طالبان ولې په افغان ټولنه کې الحاد ته وده ورکوي او حکومت يي ولي مشروعیت نلري؟
طالبان ولې په افغان ټولنه کې الحاد ته وده ورکوي او حکومت يي ولي مشروعیت نلري؟
دوئ نه د حکومتولۍ لپاره مشروعیت لري، نه د أنبياؤ وارثین دي او نه دا اجازه لري چه د چا په دنیاوي امورو کې مداخلت وکړي، او د دې ټولو دلایل زه لاندې وړاندې کوم.
په کومه ټولنه کې چه جهالت زیاتیږي، او په ځانګرې توګه کله چه د دین په نامه جهالت او خرافات زیاتیږي، نو هلته الحاد وده کوي!
وَشَرُّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلُّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ وَكُلُّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ
طالبان الحاد ته ځکه وده ورکوي چه دوئ او د دوئ ملاتړي د انسانانو سره په مطلقو دروغو، درغلۍ او منافقت چلیږي! په دین مکمل تجارت کوي او په الله سبحان و تعالې او د الله په رسول صلې الله علیه وسلم بهتان لږوي!
د دنیاوي امورو په اړوند:
کله چه د ونو د قلمولو مسئله راغله نو رسول اکرم صلې الله علیه وسلام خلکو ته څه وویل؟ " أَنْتُمْ أَعْلَمُ بِأَمْرِ دُنْيَاكُمْ ". تاسې په خپلو نړیوالو چارو کې (د تخنیکي مهارتونو) ښه پوهه لرئ!
کله چې ابوبکر صدیق خلیفه شو نو د هغه اولنۍ خطبة څه وه؟
هغه په پټو سترګو د اطاعت په اړوند څه وویل، چه ستا مُلا وایي چه حتې په موږ نیوکه هم تا واجب القتل کوي!
"أيها الناس فإني قد وليت عليكم ولست بخيركم، فإن أحسنت فأعينوني، وإن أسأت فقوموني، الصدق أمانة، والكذب خيانة، والضعيف فيكم قوي عندي حتى أريح عليه حقه إن شاء الله، والقوى فيكم ضعيف حتى آخذ الحق منه إن شاء الله، لا يدع قوم الجهاد في سبيل الله إلا ضربهم الله بالذل، ولا تشيع الفاحشة في قوم قط إلا عمهم الله بالبلاء، أطيعوني ما أطعت الله ورسوله، فإذا عصيت الله ورسوله فلا طاعة لي عليكم".
ای خلکو زه پر تاسو (ستاسې د رایو له لارې) واکمن شوی یم. زو زه له ستاسې څخه غوره نه یم. که زه سم کار وکړم، نو زما سره مرسته وکړئ، او که زه غلطي وکړم نو ما اصلاح کړئ. رښتیا یو مقدس امانت دی او دروغ خیانت دی. ستاسې په مینځ کې کمزوری زما په نظر قوي دی. زه به خامخا د دوئ د درد او رنج د لرې کولو هڅه کوم. او ستاسې په مینځ کې قوي زما لپاره ضعیف دی. که الله تعالی وغواړي نو حق به یې پوره کړم. کله چه په کوم قوم کې فحشا خپره شي، نو په دوئ باندې ناورینونه دوام لري. تر څو چه زه د الله او د هغه د رسول اطاعت کوم، تاسې باید زما اطاعت وکړئ. که زه د الله او د هغه د رسول اطاعت ونکړم، نو زما اطاعت مه کوئ!
د رایې ورکولو د حق په هکله او په بيعة الرضوان کې رسول الله صلې الله علیه وسلم څه وکړل؟
په خیرالقرون کې کله چه بيعة الرضوان کیده او کله چه نارینو او ښځینو دواړو رایه ورکړه او خلکو رسول الله (ص) ته وویل، نُبايُعُكَ، نو آیا هغوۍ (ص) د طبیب ، فقیر او د ګناه ګار په مینځ کې توپیر وکړو، او که ورته یې وویل چه تاسې له ما سره بيعة وکړئ او د دغو قوانینو لاندې به ژوند کوئ، او که څوک قانون ماتوي نو محکمه کیږي به؟
طالبان دغه یو ټکې ډیر ښکته پورته کوي چه د یو معتاد او نورمال سړي رایه یوشان نده!
زما پوښتنه دا ده چه اوس، په عصري نړۍ کې، په ۲۰۲۴ کال کې ډیر احتمال څه دی؟ آیا ته د رایې ورکولو حق لرې کوې، یا ته د دغه معتادو د رغیدو لپاره دوئ سره لږه نرمي کوې؟ کومه لاره به له سُنتو سره موافقه وي؟
پوښتنه دا ده! که یو څوک مثلاََ د شرابو په څکښکو معتاد وي، نو څه فکر کوئ کچیرې پیغمبر (ص) په ۲۰۲۴ کال کې راشي، هغه (ص) به دغه شرابې ته ووایې چه زما بیعت وکړه حتی که ته شرابې هم یې، موږ به ستا په درملنه کار وکړو، یا هغه (ص) به ووایي چه ورکیږه زه تا بالکل نه غواړم؟
نو هغه منطق چې طالبان یې کاروي، (الف): په دغه حقیقت سترګې پټوي چه پیغمبر (ص) هر سړی ومنو! هغوۍ (ص) یوازې دومره وویل چه تاسې اړتیا لرئ چه د قانون حاکمیت تعقیب کړئ بس! همدغه بیعت وو!
نن ورځ، کله چه څوک رایه ورکوي، که هغه روغ وي او که معتاد، دوئ د قانون تعقیب ته رایه ورکوي چه د حکومت لخوا راځي، بس! دوئ نه وايي چه، "ولا موږ خو به قانون ماتوو!" که په قانون ماتولو دې ونیوو نو قانون پرې پلي کړه.
دویمه پوښتنه دا ده چه آیا هغه قانون چه د اسلام له روح او خط سره برابر وي، آیا هغه قانون دې نن باید له معتادو کسانو پر وړاندې نرم وي او که لا نور دې هم سخت وي؟
څه فکر کوئ چه نن، سره د دومره دنیاوي فشارونو، او جنګونو، او دسیسو، او د شرابو د کمپنیو، او د امریکایانو د انټرنیټ او شیطانیو او.... سره د دغه ټولو څه فکر کوئ چه قانون باید نرم وي که لا نور هم سخت؟
باید چه نرم وي! او بېلګه يې دا ده، چه ځنې صحابه کرامو پخپله شراب څکښل، او حتی قرآن هم د وخت په تیریدو سره سره منع کړل! نو کله چه دا کار په هغه وخت کې چه خیرالقرون وو په تدریج سره شوی وو، نو اوس به ولې دا کار نه کوي که زموږ د پیل ټکی له جاهلیت څخه هم بد وي؟. آیا دا د طالبانو دلیل نه دی چه زموږ نننی دور د جاهلیت څخه بد دی؟. نو دا شو اول ټکی.
دوهم: ته وایې چه هر افغان فرد سیاسې شعور نلري نو موږ د علماؤ شورىٰ اهل الحل والعقد ته اړتیا لرو.
سمه ده! خو آیا ټول طالبان یو څیر دي؟ آیا ټول علماء باید د یوې ډلې وي؟ هغه څوک چه سیاسي شعور نه لري هغه وایي، ما ته اجازه راکړه چه زه ووایم چه زه په دغه عالم باور لرم! هغه تا ته نه وایې چه هغه به پخپله قانون جوړوي. مګر هغه ته د خپل عالم د ټاکلو اجازه خو ورکړه کنه که ته د قدرت وږی نه یې!
مشروعیت چیرته دی؟ شرعِيَّة چيرته ده؟ شرعِيَّة چه له بيعة څخه راځي چیرته ده؟. ستا مطلب دا دی چه بیعت دا دی چه زه راشم او تا ته لاس درکړم او هر څه چه ته یې کوې هغه سم دی؟ نه! زه تا ته لاس درکوم درته وایم چه ته څه کوې هغه سم دي، مګر پدې شرط چه ته به دغه دغه دغه اصول تعقیبوې!
یا اخي! عثمان بن عفان (رض) چه کله خلافت واخیست، شرط یې دا وو چه د سُنتو او د عمر (رض) او ابوبکر (رض) د لارې به پیروي کوي! او هر څه چه عمر او ابوبکر د شرعي لومړیتوب له مخې کړي، دوئ دا نه ویل چه دا دین دی، بلکې دوئ ویل چه دا قانون دی!
ګورئ، د مثال په توګه، موټر چلول حلال دي، او کله چه اشاره سره وه موټر درول حلال دی، او کله چه اشاره زیړه وې موټر درول حلال دی، او کله چه سره وې موټر درول حلال دی! موږ باید یوازې خپل یو کنوانسیون جوړ کړو! خو کله چه حاکم ووايي، په سره اشاره درېدل قانون دی، نو بیا فريضة ده چه قانون تعقيب کړې! مګر د دې لپاره چه زه حاکم ته دا ډول واک ورکړم هغه باید له ما څخه بیعت ولري! هغه نشي کولی چه پرته له بیعت دغه قدرت په لاس کې ونیسي! هو هغه کولی شي دا په زور واخلي، مګر دا استبداد دی او تاسو پدې ښه پوهیږئ! او بیا زه اړ نه یم چه د دین له نظره د هغه اطاعت وکړم!
د امام مالک رحمه الله اوږه لدې ستونزې له امله وویستل شوه او هغه شکنجه کړی شو ځکه چه عباسیانو د ځنې خلکو په زور بیعت واخیست او په نتیجه کې هغه خلکو په یو ولایت کې بغاوت وکړ. نو دوئ غوښتل چه امام مالک ووایي چه دغه بغاوت ناروا دی او دغه خلک خوارج دي. مګر امام مالک په ځواب کې ورته وویل، "ليسَ علي المُكره طلاق" (ليس على مستكره طلاق)
"په چا چه په زور طلاق شوی وي، د هغه طلاق رښتیا ندی!"
نو د مشابهت/قیاس له مخې، څوک چه بیعت کولو ته مجبور کړ شوی وي، د هغه بیعت حقیقي نه دی!
نو کله چه ته د ټوپل د شپیلۍ په زور له ما بیعت اخلې، دا بیعت ندی او نه دې حکومت مشروع دی!
ارین هاشمي ~
Comments
Post a Comment