د کوانټم اینټنګلمینټ (ښکیلتیا): لری واټن کې حیران کوونکی عمل

 

د کوانټم اینټنګلمینټ (ښکیلتیا): لری واټن کې حیران کوونکی عمل

که زه د نورستان د سیند په غاړه د شګو یوه دانه هم وخوځوم نو د کائنات په بله برخه کې سمدستي په هماغه وخت فوري د دې تاثیر لیدل کیږي

کوانټم اینټنګلمینت د فزیک د کوانتم میخانیک د معیاري ماډل برخه ده. دا د یوې تیورۍ برخه ده یعنې دا یو صفت بیانوي. په کوانټم میخانیک کې دوه ډیر مهم صفات دي چه پوهیدل یې د پوهې د منطق سره ډیر ګران دی. په هغو کې اول صفت دی کوانټم اینټنګلمینت، چه وایې هر څه په کائنات کې د یو بل سره وصل دي

کائنات یو واحد او سره تړل شوی، سیستم دی او معلومات د کائنات د یو سر څخه تر بله پورې سمدستي بغیر د ځنډ په فوري توګه سفر کوي. معلومات د رڼا په څیر دری سوه زره کیلومیتره پر سانیه سفر نه کوي، بلکه فوري د یو ځای څخه بل ته رسیږي. رڼا ډیر په سرعت سفر کوي مګر په فوري توګه د یو ځاې څخه بل ځاې ته نه رسیږي. که چیرې دا د رڼا په سرعت سفر وکړي، نو رسیدو ته به یې سل ملیونه کاله وخت ونیسي چه ورته د "رڼا کال" ویل کیږي. مګر د کوانټم اینټنګلمینټ سره دا په فوري توګه پیښیږي. نو دا د رڼا په نسبت سل میلونه رڼاي کال ګړندی سفر کوي. نن سبا دا د معلومات تیوري ده چه هیڅ څوک یې پوره نه پوهیږي

د هر شي، د هر سباټومي ذرې سپِن یعنې (
سپِن) څرخ یا تاویدلو ته که موږ تغیر ورکړو نو په کائنات کې یې فوري تاثیر لیدل کیږي. که د لیسی دوره مو یاد وي نو د کیمیا او فزیک په لابراتوار کې به موږ د اټوم ماډل درلود چه الیکټران، پروټان او نیوټران یې درلودل. که موږ الیکټران، پروټان او نیوټران ماټ کړو، نو موږ هغه شی تر لاسه کوو چه کوارکس (کُوارکس) نومیږي. کوارکس د همدغه سپن یعنی څرخ لخوا مشخص شوي. دوۍ چارج نه لري، دوۍ یو سپن لري. نو سپن یو طرف (ډایریکشن) یعنې لور دی

کچیرې موږ په کائنات کې د هر یو شي سپن ته بدلون ورکړو، نو دلته په مستقیم ډول توازن ورکوونکی سپن د کائنات په بله برخه کې منځ ته راځي

د نړۍ په هکله چه د آینسټاین کوم لید دی، هغه د نیوټن د لید یو پرمختللی شکل دی. د نیوټن لید د نړۍ په هکله، د کوانټم میخانیک سره واقعاََ توپیر لري. نیوټن لپاره هر سیستم باید اصول ولري.
ای د بي لامل ګرځي او بي د سي. یعنې د قوه جازبې ډګر پدې شي باندی عمل کوي، او دا شی په هغه شي عمل کوي او په نتیجه کې یې ګردش رامنځته کیږي، چه په نتیجه کې یې قوت رامنځته کیږي، او په نتیجه کې یې سرعت را منځته کیږي

نیوټن مالیکیول بیانوي اټومونه نه، ځکه نیوټن د اټومونو د لیدو وسیلې نه درلودې، او که موږ د مالیکیولو خواص وګورو نو د هغه تیوري درسته ده ځکه مالیکیول په همدغه ډول چلند کوي. د مثال په توګه دغه موبایل تلیفون چه ما په لاس کې نیولی دی، پدې تلیفون کې ډیر اټومونه شتون لري. که موږ په کوانټم کچه دغه تلیفون د زره بین لاندې معائنه کړو نو، پدې تلیفون کی دننه سیستم د ریاضیاتو په توګه ډیر بې ثباته دی. د کوانټم کچې نه زما مطلب یعنې د مایکرون د میلیاردمی د میلیونمې برخې په توګه که یې موږ مطالعه کړو... مګر کله چه یې موږ په عادي سترګو ګورو نو دا ډیر باثباته دی. موږ یې په لاس کې نیولی شو مګر په حقیقت کې ۹۶ فیصده هیڅ ندی بلکه یو تش ځاې دی، مګر کله چه یې موږ په لاس کې نیسو نو زموږ لاس د دې څخه په بله خوا نه تیریږي. ولې؟ هغه کوم قوت دی چه زموږ په ګوتو بالمقابل فشار اچوي؟ ولې دا دوه مخي؟ کوانټم میخانیک د دغسې شیانو په اړه دی چه تشریح یې کړي

کوانټم میخانیک خپل ځان او نړۍ، د نیوټن او د آینسټاین د تیوریو څخه په ښه شکل تشریح کوي مګر یو شی چه کوانټم میخانیک یې نشي تشریح کولی هغه ده، قوه جازبه یعنې ګراویټي (
ګراویټي). قوه جازبه هغه وروستی قوت دی چه هیڅ څوک نه پوهیږي چه په مکمله توګه یې موډل یا بیان کړي

زه نه غواړم چه د نیوټن او آینسټاین د قوه جازبې په هکله د نظریاتو په جزیاتو ژور وغږیږم ځکه دا ډیر اوږد بحث دی. زه به دومره اووایم چه د دواړو نظریات مختلف دي. نیوټن وایې چه دا داسې یو شی دی چه ما راکاږي یعنې هر هغه شی چه وزن او حجم لري (
ماس)، هغه د خپل وجود په اندازه متناسب قوه جازبي ډګر هم لري... مګر آینسټاین وایې چه نه داسې نده. آینسټاین وایي قوه جازبه داسې یو قوت ندی چه یو شی به راکاږي. هغه وایې قوه جازبه د خلا محور دی

اکثره خلک فکر کوي چه خلا یعنې خالي ځاې مګر آینسټاین وایي داسې نده. هغه خلا داسې ګڼي لکه د ویښتانو فرش چه هر ویښته د یوې لارې او جادې نمائندګي کوي... دا ډیر پیچلی مظمون دی نو زه به نور نه ورننوځم

یادونه: کوانټم میخانیک ډیره یو پیچلې موضوع ده. د کوپنهیګن اینټرپریټیشن سرګندنه، د ډنمارک فزیک پوه نیلز بور، د اتریش نوبل جایزه ګټونکی فزیک پوه اروین شروډینګر او داسې نور پوهانو پدې موضوع کار کړی... د شلمې پیړۍ د ویانا سرکل یعنی حلقې غړي لکه د انګلستان مشهور اقتصاد پوه جان مینرډ کینس، د اتریش سایکالوژیست سیګمنډ فرویډ چه ورته د سایکالوژۍ پلار ویل کیږي د دې پروژې برخه وو... دا د لویدیز تر ټولو لوړترین عقلي ژوند خاوندان وو او دا ټول د دغه موضوع برخه وو

 

ارین هاشمي ~  

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟