د افغانستان د سوداګرۍ ستراتیژي

 

د افغانستان د سوداګرۍ ستراتیژي

نن سبا د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په هلکه هلې ځلې روانې دي نو ماښام مې د یو افغان ملګري سره پدې هکله بحث کولو. هغه یوه پوښتنه وکړه چه ولې افغانستان صادرات نلري او موږ ولې د نړیوال آنلاین مارکیټ لکه د امزون (
اَمَزون) برخه نه یو؟. هغه د سرچینو، د زعفرانو، د ګلابو د پاڼو چه په عطرونو کې کارول کیږي او د نجارۍ څه مثالونه ورکړل چه موږ کولی شو دا شیان نړۍ ته صادر کړو

اول خو باید دا اووایم چه په نړیوال مارکیټ کې ننوتلو لپاره موږ باید داسې شی ولرو چه څوک راسره پدې کې سیالي و نکړی شي. ممکنه ده چه افغانستان داسې څه ونلري نو لدې امله موږ باید په یو داسې شي ټوله انرژي مصرف کړو چه د سوداګرۍ د میدان د ګټلو امکان ولري او په هغه شي کې باید موږ پانګونه وکړو. دا شی کیدی شي چه زموږ طبعي سرچینې وي او یا زموږ تاریخ وي چه د سیاحت لپاره یې کارولی شو ځکه چه تاریخ او ښکلا څوک نشي کاپي کولی

زه پوهیږم چه د ټولو امنیتي مسلو سربیره، ولسمشر او د هغه ټیم د دغه سوال د ځواب موندلو په اړه خپل خوبونه له لاسه ورکړي چه موږ څنګه وکړی شو چه افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ د ارزښت زنځیر (
وَلیو چین) یوه قوي برخه یا لینک جوړ کړو او د یو داسې مارکیټ برخه شي چه ټوله نړۍ ته یې اړتیا ده او ټوله نړۍ یې غواړي؟ دا مهمه نده چه موږ څومره لوی لینک جوړیدی شو په پیل کې ځکه چه که موږ حتې یو کوچنی لینک هم اوسو، نو موږ کولی شو چه پانګونه وکړو او ځانونه لوی کړو تر څو چه موږ ډاډګیر یو چه غوښتنه شتون لري

لنډه به په پیل کې دا اووایم چه آنلاین پلور ستراتیژي نده. د دې مثال داسې دی لکه چه څوک اووایې، "زه یو کاروبار لرم چه بریښنا لري" ځکه چه دا داسی شی دی چه هر څوک یې د شتون طمع لري. دوهم ، د آنلاین پلور لګښت څومره دی؟ په لاس جوړ شوي او په ماشین جوړ شوي فرنیچر حجم ډیر لوی توپیر لري. په لاس موږ دومره جوړولی شو چه یو محلي تجار ترینه ګټه واخلي مګر د هیواد په کچه که غواړو چه پدې مارکیټ کې دننه شو نو په میلون هاو فرنیچرو پلورلو ته اړتیا لرو. کچیري موږ ماشین هم وکاروو نو آیا د چین، مالیزیا او انډونیزیا سره سیالې کولی شو پدې مارکیټ کې؟ دا هغه هیوادونه دي چه پدې کار کې ماهره دي ځکه د تیرو دیرشو کالو راهیڅې د فرنیچر کاروبار کوي او لوې نوم لري. نو موږ پاید ډیر په فکر یو سکتور غوره کړو

امزون هر چا ته ښه راغلاست وایي او هر څوک په امزون کې خپل پلورنځی پرانیستی شي. ته خپل پلورنځی پرانیزه او خپل مال د امزون ګودام ته ورسوه او نور دا د امزون کار دی ځکه چه امزون د لوژیستیک برخه ټوله په غاړه اخیستې. اوس ستونزه دا ده چه په افغانستان کې امزون ګودامونه نلري او د امنیت په نه شتون کې دوۍ هیڅکله دې ته نه اماده کیږي، نو موږ مجبوراََ خپل مال د هیواد نه بیرون د دوۍ ګودامونو ته انتقال کړو او دا کار لګښت لري. د دې ټول لګښت نه وروسته دا کاروبار ګټور نه تمامیږي ځکه موږ بیا د چین، ویتنام او ملیزیا سره سیالي لرو چه پدې کاروبار کې ډیر جدي دي او د هغوۍ سره موږ سیالي نشو کوی

نو، افغانستان باید یو ځانګړی ځاې ومومي او دا ملیونونو ډالرو مشورې ته اړتیا لري. هوښیار خلک باید وګمارل شي تر څو دا خلک ژوره مطالعه وکړي او هغه ګټور سیکتور را پیدا کړي. زه مطمئن یم چه ولسمشر دا کار پیل کړی

زه اورم چه موږ ګلونه لرو چه په
شَنیل نمبر 5 عطرو کې کارول کیږي او موږ په امریکا کې زعفران پلورو. زما سوال دا دی چه د دې نه افغانستان ته څومره ډالر راځي ځکه چه ډاکټر اشرف غني هغه سوداګرۍ سره علاقه لري کوم چه هیواد ته په میلیاردو ډالر لاس ته راوړي ځکه هغه د تبادلې نرخ (ایکسچینج ریټ) او د اسعارو حاشیه (کرنسي مارجِن) په پام کې نیسي. لیتیم ډیر ګټور دي مګر له بلې اړخه د سرچینو د مافیا ستونزه هم ده ځکه هغوۍ به هم برخه غواړي او خنډونه به رامنځ ته کوي... بله خبره دا ده چه لیتیم د سیالۍ وړ دي؟ آیا دا د مخه د کان ویستل شوي دي که نه؟

د
شَنیل نمبر 5 په څیر برانډونو ته اجزاو پلورل هیڅکله ګټور ندي ځکه چه د دوۍ په وړاندې موږ هیڅ نه یو او دوۍ به په خپله خوښه موږ ته قیمت راکوي. موږ کوی شو چه د چینل عطر ته ورته بوې دار عطر جوړ کړو مګر هیڅوک یې پروا نلري ځکه د چینل نوم مهم دی. هو، که موږ دوۍ وهڅوو چه خپله فابریکه افغانستان ته راوړي نو بیا دا زموږ لپاره ډیر ګټور تمامیږي، او همدا لامل دی چه د سوداګرۍ وزیران او ولسمشران اساساََ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دوې د مالیاتو رعایتولو وړاندیز کولو له لارې د پانګونې لپاره د مختلفو سوداګرۍ غوښتنه کوي

مګر کله چه په یو هیواد کې امنیت شتون ونلري، نو بیا دا د پانګوالو د قانع کولو لپاره ډیر لوې خنډ دی

هر صنعت د "ارزښت زنځیر" (
وَلیو چین) په نامه یو څه لري چه تحلیل ته اړتیا لري. موږ باید پوه شو چه خلک ولې پیرود کوي؟ کوم ځانګړتیاوې او صفات دي چه خلک یې خوښوي، او دا څنګه پدې حقیقت کې ژباړل کیږي چه یو سوداګر مثلاََ د خپل کاروبار یا فابریکې څومره مال یا برخه کاروي او څومره د بهر نه راوړي؟ هغه ولې خپل دغه مال په خپل کاروبار کې دننه نه جوړوي او ولې د بهر نه د نورو څخه اخلي؟ د دې ټولو سوالونو او تحلیل په پایل کې موږ مومو چه د کاروبار ځنې برخې او شیان غیر اقتصادي تمامیږي مثلاََ هغه څه چه ډیر پیچلي مدیریت ته اړتیا لري نو د هغه برخې د بهر نه راوړل او یا یې بل چا ته په ټیکه ورکول ښه نظر او ارزانه تمامیږي. اوس که یو داسې کاروبار وي چه د هغه لپاره د خپل کاروبار د یوي برخې یا د یو مال جوړول د بهر نه یعنې په بل چا کول ارزانه تمامیږي او هغوۍ پدی پام نه وي کړی، نو موږ کولی شو چه د هغوۍ د دغه کاروبار برخه شو او دا سهولت ورته برابر کړو

د مثال په توګه پریس کافي شاپ څو کاله وړاندې دری میلیونه ډالر د کافي وریتولو په ماشین مصرف کړې ځکه دوۍ غوښتل چه خپلو دوکانونو ته خپله کافي ورکړي. پدې ډول د دوې ګټه نوره هم زیاته شوه او د دوکانونو شمیر یې هم زیات شو. دا ځکه چه دوۍ خپل مشتریان لري. مثلاََ موژ چه کله پریس کافي شاپ ته ځو نو دا نه وایو چه راځۍ فلانۍ کافي اوڅکو، موږ وایو راځۍ پریس کافي ته لاړ شو. دوۍ د خپل مینو څخه هر څه چه وي پخپلو مشتریانو یې پلوري، ښکاره خبره ده چه کافي یې باید ښه وي، مګر د ارزښت د زنځیر دا برخه د دوۍ ملکیت دی. هغه دا چه مشتري سره دا اړیکه د دوۍ ملکیت دی، او دا اړیکه جوړول ډیر وخت نیسي چه یو کاروبار خپل مثبت نوم په مارکیټ کې جوړ کړي. بله دا چه دوۍ د ارزښت د زنځیر هغه بله برخه چه د کافي وریتول وي، هغه هم د دوۍ ملکیت دی او کنټرول یې ټول په خپل لاس کې دی. دوۍ اړتیا نه لري چه د نورو په تقسیم اوقات کار وکړي ځکه دوۍ اوس کولی شي چه هر وخت یې په دوکانونو کې کافي ته ضرورت شي نو کافي ورته د خپل مرکزي وریتلولو فابریکې څخه په وخت ولیږي. کچیرې دوۍ دا کار نه وی کړی نو ممکن چه یو بل لوبغاړی دی ښار ته راغلی وی او دا فابریکه یې جوړه کړې وی نو دا کنټرول به د دوۍ د لاسه وتلی وی

آیا د ښه ده چه دا ارزښت په زنځیر کې هر څه زموږ ملکیت وي؟

دې ته د عمودي ادغام (
ورټیکل اینټیګریشن) ستراتیژي ویل کیږي. هرڅومره چه موږ د ارزښت په زنځیر کې ملکیت ولرو، هغومره به موږ کنټرول ولرو. د مثال په توګه اَپَل او ټیسله همدغه ستراتیژي خوښوي. تاسې نشۍ کولی چه د ټیسله موټر په هر میخانیک ورکشاپ کې جوړ کړۍ. دا باید د ټیسله په ورکشاپ کې جوړ شي. اپل هم خپل سافټویر، هارډویر او مایکروپروسیسر جوړوي... مګر له همدې امله بیا دا لږ محدود هم دي. نو دا هم یو سوال دی چه باید وپوښتل شي چه آیا دا ستراتیژي خو به موږ د ډیر زیات محدودیت سره مخامخ نکړي چه په نتیجه کې یې موږ مشتري له لاسه ورکړو

دوه ادغامونه شتون لري چه یو دې عمودي (
ورټیکل اینټیګریشن) او بل افقي (هوریزَنټل اینټیګریشن). په عمودي ادغام کې موږ ټول مرحلې یا برخې لرو او زموږ ملکیت وي. په افقي ادغام کې موږ په ډیرو مختلفو بازارونو کې د هماغه یوې برخې خاوندان یو. مثلاََ کچیرې مایکروسافټ افقي ادغام غواړي نو دوۍ به هم د تلیفون، هم د کمپیوټر، هم د ټابلیټ، هم د کیش رجیسټر او د هر شي ونډوز جوړه کړي. کچیرې دوۍ عمودي ادغام غواړي نو دوۍ به کمپیوټر، هارډویر، سافټویر، رام، او پلګ جوړ کړي. هر څومره ډیر شیان چه دوۍ جوړوي هغومره دوۍ ډیر عمودي ادغام تر لاسه کوي

یو څوک شاید دا اووایې چه آیا موږ دواړه عمودي او افقي ادغامونه لاس ته راوړی شو؟ که موږ داسې نړۍ درلودی چیرې چه د مثال په توګه ټیسله یوازې بریښنایی موټر وی نو بیا دې نړۍ به د افقی په اړه د خبرو کولو لپاره هیڅ ډول ساه نه درلودی. د دې په څیر کیدو لپاره موږ باید عمودي اوسو. د داسې وضعیت رامینځته کولو لپاره چیرې چه بل څوک شتون نلري او موږ هم عمودي او هم په مکمله توګه افقي اوسو نو دا واقعیت نلري

دا هغه ستراتیژیکي پوښتنې دي چه د سوداګرۍ شطرنج لوبغاړی یې کوي. معنی، د پانګوونکي لپاره دا ډیره ارزښتناکه مشوره ده چه هغه یې ترلاسه کړي اوهغه دا چه، زه خپلې پیسې چیرته ولږوم؟ ایا زه باید فابریکه واخلم یا جوړه کړم؟ دلته ټریډآف (
ټریډ-آف) شتون لري معنې دا چه ته یو څه لاس ته راوړې مګر یو څه له لاسه ورکوې. کله چه ته فابریکه اخلې نو نغدي پیسې له لاسه ورکوې مګر د بازار ملکیت تر لاسه کوې، یو کاري سیستم، یو برانډ او مشتري تر لاسه کوې. مګر ته باید خپل فابریکې ته نوې کلتور راوړۍ او پدې نه پوهیږې چه دا به مثبت تمامیږي که منفي. دا ستراتیژیکي پوښتنې دي چه اداره یا منیجمینټ ورسره تړاو لري او هغوۍ یې ځوابونه لټوي

دا سوال هم پیدا کیدی شي چه آیا موږ یو نوی کاروبار خو پیل نکړو؟ د مثال په توګه ټیسله تنوع غواړي او د موټر سایکل نوی کاروبار پرانیزي ځکه دوۍ فکر کوي چه کچیرې په موټرو کې مو تاوان وکړو نو موټرسایکلو کې به ګټه وکړو. که په موټر سایکلو کې مو تاوان وکړو نو په ټیکسي کاروبار کې به ګټه وکړو او داسې نور

زه پدې باور لرم چه د هیواد په کچه ستراتیژۍ رامنځه کولو لپاره باید زموږ پریکړې صحیح وي او د دې کولو یوازنۍ لار ده چه موږ ژوره مطالعه وکړو وکړو وکړو تر څو ګټوره ستراتیژي تر لاسه کړو. نو د یو هیواد په توګه موږ باید دا وپوښتو، موږ څه شی دی چه ډیر یې لرو؟ هغه کیدی شي د لوستي خلکو شمیر وي، هغه کیدی شي د نالوستي خلکو شمیر وي چه په هغه حالت کې بیا موږ په هغه شیانو تمرکز کوو چه غیر مسلکي کارمندانو ته اړتیا لري، مګر پداسې حالت چه د کاروبار قوت غیر مسلکي خلک وي، نو داسې کاروبار بیا په مارکیټ کې قوي موقف نلري ځکه چه د دې سره په افریقا کې یو غریب هیواد چیرې چه کارمندان د تا نه په ارزانه کار کوي، سیالي کولی شي او ستا قوت تر لاسه کولی شي

اوس کچیرې د
شَنیل په څیر موږ یو برانډ ولرو نو د دې سره سیالي کول او دا قوت د تا څخه اخیستل نورو لپاره ډیره ګرانه خبره ده، ځکه چه برانډ یوه کلمه، لوګو او نظر دی چه د خلکو په ذهنونو کې جادویی اغیزه لري. خلک پدې کلمه باور لري او دوې به د دې لپاره خپل هرڅه وپلوري. مرسډیز ، پراډا ، سامسنګ… دا ټول برانډونه دي

"برانډ" د ارزښت زنځیر په لومړي سر کې دی. که تاسې برانډ رامینځته کولی شۍ، تاسې ګټونکی یاست. مګر دا د عصري خلکو په څیر ندي چیرې چه یو سړی یو څو ټی شرټونه او یو څو شیان اخلي او هغه فکر کوي چه دا د فیشن ډیزاینر دی او نوی برانډ یې رامینځته کړی. داسې هم اسانه نده. دې ته عصري مصرف کوونکي (
سوفیسټیکیټید کنسیومَریزم) ویل کیږي چه نن سبا په ډیر شمیر خلک داسې شیان اخلي. اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چه پداسې حالت کې، ته څنګه کوی شې چه د عصري مصرف کوونکو څخه ډالر تر لاسه کړې؟ نو ته باید پدې ځان پوه کړې چه داسې کوم رواني تحرکات دي چه دوۍ دې ته اماده کوي چه د آیکیا یا د پراډا نه شیان واخلي. کله چه ته پدې پوه شې نو بیا ته هم کولې شې چه د عصري مصرف کوونکو د بازار برخه شې

زما یاد شي چه د پوهنتون په لومړي کال کې مې د یو ملګري همصنفي سره په یو سیسټم بحث کوو او کله چه د ټیکسي اپ اوبر (
اُوبر) اووتو نو موږ په هغه وخت اول فکر دا وکړو چه ولا زموږ هغه نظر د اوبر اپ وو، مګر بیا پدې پوه شو چه داسې نده. اوبر یوازې یو نظر ندی. اوبر په یو حالت کې پیښ شو او منځ ته راغی. زموږ نظر اوبر ته ځکه ورته نه وو چه د اپلیکیشن له لارې مثلاََ د ټیکسي د دفتر څخه د ټیکسي موټر ته هغه وظیفه لیږل د اوبر سره توپیر لري. اوبر یو داسې حالت رامنځ ته کړی چه یو کس کوی شي خپل وزګار وخت وپلوري چه دا یوه ځانګړی نظر دی. دا د شریکولو اقتصاد برخه ده. یو کس چه نن ورځ پیرودونکی دی او سبا پلورونکی، دا یوه ځانګړی نظر دی

حتې په امزون کې هم چه کله تاسې یو څه اخلۍ نو یوه توکمه مومۍ چیرې چه لیکل شوي "که له مخې یې لرۍ، وپلورۍ". د امزون پاڼه د پیرودونکو لپاره ډیزاین شوی مګر د پلورونکو لپاره دا بڼه هم لري. دا تاته وایې چه کوم شی چه ته اخلې هغه هم پیرودونکې کیدی شي او هم پلورونکی. دا نوی اقتصاد دی

موږ موټر ولې لرو؟ دی لپاره چه پر ځاې لدې چه ټیکسي وکاروو خپل موټر کاروو، مګر کله چه موږ اوزګار یو، نو په اوبر خپل موټر پلورلی شو. ټیسله بریښنایي موټرې دي چه د ډرایور نه بغیر چلیږي ځکه دا ځان چلوونکی اوتومات پیلوټ دار موټر دی. ټیسله فابریکه داسې پلان لري چه په څو کالو کې به د اوبر سره قرارداد وکړي او بیا چه کله ته کار ته لاړ شي نو ستا موټر به د اوبر ټیکسي کوي او پیسې به ګټي

نو دا اوس عمومي ادغام دی (
ورټیکل اینټیګریشن) ځکه ټیسله هم موټر جوړوي، هم یې بیټرۍ او هم د ټیکسي سرویس. که دوۍ پدې کار کې بریالي شي نو څه فکر کوي چه ته به یې سیالي وکړی شې؟ دوۍ په هر ډول ستا په هکله ډاټا او معلومات لري، د موټر په اړه هرڅه پوهیږي، د موټر میخانیکي ورکشاپ د دوۍ په لاس کې دی، دوۍ خبر دي چه ته څوک یې، او له ټولو لویه خبره دا چه دوۍ تا سره مرسته کوي تر څو ته وکړی شې چه دوۍ ته د موټر د قیمت پیسی ورکړې، او دا ډیر امکان لري چه ته به خپلې میرمنې یا بچیانو لپاره هم ټیسله موټر واخلې ځکه دې سره ستا مینه پیدا کیږي. نو دا شوه د یو کامیابه کاروبار ستراتیژي

آیا زموږ په ژوند کې به داسې وخت راشي چه افغانستان ته سوله راشي او د ټیسله د لیتیم بیټرۍ فابریکه په افغانستان کې جوړه شي؟
 

ارین هاشمي ~  

د لیکلو نیټه: June 28 2020 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟