آیا د یهود او نصاری تقلید کول حرام دی؟
آیا د یهود او نصاری تقلید کول حرام دی؟
نن مې یو پوست ولید چه د یو حدیث ذکر پکې شوی وو چه د یهود او نصاری تقلید مسلمان باید ونکړي. لیکونکی داسې یو شخص وو چه د پاکستان د مدرسو د تاثیر لاندې معلومیدو، نو هغه دا هم لیکلي وو چه په افغانستان کې د یو کرکټر په مړینه شمعې بلول حرام دی ځکه دا د یهودو او نصاری عمل دی
په لومړي قدم کې به دا اووایم چه پدې څیر زیات احادیث شتون لري چه رسول اکرم صلی الله علیه والسلم مؤمنانو ته خبرداری ورکوي چه د یهودو او نصاری تقلید ونکړۍ، او قرآن هم د دې خبرې ملاتړ کوي. په قرآن کې د اهل الکتاب او د بنې اسرائیلو قصې له همدې امله موږ ته بیان شوي چه موږ لدوۍ څخه درس واخلو او غلطي تکرار نکړو
دا ټولې قصې د هغو د کالو یا د روزمره ژوند په هکله نه، مګر د هغو د اخلاقو په هکله وو، او د اخلاقو نه زما مطلب فساد دی، یعنې د هغوۍ په کاروبار او عقیدو کې فساد. کله چه په یو هیواد کې دولت فاسد وي نو خلک پخپله فاسدیږي. که پادشاه غل وي نو خلک به یې هم غله وي. کله چه موږ یو داسې اقتصادي سیستم ولرو چه د غلو ملاتړ کوي نو غله پورته ځي او ښه خلک ورکیږي
د کالو یواځنې رول دا دی چه انسان پکې پټ، آرامه او په درنښت وي، او دا اخطارونه چه په اهادیثو کې ذکر شوي دا د روزمره ژوند کولو اخلاقو یا د کالو په هکله ندي. هو په هغه صورت کې بیا ستونزه منځ ته راځي چه یو کس د فیشن او کالو عبادت شروع کړي چه په نتیجه کې یې په زړه کې کبر پیدا شي، مګر دا هم کفر ندی
هر هغه کار یا رواج چه موږ یې تعقیبوو، د اخلاقو د سیستم هم انعکاس دی. یعنې هیڅ څه د یو بل نه جلا ندي. هر څه د یو بل سره یو ځاې راځي. د مثال په توګه که موږ شمع بله کړو او ورسره الله اکبر اووایو نو زما په اند دا په حسناتو کې حسابیږي، مګر که څوک د شمعی بلولو سره د واه واه او اولی اولی اولی رمباړې وهل پیل کړي نو دا بیا نامناسب کار دی. د اولنی کار د ممانعت دلیل یوازې دوۍ دا ورکولی شي چه رسول اکرم صلی الله علیه والسلم شمع نه وه بله کړي. مګر رسول اکرم (ص) په موټر او الوتکه کې سفر هم نه وو کړی
په اسلامي اقتصاد او الفقه کې یو بنیادي اصول شتون لري او هغه دا چه، الأصل في المعاملات الحلال، یعنې په معاملاتو کې اولنی/اصلي شی حلال دی، غیر لدې چه دلته د دې په ضد کوم آیت یا فقعي دلیل وجود نلري. او بله دا چه، والأصل في العبادات الحرام، یعنې په عباداتو کې اصلي شې حرام دی مګر په هغه صورت کې حلال دی چه ته یې اجازه لرې (د الله له اړخه)
اسلام خپل قوانین لري او مسلمان باید پدې قوانینو خبر وي، مګر د شمعې بلول حرام ګڼل زما په اند افراط دی. د پاکستان د دغسې ملایانو لویه ستونزه دا ده چه د دوۍ سره بامنطقه او علمي بحث نه کیږي ځکه دوۍ بیا په دلیل کې درته خوب وړاندې کړي چه په خوب کې مې الله سبحان و تعالې او رسول اکرم (ص) ولید او توغندی یې په لاس راکړو چه فلانی پری وله... او په هره خبره د حرامو او د کفر او الحاد ټاپې درباندې لږوي. د شرعیت له نظره یو چا ته کافر ویل ډیر یو عظیم کار دی چه په دې کې باید هیڅ غلطي ونشي. د دې حساب ورکونه ډیر لویه ده
هو، یو شخص چه قصداََ د یهود او نصاری تقلید کوي لدې لپاره چه د دوۍ په څیر وپیژندل شي نو بیا دا دده بیعیت د سوال لاندې راولي. دا درسته ده چه، إنما الأعمال بالنيات، مګر موږ باید احتیاط وکړو چه زموږ نیت باید یو دلیل وي نه عذر او بهانه، ځکه کچیرې دا یوه بهانه شي نو بیا زموږ نیتونه به هم وړانده شي او بیا به موږ نا آګاهانه غلط کارونه کوو ځکه چه موږ خپل ځانونو ته دروغ ویل پیل کړي
رسول اکرم صلی الله علیه والسلم هم ساده کمیس پرتوګ اغوستی او هم یې جلباب. زما په اند نیک تایي اغوستل به سنة وي. ولې؟ ځکه چه نبي اللهِ صلې الله علیه والسلم د خپلو خلکو په ژبه غږیدو او د خپلو خلکو لباس به یې اغوستو، او دا معلومات موږ ځکه لرو چه هغوۍ (ص) به سفرې کولې او هر ځایې ته به چه لاړل د هغه ځایې سره به یې ځان یو ځایې کوو. بې حده ځانګړتیا د نارسیسیزم معنی ورکوي
نن سبا د ډله ییز تولید او د مصرف کونکي خوند له امله هیڅ یو څیر کیدل شتون نلري. موږ کولی شو چه سور، تور، زرغون او سپین واخلو، دا مهمه نده... مګر د پیغمبر (ص) په وخت کې دومره انتخابونو شتون نه درلود. دا ټول د اعتدال، سادګۍ او متمدن په هکله دي
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment