آیا موږ کولی شو چه په افغان سیاست کې دین په مکمله توګه له پامه وباسو؟
پدې ورځو کې زموږ ځنې سیکولرانو ورونو، نه پوهیږم چه آګاهانه که غیر آګاهانه، خو دې ټکي ته یې ډیر کش ورکړی چه دین دې په جومات کې کښیودل شي او سیاست دې له دین څخه مکمل پاک وي. دوۍ دا هم وایې چه که موږ غربي سیکولر ماډل په افغانستان کې سل فیصده پلي کړو نو موږ به په فایده کې یو نو یو سوال پیدا شو چه:
آیا موږ کولی شو چه په افغان سیاست کې دین په مکمله توګه له پامه وباسو؟
دلته د سیکولریزم دوه غږونه شتون لري، چه یو غږ یې وایې زموږ ارزښتونه دې هم له دین سره اړیکه ونلري. نو د سیکولریزم دغه غږ ته زه وایم چه زه فکر نه کوم که دا به ممکنه وي او دا پدې معنې چه:
ګورۍ، هغه ارزښتونه چې له دیني عقایدو سره مینځ ته راځي، یعنې د ارزښتونو هغه سیستم چې له وخته نه په افغاني دیني باورونو کې ځای پر ځای شوی، دا زموږ په کلتور او د خلکو په ذهنونو کې ډیر ژور مخلوط شوی دی. حتی که خلک د مختلفو شیانو په قضاي دلیل یا منطق یا په شرعي کسر هم نه پوهیږي، دوۍ پوهیږي چه مثلاََ زنا حرامه ده
نو کله چه یو کس وایې، موږ پوهیږو چه زنا حرامه ده او ټوله ټولنه هم پدې پوهیږي، صحیح ده چه ځنې خلک یې پروا نه کوي، مګر دولت څه حق لري چه په دغه معاملو کې دخیل شي؟
نو په حقیقت کې هغه دا وایې چه یو سړی یا ښځه نشي کولی چه خپل پارټنر عدالت ته ویسي او ووایې چه ده دغه کار کړی دی. بس! او دا یواځنی وخت دی چه ته یو څه وی، او که ته دا نه وی، نو بیا ته هیڅ څه نه وی. ته یواځې د هغې سیمانټیکونه ورکوی
نو دا یو جُدا والی دی چه زه فکر کوم امکان نلري، یعنې د ارزښتونو جُداوالی! یعنې هغه څه چه موږ یې ښه ګڼو، او هغه څه چه موږ یې بد ګڼو. دین د دوۍ په اړه غږیږي، مګر د ارزښتونو دغه سیسټم د خلکو په ذهنونو کې ننوتی دی، او موږ نشو کولی چه خلک له سیاست څخه وباسو! دا ممکنه نده
نو پدې اساس دا یوه غربي، سیکولر مفکوره ده چه په افغانستان کې امکان نلري چه پلي شي. او بیا ځنې خلک وایې، هر څه چه غرب کړي، که موږ یې هم وکړو نو موږ به ښه یو. نه! هیڅ کله نه
دوۍ غواړي چه سیاست له دین څخه بالکل پاک کړي، ځکه چه په غرب کې همدغه کار اوشو! ځکه په غربې تاریخ کې، چرچ د سیاست مالک وو! مګر په اسلام کې هیڅ کله داسې نه وه. په اسلام کې د دین او د سیاست اړیکه په بنسټیز ډول فرق لري، لکه څنګه چه په عیسوي نړۍ کې وو! او دغه پرتله کول او مشابهت هیڅکله نه پلي کیږي! دا داسې ده لکه د مڼو او مالټو پرتله! ته نشې کولی چه یوازې د عیسوي نړۍ تاریخ پرتله کړې او فکر وکړې چې دا یو ڼړیوال تاریخ دی چې د هر کلتور لپاره کار کولی شي
زموږ د ارزښت سیستم دې ته اجازه نه ورکوي. یعنې د عادي خلکو په توګه. د مذهبې ملایانو په توګه نه! ځکه چه دین د خلکو په وینه کې شریک شوی! د مثال په توګه. زه ولې ونشم کړی چه د کابل په یو سوپر مارکیټ کې د خنځیر غوښه خرصه کړم؟ ځکه چه د افغانستان خلک دا نه مني! او ولې یې ومني! بیا ځنې خلک وایي، نه نه، ته باید دین د دغه مسئلو نه وباسې. اوکی دا غیر قانوني کیدی نشي مګر ته به یې بیا هم ریګولیټ کوي (تنظیموې) ځکه چه دا د خلکو د ارزښتونو سپکاوی کوي
ته نشې کولی چه د سیکولریزم په نامه په هغه شیانو سترګې پټې کړې چه خلک یې غواړي. صح؟
د سیکولریزم مفهوم څه دی؟ سیکولریزم وایي، موږ همدغه زمان پدې دنیا کې ژوند کوو، او موږ باید داسې رولز یعنې قواعد را مینځته کړو چه زموږ ضرورتونه حل کړي، او ما ته د خدی او د دین خبرې مه کوه ځکه هغه یو افسانې دي. نو سیکولریزم دا وایي
بیا مذهبي شخص ورته څه وایي؟ هغه وایې، اوکی موږ یو څه ته اړتیا لرو چه زموږ او ستاسې ضرورتونه حل کړي، مګر موږ یوې لارې ته اړتیا لرو چه زما او ستا څخه د پورته مقام نه راشي. موږ پدې باور لرو چه په هر څه پوهیدونکی، العلیم شتون لري، او موږ پدې هم باور لرو چه هغه یو پیغمبر لیږلی، او هغه قواعد لري. د دغه قواعدو څخه ځنې قواعد، لږ سخت دي
اوس په حقیقت کې په افغانستان کې ستونزه چیرته ده؟ ستونزه دلته ده چه ملایانو د دغه قواعدو یو ډیر ایلابورټ سیستم، یعنې ډیر یو پراخه سیستم جوړ کړی. ولې؟ چه د دوۍ لپاره وظیفې پیدا شي. مګر دا دومره پراخه ندی. ته کولی شې چه شرعیت په لس پر لسو، یعنې ټین باې ټین اِیکسیل شیټ کې واچوې د سلو قواعدو سره، مګر ملا وایې دا باید سل نه زر وي. ولې؟ ځکه چه دا ورته وظیفه ورکوي او بیا هغه پدې توانیږي چه ووایې، "اوووو دا او دآ، او فلانې او فلانې داسې ویلې وو چه داسې دې اوشي، چه اصلاََ د حقیقت سره هیڅ ارتباط نه لري. یعنې سپیشلایزین غواړي... او حقیقت خو دا دی چه هر څوک پوهیږي چه کله ملا چاغ شو نو پوه شه چه دلته کار خراب دی
نو د سیکولریزم هغه غږ چه په اصل کې وایې چه سیاسي سیسټم، قانوني سیسټم باید په شخصي معاملو کې ښکیل نه وي، یعنې اِنوالو نه وي. مګر دا یو ډبل سټنډرډ دی، دا دوه مخي معیارونه دي ځکه چې په ډیرو سیکولر ټولنو کې، قانوني سیسټم په شخصي معاملو کې ښکیل دی. د مثال په توګه، که یو څوک په خپل کور کې کوکین کاروي. دا غیر قانوني دی. دا شخصي دی مګر که پولیس یې ګیر کړي نو ازادي ترینه اخلي، جریمه کوي یې، او په زندان کې یې اچوي. نو دا بیا دوه مخی معیار شو
ګورۍ، هره ټولنه رولز ته اړتیا لري. چیرته چه رولز نه وي نو بیا هغه ځاې انیمل کینګډم کیږي، یعنې ځنګل ترینه جوړیږي. او دا قواعد باید د ارزښت سیسټم پر بنسټ وي. ځنې شیان موږ ښه ګڼو، او ځنې شیان موږ بد ګڼو. هغه شیان چه موږ یې بد ګڼو، په هغو موږ بندیز لږوو. او هغه شیان چه موږ ښه ګڼو هغه موږ تشویقوو. او دا په هره ټولنه کې ده، که هغه سیکولر ده که نان سیکولر
نو دا د سیکولریزم هغه یو غږ دی چه وایي، (د ارزښت سیستم باید طلاق کړی شي)، چه وایې د ارزښتونو سیستم سره دې باید اړیکه نه وي. یعنې ښه څه دي، او بد څه دي
بیا د سیکولریزم یو بل غږ دی چه وایي، نه! دا داسې نده چه موږ ښه او بد ډیورس کړو. موږ د ښه او بد سره اوکی یو، مګر زموږ په سیاسي پروسه کې تاسې دغه لاندې دلیل نشۍ ورکولی
ته نشې ویلی چې موږ باید دا وکړو ځکه چې دا په قرآن کې دی. او د غه غږ سره بیا زه موافق یم
ته یواځې په هغه صورت کې دا کولی شې که ټوله ټولنه په اساسي قانون کې دا ووایی چې قرآن زموږ سرچینه ده. مګر دلته باید اګریمینټ وي، یعنې د ټول ملت تړون وي، یعنې بیعة وي. داسې نشي کیدی چه بس یو ملا دې پاڅیږي او په خپله خوښه دې قانون جوړوي، ځکه چه هغه بیا بقاء نه کوي، او خلک یې پر ضد پاڅیږي. د مثال په توګه، د رسول اکرم صلی الله علیه والسلم د وفات ته وروسته د پنځه وو خُلفاوو د دولت جوړښت شکل، یعنې ګورنمینټ فورمیشن. پیغمبر د خدی د دې په هکله هیڅ طرحه ورنکړه. پدې کی ډیموکراسې، اپوانټمینټ... دا هر څه وو مګر شرط یې دا وو چه د خلکو بیعة باید ولري، یعنې لیجیټیمَسي یې درلودله، ځکه چه د نولسمې پیړۍ نه وړاندې اسلامي تاریخ ډیر متنوع وو، ډیر ریچ او د د شرقي ابهام سره ډیر هوسیانه وو
نو ته نشې کولی چه ووایې چه زموږ سیاسې سیستم باید د افغانانو له ارزښتونو څخه پاک وي. او د یو سوچه سیکولر سیستم ستونزه دا ده چه دوۍ نه پوهیږي چه د ازادۍ حد چیرته دی؟ دوۍ د فریډم، فریډم، فریډم او ټولرنس یعنې د ازادۍ او زغملو غږ جږوي. سمه ده. آیا ته اِن ټولرنټ یعنې نه زغمونکي خلک زغملی شې؟ ته د دغه سیلف ریفرینشل پرابلم سره څنګه چلند کوې؟ مثلاََ فرانسه. دوۍ د فریډم او ټولرنس یعنې د ازادۍ او زغملو خبرې کوي مګر حجاب ته اجازه نیشته هلته. نو ستا هغه ټولرنس څه شو؟
نو کله چه ته د دوۍ سیکولر بحث ته لاړ شې نو د دوۍ دغه بحث د دوۍ په کلتور او تاریخ په تعصب ولاړ وي. تر ټولو لومړی، کله چې دوۍ د سیکولریزم په اړه خبرې کوي، دوۍ په حقیقت کې له دولت څخه د کلیسا د جلا کولو خبرې کولې. د مذهب د جلا کولو نه. مګر بیا د کُلونیَلیزم یعنې استعمار سره، دوۍ بیا دا عمومي کوي او وایي، او، څرنګه چې موږ کلیسا له دولت څخه جلا کړه، راځۍ چې ټول مذهبونه هم جلا کړو
ته غواړې چه کروسیډز هیر کړې؟ ته غواړې سل کلنه جګړه هیره کړې؟ ته غواړې د پروټیسټنت ریفَمیشن چه د خلکو سره څه کړي، هغه هیر کړې؟ هغه یو میلیون کسانو وژنه؟ ته دا ټوله ملامتیا را اخلې او وی ټول ادیان دې باید بند کړی شي. نه حبیبي، دا یواځې ستا تاریخ دی. د د غربي تاریخ د یو جنګ تلفات د اسلام د ټولو تلفاتو نه زیات دي، او بیا هغه خلکو چه د ټولو نه ډیر انسانان یې وژلې چه د دیني ارزښتونو جلا والی غواړي، هغه دي کمونیستان
او ګورۍ یو شی چه ډیر مهم دی هغه دا چه فلسفې د دې پیش بیني وکړه. نیچه دا وړاندوینه وکړه! نیچه د "ګاډ ایز ډیډ" په کلمه مشهور دی چه ځنې خلکو ترینه غلطه معنې اخیستې ده. فریډریک نیچه اوویل، "ګاډ ایز ډیډ"، او که تاسې، یعنې لویدیځ تمدن ته وایې، که تاسې فکر کوۍ چه د خدی او کلیسا د لرې کولو سره مو زانونه آزاد کړل، نو تاسې صبر وکړۍ چه یوه داسې تیاره به په تاسې مسلطله شي چه د بدیل ایډیالوژیو لخوا به را مینځ ته شي. اقلاََ کلیسا خو دومره ویل چه په یو بل رحم وکړۍ او د ګاونډي سره مینه... دا نورې آیډیالوژيانې پدې شیانو هیڅ باور نلري! دوۍ په بشپړ ډول د ماشین جوړولو په اړه دي، او د ماشین خدمت کولو په اړه، او د ګوند خدمت کولو په اړه، او یواځې د سیسټم خدمت کوي... د دوۍ ژبه د ماډرن ایکونامیکس ژبه ده چه ډیره مغروره او یو اړخیزه ژبه ده
آیا موږ کولی شو چه غوښه له هډوکو جلا کړو؟ همدغسې دین او کلتور د افغانستان په څیر هیواد کې له یو بل سره ډیر ژوره اړیکه لري او په یو بل کې ننوتې دي. حتی زموږ ژبه د عربۍ څخه ډیره متاثره ده. دا ټول له کومه شو؟ دا د دین له وجې. یعنې څو سوه کاله او نسل په نسل
نو ته راځې او ما ته وایې چه زموږ د لارښود هغه اصلي سرچینه باید غیر قانوني شي؟ ته د لارښوونې کومه سرچینه غوره کوې؟ آیا ته غواړې چه غربې ماډل په افغانستان کې تطبیق کړې؟ مګر راځه چه اول د غربي ماډل تاریخچه مطالعه کړو او پدې ځان پوه کړو چه دوۍ د کومو مرحلو څخه تیر شوي
که ته وینې چه یوه یوه پیشوګۍ پرنګالۍ کیږي او ته وی چه زه دې هم پرنګالۍ شمه، نو بیا ته هم دا توقع کوه چه ته به هم د هماغه جِینیالوجي پروسې څخه تیریږي له کومې څخه چه یوه پرنګالۍ تیریږي! ته به اول فیټس یې، وده به کوې، بیا به درنه پیشوګۍ جوړیږي، بیا به په خپل ککون کې دننه کیږي او بیا به درنه پرنګالۍ جوړیږي
نو زه دا وایم چه ته نشې کولی چه یو نا اشنا تمدن وارد کړې او په خپل تمدن یې واچوې، ځکه چه ستا تاریخ ډیر تغیر لري
اوس، کله چه بیا موږ د ساینس، ټیکنالوژۍ، او د نورو علمي پرمختګونو خبره کوو نو په دواړو سترګو یې قبول کړه، ځکه چه د فزیک قوانین، د فزیک قوانین دي. ایتیکس یعنې اخلاق مختلف دي، مګر فزیک، بیالوژي، ریاضیات او کیمیا او داسې نور، په سر او سترګو یې قبلوو. باې ده وی، موږ هم په نړۍ کې غوره ریاضي پوهان، فزیک پوهان او داسې نور ساینسدادان درلودل مګر یو شی چه مو نه درلود، هغه وو، ښه سیاسیون. زمور سیاسیون خراب او فاسده وو
نو په افغانستان کې موږ دین صرف نظر کولی نشو. هغه څه چه موږ یې باید وکړو، هغه دی د فساد لرې کول! موږ د دین هره لیکه یا ورژن چه فساد ته لمنه وهي، باید له مینځه ویسو. نو هر څوک چه راځي او وایې موږ د اسلام په نامه دا او دا کوو، او د اسلام په نامه فساد خپروي په هیواد کې، موږ باید دغه نرټیو یعنې نظریه له مینځه ویسو او په بدیل کې یې داسې اسلامي نرټیو را مینځ ته کړو چه هغه اولنی نرټیو فاسد ثابتوي. او دا دویم نرټیو د اول فاسد نرټیو څخه قوي ده، ځکه چه دا په قرآن ولاړه ده
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment