اسلام او سیکولریزم

اسلام او سیکولریزم

اسلام د نورو دینونو په پرتله سیکولر دی. اول باید موږ په ځنې بنیادي تعریفونو ځانونه پوه کړو. سیکولر معنی ده، "د دې نړۍ"، یعنې هغه څه چه د دې نړۍ سره تړاو لري. د سیکولر برعکس بیا سیکرډ یعنې مقدس، چه معنې یې ده، "د هغه بلې نړی". مثلاََ د موټر فابریکه یو سیکولر شی دی. اسلام د دې پر ضد ندی

تعریفاََ هیواد یو سیکولر وجود دی. یو حکومت باید سیکولر وي، یعني حکومت پخپله جنت او دوزخ ته نه ځي. دا د حکومت غړي دي چه جنت یا دوزخ ته ځي. روغتون یو سیکولر اینټیټي ده. دلته هیڅ مسلمان هیواد یا غیر مسلم روغتون نشته

د "سیکولر" دغه کلمه ډیری وختونه په غلطه توګه کارول کیږي او سیکولر هغه څوک ګڼل کیږي چې په خدای باور نه لري. مګر داسې نده. سیکولریسټ بیا کله کله د دین پر ضد استدلال کوي. سیکولریزم د الحاد بنسټ نه جوړوي. الحاد خپل بنسټ لري. هر چیرې چه ناپوهي وي هلته الحاد وده کوي! یعنې ته چه کله د علم پر ضد مبارزه کوي، نو ته بیا الحاد هڅوې. او د دی دوه دلایل دي

اول، د خلکو تر مینځ یو رواني غبرګون را مینځته کیږي ځکه چه ته هغوۍ ته اجازه نه ورکوي چه په ازاده توګه پوښتنه وکړي. ته د هغوۍ دا حق اخلې او په دین یې توجیه کوې. او بیا خلک څه وایي؟ او، خداې نه غواړي چه زه په حقیقت پوه شمه؟ نو ستونزه دا ده. نو د الحاد هڅیدل، د احمقانه پالیسۍ په غبرګون کې را مینځته کیږي! لکه څنګه چه غزالي په خپل کتاب تهافت الفلاسفة کې وایي:

"هغه څوک چې شک نه کوي فکر نه کوي. هغه څوک چې فکر نه کوي باور نه کوي"

غزالي په دغه کتاب کې استدلال وکړ چه ریښتیني یقین یوازې د شک او پوښتنې له لارې ترلاسه کیدی شي نه د عقیدې یا دود د ړانده منلو له لارې. غزالي په دې باور وو چه شک د فکري او معنوي ودې لپاره د اړتیا وړ کتلست په توګه کار کوي، ځکه چه شک خلک مجبوروي چه خپل باورونه په جدي توګه وڅیړي او د خپلو ادعاوو لپاره ثبوت او شواهد ولټوي

هغه استدلال وکړ چې د شک او پوښتني دغه بهیر د ریښتیني درک او یقین د ترلاسه کولو لپاره اړین دی او هغه څوک چې په ړوند ډول عقیده یا دود له پوښتنې پرته مني د خطا او غلط فهمۍ سره مخ دي.

په ټولیز ډول، د شک او یقین په اړه د غزالي نظریات د پوهې په تعقیب کې د کریټیکل تینکینګ یعنې انتقادي فکر او اینټیلیکچول ریګر یعنې فکري سختۍ په اړه د هغه د لوی ټینګار یوه برخه ګڼل کیدی شي. یعنې غزالې په کریټیکل تینکینګ ډیر ټینګار کوو اصلاََ

اوس یو څوک دا ویلی شي چه زموږ په ټولنه کې الحاد وده کوي چیرې چه ملایان د پوښتنې اجازه نه ورکوي. هو بالکل! ځکه چه زموږ په ټولنه کې موږ منافقین لرو، یعنې د مذهبې خلکو دننه الحاد. في الدرك الأسفل من النار

نو سیکولریزم یو نوشن یعنې مفکوره چه چه یواځې پدې پلانیټ (سیارې) پدې مهال د خلکو ګټې ورته مطرح دي بس! یعنې سیکولریزم د میټافیزیکل ډالکټرینز یعنې مابعدالطبیعاتی نظریو پر اساس پالیسۍ نه رامینځته کوي.

مګر، سیکولریزم خپل فلیورز لري یعنې خپلې ذایقې لري. د مثال په توګه امریکایی سیکولریزم د مذهب ساتنه کوي. دوی وايي چې سټیټ باید له مذهبه آزاد وي تر څو دلته مذاهب وده وکړی شي، یعنې ستاسې د دین حقوق خوندي کوي. له بلې خوا، فرانسه یو ډول سیکولریزم لري چه د مذهب سره مبارزه کوي او هیڅ مذهب ته اجازه نه ورکوي

اوس په کوم حالت کې یوه قضیه څرګندیږي چه دا سیکولر ده که نه؟ هغه وخت چه یو مذهبي ارزښت د سیکولر ارزښت سره ټکر کوي. او سیکولر ارزښت تل ګټونکی دی دلته، ځکه چه دا د هغه هیواد اساسي قانون دی. نو یو صادق مسلمان باید هغه ارزښت ومني چه حتی د اسلام خلاف وي په امریکا کې، ځکه چه اساسې قانون دغه ارزښت ته اجازه ورکړي، او موږ دلته د اساسي قانون تر ساتنې لاندې ژوند کوو، او دا زموږ وجیبه ده چه هغه لاسلیک چه موږ کړی د هغې درناوی وکړو او وې منو

تا ته دا حق درکړل شوی چه د هغۍ پر ضد رایه وکاروې، مګر ته هغه سیسټم نشې ډیسمیس کولی، یعنې ګوښه کولی چه ستا ساتنه کوي ځکه چه ستا یې پایله خوښه نه ده. دا هغه نظام دی چه هېڅکله د مذهبي بنسټپالنې ادعا نه کوي. اوس، کچیرې دلته ستا په څیر ډیر مذهبې کسان وي، نو نظام وایې تاسې یو ځاې شۍ، رایې وکاروۍ او د هغو پالیسیو مخنیوی وکړی چه ستاسې د ارزښتونو سره په ټکر کې وي

د ډیموکراسۍ ښکلا هم دا ده چه دا مختلفو خلکو ته چه متنوع بکګرونډونه لري، په یو ځاې د ژوند کولو اجازه ورکوي او شرایط ورته چمتو کوي

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟