آیا له دین پرته اخلاقیات شتون لري؟

 

آیا له دین پرته اخلاقیات شتون لري؟ 

د یو څو افغان انجینرانو سره مې بحث درلو چه ویل یې موږ یوازې د سائنس پیروان یو او اخلاقيت دین ته هیڅ اړتیا نه لري. د دوۍ له خبرو دا څرګندیده چه کله دوۍ د دین ذکر کوو نو یوازې د الهی دین په هکله غږیدل.

ځکه چه دا یوه فلسفي پوښتنه ده چه، آیا له دین پرته اخلاقيت شتون لري، نو زه به په پیل کې د "دین" تعریف وکړم او بیا ګورو چه څه ډول اخلاقیات ترلاسه کیدی شي.

زه به اووایم چه زما په اند له دین پرته اخلاقیات شتون نلري. دا اوس فلسفه ده نو دا د باور یعنې عقیدې سره تړلې خبره ده. او د هغه دلیل په اساس چه زه وایم له دین پرته اخلاقیات شتون نلری، په لاندې ډول دې:

دین په اساسې ډول په یو داسې څه کې باور دی چه له تا څخه لوې دی، او کله چه ته وایې زه په دین باور نلرم نو په اساسې ډول ته دا وایې چه زما نه لوې بل څه نیشته.

د سیکولر مادیت پالنې کمپ کې ځینې خلک دا ویل خوښوي او وایي، "نه، ټولنه زما څخه لویه ده ، انسانیت له ما څخه لوې دی".

اصلاََ همدغه په یو ډول دین دی ځکه هیڅ چا ټولنه نده لمس کړې. هیڅ چا ټولنه نده لیدلې ځکه ټولنه یو مفهوم دې او دا یوه نظریه ده. ټولنه چیرته ده؟ څومره خلک اړین دي چه ټولنه جوړه کړي، ۳ يا ۳۰۰؟ د ۱۵۰ خلکو ډله. ایا دا ټولنه ده، ایا دا قبیله ده، ایا دا یوه ډله ده؟

موږ باید په یاد ولرو چه آیډیاګانې یعنې نظرونه د یو ناڅاپي پیښې په ډول انساني ژبې ته ندی داخل شوي. نظرونه د تاریخ له لارې انساني ژبې ته ننوتل. د تاریخ په دوران کې یوه شیبه وي چه یو کس د یو مفهوم یعنې آیډیا تلفظ کوي، بل کس پرې پوهیږي او همدغسې دغه آیډیا انسانې ژبې ته داخلیږي. او بیا د اول نسل نه دوهم او د دوهم نه دریم ته په میراث کې پاتې کیږي. او په یاد باید وساتو چه موږ د آیډیاګانو یعنې د نظرونو په اساس فکر کوو.

نو یو ملحد چه په خپل سر کې ډیر پیچلي افکار او مفکورې لري هڅه کوي ما ته ډاډ راکړي چه دا ټول نظرونه په ریښتیني وخت او د هغه د ژوند په جریان کې رامینځته شوي، ځکه چه د هغه په ذهن کې یوازې، په دغه نظریاتو د نه پوهیدو او بیا د پوهیدو، یاداشت شتون لري. نو د هغه فکر مشوش او ګډوډ کیږي او وایې، "دا نظرونه ما اختراع کړل".

زه هغه ته وایم: نه! دا نظرونه چه ته پرې په تیره اونۍ کې پوه شوې، شاوخوا د پنځه زره کالو راهیڅې شتون لري، او دا له یو نسل څخه بل نسل ته رسیدلي. یو چا دغه نظر ته د خپلې ژبې له لارې الفاظ ورکړل، او عمومي اکاډمیک رښتینولي وایې چه لومړې سړې چه کوم نظر ته الفاظ ورکوي یعنې په هکله یې خبرې کوي، ټول کریډیټ هغه ته ورکول کیږي، ځکه چه هر څه په همدغه ډول دي سهل المُمتنع، یعنې تر هغه چه تا په خپله ژبه نه یې ویلي. موږ په ډیرو نظرونو پوهیږو مګر یو نظر ته د الفاظو ورکولو استعداد هر څوک نلري. کله چه ته ورته ټکي ورکړې نو بیا دا ستاسې شو. نظر ته د ټکو ورکولو توان یو هنر دی.

نو ټول هغه مفهومونه او نظرونه چه د اخلاقو سره تړاو لري کوم چه تاسې باید وکړۍ او ونکړۍ، او ښه او بد، دا ټول تاریخي دیني شالید څخه راځي که د چا خوښیږي او که نه! حتی هغه خلک چه په جادو باور لري، موږ کولی شو چه اووایو چه دا مذهبي خلک دي. دوی په غلط مذهب کې دي مګر دوۍ مذهبي دي. سمه ده؟

اخلاق څنګه تعریف کیږي؟

زما په کتاب کې د اخلاقو معنی ده: پدې باور لرل چه موږ آزاد انتخاب لرو، او د هغې آزادۍ دننه د بیلګې په توګه د خپلواکۍ د دې مفکورې یوه برخه ده چه ورته ویل کیږي، د ښه او بد نظر. ځینې کړنې ښې دي او ځینې بدې. دې ته وایې اخلاقیت، یعنې د ښو او بدو کړنو مطالعه. او دا په لازمې توګه آزاد انتخاب ته اړتیا لري، ځکه چه که چیري آزاد انتخاب شتون ونلري نو بیا انتخاب شتون نلري، او که چیرې انتخاب شتون ونلري نو بیا ستونزه شتون نلري.

دغه انجینرانو وپوښتل. که چیرې اخلاق له دین پرته امکان نلري نو بیا آیا تاسې کولی شۍ یو څوک د اخلاقو نشتون لپاره تورن کړۍ څوک چه په ایمیزون ځنګل کې ژوند کوي او له دین سره اړیکه نلري؟ او که چیرې هغه اخلاقيات ولري، نو تاسې څنګه کولی شۍ د هغه په قضیه کې دین ته د هغه د اخلاقو کریډیټ ورکړئ؟

زه به ووایم نه! څوک وايي چه د ایمیزون د ځنګل اوسیدونکی اخلاقيات نلري؟ او که تاسې فکر کوۍ چه هغه د دین څخه آزاد دی نو دا د دین یو ډیر تنګ تعریف دی. تاسې فکر کوۍ چه د ایمیزون اوسیدونکي دین نه لري؟ دا خلک د هرچا په پرتله ډیر دین لري.

ټول انسانان عبادت کوي! فرق بس دومره دی چه د تیری پیړۍ مادي پرست انسان د پیسو عبادت کوي. بس! مګر هر څوک عبادت کوي، په شمول د ایمیزون د ځنګل اوسیدونکو.

که تاسې فکر کوۍ چه دین یوازې "اسلام" معنی لري نو دا د دین یو ډیر سیمه ایز تعریف دی او اصلاََ تاسې د دین د تعریف څخه آګاه نه یاست. په نړۍ کې نور ادیان هم شتون لري، او له ټولو مهمه دا چه د ادیانو د شمیرلو پرته، په اکاډیمیکي لحاظ د دین کلمه په حقیقت کې د دې معنی ده چه د باور سیستم یو جدي تعداد ته رسیدلی، او دا تعداد دومره لوې شوی چه موږ ورته دین وایو.

مګر حقیقت دا دی چه د هر کس د داخلي باور سیستم د هغه شخصي دین دی. صحیح؟ د هرچا شخصي فلسفه یو ډول مذهب دی، ځکه چه دلته عقیده شتون لري، شریعت شتون لري، او دلته ټول هغه شیان شتون لري چه تاسې یې کوۍ او هغه شیان چه تاسې یې نه کوۍ. او که د یو کار د نه کولو پوښتنه درڅخه وشي نو تاسې په ځواب کې وایۍ چه دا زما د فلسفې په خلاف دی...

هیڅ سیکولر شخص نشي کولی د دې حقیقت پر ضد بحث وکړي. د سیکولر کیدو معنی دا نده چه ستا د فلسفې پر ضد هیڅ شی شتون نلري. دا یوازې دا معنې لري چه هغه شیان چه دین یې په دودیز ډول د حیوانې اعمالو څخه بولي، مثلاََ د حیوان په څیر خوراک کول، د حیوان په څیر څخاک، د حیوان په څیر جنسي فعالیت... یعنې مذهبي خلک وايي نه دا داسې نه ده بلکه سیکولر خلک وایی هو یقیناََ موږ څارویان یو، موږ بیزوګان یو، او موږ وایو نه، موږ بیزوګان نه یو. بس دغه فرق دی زموږ او د دوۍ په فلسفه کې.

اول: د سیکولر کس له نظره، د ایمیزون ځنګل اوسیدونکې هیڅ مذهب نلري ځکه چه سیکولر نه غواړي چه پدې خبره اعتراف وکړي چه هر شخصي عقیدوې سیسټم په حقیقت کې دین دی.

دوهم: په ځانګړي توګه د ایمیزون خلک او د افریقا خلک، دا ډول خلک په سلګونو مذهبونه او میلونونه خدایان لري، او د داسې کارونو لپاره پیژندل شوي خلک دي. دا خلک د انیمیزم او د طبیعت عبادت کولو لپاره پیژندل شوي دي. که دوۍ دین نلري نو بیا دا ټول حقیقتونه له کوم ځاېه راغلي؟ او ساده ځواب یې دی، ځکه چه انسان اصلاََ عبادت کوي!

اوس د مسلمانانو په حیث موږ وایو إن دينَ عِندالله الإسلام، یعنې د الله په نزد یواځنی دین دی اسلام. نو د یو مسلمان له نظره د ایمیزون د اوسیدونکي اخلاق د هغه اخلاقو سره ورته ندي ځکه چه د مثال په توګه د ایمیزون سړی د الله په ځای د طبیعت عبادت کوي.

موږ باید په یاد ولرو چه اخلاق دین ته اړتیا لري. ښه اخلاق ښه دین ته اړتیا لري، او متوسط اخلاق د یو متوسط دین څخه ترلاسه کیدی شي. نو پدې لحاظ د ایمیزون د اوسیدونکي ښه، به د یو مسلمان د ښو په څیر نه وي، ځکه چه دلته یوه کچه شتون لري، او علت یې دا دی چه د ایمیزون خلک شرک کوي. یو ډول اخلاقیات داسې دي چه پرته له توحید ترلاسه کیدی نشي. نو پدې اساس د ایمیزون خلک هغه اخلاق تر لاسه کولی نشي، مګر د اخلاقو نورې برخې مثلا غلا نه کول، وژنه نه کول، هغو ۍ بالکل تر لاسه کوی شي.

نو سیکولر خلک یو دین لري. دوۍ د ساینس عبادت کوي. د دوۍ پیران ساینس پوهان دي، د دوۍ پیغمبران نیوټن او آئنسټاین دي، او قرآن یې د فزیک قوانین دی. ولې؟ ځکه چه دوۍ لاهم په شیانو باور لري، او په ځینې غیر مادي شیانو باور لري او ورته هغه صفات ورکوي چه دیني خلک یې الهی واقعیت ته ورکوي. د مثال په توګه د ترموډاینامیکس دوهم قانون دوۍ د فرښتو په څیر ګڼي، او داسې نور شیان.... نو دلته موازي شتون لري.

مګر د چلند له نظره، دا یو شان دي. موږ مؤمنان انسانان یو او کله چه داسې یو الهي قدرت ووینو نو سجده کوو. مګر کله چه سیکولر سړی د مثال په توګه د ترموډاینامیکس دوهم قانون وګوري نو هغه تعجب وکړي او وایي، "واه واه واه". بس دومره فرق دی زموږ او د سیکولرانو په چلند کې! هغه وروسته فکر نه کوي او د هغه ذهن دا پوښتنه نه کوي چه دا قانون چا رامینځته کړی؟ هغه تخیل یا روحاني ځاې په زړه کې نه لري چه احساس وکړي چه دغه قانون مختلف کیدی شو مګر ندی مختلف، نو چا غوښتل چه دا قانون دې پدې ډول وي؟ د هغه لپاره قانون د هرڅه پای دی.

زه بیا وایم، سمه ده! مګر دا، بیا هم یو دیني چلند دی. دا د پوهاوي هغه کچه ده چیرې چه تاسې نور د عقلې کیدو په چوکاټ کې نه یاست، ځکه چه ستا ټول فکر د باور په ستنه ولاړ دی او ته بل هیڅ څه نه وینې. که زه تا ته څه وښایم نو ته وایې نه نه نه، ته د غلط فهمۍ ښکار یې، نه نه نه پدې کې حتما یو چل دې...

دغه ملحد کس ټول هغه شیان کوي د کومو پر اساس چه دی په دیني خلکو خاندي، او د دوۍ ډله په اسانۍ سره دې پایلې ته ورسیږي چه وایې، "د ټولو نه د توانا ترو بقا ډیره مهمه ده. مګر ډله اړتیا لري د ضعیفو ساتنه وکړي ځکه چه ضعیف، ماشومان هیڅکله وده نشي کولی." او بیا دوۍ وایي، "د دې لپاره چه موږ تواناتره ډله پاتې شو، موږ ځینې باید ځانونه دې ډلې ته قرباني کړو." دې ته ویل کیږي ډاروینین اخلاقیت. نو دوۍ کولی شي چه داسې اصول رامینځ ته کړي چه وايي، غلا مه کوۍ او دا مه کوۍ یا هغه…

اوس دلته دوه شیان کیږي. اول، زه به ډیر زغملې شم او ورته به اووایم چه بالکل سمه ده، تاسې کولی شۍ چه داسې اصول را مینځ ته کړۍ چه د غلا ممانعیت کوي، مګر تاسې به هیڅ کله داسې قواعدو ته ونه رسیږۍ چه د عزت او وقار ستاینه او ساتنه کوي. تاسې به تل انسانان د څارویو په توګه درک کړۍ، او عزت، چه که هغه د نارینه یا ښځینه لپاره وي، تاسې به هیڅکله د عزت په معنې پوه نشۍ. ستاسې لپاره عزت به تل یوه ښه دریشي وي، مګر رښتینی وقار او عزت به نه وي. موږ داسې خلک لرو لکه نجاران چه پوښاک یې څیرې او نوکان یې مات وي مګر وقار یې داسې وي لکه د لمر. مخونه یې د وقار څخه ځلیږي، او هر یو انسان یې لیدلی شي، او هم یې بدلون. خلک د دوۍ تر سیوري لاندې راشي او غواړي چه په ځانونو کې بدلون راولي. تاسې داسې اشخاص نه لرۍ، ځکه ستاسې سیستم داسې خلک نه تولیدوي. دا شو اول ټکی.

دوهم شی دا دی چه تاسې بالکل چټیات وایۍ. تاسې یوازې په تیرو یوسل او پنځوس کلونو کې ډاروینین یاست، مګر تاسې د تیرو دوه زره کلونو راهیڅې مسیحی یاست. ته ما ته دا وی چه ستاسې ډاروینین سیکولریزم، د عیسوي ډول ډاروینین سیکولریزم ندی؟ بالکل دی! عیسوي تصورات ستاسې په هډوکو کې دننه دي، او تاسې هیڅ کله نشۍ کولې چه له هغو څخه ځان خلاص کړۍ. ته یوازې هغه سطحي عیسوي مفکورې له مینځه وړې ځکه چه ته د هوس او شهوت ښکار یې او ته د کلیسا "نه" نشې زغملی. دا ستاسې د سیکولریزم حد دی. مګر تاسې نه پوهیږۍ، او نه غواړۍ چه پدې کې ژور لاړ شۍ. نیوټن شاید پوهیږي مګر ته نه پوهیږې. او په هر حال، د نیوټن او د آینسټاین علاقه له ټولو زیاته د کوم شي سره وه؟ فلسفه او دین. او پدې هکله نیوټن یو پیژندل شوی شخص دی، چا چه به خپل اکثره وخت د دینې کتابونو په لوستو تیروو.

ګورۍ! د دوۍ پیغمبرانو علاقه د دین سره وه مګر دی وایې نه، هر څه یوازې د قوې جاذبې (ثقل) د قانون له وجې دي. هغه څه چه زه یې ویل غواړم هغه دا چه، اکثره دلایل چه هغه خلک یې وړاندې کوي کوم چه د مادي لید څخه دفاع کوي، ما ته دا څرګندوي چه اصلاََ دا خلک حتی دومره هم نه پوهیږي چه مادي لید څه شی دی. نو دا جَدَل دی. جِدال، یعنې یوازې د بحث او جنجال کولو لپاره دلایل. په ځواب یې موږ باید پوه اوسو مګر د داسې اشخاصو سره جدي بحث کول صحي کار ندی.

هغه رښتیني خلک چه ټوله شپه ولاړ وي عبادات کوي، او بس خپل زړونه پاکوي. او بیا پیغمبر (ص) ورته په خوب کې راځي او دوۍ شیان پوهیږي، او دوۍ شیان وایې او.... دا یوه بله عقیدوي دنیا ده. او ته راځې او ماته وایې، یوازې ښه اوسه او بس، او همدغه دي ټول اخلاق؟ الماني فیلسوف
ایمانیول کنټ دغه موضوع پایې ته ورسوله. هغه وایې:

"No amount of IS can explain SHOULD!"
دا فلسفي ژبه ده نو لږه پیچلې ده. هغه وایې: هیڅ مقدار
اِز نشي کولی چه تشریح کړي شوډ. (اِز یعنې "داسې دی" او شوډ یعنې "باید وي")
نوټ: اِز او شوډ د انګلیسي ټکي دي


یعنې هیڅ مقدار د میټافزیکس (میتابولوژي)، او هیڅ مقدار د اونټولوژي ( د شیانو مطالعه لکه څنګه چې دوۍ دي) نشي کولی چه تشریح کړي چه ولې انسان د "باید وکړي" او د "باید ونکړي"، مفکوره لري.

ولې انسان دننه، اخلاقي اړین دی؟ ولې هغه احساس کوي چه هلته یو "صحیح" شتون لري او یو "غلط" شتون لري؟ که پدې موږ فکر وکړو نو پوهیږو دا ځکه چه، کچیرې ته آزاد انتخاب ولرې، نو دا څه معنی لري؟ ته د شیانو تر مینځ انتخاب کوې. آیا دا تصادفي دی، آیا دا هیڅ توپیر نلري، یا دلته درجه شتون لري؟ کله چه تاسې یوه کمپیوټري ستونزه حل کوۍ، نو څه کوۍ؟ تاسې مختلفو ابعادو ته وزنونه ورکول پیل کوۍ تر څو تاسې کمپیوټر پدې وتوانوۍ چه انتخاب وکړي. صحیح؟ ځکه چه کمپیوټر په خپل زړه کې دننه، صحیح یا غلط نشي کولی چه ولري. مګر انسان کولی شي چه په خپل زړه کې صحیح یا غلط ولري، او دا وو د اخلاقیت پیل. دا بنسټیز شوی دی. دا سیسټمونه لري. دا ریښتیا ده. یوازې په ژبه کې د ټکو موندل دا معنی ورکوي چه دا بنسټیز شوی دی. تاسې باید اوس پدې فکر وکړۍ. تاسې نشۍ کولی چه یوازې په خپل خوږ احساس تکیه وکړۍ او اووایاست چه ولا ماته خو زړه داسې وایي...

اوس موږ په نړۍ کې ژوند کوو چیرې چې ژبه شتون لري. اوس موږ باید اووایو، موږ ولې دا اقدام وکړو؟ موږ اوس لاهم په یو وخت کې ژوند کوو چه که موږ خپل ځان تشریح کړو نو دا د منلو وړ دی. مګر موږ ځان باید د کوم شي په چارچوب کې تشریح کړو؟ د قواعدو او قوانینو په چارچوب کې. دا قواعد او قوانین څه شی دي؟ د دوی تاریخ څه دی؟ ته غواړې چه ما پدې قانع کړې چه دغه ټول قوانین، د غرب په مذهبې دود کې ریښی نه لري؟ دا ټول بشپړ دي د مذهبې دودونو. له مذهبي دود پرته بل هیڅ نه. ټول غرب مذهبي دود دی.

که موږ د ایمانیول کنټ په فلسفي ژبه غور وکړو نو هغه وایې، انسانان د نړۍ پیژندلو لپاره مغز لري، مګر دوی یو روح "هم" لري چې له غلط څخه د صحیح انتخاب وکړي. دلته زور په "هم" ټکې اچول کیږي. مطلب دا چه روح یوازې تنظیم شوی مغز ندی. نه! دا پخپله یو شی دی. دا ریښه اي حقیقت دی. دا په ماتیدو او کمیدو، په نورو پدیدو نشي بدلیدی. دا پخپله یوه پدیده ده.
شوډ یعنی "باید" اخلاقي اړین بلل کیږي. دی ته ویل کیږي کټګوري اړین، یعنې ټولګیې اړین. دا حقیقت, چه ته باید اړتیا ولرۍ! ته باید! ځکه چه "باید" د اړتیا یو ضعیفه شکل دی.

اصلي شی دا دی چه انسانان دواړه "باید" او "نه باید" پیژني. موږ چه سترګو ته وګورو نو پدې پوهیږو. موږ کولی شو چه یو څو میاشتنی ماشوم په سترګو پوه کړو. که هغه ماشوم ته یو ځانګړی نظر ورکړل شي نو هغه ژاړي. اوس سوال دا دی چه د څو میاشتو ماشوم د سترګو په شکل څنګه پوهیږي چه دغه سترګې په غصه دي، ځکه چه هغه لا ډیر کوچنی دی او ټولنیز شوی لا ندی. مګر هغه پدې پوهیږي چه ته ورته داسې یو څه وایې چه موږ غټان ورته نه، مه، غلط وایو. مګر دا یو په یو بل شان احساسیږي. اوس که ما او تاسې ته څوک نه یا مه اووایې نو موږ لوې شوي یو او پدې خندا کولی شو، مګر ماشوم پدې نه پوهیږي. دا هغه شی دی چه هغه کله ټولنیز شي نو زده کوي یې، یعنې څنګه په یوه خبره یا د سترګو په نظر وخاندي که وژاړي. مګر ریښه اي پدیده دلته وجود لري، او دا په هیڅ اندازه تشریحات نه لري. ته نشې کولی چه دا تشریح کړې. ته نشې ویلی چه اووایې ولا ماشوم ځکه وژړل چه هغه لمر ولید چه د دې اړخه پورته شو او یا دا او یا هغه... د دی تشریح بس هیڅ امکان نه لري، ځکه چه د دې سره نښلولو لپاره هیڅ کوم یوه قصه شتون نه لري. ځکه دا باید موږ په یاد ولرو چه په فلسفه کې، موږ هڅه کوو چه بنیادي حقیقتونه ومومو. یعنې نه کمیدونکي حقیقتونه. په دین کې دا باید یو وي. په فلسفه کې پروا نلري که دا د یو نه زیات وي ځکه چه موږ یې عبادت نه کوو. که ته مسلمان فیلسوف یې نو ته د دې شیانو عبادت نه کوې. تاسې دا پیژنۍ ځکه چه دا له حکمة څخه دي. موږ دې ته حکمة وایو.

نو، حقیقت، ښکلا او ښه. اخلاق یا اخلاقيات، ایستیتیکس (جمالیات) یعنې څه شی ښکلی دی. دا یو بل شی دی چه زړه راښکونکی دی. ولې ځنې شیان بدرنګه او ځنې شیان ښکلي دي؟ ولې ځنې شیان، ځنې همغږۍ، او ځنې ترکیبونه موږ ته ښه احساس راکوي او په مخونو مو مسکا راولي او نور یې نه راولي مګر ژړوي مو؟ ولې؟ ولې ځنې غږونه زموږ په غوږونو میوزیک لږیږي او ځنې شور؟ دا ته نشې تسریح کولی. دا بس دغسې دي. ډیرو خلکو ته د غږونو د ترکیب دغه ترتیب راحت، د رنګونو د ترکیب دغه ترتیب، د هندسه ای شکلونو د ترکیب دغه ترتیب، راحت ورکوي. ولې؟

د معاصر وخت یوه لوی ناروغي دا ده چه د بدرنګه ترکیبونو مارکیټینګ کیږي او د ښکلو په توګه بازار ته وړاندې کیږي. نه چه ته ښکلا تجربه کوې، مګر دا چه هغه متاثر کوونکی چه ته یې عبادت کوې، هغه درته وایي چه دا ښکلی دی... دا د وخت ناروغي ده! ځکه خو د شُهرت او توجه ګټلو په سیالۍ کې هیڅ ګټه نیشته. که ته د ټولو توجه وګټې، نو پوه شه چه ته ناروغ یې. ځکه چه موږ د مخه ناروغان تماشه چیان لرو.

نو که چیرې دا خلک جدي وي او غواړي چه ځانونه آګاه کړي، نو د دې خبرې پر ضد هیڅوک صحیح استدلال نشي کولی چه لویدیځ خپل سیکولر عصري نسخې ته له یوې داسې ریښې څخه راغلی چه ۹۹ فیصده مذهبي ده. یعنې د سیکولر حجرې
ډي این ای هم ۹۹ فیصده مذهبي ده. نو دا دی یو دلیل.

بل دلیل دا دی چه، حتی د سیکولر شخصیت په توګه هم، واقعي او په تلواله توګه دین لرې. ستا د کړنو څخه هم د یو مذهبې شخص د کړنو نندارې ښکاري. او هغه څنګه؟ ته بنسټیز باورونه لرې، ته رسمونه لرې، او ته ممنوع لرې. رسمونه هغه څه چه باید ته یې وکړې، او ممنوع هغه څه چه باید ته یې ونکړې. یعنې ته فریضة او حرام لرې. بس! ته هغه خلک پیژنې څوک چه ستا په څیر دي. ته د ملګرتیا احساس لرې او فکر کوې چه ته د ډلې برخه یې. دا ټول شیان غیر معقول ډومین (سیمې) پورې اړه لري. دا ساینسي شیان ندي. ساینس دا شیان مشاهده کوي او بیا د توضیح کولو هڅه کوي. مګر ساینس هیڅ کله د دې توضیح نشي ورکولی چه دا شیان ولې شتون لري. دا کولی شي تشریح کړي چه دوۍ څنګه شتون لري مګر د ولې جواب ساینس نه لري. "ولی" فلسفه ده.

منطقي ماډل په درې شیانو ولاړ دې او هر منطقي بیان باید اساس، دلیل او پایله ولري. په ریاضیاتو کې اساس ته
ګیوَن یعنې ورکړل شوي ویل کیږې، او دا ګیوَن ایکسوجینس یعنې د ماډل څخه بهر ده. لکه څنګه چه ساینس د ګیوَن سره پیلیږي، یعنې د ډاټا سره. دلته اوس ملحدین داسې چال چالوي چه د ساینس پایلې په فلسفه کې دننه کوي او دوۍ خپلو یو بل ته او نړۍ ته وایې چه ګورۍ موږ کافې ساینس تر سره کړی او د مشاهداتو کتابتون مو راټول کړي. او ځکه چه موږ په یاد لرو چه دا مشاهدې مو ترسره کړې، موږ ډاډه یو چه موږ دا ټول لیکلي، او موږ کولی شو په ډاډ سره ووایو چه هرڅه چه موږ پرې باور لرو د مشاهدې پراساس دي.

او دې ته زه کولی شم په ډیرو لارو ځواب ووایم. لومړۍ خبره خو دا چه اشنا، کله چه تاسې د لومړي مشاهدې په اړه پریکړه وکړه، نو د ستاسې په وینا تاسې یو تش سر درلود. تاسې په خپل ذهن کې صفر درلود. نو تاسې هیڅ داسې کټګورۍ نه درلودې چه له مخې یې حتی پوه شوي وی او تشریح مو کړې وی هغه څه چه دلته پیښ شوي او بیا ترې تاسې کتابتون جوړ کړی، ځکه د مقایسه کولو لپاره مو کومه کټګوري نه درلوده. نو اول خو دا، چه ستاسې په کتابتون کې هر څه د غیر ساینسې موادو څخه خالي ندي. ځکه چه دا ابتدايي شیان چه د وروسته وختونو لپاره د ودانۍ خښتې ګرځي، باید د یو داسې چا له نظره وپیژندل شي چه دمخه ساینسي پوهه نلري. سمه ده؟ زما په خبره خو پوه شوې کنه؟ همدا لامل دی چه ایوولوشن هیڅ شی نشي توضیح کولی، ځکه چه هغه څه چې دوۍ وایې هغه دا دي:

یو حجره پیښه شوه. ولې؟ د کاسمیک موادو، فلزاتو او اساساتو لکه شیانو له امله، د ګازونو د فشار او د یو او بل د ترکیبونو له لارې...بړَپ، بس یوه حجره جوړه شوه. او بیا موږ لومړۍ عضوي حجره تر لاسه کړه. او دې لومړۍ عضوي حجرې په تقسیم پیل وکړ. دا ژوندۍ وه او تقسیمیده. او بیا همدغه شی، هر څه شو چه نن یې موږ ګورو. یعنې هر ژوندی شی د هماغه یوې حجرې څخه راغلی. او هر څه چه مړه دي، د بیګ بینګ د لومړنۍ چاودنې څخه راغلي. نو دا شوه د ایوولوشن ادعا.

مګر په یو شي دوۍ اعتراف نه کوي. له هرڅه دمخه، کله چه موږ احتمالات تر سره کوو نو د دغې واقعې پیښیدل صفر دې. دا واقعه نشي پیښیدی د مکس پلانک (
مَکس پلَنک) له وجې. موږ باید په یاد ولرو چه پلانک حد لري، او د دغه حد معنې دا ده چه، د ساینسې اصولو له نظره په موجوده یعنې فزیکي کائنات کې محدودیتونه شتون لري، دا لامحدود نه دی. نو یو سیکولر شخص چه پدې باور نه لري اوس اصلاََ ساینس پریږدي. مکس پلانک باید موږ ته روښانه وي!

پلانک یو څه لري چه ورته ویل کیږي د پلانک دیوال (
پلنکس وال) یا د پلانک محدودیتونه (پلَنکسییز لیمیټس). د پلانک محدودیتونه پدې معنی دي چه په کائنات کې د کوچنۍ ترینې ذرې شمیر محدودیت لري. ساینس لاهم پدې نه پوهیږي مګر په کائنات کې ترټولو کوچنۍ ذره هیڅ کله هم د یو حد څخه زیاته نشي کوچنۍ کیدی, او نه له یو حد څخه زیاته لویدی شي. او هیڅ کله د یو حد نه زیات نشي پیښیدی. نو هغه توکې چه لدې لپاره اړین دي چه دا واقعه خالص په تصادفي توګه پیښه شي، نا ممکن دي. د مثال په توګه راځۍ چه د شاتو د مچۍ مثال را واخلو.

د دې لپاره چه نه یوازې د شاتو مچۍ وده او پرمختګ وکړي مګر دې لپاره چه نن په میلونونو شاتو مچۍ موجودې وي په نړۍ کې، د ایوولوشن له نظره دا مهمه ده چه د زیاتو مختلفو ترکیبونو له امله د مچۍ یو وزر مینځ ته راشي، او بیا دا مړ کیږي. او بیا نور ۸ څخه تر ۲۰ ملیارده کاله تیریږي او بیا موږ د دوه وزرونو سره یو شی ترلاسه کوو، او دا بیا مړ کیږي. نو موږ د مختلفو ترکیبونو ترکیبونو ته اړتیا لرو تر څو موږ، وزرې، پښې، سترګې، سر، او بدن تر لاسه کړو. او بیا دا پدې پوه شي چه والوځي، او ګل پیدا کړي او پوه شي چه دغه ګل وخوري، او بیا دا بچی پیدا کړي، او د دې ټول جینیټیک کوډ هغه بچي ته منتقل شي، او بیا هغه بچی هم مړ نشي. دغه ټول شیانو ته موږ اړتیا لرو تر څو د شاتو یوه مچۍ تر لاسه کړو. نو دلته د ساینس له نظره د مکس پلانک قضیه را مینځ ته کیږي. او البته، موږ نه پوهیږو چه څه پیښیږي کچیرې مچۍ موجودې نه وي. ځکه چه که موږ د ایکو سیستم څخه یو شی لرې کړو، نو په ډیرو شیانو تاثیر کوي ځکه چه هر شی د یو بل سره انحصاري دی. سمه ده؟ موږ د انسانانو په توګه د دې ماډل هم حتی نشو جوړولی. د یو سوپر سوپر کمپیوټر له لارې هم موږ دا نشو ماډل کولی.

نو د (
ډاروینیَن) ډاروینین پیروي کوونکی غواړي چه زه دې په یو داسې نړیوال لید باور وکړم چه وایي، بس د دغه یوې حجرې ریښې هر ځی ته ورسیدې. ولې؟ ځکه چه د هغه په ذهن کې هغه ته د ماهي شاپرې د مړوندونو او وزرو په څیر ښکاري. دا د هغه ذهن دی. دا داسې معنې ورکوي چه که زه اووایم چه ټول چینایان یو شان ښکاري. هو، دا ظاهره خبره ده چه کله یو څه موږ ته آشنا نه وي نو موږ جینرالایزیشین کوو یعنی هغې ته عمومییتونه ورکوو. مګر مسلمانانو هر وخت ویلې چه ګورۍ، د یو والي احساس، د تړاو احساس، په څرګنده توګه ښایي چه وزر شاپره نده، او مړوند وزر ندی. دا مختلف شیان دي. مګر د ترکیب ارتباط احساس موږ ته احساس راکوي چه دا ټول د یو قانون تابع دي، د یو لوی قانون. او همدغه حقیقت دی. مګر قانون دوۍ نه دی جوړ کړی. د قانون جوړونکي دوۍ دغه قانون ته تابع کړی.

راځۍ چه یو مثال درکړم. تاسې یو هیواد ته ځۍ او ګوري چه د هغه هیواد ټول وګړي ډیر په زړه پوري دي. هر څه منظم دی او یو ښایسته نظام هلته موجود دی. نو ته پوښتنه کوې چه داسې ولې؟ هغوۍ درته وایي، ځکه چه دلته قانون شتون لري. نو ستا لومړۍ پوښتنه دا وي چه دا قانون چا دلته نافظ کړی؟ د دې هیواد پاچا څوک دی؟ د ډاروینین پیروي کوونکي وایي، قانون پخپله ځان دلته نافظ کړی. په حقیقت کې د سیکولر دریز همدغه دی! ولې؟ ځکه چه دوۍ باید د پاچا څخه انکار وکړي.

اوس موږ پدې باور لرو چه دا د شیطان دنده ده. او ښه خبره خو دا ده چه موږ یوازې په الله په غږ کولو شیطان د صحنې څخه ویستی شو او موږ وایو اعوذ بالله. لکه څنګه چه د سپو څخه نجات لپاره د سپو په خاوند غږ کیږي چه دا سپي دې کوری کړه. نو په یقیني ډول دلته یو انتخاب شتون لري (لکه څنګه چه ما پورته د اخلاقیت په تعریف کولو کې ویلې وو). ته الله یا شیطان غوره کوې. دا شو اخلاقیت! ستا ذهن د معلوماتو تحلیل کوي او بیا وایي چه، دا د الله امر دی او دا د شیطان امر دی. مګر انتخات ستا په لاس کې دی. ته کوې شې چه دواړه انتخاب کړې. او ځکه چه الله رحم کوونکی دی، ته کولی شې چه د شیطان شیطان په لاره روان اوسې مګر کله چه ته توبه وکړې نو الله دې بخښي. ځکه چه هغه زموږ پشان ندی چه په کور کې مو وړه شانتې جګړه راشي نو عصاب مو بیا خراب وي. نه!

ما يفعل الله بعذابكم، اصلاََ هغه ته ستا په عذاب کې څه فایده؟ هغه ته دا هیڅ معنی نلري! مګر هغه دغسې قوانین جوړ کړي چه عذاب پکې شامل دي، لکه څنګه چه هغه د قوې جاذبې قوانین جوړ کړي. کچیری ته د یو بلند منزله څخه په خپله خوښه ځان ګوزار کړې نو آیا څوک به اووایې چه ولا دا خو ډیره نا انصافي وه؟ ځکه چه د بلند منزل څخه د ځان ګوزارولو همدغه انجام دی. او په عربي ژبه کې د عقاب ټکی چه عذاب ترجمه کیږي، اصلاََ لغوي معنی یې ده، انجام.

د قرآن په آیت أن الله شديد العقاب کې د عقاب ټکی په عذاب ترجمه شوی مګر اصلي معنی یې ده، انجام. ځکه چه عذاب د سایکولوژي سره تړاو لري، مګر انجام د طبیعت د قانون سره تړاو لري. دلته اوس د روح قانون هم شتون لري. د هغه چا څخه چې روح یې ورکړی. خلک روحیه غواړي، دوۍ غواړي د دې میوې وخوري مګر دوۍ نه غواړي چه مننه ووایی. او بیا خپله تنګه سایکالوژي په الله سبحان و تعالی تپي او وایې، هغه څنګه خدای دی چه خلکو ته عذاب ورکوي؟ انډیواله، داسې نده. هغه به ته یې چه په یوم القيامة به حقیقت ومومې او الله به یوازې تا ته اووایي، زه درڅخه خفه یم، تا زه مایوسه کړم.

اوس تصور وکړه چه کچیرې ته یو هیرو لرې. مثلاََ د فوټبال خوښوونکی چه رونالډو یې هیرو دی. او رونالډو ده ته په خوب کې راځي او ورته وایې تا زه خفه کړم او مایوسه دې کړم. نو د رونالډو حقیقي ملاتړ کوونکي لپاره دا خوب نه بلکه د خوب یوه وحشت ناکه حادثه تمامیږي.

مګر کچیرې الله، رب العالمین، د نن ورځې د هر چا خدای، د نن نه وړاندې، د نن نه وروسته، هغه څوک چه راتلل مګر رانغلل، هغه څوک چه راتللی شو مګر رانغلل. د هری کټګورۍ چه ته یې په ذهن کې راوستی شې، د ټولو خدای. هر شی په بشپر توګه د هغه په دایره کې راځي او د ذرې په اندازه هم یوه نقطه نیشته چه د هغه د ډومین څخه بیرون وي، مهیمن. اوس دا تصور وکړه چه کچیرې هغه درته اووایې چه زه دی مایوسه کړم. بیا به ته وایې چه اور ته مې ګوزار کړه مګر د دې د اوریدلو توان نه لرم. مګر دا ملحدین وایې، هغه ولې غچ اخلي؟ نه! هغه منتقم دی، منتقم یعنې غچ اخیستونکی. مګر هغه هر وخت د کمزورو غچ اخلي، نه چه خپل. نو احتیاط کوه کله چه د کمزورو سره معاملې کوي ځکه چه هغه یې غچ اخلي.

په پای کې به زه اووایم چه دا د زړه درملنه ده. ألا بذكرالله تطمئن القلوب، او، شِفاءُّ لما في الصدور، هغه څه چه په سینه کې دی. نه د یو میخانیکي قاعدو کتابونو توکي... او ستونزه دا ده کله چه انجینران بحث ته شاملیږي. ځکه چه د دوۍ مغز په سیسټمونو کې د فکر کولو لپاره رامینځته شوی. مګر دا سیسټمونه د تعریف له مخې مړه دي، او دا ته نشې کولی چه په دین کې ننباسې. دوۍ فکر کوي چه دوۍ له قرآن څخه ډیر ژوندي دي مګر حقیقت داسې ندی.

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟