په اقتصاد د ګوګل اغیزه
په اقتصاد د ګوګل اغیزه
نن سبا طالبانو په افغانستان کې د بریښنا او انټرنیت زیربناوې ویجاړول پیل کړي. دوۍ ادعا کوي چه دوۍ غواړي په افغانستان واکمن شي مګر دوۍ هیر کړي چه دا شیان زموږ د اقتصاد د بقا لپاره څومره مهم دي. نو یو فکر مې ذهن ته راغی چه راځه د ډاټا راټولو کې د ګوګل په اهمیت لږه رڼا واچوه.
د اقتصاد په مطالعه کې ګوګل هرڅه ته تغیر ورکړو ځکه چه اوس ډاټا زموږ په لاس کې ده.
ټول ساینس ډاټا ته اړتیا لري. په ساینس کې موږ تجربو او نظریاتو ته اړتیا لرو او بیا موږ هڅه کوو چه دا ټولې تجربې دوباره تنظیم کړو او د دوۍ تر مینځ په اړیکو ځانونه پوه کړو. په فزیک کې دا کار اسانه دی. په کیمیا کې دا کار لږ سخت دی مګر بیا هم اسانه دی، او په بیالوژي کې دا لږ نور هم سخت دی مګر بیا هم اسانه دی. ولې؟ په بیالوژي کې د حجرې مطالعه کیږي چه د انسان د مطالعې څخه ټیټه ده. په کیمیا کې د مالیکول مطالعه کیږي چه د حجری د مطالعې څخه ټیټه ده، او په فزیک کې د اټوم مطالعه کیږي چه د مالیکول د مطالعې څخه ټیټه ده. (فزیک په یو معنی تر ټولو اسانه دی. مګر دا چه دا تر ټولو اسانه دی نو موږ د لویو پوښتنو سره مخامخ کوي چه بشپړې آې کیو ته اړتیا لري). بیا دلته اقتصاد او سیاسي علوم شتون لري، او په بل اړخ کې بیا فلسفه ده چه تر ټولو سخته ده ځکه چه فلسفه په ځانګړې توګه پخپله یو ډومین دی.
مګر اقتصاد او سیاسي علوم ډاټا ته اړتیا لري. نو د اقتصاد او سیاسي علومو پوهان هڅه کوي چه ماډل جوړ کړي لکه څنګه چه په علوم فزیک کې جوړیږي. مثلا د ریلټیویټي یعنې د تړاو تیورۍ ماډل، او په کوانټم فزیک کې معیاري ماډل چه یو ماډل دی چه معنې یې ده د نړۍ د پوهیدو یوه لاره چه تر اوسه غلطه نده ثابته شوې. او تر څو چه غلطه ثابته شوې نه وي نو همدغه تیوري صحیح ده.
په فزیک کې د ورځې ۱۵ زره تجربو امکان شته مګر اقتصاد کې چه د دوه پیړیو محال پدیده ده، د ډاټا لاس ته راوړل ډیر زیات وخت نیسي. مثلاََ په اقتصاد باندې د مالیې پالیسۍ تاثیر دې لپاره کافي ډاټا نیشته.
مګر اوس چه ګوګل را مینځ ته شو، هو موږ نشو کولی چه د دوه پیړیو اوږد وخت لنډ کړو مګر د ډاټا ډیرې نقطې موږ تر لاسه کولی شو. نو د مثال په توګه. یو شی چه دولت یې تل په لټه کې وي او هڅه کوي پدې پوه شي چه د انفلاسیون (اینفلیشن) نرخ څه شی دی؟ په اقتصاد کې څومره انفلاسیون شتون لري؟ د نرخ فشار څومره دی؟ نو دوۍ دې معلومولو لپاره د یو اوسط وګړي د توکو ټوکرۍ کاروي. مګر کله چه ګوګل شتون ولري نو بیا ټوکرۍ ته اړتیا نه پیدا کیږي، ځکه چه موږ هر څه لیدی شو. موږ د ګوګل څخه د هر شي حقیقي اوسط تر لاسه کوې شو. موږ اړتیا نلرو چه د نمونې نمونې نمونه تر لاسه کړو...
پخوا د ډاتا ټولول ډیر قیمته وو او ډیر وخت به یې نیوو نو خلکو ویل، موږ به د دغې مجموع په نمایندګۍ دغه نمونه واخلو، او د دی په نمایندګۍ دغه واخلو، او وغیره وغیره.... نو دا د نمونې نمونې نمونه ده... نو دلته ډیر غلطي را مینځ ته کیږي او اقتصاد پوهان باید دا ټولې مشاهدې په یوې لوې تیوري کې وتړي. نو له همدې امله اقتصاد د انجینرۍ چه اپلایډ فزیک دی، څخه پور اخلي. نو د مثال په توګه ایکویلیبریم، ایلاسټیسیټي، دا ټول نظریات له انجینرۍ څخه اخیستل شوي په اقتصاد کې، ځکه چه اقتصاد پوهان د اقتصاد تصور د ماشین په څیر ګوي.
اوس، آیا اقتصاد د ماشین په څیر دی، که د سیارې په څیر که د پرنګالۍ په څیر؟ دا اوس فلسفي پوښتنې دي. آیا دا په لویه بڼه فزیک او میخانیکي دی په یو کوچني سیستم کې؟ آیا دا میخانیکي دی، مګر په یو لوې سیستم کې؟ یا آیا دا حتی میخانیکي هم ندی بلکه ډایلیکټیک دی؟ یعنې دوه مخیزه شی دی چه موږ به یې هییڅ کله ونه پیژنو، لکه دا تل چرګه ده که هګۍ؟ د بیالوژۍ په څیر، موږ هیڅ کله نو پوهیږو چه دا مور ده که بچی ځکه چه دا یو دایروي منطق دی.
د دایروي منطق له لارې موږ د یو شي پیل نشو پیدا کولې ځکه چه دلته دایره شتون لري. مګر د لینیر یعنې خطي منطق له لارې یې پیدا کولی شو، مګر خطي منطق بیا ساده/ناپوهه دی. په ژوند کې ډیری پدیدې غیر خطي دي، او په ژوند کې ډیری غلطي رامینځته کیږي ځکه چه موږ فکر کوو چه پدیده خطي ده. او دا هغه ځاې دی چیرته چه خطر او احصائیي (سټاټیسټیکس) او دا ټول شیان شتون لري..... نو هرڅوک احصائیې کاروي او وايي، تیوری هیر کړۍ، راځۍ چه ډاټا راټوله او خُلاصه کړو او بیا د ډاټا په درک کولو هڅه وکړو... مګر د ګوګل له لارې موږ د ډاټا ډیره لویه نمونه تر لاسه کوی شو او په ډیر ښه توګه په هغه ډاټا محاسبې او شمیرنې کوی شو.
نو هره شیبه موږد مثال په توګه په ګوګل ټرینډز (رجحاناتو) پوهیدی شو. ګوګل ټرینډز، یعنې خلک په انټرنیټ کې د کومو شيانو د ټولو زیات پلټنې کوي. نو د مثال په توګه موږ پوهیدی شو چه د کرونا وبا په جریان کې خلکو په پلټنو کې کوم ټکي ډیر کارول په انټرنیټ. مګر دا ټول دمخه ناممکن وو. هغه وخت موږ باید اټکل کړی وی. زما مطلب دا چه ګوګل د ډاټا استازیتوب کوي، او ګوګل په هر براوزر کې موجود دی او هر څوک یې کاروي.
اوس دلته یوه بله مهمه وسیله چه د ریګریشن انالیسیز یعنې د رجعت تحلیل په نامه یادیږي او دا یو احصایوي میتود دی چه په مالي، پانګونې، اقتصاد او نورو سکتورونو کې کارول کیږي، او ریګریشن انالیسیز د ډاټا پر بنا تحلیل کوي، او ډاټا د ګوګل څخه اخیستل کیږي... د ریګریشن معنې ده، موږ ډیر ډاټا تر لاسه کوو د یو ګراف په شکل چیرې چه ډیر نقطې موجودې وي. او بیا د هغه نقطو څخه یو داسې خط تر لاسه کوو چه ورته ویل کیږي "غوره فِټ لاین" یعنې غوره فِټ خط چه یو داسې خط دی چه په بهترینه توګه دا نقطې تشریح کوي (مثال یې په انځور کې تاسې لیدی شۍ). خط ځکه، چه خط موږ په ریاضیاتو کې د فنکشن په توګه پوه شو، او فنکشن د اړیکو څرګندونه ده. او ډاټا یوازې ډاټا ده چه په نقشه کې نقطه، نقطه، نقطه ده مګر هیڅ اړیکه نلري. نو که موږ هڅه وکړو د ډاټا څخه اړیکې ومومو، نو موږ باید هڅه وکړو هغه خط ومومو چه دا ټکي (ډاټا) غوره تشریح کوي، یا ډیر زیات د دې ټکو وضاحت کوي.
د مثال په توګه موږ ډیره ډاټا لرو او موږ هڅه کوو چه د عاید، عمر او زیپکوډ (منطقوي کوډ) تر مینځ په فنکشن پوه شو. په لومړی قدم کې موږ ټوله ډاټا را ټولوو، یعنې د یو زیپکوډ اړوند ټول عمرونه او ټول عایدات. اوس باید موږ یو فنکشن ومومو، ځکه چه شاید عاید د عمر ضرب کانسټنټ فنکشن دی، او د هغه زیپکوډ چه تاسې پکې یاست سره اړوند دی. شاید...
ریګریشن انالیسیز څه شی دی او په کوم ډول تر سره کیږي؟ دا د ازموینې او غلطۍ شی دی مګر موږ د کار اسانتیا لپاره کمپیوټر کارولی شو. موږ په ډاټا مختلف فنکشنې کاروو او بیا محاسبه کوو او یو داسې خط به تر لاسه کړو چه مثلاََ د ۷۸ فیصد ډاټا تشریح کوي او پاتې ۲۲ فیصده د توضیح وړ نده. که پاتې ۲۲ فیصد نقطې شکل ونلري او تصادفي وي، نو کوم خط چه ۷۸ فیصد نقطې تشریح کوي، غوره فِټ خط دی. نو موږ یو داسې فنکشن لټوو چه اعظمي امکان لرونکی حد تشریح کړي ځکه چه هیڅ فنکشن ۱۰۰ فیصد نشي تشریح کولی. یعنی هغه خط غواړو چه نږدې وي او باقي مانده نقطې ناڅاپي توزیع وي یعنی رنډم ډیسټریبیوشن. ځکه کچیری په باقي مانده نقطو کې کوم د خط شکل شتون ولري، نو دا معنی ورکوي چه لا هم یو څه منطق شتون لري چه موږ یې ومومو... سمه ده؟ دا دی ریګریشن انالیسیز. دا ډیر ساده، ښکلی او ډیر قوي میتود دی، او د آر مربع له لارې تشریح شوی. او آر مربع هغه ارزښت دی چه د کرښې درستیت بیانوي.
هر هغه شرکت چه ډاټا کاروي، د ریګریشن انالیسیز څخه استفاده کوي. د مثال په توګه کچیرې زه د یو بانک کارمند یم او د بانک مالک ته ووایم چه زه تاسې ته ویلی شم چه احتمال څه دی چه زموږ پیرودونکي به خپل پورونه تادیه کړي یا نه؟ هغه پدې چه زه د هغو د تادیې ټول تاریخچه راټولوم، د هغوۍ کریډیټ سکور او په کوم سکتور کې چه هغوۍ کار کوي، دا ټوله ډاټا راټولوم او پدې ډاټا ریګریشن کوم. که زما ریګریشن کولی شي تشریح کړي چه احتمال د هغوۍ د کریډیټ سکور څخه غوره دی، تاسې باید ما د دې برانچ اجرایوي رییس کړۍ ځکه چه زه اوس پیسې چاپوم. ولی؟ ځکه کچیرې زه د تادیې ټولګې ته پنځه، لس یا شل فیصده پرمختګ ورکړم نو دغه برانچ همدومره ګټور دی.
دا مثال ما په یوه ساده کچه ورکړو، ځکه چه دلته لوې لوې بانکونه لکه بینک آف امیریکا، ویلز فارګو او چیس بانک شتون لري چه شاید په بهترین سافټویرونو کې یې پانګونه کړي وي چه د هیواد په کچه ریګریشن انالیسیز کوي. مګر کوچني شرکتونه په همدې ډول سیالي کوي. دوۍ د یوې مشخصې جغرافې د ضرورتونو پر اساس د حل لارې وړاندې کوي. یو کوچنی شرکت مارکیټ ته راځي او د لویو شرکتونو سره سیالي کوي او وایي، ستاسې د ۹۰ فیصده وړاندیزونو پروا پیرودونکي نه کوي ځکه چه هغه د تاریخ یوه حادثه وه. شل کاله وړاندې یې پروا کوله مګر اوس نه. دوۍ یوازې د دغه ۵ شیانو پروا کوي، نو زه یو داسې شرکت جوړوم چه یوازې دا ۵ شیان وړاندیز کوي، او بچت بیا د تخفیف په توګه پیرودونکو ته ورکوم، او یا پانګه اچوونکي ته د ګټې د اندازې په توګه یې ورکوم.
نو موږ د پانګوالو سرچینې یا د پیرودونکو سرچینې مومو، یعنې مشتریان چه پیسې ورکوي. دا دمخه اقتصاد دی او دا د فریکونسي څپې په څیر پرمخ ځي، پورته او ښکته چه په فزیک کې ورته د ساینس آډیو څپی ویل کیږي.
لکه څنګه چه ما پورته ذکر وکړو چه اقتصاد له انجینري یعنې فزیک څخه پور اخلي، نو کله چه اقتصاد پوهان دا ووایې دوۍ څه کوي؟ دوۍ له فزیک څخه پور اخلي. اقتصاد پوهان هغه استعار (میټافور) په پور اخلي. دا استعار د فزیک برخه نه وه مګر دا په فزیک کې ډیر په بریالیتوب سره کارول شوی.
مثلاََ د لَچَکتیا (ایلاسټیسیټي) مفهوم چه د فزیک څخه په پور اخیستل شوی. په اقتصاد کې لَچکتیا (ایللاسټیسیټي) یعنې څه؟ د ایللاسټیسیټي لغوي معنې ده ربړین (د ربړ په څیر). چه د راښکو سره اوږدیږي یعنې د اوږدیدو ګنجایش لري. او په اقتصاد کې موږ مدام وایو مثلاََ د لرګیو د ډیمانډ لَچکتیا، یا د کافي د سپلائې لَچکتیا... دا څه معنی؟ دا پدې معنې چه د یو توکي په ډیمانډ او سپلائې، د نرخ د بدلیدو تاثیر. ځنې شیان ایلاسټیسیټي نه لري، لکه اوبه یا د ژوند د ژغورنې جراحي.
د مثال په توګه یو میلیاردر ناروغ تا ته راځي او ته ورته وایې چه زه به دې ژوند وژغورم. هغه وایې، ډاکتر صیب جراحي په څو ده؟ ته ورته وایې، تا لپاره څومره ارزښت لري؟ هغه وایې یو لک ډالر. ته وایې نه، نه، نه دا ډیره ګرانه ده. هغه وایې یو میلون ډالر، ته ورته وایې نه... دا معنې ورکوي چه هغه ایلاسټیسیټي نه لري. او ته کوی شې چه ورته اووایې یو میلیارد منفي یو ډالر یې قیمت دی، ځکه یو ډالر او ژوند، د هیڅ څخه بهتره دی. صحیح؟ دلته ایلاسټیسیټي شتون نلري ځکه چه دا د ژوند خوندي کول دي. په همدې ډول اوبه هیڅ ایلاسټیسیټي نلري.
په اقتصاد کې یو له ډیر لوی پیراډوکس یعنې تناقض یا تضاد څخه دا دی چه اوبه چه دومره ارزښتمند دي، ولې دومره ارزانه دي؟ ځکه د اشد ضرورت په وخت موږ به یو ګیلاس اوبه په یو میلون ډالرو هم واخلو. اوبه ارزانه دي چه دومره ارزښت لري مګر الماس چه هیڅ ارزښت نلري ولې دومره قیمته دي؟ اوبه باید هیڅ ایلاسټیسیټي ونلري. له نیکه مرغه اوبه ځکه ارزانه دي چه اول خو اوبه په کثرت پیدا کیږي او بله دا چه حکومتونو کنټرول کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چه اوبه کنټرول کړي.
دا ایلاسټیسیټي ده. دا یو نظر دی چه د انجینرۍ څخه په پور اخیستل شوی. ولې؟ ځکه چه د انجینرۍ له نظره، شیان د فشار، درجه حرارت، او د اټموسفیري شرایطو لاندې لَچک پیدا کوي. په اقتصاد کې هغه شیان چه ایلاسټیسیټي نلري دي: سینما، د آیس کریم آرډر کول، اشتهارات... که څوک غواړي د سوداګرۍ نړۍ مالکیت ولري نو پدې دې پوه شي، چه د اعلاناتو بودیجه لومړنۍ ده چه د اقتصادي بهران د تاثیر لاندې راځي.
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment