آیا فری مارکیټ یعنې آزاد بازار حرام دی؟

 

آیا فری مارکیټ یعنې آزاد بازار حرام دی؟
نن سبا طالبان هر کار دین پورې تړي تر څو دوۍ زموږ د ژوند د پریکړو خاوندان پاتې شي، نو د طالبانو او د هغوۍ د ملاتړو تر مینځ دا غلط فهمي هم شته چه ازاد بازار ګواکې حرام دی.  دوۍ معمولا خپل دلیلونه د اینلایټنمینټ، یعنې د روښانتیا دورې او د اډم سمیت د فري مارکیټ ماډل پر اساس توجیه کوي، کوم چه زما په نظر یوه لویه تېروتنه ده

زما پوښتنه اوس دا ده چه کله ته وایې "آزاد"، دا څه معنې لري؟ آیا دا یوه فلسفي پوښتنه ده، آیا دا سیاسي پوښتنه ده، آیا دا اقتصادي پوښتنه ده، آیا دا رواني پوښتنه ده؟ زما مطلب دا چه کله یو څوک وایي فُلان آزاد دی، یو بازار آزاد دی، نرخ آزاد دی… دا څه معنې لري؟

او د دې په مقابل کې ستاسې ځواب شاید دا وي چه دا هغه ځاې دی چیرې چه حکومت مداخله نه کوي. یعنې دا شوه اوس یوه سیاسي مسئله. صح؟

نو، دا پوښتنه چه آیا موږ آزاد بازار لرو که نه، په حقیقت کې یوه سیاسي پوښتنه ده چه موږ به کوم ډول قوانین را مینځته کوو، لکه دا چه د اقتصاد چلند به د هغو قوانینو تر لاندې په آزاده توګه مشخص کیدی شي یا نه؟ مګر دا اصلاََ د پالیسۍ پوښتنه ده! او دا ډیره مهمه ده چه پدې باید موږ پوه شو!

د "آزاد بازار" په څیر کوم شی ګوره شتون نلري! مثلاََ داسې فکر وکړۍ چه موږ یوه زرافه وموندله او د لیدو نه وړاندې موږ په میلیاردو کالو کې هم د زرافې تصور هم نشو کولی. یعنې دا یا خدای خلق کړې یا ایوولوشن کچیرې ته په خدای باور نلرې، په هر صورت… مګر ازاد بازاد داسې ندی!

آزاد بازار یوه سیاسي پالیسي ده! یعنې هغه څوک چه قدرت لري پالیسیانې لري. یعنې دغه خلک چه په واک کې دي، دا چه دوۍ څنګه د یوې پوښتنې پر وړاندې چلند او عمل انجاموي. لکه بهرنۍ پالیسي، اقتصادي پالیسي وغیره وغیره… یعنې پالیسي شوه مور او قواعد شو د دې بچیان...

نو، آزاد بازار هغه پالیسي ده چه وايي، ملکیت شخصي دی. تاسې د یو فرد په توګه زموږ د ټولنې د اتباعو په توګه، د (اَسیټس) شتمنیو د ملکیت حق لرۍ! دا شو اول ټکی! یعنې د ملکیت حقونه شتون لري. او زه یوازې د اجناسو د مالکیت د حق خبره نکوم، مګر د شتمنۍ خبره کوم. یعنې تاسې کولی شۍ د بیلګې په توګه ځمکه، جایداد ولرۍ.
اوس، آیا یو څوک کولی شي چه د سیند مالکیت ولري؟  که بازار په بشپړ توګه آزاد وی نو باید یو چا به د سیند مالکیت درلودی شوی.  سمه ده!  یعنې زه یواځې غواړم چه تاسې ته یو مثال درکړم چه حقیقت مخلوط دی.  دا مفکورې نظریات دي، مګر اصلي واقعیت مخلوط دی.  موږ ایډیاګانې یعنې نظریات د حقیقت له دغه مخلوط جریان څخه اخلو مګر هیڅ یوه آیډیا په خپل خالص شکل کې، د لیدلو وړ نه ده، ځکه موږ یواځې د آیډیا اړخونه ګورو بس!  آیا څوک کوی شي چه د وریزو مالکیت واخلي، یا مثلاََ د ۲۰۲۴ کال مالک شي؟  مطلب مې دا چه لا هم داسې شیان دي چه د پلور لپاره ندي.  مګر په امریکا کې بیا ته کوی شې چه جین واخلې.  یعنې ته کوی شې چه په کروموسومز کې جین مانیپیولیټ کړې، یعنې په جین کې د لاسوهنې حق ته لرې!  مګر په نورو هیوادو کې ته د جین مالک کیدی نشې.

مګر په امریکا کې د اینټیلیکچول پراپرټي د پالیسۍ لاندې، یعنې د فکري ملکیت پالیسۍ لاندې هیڅوک نشي کولی چه په دغه جین کې لاسوهنه وکړي چه تا کشف کړې.  که څوک غواړي چه دغه جین کې لاسوهنه وکړي نو مجبور ده چه تا ته به پیسې درکوي.  د اینټیلیکچول پراپرټي یعنې د فکري ملکیت په نوم یوه پالیسۍ شتون لري دلته.  د ملکیت حقوقو پالیسۍ لاندې ته کولی شې چه د یوې آیډیا مالک شې.  یعنې هو یو معیار دلته شتون لري او ځنې شرایط دي چه ته یې باید پوره کړې، مګر په پوره کولو سره ته د یوې آیډیا مالک کیدی شې د راتلونکو دیرش کالو لپاره

او د دې دلیل دا دی چه کچیری زه ستا د آیډیا د ملکیت حق خوندي کړم، ته بیا نور دغه آیډیا پټه نه ساتې یعنې پیټینټ کوې یې او بیا یې پبلک کوې، یعنې عامه کوې.  او د دې فایده بیا څه ده؟  اول خو دا چه دا نورو خلکو ته الهام ورکوي، او دوهم دا چه دا نورو خلکو ته اجازه ورکوي چه وَلِیو چین یعنې د ارزښت په زنځیر کې مختلف شیان ترسره کړي چه د دې سره تړاو لري.  د مثال په توګه، د درملو تولید.  یعنې دوۍ کوی شي چه تا ته د لایسنس فیس درکړي او تولید یې کړي، ځکه چه ته شاید یوه ډیره ښه آیډیا ولرې مګر فابریکه ونلرې.  مطلب دا چه دوۍ نشي کولی چه ستا آیډیا کاپي کړي مګر دوۍ کوی شي د ارزښت زنځیر کې یو لینک یعنې کړۍ ترسره کړي

همدا لامل دی چه د آزاد بازار اقتصادونو، پریکړه وکړه چه فکري ملکیت پالیسۍ ته اړتیا لري او د ساتنې ارزښت لري.

زه فکر کوم دغه خلک پدې کې مغشوش دي چه دوۍ نه پوهیږی چه آیا مثلاََ د تلویزیون کتل حرام دی که په تلویزیون د یوې غیر اخلاقي برنامې کتل حرام ده؟

او دا یو احمقانه تصور دی.  یعنې دا ای-مورل دی، یعنې اخلاقیت نلري، ځکه اخلاقیت د اکټر یعنې لوبغاړي سره تړاو لري.  په همدې شکل آزاد بازار هم ای-مورل دی، یعنې اخلاقیت نلري.

اوس، کچیری ته وایې چه د فری مارکیټ معنې دا چه دلته هیڅ قسم قواعد شتون نلرې، نو هو دا حرام دی. یعنې ته هر څه کوې شې. ته کوې شې چه مثلاََ غیر اخلاقي فلمونه خرڅ کړې تر څو سَپلاې او ډیمانډ وي، یعنې رسونه او غوښتنه وي. زه دلته، په مطلق ډول د آزاد بازار د مفکورې په اړه خبره کوم، کوم چه د هر څه څخه پاک دی! مطلب، نه اخلاق، نه قانون، هیڅ قواعد شتون نلري!

مګر فري مارکیټ یوه پالیسي ده! او پالیسي د سیاست بچی دی، او سیاست د فلسفې بچی دی! نو فلسفه شوه نیا. ایتیکس یعنې اخلاقیت شو د هغۍ اولاد. سیاست شو لمسی. قانون شو کړوسی. او اقتصاد شو د کړوسي بچی. د دې معنی دا ده چه دا د خلکو هغه فلسفه ده، د دوۍ هغه ارزښتونه دي، چه دا پالیسۍ زیږوي!

نو که هغه ووایي، د آزاد بازار معنی دا ده چه موږ یو داسې د ارزښت سیستم لرو چه وايي، هیڅ قواعد شتون نلري! یعنې هیڅ خدای نشته، هغه هیڅ اصول نه دي ښکاره کړي، هغه هیڅ نه غواړي، هیڅ اخلاق نشته، نو بیا دا حرام دی. د دې لپاره چه ووایو هیڅ اخلاقیت نشته، نو بیا دا حرام دی، مګر دا د هر څه هغه مطلق پایله ده! هر څه چه مطلق فري وي! نه یوازې فري مارکیټ. فري زه، فري ته، فري ډوډۍ… هر څه چه بالکل فري وي، نو هغه د "عُبودية" مدار پریښود! سمه ده. دا نور "عبد" نه دی، نور "مخلوق" نه دی. نو هو، پدې اساس دا غلط دی، مګر دا بیا ډیر یو ساده استدلال دی...

ځکه چه دوۍ د فري مارکیټ سرچینه د اینلایټنمینټ اِیرا یعنې روښانتیا دوره بلي، نو راځم د روښانتیا دورې ته. د د روښانتیا دوره، یعنې جان سټیورټ مِل، اډم سمیت، جان لاک، ډیکارټس، د دغه ټول د روښانتیا دور، په هکله یوه ډیره مهمه پایله، د هغه تاریخې غبرګون په اساس ده چه دوۍ د کلیسا او د کلیسا د سرسختو اخلاقو پر ضد ښودلی. هغه دور کې د کلیسا اخلاقیت داسې وو لکه د طالبانو چه د هغه ماشوم پر ضد یې ښایې چه په سترګو یې تړلې او وهي یې ځکه یوه وړه ګناه ترې شوې. که د هسپانوي تشویش دور چه د سپانِش اینکویزیشن په نامه یادیږي مو په یاد وي نو دا ډیر یو وحشتناکه دور وو. یعنې دا په ټول بشري تاریخ کې ترټولو بد فصلونه دي. هغوۍ داسې وو لکه اوسنی دولت په افغانستان کې.

نو یو له هغو شیانو څخه چه د روښانتیا دور وویل، او د همدې ستونزې له امله د روښانتیا دور په هر مفکر دغه ټاپه لږیدی شي، هغه دا وو چه روښانتیا دور ویلې، مرکز خداې ندی، مرکز انسان دی. او دا هغه څه دي چه د مدرنیت د مایعاتو لامل کیږي. یعنې بس انسان مرکز دی! ټول هغه شیان، د آیډیالیستې نړۍ پورتنۍ طبقې، دروغ دي، تخیل دی!

ګورۍ، دوۍ په تاریخ کې تیر شوي او دا د تاریخ یوه برخه ده! یعنې د هغوۍ په نظر، څوک وایي چه مثلاََ غیر اخلاقي فلمونه خرصول بد دی؟ تر څو ډیمانډ وي، نو پدې کې ستونزه نیشته! مګر موږ باید په یاد ولرو چه ډیموکراسې هم همدا وایي! که هر څوک رایه ورکړي نو همدغه بیا د دوۍ قانون دی. مګر په ډیموکراسۍ کې رایه څوک ورکوي؟ رایه ورکوي خلک! نو پدې اساس د ډیموکراسۍ قوانین د خلکو د ارزښتونو په بنیاد ولاړې دي. دا ډیر یو مهم ټکی دی چه موږ یې باید په یاد ولرو! نو که خلک مسلمانان وي، نو داسې قوانین به نه جوړوي چه د دوۍ د ارزښتونو خلاف وي.

اوس، که د ډیموکراسۍ څخه ستا مطلب وي، د انسان حتمي حاکمیت، او هیڅ خدای نشته او د هیڅ چا ارزښتونه په پام کې نه نیول کیږي، نو بیا دغه برخه یې یوازې حرام نه بلکې کُفر دی! خو که د ډیموکراسۍ معنې دا وي، پرېږده چه خلک دې په پلورَلیسټیک یعنې کثرت ډول د خپلې واکمنۍ د طریقې تصمیم ونیسي، نو بیا دلته مشکل نیشته! یعنې دا ای-مورل ده، یعنې اخلاقیت نلري. دا یو میکانیزم دی. دا داسې ده لکه یو ټوپک یا تلویزیون.

اول، فري مارکیټونه د مارکیټ پلیس ډیموکراسي ده. یعنې د ملکیت حق، د آیډیا حق ته لرې. دوهم: نرخ ټاکل فري دې. دولت نشي کولې چه د شیانو قیمت وټاکي. ځکه نرخ، (اینویسټرز) پانګه اچوونکو او (کنسیومرز) مصرف کوونکو ته د یو شي د (سکِیرس) کمبود او (اَبنډنس) زیاتوالي سیګنال ورکوي

ګورۍ مثلاََ کله چه زه سفر کوم نو په ایکسپیډیا ډاټ کام کې ارزان ترینه نرخ ګورم. ولې؟ ځکه چه دا ما د یو ټکټ په قیمت دوو اخیستو ته اماده کوي. ولې؟ ځکه چه دا الوتکه د بلې الوتکې په پرتله خالي ده. هوایی شرکت زما د جذبولو لپاره نرخ راټیټوي. همدا لامل دی چه آزاد بازار (ایفیشَنسي) یعنې موثریت رامینځته کوي! موثریت څه شی دی؟ یعنې لږه ضایع. نو په نرخ کې، هیڅ مداخله نشته! هر اقتصاد، حتی تر ټولو آزاد چه نن ورځ د نړۍ په بازارونو کې دی، په ځینو شیانو کې لاسوهنه لري، یعنې بازار په مکمله توګه آزاد ندی

زه به درته د فري مارکیټ د پس منظر په هکله لږ معلومات درکړم. او هغه دا چه د روښانتیا دور ډیرې آیډیاګانې دي، او له هغو څخه یوه ده فري مارکیټ، بله ده ډیموکراسي... زما مطلب دا دی چه د تاریخ دغه دور چه موږ پرې بحث کوو، دا واقعیا په هغه پالیسۍ ټینګار کوي کومه چه باید د هغه وخت پاچا خپله کړي وی. یعنې په بازار کې لاسوهنه مه کوه! له همدې امله هغوۍ دې ته آزاد بازار یا فري مارکیټ وایو. اصلاََ دې ته به یې لَسی فیر وایو. دا د انګلیسي ټکې دی مګر له فرانسوي اخیستل شوی، او معنې یې ده "اجازه ورکړه چه دغسې وي" ځکه، دا هغه ژبه وه چه د فرانسې د پاچا په وخت کې کارول شوې وه او ځنو مشاورینو به ورته ویل "لَسی فیر"، "اجازه ورکړۍ چه دغسې وي" ولې؟ موږ به ډیر (
ایفیشَنسي) یعنې موثریت ولرو، چه معنې یې ده، دوۍ به ډیرې پیسې وګټي، چه معنې یې ده، ستاسې د مالیې عواید به لوړ وي! نو د فري مارکیټ آیډیا له همدې لارې پیل شوه.
(Laissez Faire = لَسی فیر)


یو بل شی چه موږ یې په پام ولرو، هغه دا چه (ټوټل فري مارکیټ) یعنې بشپړ آزاد بازار "زیرو ټَکس" لري یعنې مالیه یې صفر ده. ځکه چه دا په بشپړه توګه آزاد دی! او بله دا چه بشپړ آزاد بازار به خپلې شخصې پیسې ولري. مګر بشپړ آزاد بازار یعنې ټوټل فري مارکیټ شتون نلري. آزادي غوښتونکي (لیبرټیریَنز) غواړي چه دلته یو بشپړ آزاد بازار وي، مګر دغه ټوټل فري مارکیټ هیڅ شتون نلري!

نو تر کومه حده چه دی وایي فري مارکیټ حرام دی، نو دوۍ خو اصلاََ غلط شوي مګر زه به ورته هغه "بینیفیټ آف ډَوټ" ورکړم او وبه ویایم چه شاید دوۍ د روښانتیا دور د آیډیا خبره کوي له کومې سره چه فري مارکیټ ځنې ساده خلک تړي. نو پدې اساس سمه ده. که دوۍ وایې چه د روښانتیا دور په خپل اصلیت کې کافر دی نو هو دا حقیقت دی. ځکه چه د روښانتیا دور په خپل اصل کې انسان د څه شی له بندونو څخه خلاصوي؟ د خداې! نو پدې اساس سمه ده، دوۍ صحیح دي، مګر دوۍ ډیر ساده دي ځکه چه دوۍ د فري مارکیټ په هکله کورنۍ وظیفه د واقعیت په توګه نده تر سره کړې.

دوۍ د اډم سمیت مثال ورکوي نو زه به ووایم چه اډم سمیت د آزاد بازار ویاند دی. د مطلق آزاد بازار نه، ځکه چه اډم سمیت یو بل کتاب لري په نامه د "ده تیوري آف مورل سینټَمینټس" یعنې د اخلاقي احساساتو تیوري، او پدې کتاب کې هغه زموږ په (لیګل سیسټم) یعنې په قانوني سیستم کې د اخلاقو د حاکمیت په هکله خبرې کوي یعنې زما په مطلب پوه شوۍ کنه چه زه څه وایم. د جان سټیورټ مِل د بیان ازادۍ په هکله چه کوم دریځ وو هغه هم بشپړ آزاد ندی، لکه څنګه چه د امریکا د سترې محکمې یو کس وو په نامه د اولیور وینډیل هولمز جونیئر، او هغه وویل چه که زه د سینما په مینځ کې چغه کړم چه "فآیر" یعنې "اور" نو دا "فري سپیچ" یعنې آزاد بیان نشو. ځکه دا په هغه "کونټیکسټ" یعنې شرایطو کې خپله یوه معنې لري، او دا آزاد بیان ندی!

یعنې هغه څه چه زه وایم هغه دا چه حتې د (اینلایټنمینټ اِیرا) یعنې د روښانتیا دور پلرونو هم ندي ویلې چه دغه شیان سل فیصده "ابسولوټ" یعنې مطلق دي! په نړۍ کې هیڅ مطلق شتون نلري. کچیرې مطلق وی نو تا به څنګه لیدو، څنګه به پرې پوهیدی ته؟ مطلب دا چه ته د دې د پوهیدو لپاره باید لدې زیات مطلق اوسې! تر څو یې ته "کنټین" کړې یعنې محاصره کړي. دی ته ویل کیږي، "ایټس ای فولز ایرنډ" یعنې دا د احمقانو کار دی!

ګورۍ، د روښانتیا دور مفکورې هم شته چه د ډيموکراسۍ په څیر شيانو کې راغلي دي، لکه په ننني مفهوم کې ازاد بازار مګر هو هغه آیډیاګانې پخپله ستونزه لري، مګر دا هم حقیقت دی چه ته د آزاد بازار د اصولو له پلي کولو پرته مشروع اسلامي حکومت نشې درلودلی اصلاََ! ځکه چه په بل سر کې یې هغه خلک شتون لري چه وایي ډیرې مالیات "شریعه کامپلیمینټ" یعنې د شرعیت مطابق ندي، او دوۍ دا خبره د اسلام په نامه د فري مارکیټ په ملاټر کوي. نو ته به بیا له ما مالیه څنګه اخلې؟ ځکه دوۍ وایې دا د څه لپاره ده؟ زما مطلب دا چه محدودیتونه شتون لري. دوهم دا چه موږ اصلاََ حتې فري مارکیټ لرو هم نه! لکه دغه احمق، چه وايي د طالبانو موډل موږ د غربي آزاد بازار څخه وباسي! غرب فري مارکیټ ندی! د مثال په توګه د انرژۍ بازار خبره که زه وکړم، نو انرژي د عصري اقتصاد بنسټیز چلوونکې ده، او د انرژۍ دغه بازار په ژوره کچه هیڅ آزاد ندی. دا بازاد د یو مافیا په نامه د (اوپیک) یعنې (اورګَنایزیشن آف پیټرولیم ایکسپورټینګ کنټریز) "د نفتو صادرونکو هیوادونو سازمان" په لاس کې دی، او دوۍ په پټه او غیرقانوني توګه له یو بل سره همکاري کوي او پریکړې کوي چه څومره به تولید وي، یعنې څومره (سَپلاې) به وي یعنې رسونه. نو دا فري مارکیټ ندی او په حقیقت کې صنعتي اقتصاد ته زیان هم رسوي

(OPEC = اوپیک) 

که زموږ اقتصاد، معنی، هغه مادي غوښتنې او اړتیاوې چه موږ یې لرو، زموږ د ټیکنالوژیکي تکامل پایله ده، دواړه میخانیکي او معلوماتي، نو انرژي د عصري اقتصاد لپاره داسې ده لکه د ژوند کولو لپاره چه وینه اړینه وي. او دا یو ازاد بازار نه دی.

زه به یې درته یو بل مثال درکړم چه بازار مطلق آزاد ندی په غرب کې. ګورۍ، د دغه "نیو وړلډ آرډر" یعنې د دې نوي نړیوال نظم یوه برخه دا ده چه اوس چین د (بیلټ اینډ روډ اینیشَټیف) یعنې د یو کمربند او یوې لارې د نوښت له لارې هڅه کوي چه مختلف هیوادونه خپل لور واړوي، او غواړي چه د دوۍ مثلاََ د لیتیم کانونو د پیرودلو هڅه وکړي. مطلب دا چه لوې قدرتونه د یو بل سره په سیالۍ کې دي، د ریالیزم تیورۍ په اساس. دوۍ دې ته د "کمانډینګ هایټس" نوم ورکوي. "آن ده کمانډینګ هایټس آف نیو ایکونومي". نو په ستراتیژیک ډول، داسې ځایونه شته چیرې چه د دغه قدرتونو په مینځ کې سخته مقابله روانه ده. له همدې امله امریکا په نږدو کې هغه قانون تصویب کړ چه وايي ، تاسې کولی شۍ د برقي موټر په اخیستو کې سبسیډي ترلاسه کړۍ کچیرې بیټرۍ په متحده ایالاتو کې جوړه شوې وي. ځکه چې دوۍ غواړي خلک پانګونه وکړي

نو دا اوس فري مارکیټ نه دی! دا د فري مارکیټ برعکس دی. یعنې دا په مستقیمه توګه مداخله ده! ځکه آزاد بازار د سیاست تابع دی. یعنې سیاست لومړی دی، او د سیاست نه وړاندې ده فلسفه، په کوم اساس چه انسانان خپلې پالیسۍ را مینځته کوي، لکه څنګه چه ما مخکښې وویل! نو هو، د فري مارکیټ سرچینه له ملحد فلسفې څخه اخیستل شوي. مګر موږ که پوښتنه وکړو چه آیا اسلامي فلسفه اوس د فري مارکیټ فلسفه ده که نه؟ دا واقعیا ده. اسلام د "رِبا" یعنې د سود ضد دی، د "غِش" یعنې د درغلۍ ضد دی، یعنې ځنې شیان منع کوي، مګر له بلې خوا وایې، لَکُم رُءُوسُ أَموَالِکُم، "تاسې د خپلو پیسو سرمایه لرۍ" پدې معنی چه تاسې شخصي ملکیت لرۍ. او بله دا چه ته د پیغمبر (ص) خبرداري د هغو خلکو په اړه چه په اقتصادي چارو کې په امانت کې خیانت کوي، هغه وګوره چه هغه څه وایي؟

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟