د بدۍ ستونزه: د الله په موجودیت کې ولي بدي شتون لري؟
د بدۍ ستونزه: د الله په موجودیت کې ولي بدي شتون لري؟
یو افغان ملحد ډاکټر استدلال کاوه چه که الله تعالی ډي این ای جوړ کړی وي او ډي این ای بدلیږي او په ماشومانو کې سرطان پیدا کوي نو بیا ولې الله تعالی دا اجازه ورکوي او ماشوم ته تکلیف ورکوي؟
دوۍ وايي که الله ښه او ځواکمن وي، نو هغه کولی شي چه مخه یې ونیسي، او که هغه نشي کولی چه یې مخه ونیسي، نو بیا ممکن هغه ښه وي مګر ځواکمن نه وي، یا ممکن هغه ځواکمن وي مګر ښه نه وي! مګر هغه نشي کولی چه ښه هم وي، ځواکمن هم وي اوپه نړۍ کې دې بد هم شتون ولري
لومړی، موږ باید په یاد ولرو چه الله هم حکیم دی او هغه دا تضمین کړی چه موږ ټول به مرو. نو بیا سړی دا استدلال کولی شي چه ووایي چه ځکه خدای مرګ رامینځته کړی، دغه مرګ حتمي او نهایي بد دی. نو دا د ماشوم د مړینې حواله کول یو څه بې بنسټه کار دی ځکه چې حتی د زاړه سړي مړینه دردناک شی دی. نو سوال دا پیدا کیږي چه کچیرې مرګ نهایي بد دی نو بیا دغه ملحد ولې د مرګ په اړه شکایت نه کوي؟ بس! که هغه د هر چا مرګ وي
نو مطلب دا چه حقیقت خو دا دی چه دوئ د مرګ په هکله شکایت نه کوي، او بل حقیقت دا دی چه هغه یو ډراماتیک کلیپ کاروي، ځکه چه موږ ټول د ماشومانو سره خواخوږي لرو، ځکه چه ماشوم د معصومیت یو سمبول دی، مګر موږ ټول هم دومره مجرمان نه یو چه د مرګ لایق شو. نو زما مطلب دا چه، د قضیَ په نامه یوه طبقه شتون لري. یعنې د غیر کنټرول طبقه، چه زموږ په کنټرول کې نده
هغه وايي دا طبیعت دی. مګر پوښتنه دا ده چه هغه دا طبیعت څنګه تشریح کوي؟ هغه باید طبیعت د ظالم په توګه تشریح کړي! یعنې طبیعت ظالم دی ځکه چه ځنې ماشومان د غلطې ډي این ای سره پیدا کیږي او دوئ سرطان کیږي... موږ ټول یوه ډي این ای لرو چه په پای کې به موږ ټول له مرګ سره مخامخوي. سمه ده؟ بیشکه موږ ټول
مګر که انسانیت په اوسط ډول ۴۰ کاله ژوند وکړي، ته کولی شې استدلال وکړې چه دا ۴۰ کاله هم بشپړ ډالۍ ده. زه دا وایم چه دا ژوند پخپله یوه ډالۍ ده. پدې معنی چه دا موږ پورې اړه نلري، یعنې زموږ ندی اصلاََ! نو کله چه دا واخیستل شي دا بیا څنګه ظلم شو؟ دا ډاکټر صیب دا خبره بیخې بې معنې ګڼي چه موږ ژوندي یو، یعنې هغه لپاره دا حقیقت هیڅ اهمیت نلري. هغه دا فکر کوي چه نړۍ دې باید د سکینډینیویا په څیر وي. بس هرڅوک دې زیږیږي او هر چا ته دې ټول حقوق تر لاسه وې او هر څه دې ګل و ګلزار وي... مګر دا ریښتیا نده! دا طبیعت نه دی اصلاََ! دا د انسان سیاست دی، او ځنې وختو کې زموږ سیاسې او اقتصادي ماډل بریالې وي او ځنې وختو کې ناکام وي. ټول ماډلونه مخلوط شوي، مګر دا ماډلونه بشپړ ندي
او بله خبره دا چه دوۍ د جنیټیک موډیفیکیشن (تعدیل) د تشریح لپاره خپل شخصي تفسیر معرفي کوي. دوۍ ورته غلطي وایي مګر د یو مؤمن لپاره دا غلطیانې ندي. هغه لپاره دا یوازې د پلان برخه ده. مګر د پلان برخه دا ده چه موږ ټول مرو. خلاص
او کچیرې ریښتینې تراژیدي نه وې، موږ به د تراژیدۍ په معنی نه پوهیدی. او که موږ د تراژیدي په معنی نه پوهیدی، نو موږ به د تل لپاره په دې ژوند کې ژوندي پاتې کیدل غوښتی. او کچیرې موږ تل لپاره ژوندې پاتې کیدی نو موږ به یو بل وژلې ځکه چه د نړۍ سرچینې محدودې دي، نو دلته به د سرچینو په سر جنګ وی
نو اصلاََ مرګ یو رحمت دی. دا پدې معنې چه زه او ته د راتلونکي نسل لپاره ځاې خالې کړو
نو په حقیقت کې دې څه وایې؟ دی وایي، "کاش چه زه یواځې په کائنات کې وی او نه مړ کیدی!" زما په مطلب پوه شوۍ کنه؟ مطلب دا چه د دغسې موقف سایکالوژي (ارواپوهنه) باید پدې پوهه شي چه مرګ یو حقیقت دی. ځکه چه مرګ هر چا ته رسیږي! کل نفس ذایقة الموت! کله چه موږ دا استدلال کوو چه الله ښه دی، ځواکمن دی او العلیم دی یعنې په هر څه پوهیدونکی دی، ولې مرګ اجازه لري؟ استدلال اوس دغه دی. کچیرې ته پدې پوه شې چه مرګ ته اجازه ولې ورکړی شوې، نو بیا ته د شر یعنې د "بد" تر شا چه کوم حکمت دی، په هغې هم بیا پوهیږې، ځکه چه دا د بد په څیر، ښکاري موږ ته
اوس مؤمن بیا څه وايي؟ هغه وایي ځکه چه دا د الرحمٰن په لاس کې دی، دا دغسې ښکاري، مګر ته نه پوهیږې چه له مرګه وروسته څه راځي. دوۍ وایې موږ پدې باور نلرو ځکه دا خُرافات دي. سمه ده. کیدی شي چه دا خُرافات وي او کیدی شي چه دا نه وي. موږ نه پوهیږو ځکه چه موږ مادي شواهد نلرو. دا یو روحانې موقف دی، موږ مادي باور نلرو. د مادي نړۍ سره موږ په همدغه شکل معامله کوو. سمه ده، راځۍ چه روحانیت یو اړخ ته کیږدو او راځۍ چه مادي پاتې شو او وګورو چه کومې پایلې ته رسیږو
زما په ګومان، ته یوه داسې نړۍ غواړې چه خلک پکې نه مري. صح؟ یو له دوو ځوابونو څخه دی. یو سړی به ووایي هو! هغه به دا ومني او وایي زه نه غواړم چې مړ شم. یعنې ته غواړې چه نړۍ ودریږي او په نړۍ کې دا خلک چه شتون لري او د دوۍ لپاره کافي وسایل وې، بس دوۍ دې وي او بس! یعنې دا خلک خود غرضه دي، او بس! یعنې دا یواځې زموږ دنیا ده او بس نورو خلکو ته اړتیا نیشته! مګر ته خپله د ستا څخه له مخکې خلکو نتیجه یې! کچیرې هغوۍ هم دغه خبره کړې وی نو تا به نن شتون نه درلود په دې نړۍ کې. نو ظاهره ده چه دا فیصله ته او ستا د (ایګوسینټریک) متمرکز ډول منطق له لارې نشي کیدی
او بیا یو بل عام سړی دی چې وايي نه، دا سړی انکاري دی، دا سړی منافق دی، ځکه چه ستا څه مطلب دی چه شر، یعنې مرګ تر ټولو لویه ستونزه نده؟ یعنې ته وایې پدې نړۍ کې یواځې نا انصافې تا نا راحته کوي، او ته دا هم وایې چه خداې نیشته او هر څه د طبیعت په لاس کې دي او بیا پدې هم قانع یې چه پدې کې طبیعت هیڅ نا انصافه ندی که موږ وژني هم؟ ته پوهیږې کنه چه ته به حتماََ مری! دا یو داسې حقیقت دی چه هیڅ شک نلري! سمه ده؟
نو دا سړی وايي چه خدای نیشته، یوازې طبیعت دی. سمه ده! بیا زه پوښتنه کوم، نو آیا ته باور لرې چه طبیعت ظالم دی؟ یو سړی به ووایي، هو زه فکر کوم چه دا ظالم دی. او بیا بل سړی ووایي نه، طبیعت ظالم ندی، ځکه چه طبیعت موږ ته اجازه راکوي چه تمدن جوړ کړو او د تمدن سره بیا موږ پرمختګ کولی شو! بیا زه باید هغه ته ووایم، "مګر د مرګ په اړه څه فکر کوې؟ آیا ته به په خپل پرمختګ کې، د مرګ لپاره د حل لاره تعقیبوې که نه؟ آیا ته پدې باور لرې چه کچیرې موږ د مرګ حل پیدا کړو او مرګ نور شتون ونلري، نو موږ به ډیر عصرې او تمدني یو؟ که ته پدې باوري یې، نو ته باید پدې هم باوري شې چه نور ماشومان باید نړۍ ته رانشي. یعنې اساساََ ته دا ووایې چه د حتمي او نهایې ښه والي تعریف، اعظمي خود غرضي ده، ځکه چه کچیرې سرچینې محدودي وي او یوازې یو کس درمل ته لاسرسې ولري، یا سل کسان یا پینځه سوه کسان، نو بیا؟ ته څه فکر کوې آیا دا سمه ده؟ کچیرې ته د هغو خلکو څخه یې چه درمل درته ونه رسیږي نو بیا؟ دمثال په توګه ته یوه افسانوي قصه لیکې او یوازې یو کس درمل تر لاسه کوي او نور د درمل د نه شتون له وجې ځپل کیږي. نو څه فکر کوې چه آیا هغه یو کس به په خوښۍ سره ژوند وکړي؟ او که هغه به یو ویلن وي چه د خپل شیطانیت لخوا ځورول کیږي؟ ته څه فکر کوی؟
نو بیا دا دوه مخي له کومې؟ که زه یم نو خیر او که نوره ټوله نړۍ پر بل مخ اوړي پروا یې نه لرم... نو ملګریه، ته په رواني توګه یوه ستونزه لرې. ته یوې عقدې راخیستې یې او په یو څه غصه یې او د دې پر ځاې چه معقوله ځواب ولټوې، ته هره ملامتي په خدې اچوې. او ګوره چه اوس مذهبي خلک دلته څنګه چلند کوي
هغوۍ وایې، موږ مرګ داسې تعریف کړې، چه دا یوه معنې لري. مرګ له دې نړۍ څخه بلې نړۍ ته د تګ لاره ده. د هغې بلې نړۍ په هکله پیغمبرانو خبرې کړي دي. هغوۍ د دې تشریح کولو لپاره مادی ژبه او مشابهت کارولی مګر موږ ته یې دا هم ویلي چه دا دقیقاََ داسې نده! او په ملیونونو او ملیونونو زړونو دا خبره منلې ده! او په ملیونونو او ملیونونو او ملیونونو خلکو د دې شواهد په روحاني ډول لیدلي، په خپل روح کې دننه، په نړۍ کې ... دوۍ یو څه لیدلي چه دوۍ یې باور کولو ته اړ کړي. اوس تا څه لیدلي دي؟ بس دا چه ځنې پروټین په غلطه توګه را تاو شي او له نتیجې یې ماشوم له ډاون سینډروم مرض سره پیدا شی؟ سمه ده، زه پوهیږم چه دا یوه تراژیدي ده، مګر که ته په رښتیا د تراژیدۍ په اړه خبرې کوې نو ډیره لویه تراژیدي شتون لري. او هغه حتمي تراژیدي دا ده چه موږ ټول به مړه کیږو! اصلاََ نهایي تراژیدي اوس دا ده! نو راځه چه د دغه حقیقت په هکله خبرې وکړو چه موږ ټول مړه کیږو. راځه چه د طبیعت په اړه شکایت وکړو
اوس ته د طبیعت دغه ستونزه څنګه حلوې؟ د هغه ځواب څه دی؟ هغه وایي، "دا د طبیعت برخه ده". سمه ده! نو که ستونزه د طبیعت څخه وي، او حل یې هم د طبیعت څخه وي، نو بیا هرڅوک د ځان لپاره دي، یعنې بس ځان ځاني ده. سمه ده؟ ځکه، چه هر حل چه ته جوړوې، ته به وایې، "دا هم د طبیعت برخه ده!" ځکه چه ستا د فکر په ماډل کې خداې شتون نه لري، دا باید موږ په یاد ولرو. ځکه چه طبیعت نه وایې چه دا صحیح ده او دا غلط. طبیعت یوازې طبیعت دی. په طبیعت کې د ارزښت وړ قضاوت شتون نلري! کله چه ته وایې طبیعت، نو ستا معنی دا ده چه هیڅ ارزښت نیشته! مګر خداې بیا وایې نه! دا صحیح دی او دا غلط. مګر دوۍ دا حقیقت چه خداې تا ته د ظلم کولو آزادي او توان درکړې ، د هغه د ځواک نشتوالي سره مغشوشوي! یعنې کنفیوزډ دي او دا توپیر نشي کولی، او خپل سر پدې نشي خلاصولی! ځکه چه دوۍ یو داسې خداې غواړي چه د دوۍ د خود غرضه زان غوښتنو لیست پوره کړي. یعنې په ځمکه جنت غواړي، بس! دوۍ یوه داسې نړۍ غواړي چه کامله وي. مګر دا امکان نلري او خداې وایي، أَرَضِيتُم بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا، آیا تاسې د دنیا دې ژوند سره راضې یۍ او غوره کوۍ یې؟
یو له عذابونو څخه، چه قرآن د هغو خلکو لپاره فرمایي چې د دُنیا سره ډیره مینه لري، "آیا تاسې دا دُنیا قبلوۍ؟" یعنې پدې معمولي دُنیا تاسې قانع یۍ؟ ته څومره انزالونه لرلی شي؟ ته څومره ډوډۍ خوړلی شې؟ ته چه ډوډۍ اوخورې، خلاص! خیټه دې ډکه شي او هغه هیله له منځه ځي! مګر ته پوهیږې چه د څه حل ندی پیدا شوی؟ ستا مړینه! إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَفِى خُسْرِِ. دا داسې دی لکه د شګې هغه د شیشې جوړ شوې سعت چه سرچپه یې کړې نو یوه یوه دانه شګه کمیږي او په پای کې هیڅ پاتې نه وي. بس! ګورۍ، هرڅه له منځه ځي پرته له یو شی څخه چه وده کوي، او هغه دی حکمت او او احتمالي حسنات (اعمال). په هغه بله نړۍ کې ستا بانکي اکاؤنټ. یعنې په احتمالي توګه هغه وده کوي. بس! وا یی خله یا یی پریږده!
او زه نه وایم چه زه یو ځانګړی موقف لرم ځکه چه زه مؤمن یم. زه وایم چه هر بیدار ذهن باید پدې حقیقت پوه شي چه موږ د هغه قواعدو تابع یو چه موږ ندي رامینځته کړي! دا یوازې یو حقیقت دی! که ته فکر کوې چه دا قواعد له ځانه راغلي، سمه ده. نو بیا د دوۍ سرچینه، ستا په وینا، بده ده، ظالمه ده! ځکه چه دا یو بشپړ حل نه دی، او هیڅ حل شتون نلري. او ولې حل شتون نلري؟ ځکه چه هر هغه حل چه ته یې وړاندیز کوې، د طبیعت برخه ګرځي! مګر طبیعت بیا د ستاسې د وینا پر اساس، موږ د یو بل په خلاف په سیالۍ اچوي، چیرته چه دا ظاهره ده چه کچیرې موږ ټول ژوندي پاتې شو، نو یو بل به ووژنو. ځکه چه په نړۍ کې نه دومره ځاې شته او نه دومره سرچینې چه د ټولو ضرورتونه حل کړي. دا جوړیږي زیرو سم ګیم
نو، شاید ستا ستونزه دا وي چه طبیعت له حده زیات روحونه تولیدوي. دا اوس یوه ستونزه ده! شاید ستاسې لپاره به بهتره دا وی چه انسانیت د دوه زرو څخه جږ شوی نه وی. مګر که داسې شوی وی، نو بیا د طبیعت د قواعدو له نظره به، تا حتی هغه سمبولونه هم نه درلودی چه د دغه پیچلي ابسټرکټ فکر کولو توان درکوي. هر څه چه ته فکر کوې چه ستا هویت دی، هر څه چه ته یې ملاتړ کوې، پدې ټولو به ته هیڅ نه پوهیدې! ولې؟ ځکه چه موږ ټول په هغو ټولو اوږو ولاړ یو، چه زموږ څخه وړاندې راغلي دي. بس! یعنې دا بالکل ښکاره ده چه موږ د یوې ارتفاع په اړخ ځولکه د غره د څوکې، او بیا موږ "پررررت" لاندې را غورځیږو
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment