیر لوړ ارزښت لري. که ۲۵ زره ډالر درکړي بیا؟ اوس هم تور ندی. که ۵ میلیارده ډالر درکړۍ بیا؟ اوس هم تور ندی. دې ته ویل کیږي صِدق. ولې؟ ځکه چه دا زموږ په لاس کې نده

صِدق څو برخې لري. یوه دا چه ته هغه څه بیانوې چه څه وینې. او بیا دلته د صِدق یوه بله برخه هم شته. هغه دا چه ته په یاد لرې هغه څه چه ته د ځان په اړه پوهیږې، او ته هغه په ​​پام کې نیسې کله چه ته خبرې کوې. د مثال په توګه که ته هیروونکې شخص یې او څه دې په یاد نه پاتې کیږي. که ته ماته اووایې چه زه به دا کار کوم. اوس که ته په رښتیا صادق یې نو دا باید یاداشت کړې او په یوه ورقه یې ولیکې. مګر که ته هر وخت وایې چه دا کار کوم او بیا هر وخت دې له هیره اوځي او بیا وایې ولا هیر مو شو اوس یې کوم او اوس یې کوم او اوس یې کوم او په ورقه یې نه لیکې نو بیا ته رښتینی نه یې

په نهایت کې، هر هغه څوک چه دروغ وایي، هغه څوک چه ظلم کوي، هغه انتهایي په خپل ځان ظلم کوي او خپل ځان ته دروغ وایي. حتی که څه هم هغه فکر کوي چه دا یې کوم بل چا سره کوي. اوس اصلي لوبه دغه ده

اوس دلته یوه بله لنډمهاله لوبه هم شتون لري چه ته وایې ولا زه خو د نړۍ پاچا یم او بلندمنزله تعمیرونه لرم او دا لرم او هغه لرم، او ته بس دنیا پسې منډې وهې... او بله لوبه دا چه ته وایې، دا هر څه چه دي ماته الله راکړي. زه پیسې ګټم مګر سرکشي نه کوم. زه هغه کار چه غلط دی او ټوله دنیا یې کوي، زه هغه کار نه کوم

هر کله چه یو کار کوې نو له ځانه باید دا وپوښتې. که هر څوک دا کار وکړي؟ آیا نړۍ به ښه شي یا خرابه؟ کچیرې خرابیږي نو دا کار مه کوه. باید له ځانه عقلاني پوښتنې وکړې. ته داسې نشې ویلی د مثال په توګه چه ولا د اور وژونکې مسلک خراب دی ځکه که هر سړی اور وژونکې شي نو ډاکټر به له کومه شي؟

نه، دا دغه معنی نلري. دا پدې معنی چه ته ډاکټر له اور وژونکي سره نشې مقایسه کولی. ته هغه خلک چه په کار کولو پیسه ګټي، هغوۍ له هغو سره مقایسه کوې چه په غلا خپلې پیسې ګټي، بس. دغه دی د دوۍ تر منځ توپیر او دغه دی د دوۍ تر منځ اخلاقي توپیر

د اور وژونکې مسلک د اخلاقو سره تړون نلري مګر که موږ د یو فلمي اکټر مسلک ته وګورو نو بیا دا یې لري. دغه مسلک اوس ستونزه لري ځکه د مسلک په نامه اکټر خپل شخصیت په دوه برخو ويشي او بیا د مثال په توګه د یوې بربنډې خځې سره نڅا کوي او بیا وایې ولا دا خو زه اکټینګ کوم او دا مې د دندې برخه ده. زه پوهیږم چه دا کار غلط دی مګر زما اراده بده نده

ایا واقعیا؟ که هرڅوک د خپلې دندې له امله خپل شخصیت وویشي او ووایې چې زه څه کوم غیر اخلاقي دی مګر دا د دندې په نوم دی او زما اراده بده نده، نو زه فکر کوم چه دا نړۍ به ډیره خرابه شي چیرې چه خلک د دوه شخصیتونو سره پرمخ ځي

اصلاََ، کله چه ته دوه شخصیتونو سره ژوند کوې نو د دې معنی ده چه الله له تا ناخوښ دی، ځکه چه الله توحید خوښوي. ته باید یو اوسې ځکه هغه، ته د دوه زړونو سره نه یې پیدا کړی. قرآن فرمایې، موږ د هیڅ چا دننه "جوف" ندی خلق کړی (مَّا جَعَلَ ٱللَّهُ لِرَجُلٍۢ مِّن قَلْبَيْنِ فِى جَوْفِهِ: الاحزاب: ۴). موږ هیڅوک د دوه زړونو سره ندی جوړ کړی. او کله چه ته دوه شخصیتونه ولرې نو زه درته تضمین درکوم چه ته به هر وخت له خپل ضمیر سره په ټکر کې یې. او موږ د سایکالوژۍ له نظره پدې هم پوهیږو چه د ادراکي اختلال (کاګنَټیف ډیسونینس) سره څه کیږي. دا یوازې رواني فشار را منځ ته کوي

په يو حديث كي، چه زما په اند د انسان خپل ځان ته پکې اشاره شوې، رسول الله ص فرمایې، قل حق و لو کان مرا "رښتیا وایۍ، حتی که هغه ترخه هم وي". لدې حدیث له نظره موږ باید رښتیني اوسو حتی که دا په موږ تریخ هم لږیږي. ولې؟ زموږ کوم یوه داسې برخه ده چه صِدق پرې تریخ لږیږي؟ هغه ده زموږ نفس. نو آیا ته به وایې چه نفس د الحق نه ډیر مهم دی؟

زموږ یو انتخات دغه دروغ کیدی شي چه نفس مهم دی. او یا موږ وایو چه نه، نفس باید تسلیم شي، ولو کان مرا. کله چه موږ بار بار داسې انتخاب کوو نو زموږ نفس روزل کیږي او په پاې کې بیا نفس منل شروع کړي او یوازې د حق په موندلو کې خوښي مومي. نفس باید داسې وروزل شي لکه څنګه چه ماشوم روزل کیږي او ورته ښودل کیږي چه په میز چټلي مه کوه. مګر دا سختۍ ته اړتیا لري

داسې نه کیږي چه ته نن نفس ته اووایې چه خیر دی نن ته خفه یې زه به دروغ اووایم او سبا به بیا حق وایم. نو پوهیږې بیا څه کیږي؟ سبا درباندې نفس دوه چنده دروغ وایي او درې چنده درنه غوښتنه کوي

موږ د علم سایکالوژۍ د تاریخ نه خبر یو چه په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې څه اوشو، کله چه یو بې منطقه نظر را منځ ته شوی وو او ویل یې، چه خلک څه غواړي باید ورکړل شي، او د ماشوم په روزنه کې باید هیڅ قسم سختي ونشي او هر څه ورته ورکړل شي، ځکه چه د دوۍ سترکې مړیږي او نوره غوښتنه بیا نه کوي

مګر شل کاله وروسته موږ ته معلومه شوه چه هغه لوږه چه تا غوښتل په پریمانه شیانو یې مړه کړې، هغه لس چنده لویه شوه، او تاسې یوه بلا وروزله

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟