آیا افغانستان د پاکستان سره سیالي کولی شي؟
که افغانان او افغانستان خوب ویني چه د ډیورند کرښه دې له منځه ولاړه شي او تر اټک پورې دا خاوره د افغانانو او افغانستان ملکیت وګرځیږي، نو تر ټولو اول دې دا کارونه ترسره کړي
د افغانستان اقتصاد دي له پاکستان بهتر کړي
د افغانستان امنیت دي له پاکستان بهتر کړي
د فزیکي امنیت تر څنګ دي د افغانانو اقتصادي امنیت رامنځته کړي
د تعلیمي او صحي خدماتو کچه دي له پاکستان بهتر کړي
هېواد دي د خوراکي توکو په لحاظ خود اکتفاء کړي
د انرژۍ په لحاظ دي خپل هېواد خود اکتفاء کړي
د هېواد صنعتي او زراعتي ماشین دي له پاکستان بهتر کړي
شته افغانستان د خپلو پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو جوګه کړي
په اقتصادي، صنعتي او تعلیمي لحاظ دي هيواد له پرمختللیو هېوادونو سره سیال کړي
د افغانستان د سیاسي ګوندونو ترمنځ دي د ملي ګټو د مشخص تعریف لپاره یوه ملي اجماع او تفاهم رامنځته کړي
بیا به له پولې هغه خوا پښتانه له افغانستان سره د وصلیدو پخپله تقاضاوې کوي
اوس خو افغانان د موجوده افغانستان د ساتلو او د موجوده افغانانو د مړولو توان نلري، له لاسه تللې خاورې او ځمکې خو لا پریږده
زما د پورته پوسټ په ځواب کې راته ځنې دوستانو لیکلي وو چه د پاکستان سره د افغانستان سیالي ناممکنه ده
زه د هغوۍ سره هم نظر نه یم مګر، د افغانستان دولت دې ته اړتیا لري چه مسلکي ټیم ولري او دوۍ باید هیڅ اشتباهات ونکړي او بخت هم د دوۍ سره مل وي، او په څنګ کې افغانستان دې ته اړتیا لري چه پاکستان اشتباهات وکړي، او دا ممکنه هم ده چه هغوۍ به اشتباهات کوي. ترټولو مهم موږ ډسیپلین ته اړتیا لرو چه ډیر خلک یې نلري. موږ اتحاد او امنیت ته هم اړتیا لرو خو اداري فساد موږ لپاره یوه لویه ستونزه جوړوي. که موږ فساد ولرو او زموږ سیال یې ونلري، نو دا ناگزیر دی چه هغوۍ به سیالي ګټي
زه موافق یم چه اوس مهال دا ترلاسه کول یو ګران کار ښکاري، مګر د تاریخ په اوږدو کې داسې هیوادونه شتون لري چه دغه تیوري یې غلطه ثابته کړې. د مثال په توګه، جاپان او مصر په ۱۸۵۰ کال کې ورته اقتصاد درلود او نور شیان یی هم ورته وو، او هر یو فکر کاوه چه مصر به جاپان مات کړي مګر اوس جاپان او مصر ته چه وګورو نو جاپان د مصر څخه ډیر وړاندې دی د پرمختګ له نظره
تر څو چه یو ملت په خپل هیواد د حکومت کولو جوړښت ونلري، نو بیا هغه ملت د هغه هیواد د د هر ګټه رسوونکي پیداوار څخه په موثره توګه ګټه نشي اخیستی
که دا کار ستا سیال له تا څخه په موثره توګه تر سره کوي نو ښکاره خبره ده چه هغه به له تا وړاندې وي په سیالۍ کې. کچیرې هغه له اوله د تا څخه د سیالۍ په ډګر کې وړاندې وي او ورسره دا کار هم په موثره توګه سر ته رسوي نو بیا د هغه تعقیبول ډیر ستونزمن کار دی، مګر ناممکن ندی ځکه یو لوې مثال د چین د امریکا سره سیالي ده. د دوۍ سیالی لا هم فاصله لري مګر چین ورته نږدې شوی دی. د دی یوه وجه دا وه چه امریکا د یوې ډیرې اوږدې مودې پورې ډیره سختي کوله او په نتیجه کې یې په پایل کې خلک ناراسته او زړه راښکونی ژونده او آرایش غوښتونکي شول نو چینایانو ورته په سیالۍ کې تقریباََ ځانونه ورسول
ځنې پدې باور دي چه چینايي وګړي د امریکایانو په پرتله په زړه پورې ژوند کې ډیر پام نه کوي مګر دلته دوه لارې شتون لري چه ورته وګورو: چینایانو لپاره سیالي اسانه ده ځکه دوۍ مزدور او بزګر مزاجه خلک دي. اول: هر څوک چه یو کس د بهرني ځمکې څخه را پورته کړي او په یوه فابریکه کې یې واچوي نو د هغه هیواد جي ډي پي لوړیږي. دووم: د چین سیاسي جوړښت ډیر متمرکز دی او ټوله ګټه د دوۍ حکومت اخلي او حکومت یې په وګړو او د هغوۍ په سرمایه او پیسو مکمل کنترول لري
کله چه چینایان ښه نظر ترلاسه کړي نو دوی د امریکایانو په څیر اړتیا نلري چه کانګرس ته لاړ شي او دیموکراتیک تصویب ترلاسه کړي او اجماع ترلاسه کړي. دوی یوازې پور ترلاسه کوي او دا نظر پلي کوي. د هر ولایت والي که د دولت لخوا ټاکل شوی اقتصادي وده لاس ته رانه وړي نو سر یې پرې ګرځوي. حکومت د دی ولایاتو مشرانو ته پوره اجازه ورکړې چه خپل حدف ته د رسیدو لپاره د بانک څخه هر څومره پور چه یې پکار وي اخیستی شي او هغوۍ لپاره دا مهمه نده چه دا پروژه په صحیح توګه اغیزمنه ده یا نه، یا که دا جوړه شوې فابریکه ۵ کاله وروسته سیند ته هم واچول شي. چینایانو لپاره دا خبرې مهمې ندي چه که د یو نسل ټوله سرمایه له منځه ځي او ژوند یی هم تباه کیږي خو چه د دوۍ دولت د رقیب سره سیالي وکړی شي بس
له بل پلوه بیا، په امریکا کې که څوک یوه غلطي کوي نو د ۵ کسانو لخو عدالت ته راکشیږي. دا واقعیاََ یو ځواک دی. دا تا له اقتصادي پلوه ورو کوي مګر دا ستا هیواد په بشپړ ډول غښتلی کوي ځکه چه تاسې د سخت انتخابونو سره په معاملې سره خپل کارونه انجاموې
هرڅوک چه په دوامداره توګه د سختو انتخابونو سره په معاملې سره معامله کوي، نو دی به په نهایت کې سیالي ګټونکی وي
مګر که څوک شارټ کټ غواړي نو هیڅ کله به ګټور نشي ځکه الله سبحان و تعالې نړۍ داسې جوړه کړې ده او دا د طبعیت یوه برخه ده. ته به اول تخم وکری، بیا به لس کاله زهمت اوباسې او بیا به په آخر کې ونه تر لاسه کړې. دا د طبیعت قانون دی. پانګوونه وکړۍ، او بیا که تاسې هوښیار یاست، تاسې به میوه تر لاسه کړۍ
په هر صورت، ځنې داسې ټولنې شته چه حتی نه پانګونه کوي، او نه حتې میوې لري. دوۍ د نورو څخه میوې پور کړي او په پایله کې بیا خیټې وکړي او بیا ځانونه ډیر عصري او پرمختللی ګڼي. او بیا به وایې، "ماته وګوره، زه څنګه پوهیږم د ورساچي او پراډا په پیرود". زه بیا دوۍ ته وایم، چه هۍ احمقه! ته دومره هم نه پوهیږې چه ته د ترتیب شوي او پیچلي مارکیټینګ ښکار یې او ته فکر کوې چه ته ډیر پرمختللی یې په خپلو درندو او څرګنده مصارفو؟
د دوۍ د دغه چلند وجه دا ده چه دوۍ په خپل هیواد کې دننه یوه عقده پیدا کړې. دوۍ غواړي چه کروندګرو ته ځانونه باداران وښایي. دا یوه پیژندل شوی استعماري (کولونیَل پرابلم) ستونزه ده او ابن خلدون په دې اړه خبرې کړي. هر قوم چه د استعمار ښکار وي او فتح کړې شوې وي نو هغوۍ داسې یوه عقده پیدا کړې وي چه ګواکې د دوۍ فاتح د دوۍ څخه برتره دی، او دوۍ بیا هڅې کوي چه د خپل فاتح کاپي او تقلید وکړي
تر ټولو مهم، دا د فتح شوې ټولنې د لوړې طبقې د خلکو خاصیت دی. کله چه دوۍ ځانونه ډیر تعلیم یافته ښایې نو در څخه به وپوښتي چه آیا په فرانسوي او انګلیسي پوهیږې، او که ستا ځواب نه وو نو بیا دوۍ تا احمق ګڼي. او که ته ورڅخه د پښتو او دري پوښتنه وکړې نو دوۍ به وایې چه مهمې ندي. دوۍ دومره نه پوهیږي چه دا ژبې د دوۍ ویاړ دی ځکه چه دا د دوۍ مورنۍ ژبې دي. زه ورته وایم چه ته د همدغه پښتو او د دري له برکته د تاریخ په دور کې تر دې ځایه رارسیدلی یې. ته د استعمار باوجود دلته رسیدلی یې نه د استعمار له امله. مګر د دوۍ څخه بیا ځانونه ورک شي او وایې، دې ته وګوره، دی د ټکو صحیح تلفظ نشي کولی، دا یو احمق دی
زه دوی ته وایم، "یوازې دا چه تاسی غوره تعلیم لرۍ، تاسی فکر کوۍ چه کومه لویه کارنامه مو کړی؟" د دوی تعلیم ښه دی زه یې منم، په هغه وخت کې چه کچیرې دوی د خوستي هلک په څیر په لاسونو چورلکه جوړه کړي یا د افغان میرمنو په څیر د موټر د استعمال شوي پرزو څخه وینټیلټر جوړ کړی. که دوۍ داسې کارونه تر سره کړي نو بیا واقعیاََ دوۍ د ملت سرمایه ده
موږ داسې سیستمونه لرو چه هغه کسان چه استعداد لري او د ملت سرمایه ده، په سیستماتیک ډول یې ځوروي او د صحنې څخه یې اوباسي. په داسې سیسټم کې یو فاسد بیسواده چارواکی وده کولی شي او لوړو پوستونو ته رسيدلی شي ځکه چه دا سیسټم د هغه لپاره ښه حاصل ورکوونکی ځمکه ده. رسول اکرم ﷺ وفرمایل چه ډیر منافقین به له مدینې ښار څخه ووځي ځکه مدینه د پیغمبر ﷺ د نسل څخه ډکه وه او هغه ښار د منافق لپاره داسې وو لکه جهنم
زه د پرمختګ او د ژوند څخه د خوند اخیستو او د پیسو ګټلو مخالف نه یم ځکه دا کارونه حرام ندي. زما یواځنی سوال به دا وي چه دا پیسې دې څنګه ګټلي؟
پیښه داسې کیږي چه یوه ډله په سیستماتیک ډول په بله ډله ظلم کوي. یو کس مالداریږي د بل کس د حق په قیمت
ارین هاشمي ~
د لیکلو نیټه: June 21 2020
Comments
Post a Comment