پرمختیایی اجنډا
پرمختیایی اجنډا
زه له ډیرو افغانانو څخه اورم چه اوباما څومره ښه وو او لیبرالان څومره په زړه پورې دي ځکه دوې هر انسان ته د انسان په سترګه ګوري او تبعیض نه کوي. لومړی زه غواړم دا روښانه کړم چه زه د ټرمپ ملاتړ کوونکی یا وکیل نه یم، چه اول باید موږ ټول پدې خبره پوه شو. اوس راځۍ چه د دې لیبرالانو او د دوې د پرمختګ اجنډا په اړه وغږیږو
د پرمختګ اجنډا پدې باور ده چه سیاسي پرمختګ یوازې هغه وخت رامینځته کیږي که موږ ټول هر څوک ومنو، که دوې هر څوک وي او هر شناخت که دوې ولري. دا مهمه نده که دوې همجنسباز وي یا نه، که دوې نرښځي وي، تور وي، سپین وي، د شیطان عبادت کوونکي وي، هر څوک چه وي دا مهمه نده، مهمه دا ده چه د دوې تر منځ مساوات وي او تبعیض باید شتون ونلري. او کله چه دا را مینځ ته شي نو بیا موږ کولی شو چه د رایې ورکولو میکانیزم ترسره کړو ځکه چه د یوې ټولنې په توګه موږ باید ځنې قوانین ولرو
اوس اصلاََ دلته څه کیږي. زه د دوې سره موافق یم چه نن سبا باید تبعیض شتون ونلري او په اسلامي قانون کې هم د تبعیض اجازه نیشته. مګر موږ پدې سترګې نشو پټولی چه دا خلک به خپل سیاسي ګوندونه جوړوي د دې لپاره چه په هیواد حکومت وکړي او قوانین مینځ ته راولي ځکه چه موږ د یوې ټولنې په توګه قانون ته اړتیا لرو، او قانون د آزادۍ د محدودیت معنې لري. د قانون معنې ده چه ځنې حقونه محدود کړي تر څو لوې حقوق خوندي کړی شي او دفاع یې وشي
او یوه لویه ستونزه دا رامینځ ته کیدی شي چه کله دا کار وشي او مثلاََ ملحدین رایې وګټي نو دوۍ کولی شي چه یو داسې قانون رامینځ ته کړي چه په دین بندیږ ولږوي او یا داسې په یو بل څه، چه دوباره تبعیض رامینځ ته کوي. دوې ځانونه ډیر لیبرال او زغمونکي بولي مګر په عین حال کې بیا دوې غیر لیبرالان نه نشي زغملی. دوې په خپله تیوري کې لوې تضاد لري او داسې دي لکه وړانده. دوې ته ویل کیږي چپ اړخ یا چپیان
اوس زه پخپله چپي یم، مګر د اقتصاد او د پیسو په بنیاد. زما په اند هر هغه سیستم چه یو هیواد یې لري، مالدار باید د غریب مرسته وکړي ځکه چه اصلاََ مالداره لدې وجې مالداره ندي چه ګواکې دوې به ډیر هوښیار وي، دوې ځکه مالداره دي چه دوې لږ څه خوشبخته دي. نو ځکه موږ داسې یو سیستم ته اړتیا لرو چه مالیات ولري او هر چا لپاره مناسب فرصت او کار ولري. دا یوازنی شی دی چه زه پکې چپي یم. نور هیڅ نه
سیستم باید داسې نوي چیرې چه مالدار ته غوره توب ورکول کیږي او چیرې چه مالدار نور هم لا مالداریږي او غریب دې بند وي او نور دې هم غریبیږي. داسې هیڅ نشي کیدی. موږ څنګه ډاډ تر لاسه کوی شو چه سیستم یو مناسب سیستم دی؟ د ربا د نه درلودو سره. داسې هیڅ سیستم باید نوي چیرې چه زه تا ته پور درکوم او ته هیڅ خطر او تاوان په غاړه نه اخلې او په نهایت کې ته زما غلام جوړیږې. موږ له معلوماتو او ډاټا څخه مشاهده کوو چه دا د غلامۍ عصري شکل دی
په هر صورت، موږ وینو چه په ډیر ښي او ډیر چپ، یعنې ډیر محافظه کار او ډیر پرمختګ کوونکي، دواړه ډلې ورته نظرونه لري. طالبان ډیر ښي ارخ والا ډله ده. دوې هم د ډیر سرسخته کمونستانو په څیر دي. دا دواړه ډلې ویجاړوونکي ډلې دي. دواړه ډلې یوازې په تاوتریخوالې باور لري د بدلون راوستو لپاره. دا په اسلام کې اجازه نلري ځکه اسلام کورنۍ جګړه حرامه بولي
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment