آیا په اسلام کې د نارینه او ښځینه ترمینځ مساوات شتون لري؟

 

آیا په اسلام کې د نارینه او ښځینه ترمینځ مساوات شتون لري؟

نن سبا افغان فیمینستانو شور ماشور پیل کړۍ او په غصه دي او وایي په اسلام کې د نر او ښځې تر مینځ مساوات نیشته ځکه چه په شهادت او میراث کې د ښځې او نر تناست ۲:۱ دی. دوۍ اسلام د طالب د عمل پر بنا ملامتوي

زما په اند سیدنا محمد صلی الله علیه والسلم فیمینست وو ځکه چه هغه د ښځو د حقوقو مدافع وو

موږ باید په یاد ولرو چه د میراث په هکله د قرآن آیت شتون لري او موږ باید دا هم په یاد ولرو چه د قرآن ځینې آیات وخت پورې تړلې دي ځکه چه آیت پخپله دا وړاندیز کوي، مګر ځینې آیاتونه بیا وخت پورې هیڅ تړاو نلري. زما په څیر د ځینې خلکو اند بیا بې طرفه ندی او وایې کچیرې آیت پخپله دا وړاندیز نوي کړی نو زه یې د وخت پابند نه ګڼم. مګر ځینې خلک بیا وایې، نه، موږ په بشپړ توګه آزادې کوو. البته دی لپاره باید یو کس عالم وي او پریکړه یې د هوې پر اساس نه وي

اول: په سني نړۍ کې ځینې ښوونځي شتون لري چه په میراث کې په مساواتو باور لري. زه د څلورو مذاهبو خبره نه کوم ځکه هغوۍ پدې هکله د مواریث په نامه خپل یو ساینس لري چه هم له قرآن او هم له سنت څخه نظرونه اخلي. همدارنګه زموږ شیعه ورونه چه په فقه کې عادي خلک ندي، پدې باور لري چه په میراث کې مساوات شتون لري ځکه د هغوۍ په نظر د قرآن هغه آیت د وخت پابند دی

بله دا، چه دغه تاریخي حقیقت هم باید په یاد وساتل شي چه کله دا آیتونه نازلیدل نو په هغه وخت کې میرمنو هیڅ حقوق نه درلودل، نو دوۍ ډیر خوشحاله شول او نارینه ډیر خفه وو. که په نننی دور کې داسې آیتونه نازل شي نو نارینه به ډیر خوشحاله شي. دا یوازې موږ ته احساس راکوي چه وخت څه ډول وو

اوس کچیرې ما پیسې او لور درلودی نو ما به څه کړي وی؟ ما شاید یو سوداګري شرکت رامینځته کړی وی د لور په نامه. مګر اصلي ازموینه اوس دلته ده کچیرې زه غواړم چه صادق اوسم، چه زه باید لور ته د شرکت کنټرول زما په ژوندانه ورکړم. کله چه زما عمر پوخ نه وو نو ما دغه فکر کوو مګر د عمر پخیدو سره زه ډاډه نه یم چه زه به دا کار وکړم او که نه په وصیت نامه کې به هر څه ولیکم، ځکه چه زه په سیکولر هیواد کې اوسم او زه حق لرم چه ووایم دا د دې ځاې قانون دی. زه دلته کوم الهي قانون نه ماتوم. ځکه چه شیعه او نور خلک وایې چه دا د وخت سره محدود دي. نو دا شو یو نظر

بل نظر دا دی چه وایي، نه، د قرآن آیتونه د وخت پابند ندي، او نه یوازې دا چه د وخت پابند ندي، اقتصاد په هرڅه کې دی

آیا د دې معنی دا ده چه ښځې د مساواتو څخه محروم شوې؟ نه دا پدې معنې ندي. دا پدې معنې چه تاسې کولی شۍ چه مساوات په یو ساده، بې خبره او تنګ نظر ډول اندازه کړۍ، او یا یې په یو پرمختللي او په پراخه سترګه اندازه کړۍ. کچیرې تاسې هر څه د یو واحد یونټ په اساس پرتله کړۍ او پریکړه وکړۍ چه سړي ته زیات حقوق ورکړل شوي، نو بیا زه دا بحث کولی شم چه ښځې په اسلام کې ډیر زیات حقونه لري. داسې به کومه نړۍ وي چیرې چه میرمن دې هیڅ کار نه کوي او ټول حقوق دې ولري؟ د دې لپاره تر څو هغه اولاد وزیږولی شي، کوم چه دوۍ په فطرت سره غواړي. هغه اړتیا نلري چه ماشوم پیدا کړي کچیرې هغه یې نه غواړي

نو دا څنګه کیدی شي چه نارینه دې جنګ ته لاړ شي، ودې وژل شي، کار دې وکړي، خپل قیمتي وخت دې ضایع کړي، پیسې دې وګټي، او په میرمن دې مصرف کړي ځکه چه قرآن وایې "الرجال قوامون علی النساء" سړي د میرمنو ساتونکي دي. نو د مساواتو دا نظر، دا یوازې د میراث او یوازې د قانوني شهادت پر بنا دی؟ زما په اند، ځکه چه د جنګ، کامرس (کامرس) او سوداګرۍ زون او دائره عموماََ د نارینه لپاره ده. ښځې ورسره بلدې ندي ځکه چه په قرآن کې د یو سړي په مقابل کې د دوه میرمنو د شاهدانو په هکله یو مهم آیت شتون لري چه وایې، "ځکه چه هغه شاید هیر کړي". اوس دا یوه ډیره لویه خبره ده. دغه آیت وایي، "په هغه صورت کې چه هغه یې هیر کړي، نو هغه بله به یې ور یاد کړي". دا د ښځینه اروا پوهنې سره تړاو لري. او یو څوک کولی شي ووایی، نه دا دروغ دي. او که څوک ووایي چه دا دروغ دي نو دی باید قرآن په بشپړ ډول پریږدي، کوم چه لاندې دی

موږ کولی شو چه استدلال وکړو چه ښځینه سایکالوژي د نارینه په څیر، د کامرس او سوداګرۍ سره دومره علاقه نلري. او دا هغه څه دي چه موږ یې لیدلی او مشاهده کولی شو. امکان لری. زه په کلکه نشم ویلای. ځکه چه مقابل دلیل یې دا دی چه دا ټول شیان د روزنې سره تړاو لري. کچیرې میرمنو ته هم مکمل حقوق او مسؤلیتونه ورکړی شي او روزنه یې وشي، نو د وخت تیریدو سره هغوۍ هم دې ځاې ته رسیدی شي چیرې چه نارینه دي. او موږ دا ګورو چه ځینې یې د هیوادونو اجرایوي رییس دي، ځینې یې د هیوادونو مشران دي

په هرصورت، ځینې مسلمانان ادعا کوي چه میرمنې نشي کولی اداري واک ولري. دا خبره مطلق غلطه ده. په طول د تاریخ کې ښځې قاضیانې وې. دا یو داسې څه دي چه زه یې حتی دفاع نه کوم ځکه چه دا په قرآن کې شتون نلري. مګر د میراث او شهود په هکله آیات شون لري

بله دا چه کله موږ د شهود خبره کوو نو دا هغه څه دي چه موږ یې عمومي کولی شو یا کولی شو ووایو نه، دا د هغه شرایطو سره تړلی دی چه قرآن فرمایي. نو قرآن وايي چه دا په یو ځانګړي ډول قضیه کې شهادت دی. په ټول قضیو کې نه. نه په عموم کې. دا د کامرس په قضیه کې د شهادتونو په اړه دی

دا د پور مکلفیتونو لیکلو په هکله په آیت کې راځي چه وايي، "خپل دوه سړي راوړۍ، او که دا دوه سړي نه وي نو دا یو سړی دی او دوه میرمنې دي چه موږ یې منو. شاید یو یې هیر کړي، بل به یې ور یاد کړي". نو دلته یوه بله تشریح شتون لري چه وایې د یو سړي په مقابل کې د دوه ښځو قضیه یوازې د پور تړون سره اړه لري. دا د واده تړون یا بل کوم تړون کې ریښتیني ندي. دا امکان لري

دا دې لپاره چه شاید میرمنې د پور وغیره سره علاقه نلري. زه باید پدې ټینګار وکړم چه د څه په هکله چه زه خبرې کوم، دا یو اپروچ او لاره دی. هیڅ څوک نهایي ځواب نلري. زه صرف دا وایم چه زموږ اپروچ باید د داسې مشکل څه په هکله څنګه وي. دې ته ردالشبهات ویل کیږي. دا یو مشکوکه مسئله ده او د یو چا په عقیده کې درز راوستی شي. د دې معقول ځواب به موږ څنګه وایو د خپلې خبرې د رد کولو پرته

موږ به ووایو، لومړی خو د دې آیتونو د درک کولو ډیری لارې دي. زموږ فیمینست خور د یوې ډیری سختې ایکسټریم لاری په هکله غږیږي. زه دا نه وایم چه دغه سخته لاره شتون نلري، او زه دا هم نه وایم چه حتی زه د دغې سختې لارې سره موافق نه یم. مګر اول: که نر او ښځه ورته دنده تر سره کړي نو پیسې دې هم ورته ورکړل شي دواړو ته. که نه نو دا حرام ده. تر نن ورځې پورې دا په سیکولر ټولنه کې شتون نلري. نو اول: مساوي کار مساوي تادیه

دوهم: موږ داسې خلک لرو چه موږ یې په بشپړ ډول درناوی کوو لکه شیعه ګان. د دوۍ سیاسي او قانوني نظرونه وايي، نه ، دا وخت محدود دی او په میراث کې مساوات شتون لري

کله چه د شهادة خبره راځي نو موږ واقعیا کولی شو ووایو، او په هغه حالت کې چه موږ دلته ډیر سخت اوسو او ووایو، نه، د یو سړي په مقابل کې د دوه میرمنو قضیه یوازې د دیون او قروض شاهدۍ سره تړاو لري

اوس آیا دا قاعده تمرین شوې؟ نه. خلکو دغه قاعده په عمومي توګه تمرین کړې. اوس دا د سوال لاندې راځي

زما باور دا دی. دا شیان معنی لري او دوۍ مساواتو ته وده ورکوي په دې شرط چه موږ مساوات په صادقه او عاقله لاره وشمیرو. صادقه او عاقله لاره څه ده؟ دا پدې معنی چه ټولنه د یو داسې برخو څخه په بشپر توګه جوړه شوې چه د یو بل سره اوږه په اوږه کار کوي. ځینې خلک باید پولیس شي، تر څو نور خلک اور وژونکي شي، او نور خلک ډاکټران شي. کچیرې ټول پولیس شي نو دا دا معنی نه ورکوي چه زموږ ټولنه به ډیره محفوظه وي. پداسې حالت کې زموږ ټولنه به ناروغه او د اورونو څخه ډکه وي

نو په هره ټولنه کې، د خلکو هره ډله مختلف تعریفي رولونه لري، او په سطحه یي توګه دا باید مختلف وي، ځکه چه مساوات په اصولو کې واقع کیږي، نه په پاڼو کې، د ونې په پایې کې نه. د مثال په توګه موږ یو بستان ته دننه کیږو او دا ډیر ښکلی دی. دا د دې لپاره ښکلی ندی چه یو ډول ونه لري. هغې ته بیا غابة یعنې ځنګل ویل کیږي. بستان ځکه ښکلی دی چه دا ډیر ډولونه ګلان او ونې لري. مګر دا ټول بوټې دي او دا ټول پاڼې لري، دا ټول ګلان لري، تنې لري... دا ډیره مشکله ده چه موږ ووایو چه دا ونه د دی ونې نه ډیر مساوات لري. هو شاید دا ډیر اوبه تر لاسه کوي. سمه ده. مګر شاید دا زیاتو اوبو ته اړتیا لري. دا ډیرې اوبه ترلاسه کوي مګر لاهم ورته وده شتون لري دلته

راځۍ چه یو بل مثال درکړم. مثلا زه دوه اولاد لرم، یو زوې او یوه لور. د مشر اولاد د لویدو په دوران داسې شیان وو چه ما یې وس نه درلوده مګر وروسته یې وس لرلی شم. اوس زه باید مساوات وکړم. نو زوې لپاره مې یو هونډا موټر اخلم او کله چه مې لور لویه شي نو هغې ته مرسډیز اخلم. آیا دا مساوات نشو؟

اوس کچیرې د هونډا قیمت زما د یوې میاشت تنخوا وي، مګر د مرسډیز قیمت د یوې اونۍ تنخوا. زما لور کولی شي استدلال وکړي، نه ، که څه هم ما مرسډیز ترلاسه کړ (کوم چه ډیر قیمته دی)، ما لږ ترلاسه کړل. تاسې ګورۍ چه زما مطلب څه دی؟ نو دلته ساده بې خبره مساوات او ژور مساوات شتون لري چه باید فکر پرې وکړل شي

زما دلیل دا دی، که تاسې ټولنه د تعریفي رولونو ډلې په توګه وپیژنۍ، نو موږ کولی شو همکاري وکړو. یوځل چه موږ همکاري وکړو بیا مساوات په سطح کې نشي پیښیدی. تاسې نشۍ کولی چه د لیمو ونه د مڼی ونې سره پرتله لړۍ. په سطح نه. تاسې د دوۍ یوازې دا حقیقت سره پرتله کوۍ چه دا ونې دي. تاسې باید ریښو ته لاړ شۍ. او هلته بیا مساوات شتون لري، حتما یې لري. او یواځینی دلیل چه سړی دوه چنده میراث تر لاسه کوي هغه دا چه سړی ټول مالي مسؤلیتونه لري، او ښځه یې هیڅ نلري. هغه نیم چه ښځه یې ترلاسه کوي هغه په ​​خپل جیب کې ساتي. بله دا چه هغه کوم محر تر لاس کوي هغه په خپل جیب کې اچولی شي. کچیرې یوه ښځه د مالداره کورنۍ څخه وي او د پلار نه ورته میراث پاتې شي مګر خاوند یې غریب وي، نو بیا هم ټول مالي مسؤلیت د هغه په سر دی. ښځه هیڅ اړتیا نلري چه په خاوند باندی مصرف وکړي. او کچیری یې وکړو نو بیا رسول اکرم صلی الله علیه والسلم فرمایي چه هغه به دوه چنده ثواب وګټي. یو هغه ثواب چه سړي ته ورکول کیدو او بل هغه ثواب چه هغې دې ته اړتیا نه لرله. همدارنګه لکه څنګه چه هغه اړتیا نلري چه په جومات کې لمونځ وکړي

نو دلته مساوات شتون لري مګر دا باید په ټولیز ډول په نظر کې ونیول شي. مګر دا پدې کې ژور باور ته اړتیا لري. که تاسې د یو مدرن، سیکولر ډوله سره خبرې وکړۍ، د دوۍ نیمایي چال دا دی چه دوۍ نه غواړي د ټولیز ډول په اړه وغږیږي. دوۍ وايي داسې هیڅ شی شتون نلري، هر سړې د ټولیز په هکله غږیږي او همدا دلیل کیږي چه خلک په جادو باور وکړي، دوۍ وایي. دوۍ وایي راځۍ چه د ځانګړي ټکي په اړه د حقایق سره خبرې وکړو. نو د دوۍ د خبرو کولو لاره ډیره هڅوونکي ده، مګر دا یوه منطقي بُلي یعنې ځوروونکې ده. ځکه چه ستاسې منطق به ستاسې د اسمشنز یعنې انګیرنو په څیر ښه وي. ځکه چه موږ دواړه د یو بل په څیر منطق لرو. ته ما نشی ماتولی او زه تا نشم ماتولی. منطق منطق دی. مګر هغه اسمشن دی چیرې چه توپیر شتون لري

نو زما ګرانې فیمینستې خورې، تاسې دا ګومان کوۍ چه مساواتو ته په هغه ساده بې خبره ډول کتل کیږي، نو راځۍ چه دا په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې تحلیل کړو. کله چه میرمنې، قانون او ټولنه په دې لاره ولاړې، د فیمینیزم په لاره، څه پیښ شو؟ په ښکاره ډول لویدیځ خو یو ناورین دی مګر په اسلامي نړۍ کې دا را پیښ شو چه میرمنو حقوق د لاسه ورکړل. میرمنو مسؤلیتونه په غاړه واخیستل مګر حقوق چه پخوا یې دارلودل، د لاسه ورکړل. ځکه چه اقتصادي مسؤلیتونه په بشپر توګه شریک شول او یوه آیرَني او پیراډاکس را مینځته شو. چه مثلا اوس تاسې د یوې څخه زیات میرمنو سره واده نشې کولی مګر پټه ملګرتیا کولی شې. نو دا یوازې د حیواني سلطنت په لور یو حرکت دی

زما په اند دا ټول نظرونه تل موږ د څارویو سلطنت په لور بیایي ځکه چه دوۍ وایي، د څه په هکله چه ته خبرې کوې، ما ته یې په مادي شرایطو کې وښایه. هیڅ روحاني اصطلاح نیشته ځکه چه هغه هیڅ شتون نلري

نو داسې کیږي چه دوۍ یوازې د کانکریټ توکو په هکله خبری پیل کوي کوم چه مړه دي، ځکه دوۍ پدی باور دي چه ژوند د کانکریټ توکو څخه را مینځته شوی. زه وایم نه، داسې نده. کانکریټ توکې له ژوندو څخه راغلي. ژوند لا هم اسرار او راز دی. زه یو راز یم. الله یو راز دی. موږ د تلیفون په هکله خبری کولی شو او ووایو چه مور به دا او هغه جوړ کړو او ډیمونه به جوړ کړو او نړۍ به کنټرول کړو. هیڅکله دا فکر ونکړۍ چه ډیمونه او بندونه به تاسې جوړ کړي. او دوۍ فکر کوي چه ماده موږ جوړوي

کله چه اوسپنه په ازاده هوا کې واچول شي نو زنګ وهي. دا زما په زړه پورې مثال دی. دا ولی؟ ځکه چه دا همدغسې ده. ته ما ته داسې نشې ویلی چه ووایې دا ځکه چه اوسپنه داسې ده. دا په هغه صورت صحیح ده چه ته دغه ګومان وکړې چه دا د اوسپنې ملکیت (خاصیت) دی. دغه ګومان چه دا د اوسپنې ملکیت دی بیا موږ د ساینسي تجربو له لاری ازموینه کوو. موږ وایو سمه ده، ته ادعا کوې چه دغه ملکیت په اوسپنه کې شتون لري. زه به لس زره تجربې وکړم او کچیرې زه ونه توانیدی شوم چه تا غلط ثابت کړم نو زه به دا قبوله کړم چه دا د اوسپنې ملکیت دی. نو د "ولی" ټکې پدې معنی نه چه ځکه دا د اوسپنې ملکیت دی. د "ولې" ټکی ځکه، چه موږ د دې څارنه او مشاهده کوو. موږ لاهم د "ولې" لپاره هیڅ ځواب نه لرو. "ولې" یو له دوه ځوابونو څخه یو دی. ځکه چه هغه یې غواړي کوم چه زموږ له ټولو څخه لوې دی، هر څه چه موږ یې پیژنو هغه ورڅخه تیریږي، ویشل کیدی نشي، خرابیدلی نشي، له برخو ندی جوړ شوی. حتی یونانیان پدې پوهیدل. دا یا هغه دی چه موږ ورته الله وایو، او یا ځکه چه د کوچني ممکنه موجوده واحد یونټ مجموعي شمیره، هغه شی چه د کائنات هر څه ترینه جوړ شوي غواړي پدی شکل ځان ښکاره کړي. دا چه دوۍ یو څه ډول توطئه جوړه کړې تر څو دوۍ وکولی شي په ګډه نڅا وکړي ترڅو هایډروجن او آکسیجن د اوبو په څیر ښکاره شي. دا لیونتوب دی. پدې باور کولو لپاره اړین باور کود بی حده زیات دی په مقابل د هغه ساده باوري کود چه په یو ماشوم کې زیږیدلی دی. ولی؟ ځکه چه کله موږ توپ ګوځار کړو نو ماشوم مخ اړوي ځکه چه هغه د دلیل په لټه کې دی. د دلیل لټون د انسان کار دی. د "ولی" پوښتنه کول د انسان کار دی. مګر عصري زده کړې هڅه کوي چه دا ټیټ کړي او دوۍ وايي، پوښتنه یې مه کوۍ چه ولې. برخلیک څه دی؟ مهمه نده. مهمه څه ده؟ په اړه یې فکر مه کوه

د افغانانو په منځ کې دا نظر د یو لوې عکس العمل پر بنا را مینځته شوی. دوۍ ممکن یا طالبان وی او یا فیمینستان، مګر مینځنۍ لاره دوۍ نه نیسي. واقعیا هر چیرې همدغه حال دی. اکثر خلک د رواني دلایلو لپاره چلند کوي نه د حقیقت لپاره او په افغانستان کې، ارواپوهنه لاهم دیني خبرو په اړه غبرګون لري. ولې؟ ځکه چه اسلامي خلکو تر دې دمه ښه ځواب نه دی ورکړی. افرادو شاید ورکړی وي، مګر شاید تر اوسه الله د دوۍ زړونه نوي ویلې کړي چه باور وکړي. شاید د لږو لږو ویلې شوی وي، مګر یواځینۍ لاره یې تمرین دی. خلک له تمرین سره نرميږي

نو موږ باید مینځنۍ لاره انتخاب کړو. دا پدې معنی چه موږ باید واقعیت ولرو. څنګه؟ دا پدې معنی چه موږ وپوهیږو چه د تاریخ په کوم دور کې یو او آیډیال یعنې د دین اصلي وارث لټوو. ته داسې باید ونکړې چه د تاریخ کوم دور چه ته ورکې قرار لرې، له پامه وغورځوې او په بهانه له ځانه آیډیال جوړ کړې. او همدا د طالبانو ستونزه ده. هغوۍ چه هر وخت خوښه وي نو یو مثال وړاندې کوي چه آیډیالیسټیک وي، او یو څوک نشي کولی د نه ویلو جرئت وکړي ځکه چه دا آیډیال دی
مګر بیا پیغمبر اکرم صلی الله علیه والسلم د غیر مؤمنانو سره هغه وخت سوله وکړه کله چه هغه کولی شو دوی سره جنګ وکړي، په صلح الحديبية کې (د حديبية تړون) چه ترټولو لویه سیاسي بریا ده، نه یوازې د مسلمانانو لخوا منل شوې بلکه د غیر مسلم علماو او مورخینو لخوا هم. هغوۍ وویل چه په مدینه کې ټول خلک، یهودان، عیسویان، هر څوک د هغه تر محافظت لاندې دي او د امت برخه دي. یعنې دوۍ د امت برخه بلل کیږي. رسول اکرم (ص) ډیر زیات کارونه کړي چه پروګریسیف یعنې پرمختګ درلودونکي وو، او همدا د پروګریسیف معنی ده. دا د متحده ایالاتو اساسي قانون په څیر دی چه وایي، "موږ د یو ډیر کامل اتحاد غوښتنه کوو". یعنې بشپړ کامل اتحاد نه، مګر یو ډیر کامل اتحاد. نو دا یوه پروسه ده. یعنې دا مه غنده ځکه چه دا په پشپر توګه کامله نده. تاسی ګورۍ چه زما مطلب څه دی؟

نو زه هغه ټولو خلکو ته چه ادعا کوي چه حقوق باید ورته، د هندارې د انعکاس په شکل، یعنې ساده بې خبره مساوات باید وي، وایم چه کله دا د کار خبره وي نو کار باید د جنسیت څخه آزاد وي. مګر کله چه په ټولنه کې د رولونو خبره کیږي نو نارینه مختلف هورموني جوړښتونه لري او دوی کولی شي په ټولنه کې داسې دندې ترسره کړي چه د ښځو څخه توپیر لري

زه په عمومي ډول خبرې کوم. اوس یو انفرادي ښځه د پیپسي کولا یا د ایپل کمپنۍ اجرایوي رییس کې غوره کیدی شي. دا ریښتیا ده. یعنې دلته جینرالایزیشن شتون لري، او د دې لپاره دلیلونه هم شتون لري حتی که تاسې په ایوولوشن باندې باور لرۍ. او کوچنيان روزنې ته اړتیا لري او دا هیڅکله دوامداره کیدی نشي کچیرې هغه ایجنټ چه زیږون کوي په خپل فطرت کې دننه داسې څه ونه لري چه ده ته وښایي چه د ماشوم ساتنه څنګه کیږي. نو موږ نشو کولی دا رد کړو

نو که تاسې ساده او بې خبره مساوات تعقیبوۍ نو بیا تاسې صحیح وایاست، په اسلام کې موږ په مساواتو باور نلرو. په هرصورت، د متن درک کولو لپاره ډیری ښوونځي او چلند شتون لري، چه د دې لپاره به اجازه ورکړي. مګر زه په شخصي توګه پدې باور نه لرم. زه باور لرم چه دا به د ښځو په هوساینې او ګټو کې د تخفیف او جوړجاړي لامل شي ځکه چه که د چا خوښه وي او که نه، پوهیږۍ څه به پیښ شي؟ نارینه عموما د ښځو په نسبت د شطرنج ماهرترینه لوبغاړي دي. نو کله چه موږ سړي دا ووینو، موږ به تاسې ته مسؤلیتونه درکړو مګر حقوق به له ځانه سره وساتو. او بیا داسې کیږي چه اوس زه اړتیا نلرم چه په تا پیسې مصرف کړم. اوس تاسې هم باید مساوي پیسې وګټۍ، او اوس موږ دوهمې ښځې سره ملګرتیا کولو لپاره واده ته هم اړتیا نلرو. اوس موږ یوازې اړیکه ورسره نیسو ځکه چه دا منل شوي لار ده د ټولنې. پخوا باید ما د بلې ښځې سره واده کړی وی او پیسې مې پرې مصرف کړي وی او د هغۍ عزت مې ساتلی وی. مګر اوس دا عزت ته اړتیا نلري. دا اوس د مارکیټ ځاې دی. دا د ښکلا سیالي ده. زه کولی شم لس ډیټینګ اپونه ترلاسه کړم

نو دا فیمینستان څه غواړي؟ دوۍ غواړي چه یو داسې اپ مارکیټ ته وباسي چه کنټرول یې د ښځې په لاس کې یې

مګر دا یو خوب دی، ځکه چه مهمه نده چه څه شی وي، تاسې به هیڅکله په کنټرول کې نه اوسۍ. تاسې یوازې په مارکسیست حسد لرونکي ډول کنترول کولی شۍ چیرې چه قانون د یوې ډلې طبیعي ګټو څخه واخلي او بلې ته یې ورکړي. ځکه چه د نارینو غږ لوړ دی، نارینه تل د لوړ غږ پرتله کوي، میرمنو یې کټګوریانې غوره کړي. له همدې امله یوه پوهه ښځه وايي، دا نارینه دي، دوۍ پریږده چه نارینه وي

زه اوس پدې نه پوهیږم چه د فیمینستانو پرمختګ ولې هر وخت لدې پیل کیږي چه دوۍ وایې، ولی یوازی نارینه، موږ هم د سګرټ څښلو حق غواړو. مګر په یاد باید ولرو چه دا هغه خلک دي چه د روح څخه منکر دي. دوۍ دا ردوي چه دلته یو څه شتون لري چه لوړ انساني فطرت نومیږي. او دوۍ دا حقیقت ردوي چه د ادب درلودل یو ښه شی دی

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟