د وزارت کولو شرط استعداد دی که تقویٰ؟

 

 د وزارت کولو شرط استعداد دی که تقویٰ؟

 ما د امارت په یو چارواکي نیوکه کړی چه ده ته دغه وزارت څنګه ورکول شی چه ده حتې پوهنتون هم ندی لوستی؟

نو د طالبانو استدلال دا دى چه دغه سړي ته دنده ځکه ورسپارل شوې چه دې ډیر په اخلاص او صادقانه توګه کار کوي، تقوىٰ لري او او د ملت غم ورسره دی... نو غوښتل مې چه پدې هکله یو څه ووایم.

پیل به لدې وکړم چه د ملت غم او اخلاص په ډیرو افغاناو کې شته مګر دا پدې معنې نده چه موږ به هر سړي ته وزارت ورکوو! مثبت انتقاد موږ تکامل په لور بیایي او زموږ غلطیانې له مینځه وړي. یو مهم ټکې دا دی چه د یو شخص استاد کیدل یا نه استاد کیدل مهم ندی بلکه د هغه خبره مهمه ده. یو مشهور حدیث دی، "صدقك و هو كذوب"، او دا هغه څه وو چه شیطان ابوهریرة ته ویلي وو، چه بیا رسول الله صلې الله علیه والسلام ابو هریرة ته وویل چه، "صدقك و هو كذوب"، یعنې هغه رښتیا ویلي مګر هغه پخپله دروغجن دی... همدغه وجه ده چه کوم کار چه مثبت وي هغه موږ د هر چا څخه خپلوو که مسلمانان وي او که غیرمسلمان. پیغمبر د خداې (ص) به د نورو ښه خپلول. مثلاََ په "الطب النبوي" کې ډیرې داسې شیان دي چه د چینایانو څخه اخیستل شوي...

اول: زه زان ته دا اجازه نه ورکوم چه د یو چا د ایمان یا د زړه قضاوت وکړم ځکه چه زه علم الغیب نلرم او د یو چا قضاوت یو لوې حرام عمل دی ځکه چه موږ د الله تعالې سره سیالي نشو کولی. موږ باید د "رحیم" څخه زده کړو او په خلکو باید رحم وکړو - ‏ارحم من فی الارض یرحمک من فی السمآء - په ځمکه په خلکو رحم وکړه چه د اسمانونو مالک په تا رحم وکړي - مګر موږ نشو کولی چه "حَکَمْ" یعنې قاضي شو. موږ "الکبیر"، "الجبار" نشو کیدی ځکه چه دا هغه نومونه او صفات دي چه یوازې د الله لپاره دي او کله چه موږ دا صفات په ځانونو کې د پیدا کولو هڅه وکړو، نو دا به زموږ لپاره یوازې لعنت وي. په هرصورت، نور داسې نومونه دي چه موږ ورسره مینه لرو مثلاََ "رحیم، وهاب" نو دا صفات باید موږ په ځانونو کې پیدا کړو. هغه نومونه چه عظمت لري، هغه یوازې د الله سبحان و تعالې لپاره دي. موږ یوازې د یو چا د اعمالو قضاوت کولی شو.

که یو کس حتې پوهنتون نه وي لوستی او ته له هغه د مخابراتو وزیر جوړ کړي، یا د آب و برق یا د روغتون رئیس، نو دا کار بالکل غلط دی، او کومه تنخواه چه دغه کس د دغه چوکۍ په اساس تر لاسه کوي هغه هم د سوال لاندې ده! همدا وجه ده چه زما لپاره د مارشال فهیم او جنرال مبین په رتبو کې هیڅ توپیر نشته ځکه دواړو نه پوځي پوهنتونونه لوستي او نه یې استعداد لري - دواړو په خپلو خولو ویلي چه عالي تحصیلات نلري. زما لپاره په اسمٰعيل خان او په رئیس الوزراء کې توپیر نیشته ځکه دواړه د وزارتونو استعداد نه لري! موږ نشو کولی چه ناپاکي په ناپاکۍ پاکه کړو، یا خپل بد عمل د بل چا په بد عمل توجیه کړو!

دوهم: مسلکي دندې او په خاصه توګه حکومتي دندو لپاره شرط تقوې نده بلکه استعداد دی او همدا وجه وه چه دواړه خلافة العباسية او خلافة الاموية اسلامي خلافتونه وو او د اسلامي تاریخ طلایي دور سره تړاو لري، مګر په دغه خلافتونو کې داسې چارواکو شتون درلود چه کاملاََ اسلامي اخلاق یې نه درلودل. د بیلګی په توګه، ابوبکر الرازي یو طبیب، فیلسوف او کیمیا پوه وو چه د اسلامي طلایي دورې سره ډیره ژوره اړیکه لري. دا هغه څوک دی چه په اسلامي زرین دور کې یې د عصري روغتونونو بنسټ کیښود. د دغه سړي افکار الحاد ته ډیر نږدې وو مګر اسلامي علماؤ د ده په هکله څه بد ندي ویلي او نه د هغه د کار کولو او دندو په فرصتونو کې د خلافت له لارې کوم خنډ پیدا شوی. د ابوبکر رازې افکار د هغه شخصي افکار وو او هغه به لیکنې هم کولې، مګر هغه یو کار نه کاوه چه هغه دی "حرابة"! یعنې د اُمت سره یې جګړه اعلان نکړه! همدغسې إبن الراوندي یو بل شخص دی چه افکار یې الحاد ته نږدې وو....

عن عبد الله بن عمر قال: رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم يطوف بالكعبة ويقول ما أطيبك وما أطيب ريحك ما أعظمك وما أعظم حرمتك والذي نفس محمد بيده لحرمه المؤمن عند الله أعظم من حرمتك ماله ودمه

د عبداله بن عمر نه روایت دی: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفې شاوخوا طواف کولو کې ولید او ویې ویل: ته څومره پاکه او ښه یې! ستا بوی څومره پاک او ښه دی! ته څومره ستره یې! او ستا حرمت څومره لوړ او عظیم دی! خو قسم په هغه ذات چې د محمد (ص) روح یې په لاس کې دی، د الله په نږد د مؤمن د وینې او مال حرمت ستا له حرمت څخه لوړ دی!

رسول اکرم صلې الله علیه والسلم فرمایي: لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا، يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ - له ما وروسته کفر ته مه راګرځئ چه یو بل غاړې ووهئ!

ګورئ، شرط دا دی چه حکومت باید د شریعة په اصولو برابر وي. یعنې شریعة غوښتنه کوي چه حکومت بیعة تر لاسه کړې وي! شریعة غوښتنه کوي چه عدالت قایم وي! شریعة د د بې ګناه انسان د وژنې مخنیوی کوي! شریعة غوښتنه کوي چه د هر وګړي حقوق باید خوندي وي! شریعة غوښتنه کوي چه قانون باید د هر چا لپاره یو شان وي! شریعة غوښتنه کوي چه د نړۍ سره معامله وکړي! شریعة جنګ نه پیل کوي مګر کله چه ته په جنګ کې ښکیل شوې نو د جنګ اصول تشریح کوي، او داسې نور.... نه دا چه ستا چارواکی څومره لمونځونه یا حجونه کوي او څومره تقوې لري! مګر چارواکي ته چه کومه دنده سپارل شوي، د هغې پوره کولو استعداد باید ولري او په کار کې یې کمبود او فساد نه وي بس!

ته نشې کولی د نړۍ سره د مخابراتو په برخه کې سوداګریزې معاملې وکړې که ته د سوداګرۍ او مخابراتو په اصولو نه پوهیږې! ته نشې کولی چه یو روغتون پرمخ بوځي که ته ډاکټر نه یې او ته د روغتون چلولو مدیریت مهارتونه ونلرې! ته نشې کولی له چین سره د کانونو معاملې وکړې که ته د کانونو په اصولو، عصري اقتصاد او د سوداګرۍ په اصولو نه پوهیږې او په دې برخه کې تجربه ونلرې!

دا هغه پوښتنې دي چه د هرې دندې د پیل کولو وړاندې لتا کیږي.

كلكم راعٍ وكلكم مسئولٌ عن رعيّته - دولت مسئولیت لري چه یوازې هغه اشخاص وګماري چه د دندې تر سره کولو استعدا لري کنه نو بیا د بیت المال سره خیانت کیږي!

 

ارین هاشمي ~ 

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟