آیا تاسې کله پدې فکر کړی؟
آیا تاسې کله پدې فکر کړی؟
نن مې د غره په سر ډرون الوځوو چه د مرغیو یوه ډله په هوا کې را ښکاره شوه چه په ذهن کې یې راته د قرآن د یو آیت په هکله یوه پوښتنه واچوله
أَوَلَم يَرَوا إِلَى الطَّيرِ فَوقَهُم صافّاتٍ وَيَقبِضنَ ۚ ما يُمسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحمٰنُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيءٍ بَصيرٌ
آیا تاسې نه ګورۍ چه مرغۍ خپل وزرې پرانیزي او بندوي. هیڅوک یې په هوا کې نشي ساتلی پرته د لوې مهربان (الله). په حقیقت کې هغه هر څه ډیر ښه ویني
اوس د اکثره خلکو ذهنونه دا عمل پدې معنې کوي چه مرغان داسې الوځي، یعنې په وزرو پرانیزتو او بندولو. او بیا آیت دا هم وایې چه نور هیڅوک مرغان په هوا کې نشي ساتلی پرته له الرحمٰن څخه
دا ډیر ژور فکر ته اړتیا لري ځکه تاسې یوازې هغه فزیکي عمل چه مرغۍ پدې توانوي چه پرواز وکړي، بیانول پاې ته ورسوو. دا داسې ده لکه چه سړی اووایي، آیا تاسې په هوا کې الوتکې د وززرو سره نه وینۍ، یوازې خداې یې په هوا کې ساتي
دا زما لپاره څه معنی ده، تاسې کولی شۍ چه اووایاست چه ولې، کله مرغۍ خپلې وزرې پرانیزي او بندې کړي نو الوتنه کوي؟ ولې؟ ځکه چه ایروډاینامیکس داسې دی چه دغه پیښیږي، مثلا قوه جاذبه او ایروډاینامیکس وغیره وغیره... یعنی تاسې د دې تر شا ساینسي تیوري تشریح کولی شۍ. مګر بیا یوه بله پوښتنه پیدا کیږي او هغه دا چه، نو بیا ولې دا تیوري کار کوي؟ ولې د وزرو پرانیزتل او بندول د پرواز لامل جوړیږي؟ ولې په مرغیو د قوې جاذبې تاثیر دومره دی او د وزرو له پرانیزتو او بندولو له امله تولید شوې انرژي دومره ده چه توازن برابر دی؟ ولې قوه جاذبه نه بدلیږۍ؟ ولې د طبیعت اصول پاتې دي؟ او دا اصول ولې تل یو شان پاتې شوي دي. دغه اصول بدلیدی شو مګر ندي بدل شوي. ولې؟ او په حقیقت کې د فزیک د وینا له مخې، کله چه کائنات په لومړۍ ځیل پیل شو نو د طبیعت دا اصول ډیر مختلف وو (د کاسمولوژي انفلاسیون دوره)، مګر بیا نه بدلیږي. ولې؟
موږ ټول دماغ لرو او مغز هغه ماشین دی چه د "ولې" پوښتنه کوي. کچیرې زه په یو کافې شاپ کې ناست یم او د کافې کاغذي پیاله مې مخې ته پرته وي نو موږ سوال کولی شو، چه ولې دا پیاله شتون لري؟ او ځواب دا کیدی شي چه د پیالې په نامه یو مفهوم شتون لري چه خلک یې د مشروباتو لپاره کاروي. ارسطو دا کار مؤثر لامل بللی او هغه یې پنځه، شپږ لاملونه نومولي. موږ دا هم ویلی شو چه موږ ونې لرو چه د کاغذ د موادو جوړولو لپاره کارول شوي او دغه پیاله ترینه جوړه شوې. او بیا موږ د ټولو اړخونو څخه تیریدو وروسته دا پوښتنه کولی شو چه ولې زما په میز دا پیاله شتون لري؟
او د دغه سوال ځواب دا دی چه دا د څو دلایلو پر بنا زما په میږ شتون لري. اول دلیل: ما دغه پیاله غوښتله. یعنې دلته یوه اداره ده، د انسان استازیتوب څوک چه خپل آزاده واک تمرینوي او وایې د کافي دا پیاله زه غواړم. یعنې د قیمت ادا کولو په بدل کې یې پیاله واخیسته
بل دلیل یې دا دی چه دا د کوم چا لخوا تولید شوې وه. او د پیالې په دغه میز شتون لپاره د دغه دوه شیانو کیدل ضرور دي. یعنې زه اړتیا لرم چه دا واخلم او پلورونکي اړتیا لري چه دا تولید کړي. او همدارنګه د پیالې تصور او مفهوم باید په یو وخت کې کشف شوی وي. او د پیالې جوړولو مواد باید شتون ولري. دا ټول شیان د پیالې په دغه میز شتون لپاره اړین دي
مګر دا په سطحي توګه ریښتیا دي. تاسې کولی شۍ یوځل بیا "ولې" پوښتنه وکړۍ. تاسې لاهم کولی شۍ ووایاست، مګر ولې د دې ټولو شیانو سره موږ پیاله ترلاسه کوو؟ اوس دا یو ژور "ولې" دی
ډیر خلک پدې نه پوهیږي، او کله چه ترینه د "ولې" پوښتنه وکړي نو دوۍ په ځواب کې وایې، "څنګه ولې؟ خو درته مې اوویل کنه چه ولې. زه بیا دوۍ ته وایم چه نه. تا یوازې ما ته اوویل چه څنګه پیاله منځ ته راغله. د ولې ځواب دې ندی راکړی. او دلته یو لوی توپیر شتون لري! پوښتنه دا ده چه، اصلاََ ولې دغه پروسه داسې انجام لري؟ ځکه له مخې نه نده ورکړل شوې. ولې قوه جاذبه پورته لور ته نده؟
ملحدین وایي، "ساینس وایی ځکه چه دا زموږ سره د ژوندي پاتې کیدو کې مرسته کوي." او بیا چه ورڅخه وپوښتې چه ولې دا زموږ سره په ژوندي پاتې کیدو کې مرسته کوي، نو دوۍ وایې، "ځکه چه همدغه قوانین دي". او چه ترینه وپوښتې چه ولې دا قوانین دي؟ بیا وایې، "ځکه چه دا قوانین موږ سره د ژوندي پاتی کیدو کې مرسته کوي".... او همدغه پوښتنه او ځواب تکراریږي، چه په پاې که دا یو دایره اي منطق دی. کوم چه دا ثابتوي چه ملحدین صحیح دلیل نلري
یعنې دوۍ نهایې علت نلري. دې ته نهایې/حتمي علت (لومړی دلیل) ویل کیږي. د علتونو د هر زنځیر بنسټ په لومړي علت د دریدو اړتیا لري، او دا لومړی علت باید بې علته وي، یعنې سرچینه ونلري او د بل څخه نه یې پیل شوی. او کچیرې دا هم سرچینه ولري نو بیا د "ولې" پوښتنه بیا پیدا کیږي چه اولنې علت یعنې أولا کوم دی
د شواهدو کمبود د نه شتون شاهدی نه ده
ولې په کائنات کې هر څه پدې ډول دي او په بل ډول نه؟ او دا په هر ډول کیدی شول مګر ولې په دغه ډول دي؟ صافاتِِ و یقبضن "دوۍ خپل وزرې پرانیسي او بندوي". هغه څه دي چه مرغۍ په هوا کې ساتي او لاندې نه غورځیږي؟ آیا وزرې مرغۍ په هوا کې ساتي؟ نه. وزرې هغه په هوا کې ځکه ساتي چه وزرې د ایروډاینامیکس په قواعدو او اصولو کار کوي. آیا د ایروډاینامیکس اصول مرغۍ په هوا کې ساتي؟ نه. ځکه چه د ایروډاینامیکس اصول یوازې پدې وجه کار کوي چه د قوه جاذبې او د ګاز د قوانینو په اصولو کار کوي. آیا د قوه جاذبې قوانین مرغۍ په هوا کې ساتي؟ نه. ځکه چه د قوه جاذبې قوانین په حقیقت کې بدلیږي
دا ټول د الله پخپله د ګوتو نښې دي (بلا تشبیه). الله موږ ته پخپله وایې، "دا هغه پنسلونه دي چه ما د نړۍ په رسمولو کې کارولي". دا ټول شیان پدې ډول ځکه دي چه الله یې غواړي چه پداسې ډول وي، او پورتنی آیت هم د دې شاهدي کوي. ځکه چه الله داسې غواړي
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment