د شریعت او اقتصاد له مخې د ډاکټر عبدالله او د طالب د واک غوښتنې مشروعیت
د شریعت او اقتصاد له مخې د ډاکټر عبدالله او د طالب د واک غوښتنې مشروعیت
دغه لیکنه ما ما د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۷ مه نیټه کړې وه مګر د ننني حالاتو سره ډیر ښه سمون خوري!
د ځنې افغان جهادي مشرانو غوښتنه ده چه د شوروي اتحاد پروړاندې په "جهاد" کې د برخې اخیستلو لپاره دې باید دوۍ ته خساره او امتیازات ورکړل شي. تر ټولو لومړې باید دا یادونه وکړم چه ډاګټر عبدالله د طالبانو د امارت د ړنګیدو نه تر اوسه پورې په افغان حکومت کې ښه پراخه ونډه تر لاسه کړې چه په پایل کې یې په تیرو پنځو کالو کې د ریاست اجرائیه چوکۍ هم تر پښو لاندې وه. هغه د واک لپاره نه بخښونکي لالچ لري خو په نهایت کې ، هغه مشروعیت نه لري. دې د خلکو بیعت نه لري او خلکو دې خپل ولسمشر ندی غوره کړی. د منطق او د د نړیوال سیاست له مخې کله چه د دوه کاندیدانو تر منځ شخړه وي نو پریکړه یې ولس کوي. ولس رایې ورکوي او خپل مشر ټاکي. ولس به یو ځل، دوه ځله، درې ځله، څلور ځله ټاکنه وکړي خو ته بیا هم خپلی بابولالې واې او غواړې چه بحث ته ادامه ورکړې؟
اول: هر سړی دا رمباړې وهلې شي چه د ټاکنو په پروسه کې درغلي شوې ده خو دی به یا ثبوت وړاندې کوي او یا به خپله لاره وهي.
دوهم: که حتی درغلي شوې هم وي نو زه باور لرم چه که چیرې د واک نه تیریدل په هیواد کې د شخړې مخنیوې کوي او سوله راولي نو د شریعت له مخې دا بهتره ده. همدا وجه وه چه سیدنا علي رضی الله عنه د معاوية سره جرګی ته کښیناستو او پریکړه یې ومنله او د هغه ځوی حسن رضی الله عنه هم د وینې د تویدو له مخنیوي لپاره د معاوية په مقابل کې د واک څخه تیر شو. دا بل څوک نه بلکه د رسول اکرم صلی الله علیه والسلم بچیان وو چه داسې مثال یې پریښې دې. دا هغه خلک وو چه نبي الله صلی الله علیه والسلم په خپلو لاسونو روزلي وو. دوئ د پیغمبر (ص) خصوصي، ځانګړې زده کړې درلودې او دا د دوئ نظر وو. اهل البیت تل داسې وو. دوئ تل د فقعي مسائلو او دلته او هلته داسې وړې وړې دندې درلودې مګر دوئ هیڅکه قدرت طلبه نه وو. د پیغمبر (ص) سره د دوئ د تړاو له امله ټولنه د دوئ درناوي کوي، چه د شریعت له مخې د حد نه ډیره درناوي هم مکروه ده ځکه چه پیغمبر (ص) حتی خپلې غوره محبوب لور فاطمې رضی الله عنها ته اوویل چه، "ما ته خپل نسب مه وړاندې کوه". په اسلام کې نسب نشته او دا د الله تعالی په نظر صفر شمیرل کیږي. په حقیقت کې که څه وي هم نو دا یو مسؤلیت دی ځکه چې دا دنیاوي ګټه لري.
یو مهم ټکې په دین مقدس اسلام کې دا دې چه مشرتوب او واک هغه چا ته نه ورکول کیږي څوک چه یې لالچ لري او په لټه کې یې وي. دا د مسلمانانو خاصیت ندې. نو د دې په هکله مناسب شرعي دید څه دی؟
دلته شرعي څو لارې وجود لري. یوه، آیا پدې اړه قرآني وینا شته؟. آیا قرآن واضح دې؟ نس، داسې څه شته؟ دا پخپله د الله تبارك و تعالي خپل غږ دې.
اول: اول خو داسې کوم قرآني نس شتون نه لري چه ووایي سیاست دې باید داسې یا هغسې وي.
دوهم: آیا قرآن د سیاسي مشر د کرکتر او اخلاقو په هکله وینا لري؟ هو بالکل! واک لټونه په عمومي توګه په مثبت کرکتر او مثبتو اخلاقو کې نه شمیرل کیږي.
دریم: آیا پیغمبر صلی الله علیه والسلم د یو مثال په توګه ژوند وکړ؟ هو بالکل! آیا صحابة کرامو پدې اړه خبرې کړې؟ هو بالکل.
په یو حدیث کې ویل کیږي چه که چیرې ستاسې لاس ته واک راشي ځکه چه تاسې یې په لټون کې وۍ نو دا به ستاسې په اوږو بار شي او تاسې به بریالي نشۍ. د واک او قدرت په هکله داسې نور احادیث هم شته چیرته چه واک او قدرت ندې غوره کړې شوی:
عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ قَالَ لِي النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ سَمُرَةَ لَا تَسْأَلْ الْإِمَارَةَ فَإِنَّكَ إِنْ أُعْطِيتَهَا عَنْ مَسْأَلَةٍ وُكِلْتَ إِلَيْهَا وَإِنْ أُعْطِيتَهَا عَنْ غَيْرِ مَسْأَلَةٍ أُعِنْتَ عَلَيْهَا - صحیح البخاري: ۶۷۲۷
عبدالرحمن ابن سمورا روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: "ای عبدالرحمن ، د اختیار غوښتنه مه کوه. که دا ستاسو په غوښتنه تاسو ته درکړل شي ، تاسو به د دې لپاره بشپړ مسؤل وګنړل شۍ. که دا ستاسو له غوښتنې پرته تاسو ته درکړل شي ، نو په دې کې به د الله تعالی له خوا مرسته وشي".
که چیرې الله سبحان و تعالی قدرت چا ته په لاس ورکړي نو الله به پدې کې ورسره عَوْن وي. هغه به یې مرسته وکړي. له همدې امله، هغه څوک چې یو ځواکمن دریځ ته رسي ځکه چې دوی یې لټوي، یو چیلنج سره مخامخ کیږي چه شاید دوۍ به یې د پوره کولو توان ونلري او هغه څوک چا ته چه قدرت په لاس ورځي سره د دې چه دوۍ یې نه غواړي، دا د الله سبحان و تعالی له اړخه قدر دې.
دا زموږ دود دی. نو کله چه موږ د شرعي نظر په اړه غږیږو، البته عصري پوهان، دوی یو استثنا د بل استثنا وروسته ، د یو بل استثنا وروسته ، یو بل استثنا وروسته ، او بیا دوی غواړي چې سطح ته ځواب ووایي، هغه کوچنۍ ترینه مسئله په نظر کی په نیولو سره. زموږ په وړاندې د متشابهاتو د خړو ساحو پشپړ غر پروت دې.
زه شخصي نظر لرم او زه واقعیا باور لرم چه د دین یوه لویه برخه د انسان د اخلاقو اصلاح کول دي تر څو انسان صحیح لارې ته راولي او کله چه زه خپل اخلاق صحیح کړم، او ته خپل اخلاق صحیح کړی او هغه خپل اخلاق صحیح کړي نو بیا موږ (ټول) په صحیح لاره تلی شو. همدا لامل دی چه د هجرة نه وړاندې هیڅ لمونځ نه وو ، هیڅ شی نه وو. نور هیڅ نه! ټولې هڅې د الله تبارك و تعالي د پیژندو او د توحید په هکله وو. د رسول اکرم (ص) د رسالت د درویشت کلنې دورې د نیم نه زیات وخت یعنی ۱۳ کاله د عمر ابن الخطاب (رض) په څیر د کرکټرونو جوړولو لپاره مصرف شوی.
اول: نو کله چه موږ د علماؤ ځای ته رسیږو نو په "سياسة شرعية" مضمون باید زانونه آګاه کړو. په هر صورت، که موږ په لویدیځ هیوادو کې د ښوونځي په کچه هم نړیوال قانون تر سره کړو نو موږ به په ښکاره توګه د شرعي او غربي قوانینو تر منځ موازي وګورو. دا ټولې فقهې اصول د یو بل سره بی حده ورته دي او نږدې داسې دي لکه یو شان. کله چه موږ له امریکایي قانون له نظره هم وګورو نو د فکر کولو او د خبرو کولو اصول داسې دي چه ته به د قاضیانو حکمونه لولې. د یو ډبل کتاب په شکل قضیه لیدل کیږي او کیس یعنی قضیه لوستل کیږي او بیا حکم لوستل کیږي او د وخت په تیریدو سره ته پدې زان پوهوې چه قاضیان څنګه فکر کوي یعنې د هغوۍ څخه اصول زده کیږي. دا زموږ د اصول الفقه یعنی د شرعیت په چوکاټ کې موږ په شیانو څنګه پوهیږو، سره ډیر زیات سمون خوري.
دووم: د زور کارول. کله زور کارولې شې او کله یې نشې کارولې؟ دا ښکاره خبره ده چه افغانستان نږدې تل لپاره په جنګ کې وو. هو د جنګ د حالت لپاره ځنی قوانین شته مګر هغه استثنا دي. کله چې وخت اوږد وي ، موږ کولی شو د قانون څخه استثنا له لاسه ورکول پیل کړو. قانون داسې دی چه د زور کارول ډیر زیات محدود او منع دې مګر په یو څو شرایطو کې جواز لري چه د هغی نه اولنۍ بی الحق یعنی د زان دفاع ده. دا هغه شیان دي چه که د دوۍ د دفاع لپاره څوک ووژل شي نو هغه شهید دی. دا کوم شیان دي؟ هغه شیان چه د شريعة د پنځه مقاصدو ساتنه کوي. د شريعة اهداف دي: د ځان ساتنه ، د ملکیت ساتنه ، د عِرض ساتنه (عِرض یعنی ستاسې ویاړ ، ستاسې میرمنې ، ستاسې ماشومان ، ستاسې شهرت. عِرض په انسان کې هغه ځای دی چه ستاینه یې کیږي او غندنه ترلاسه کوي) نسب او د ین عملی کولو ازادي. د دې پنځو لپاره د جګړې کولو جواز شته مګر د سرغړونې او د مبالغی جواز نشته.
د سیاست او قانون تر منځ اړیکې شتون لري. راځۍ چه ډیر ساده مثال یې واخلو. په انساني حالت کې ، خلک د یو بل سره په سیالۍ کې دي. زه د ټوپک د میل په زور ستا مال خورم او ته د ټوپک د میل په زور زما مال خوری خو بیا موږ پوه شو چې دا د ژوند کولو لاره نده. موږ شاید د یو بل سره همکاري وکړې شو. همکاري څه معنی لري؟ راځئ چې کار تقسیم کړو یعنی د کارګرانو تقسیم، ډیویژن آف لیبر. دا شو اقتصاد. یعنی د همکارۍ معنی ده اقتصادي کیدل. د هر صنعت دننه ، سیاسي سیسټم چې موږ پکې ژوند کوو، موږ ته د سیالۍ بلنه راکوي. نو دا په حقیقت کې یو څه لږ سیاسي دی. نو، د اَپَل او سامسنګ تر منځ اړیکه، هو دا د اقتصاد په ډګر کې ده، تر دې کچې چې دوۍ د یو بل سیالان دي، سیاسي منطق پدې کې راځي. د اشرف غني په څیر سیاست نه، بلکه په سیالۍ کې سیاست.
کله چې خلک د همکارۍ موافقه وکړي دوی وایی، موږ باید د دې لپاره اصول ولرو. همدغه قانون دی، همدغه قانوني سیسټم دی. نو، موږ باور لرو چه الله د پاچاهانو نهایي پاچا دی. له همدې امله موږ کولی شو د قانون نهایي قانون خپل مخې ته کیږدو. همدې ته وایې شريعة په شرط د دې چه ته ومنې چه الله سبحان و تعالی نهایي مَلِك دې لکه څنګه چه موږ په فاتحه کی قراءة کوو مَلِكِ يَوْمِ الدَّينِ او یا مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ چه په ځنې قراءة کې مثلاََ په ټول مراکش او په ټوله شمالي افریقا کې دا مَلِكِ يَوْمِ الدَّينِ دی یعنی پاچا د ورځې د قیامت. دواړه یو شان دي. ملك القدوس السلام المؤمن، پدی کې شک نیشته چه د پاچاهانو پاچا څوک دی. فَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ د هر څه چه څوک تصور کولې شي، هر څومره که څوک پورته لاړ شي خو الله د هغه نه پورته دی.
زما مطلب دا دې چه کله موږ د یو بل همکاري کوو د اقتصادي منطق د لاندې یعنی ته دا وکړه او زه به دا وکړم. په ګډه ، موږ ټول شیان ترسره کوو. ته ښی وکړه زه به چپ وکړم او په ګډه به موږ د ښي او چپ دواړه ارخو زیات تر زیات کار وکړو د دې په نسبت که چیری موږ جلا جلا کار کړی وی. 'ټول' د ځنی برخو څخه لوی دی نو ځکه که موږ په همکارۍ کار وکړو نو اضافي پیداوار به لاس ته راوړو. دا یو خاصیت دی چه الله په حقیقت کی اچولې دې. موږ دا خاصیت وموندو ، مګر دا واقعیا ډیر د پام وړ ده چه موږ یې کولی شو. که موږ تمرکز وکړو نو موږ ډیر اضافي لاس ته راوړی شو. دا دنیوي منطق دی او د دنیا د جوړښت برخه ده او دا دومره ځان څرګند دی. نو دا د الله آيات القدرة دی. نو په قرآن کې فرمایي: هر څوک د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي ، فَوْعً او كرأً که دوی راضي وي یا نه. ځکه چه هرڅوک د قواعدو سره سم روان دی، د طبیعت په قوانینو، د فزیک په قوانینو ، د اقتصاد په قوانینو. او دا قوانین چا جوړ کړي؟ الله سبحانه و تعالی!
شاید د دوۍ ضمیر د دغه حقیقت منلو سره همغږې نه وي. کیدې شی په ظاهره یې کوي مګر په پټه وایي، "نه نه نه، زه یې نه کوم". دا کُفر دې ځکه چه کوي یې او په همزمان ناشکري کوي. دوۍ ډیر ناشکره دي چه حتی پدې حقیقت هم نه پوهیږي چه د دوۍ د وینې ټینګښت ولې په دومره اندازه دی چه دوۍ ورسره ژوندي پاتی دي؟ كُلًّا نُّمِدُّ هَٰؤُلَاءِ وَهَٰؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ ۚ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا، هغه به دوۍ ته صحت ورکړي، دوۍ ته به شتمني ورکړي، دوۍ ته به خوراک ورکړي، مهمه نده چه دوۍ په هغه باور لري که نه. هغه به دوی ته خواړه ورکوي. ماشوم به لا د خپلی مور د سینې نه شیدی څښي حتی که یې مور کافره وي یا هغه عدوة الله وي. الله پاک اوویل هغه به دا وکړي. هغه موږ ته دا ویلي دي.
آخِرة هغه ځاې دی چیرې چه د دې دنیا اعمال له زان سره وړل کیږي. كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبً، کله چه موږ رڼا ووینو او سترګې مو خلاصې شي نو زموږ خپل زانونه به زموږ قضاوت کوي. دا ټولی لوی قصی به د انسان هیرې شي او هر انسان په پخپله په هر څه پوه شي. هر کس به په خپلو هر کړو اګاه وي حتی که دی هر څومره بهانې له زان سره لري. دا هغه ورځ چه هر سړې به په هر څه خبر وي.
نبي اللهِ صلی الله علیهِ والسلم فرمایي: موتو قبل انت موت. مخکې له دې چې مړ شې، مړ شه او، حاسبو انفسكم قبل ان تحاسبوا. مخکې له دې چه ستا قضاوت وشي ته د خپل د زان قاضي شه او د زان قضاوت خپله وکړه. له همدې امله ځنې خلک یو څه ژر مړه کیږي او زما په اند دین هم وایی چه، دا وکړه.
نو کله چه تا غوغا جوړه کړي وي او بیا خپل هیوادوال هم وژني د واک لاس ته راوړو لپاره، دا د الله په نزد شاید د ټولو لویه ګناه وي. ولې؟ ځکه چه ته قدرت غواړې ای فاسده او حریص شخصه! ته قدرت غواړې دی لپاره چه خپل نرم وریښمي دریشي واغوستی شې او په څنګ کې دې که په زرهاو افغان بچوړي په ډیرانو کې یوه مړۍ ډوډۍ لټوي نو هیڅ خبره نده؟ که هیواد دړي وړي کیږي خیر دی؟ که دښمن پدې قوي کیږي خیر دی؟ که د هیواد اقتصاد تباه کیږي نو خیر دی خو چه ستا چوکۍ دې قایمه پر ځای وي بس!
تفرقه هیڅ کله ښه نده. ولی؟ ځکه چه دی په هغه مرحله کې خنډ دی چیرې چه موږ د افغانستان د اتباعو په توګه همکاري کوو د افغانستان د سوکالۍ لپاره. د دې پر ځای چه زه دا وکړم، ته هغه وکړې، هغه دا روغتون جوړ کړي، هغه بل هغه تعمیر او سرک جوړ کړي، ملت زده کړې وکړي او د نورو ملتو سره سیالي وکړي. دا ټول کارونه ولاړ دي او هیڅ څوک په مخه نشي تلی او زموږ ملي قوت په کمزورۍ دی. ولی؟ ځکه چه په اول قدم کې "ګلمرجان یې نه مني". دې سړي شور اچولې او د ملت د ترور کولو لپاره یې ملا تړلې ده او په څنګ کې یې طالب جان په موږ بریدونه کوي او وژني مو!
په داسې حالت کې به هیواد پرمختګ وکړي؟ چیرته چه خوندیتوب نشته، ملت خپل پلانونه په مخه وړې نشي، د کوره بیرون وتلې نشي چه ښوونځي یا پوهنتون ته لاړ شي، او د ټولو مهم دا چه ملت پانګونه نه کوي یعنی اینویسټمینټ نه کوي پدې صورت چه موږ ته د پانګوالو شدیده اړتیا ده.
دوهم: نه یوازې ته تاوتریخوالی او ویره رامنځته کوي ، ته باید د پروژې برخه اوسي. ته باید خپله او خپل لنډغر انډیوالان له زان سره راولي او د قانون واکو پوهانو ته غوږ ونیسي او د قانون اطاعت وکړي. دا شريعة ده او د قانون اطاعت کول شرعة دی. تا ته د قانون د ماتولو اجازه نیشته. تا ته د دروغو اجازه نیشته. ته نشی کولې چه صرف غدرونه او بهانې جوړې کړې.
په پایل کې باید اووایم چه حرص ته قناعت ورکول نا ممکنه ده. د حرص او لالچ مخه صرف او صرف دې خپله نیولې شي ځکه د لالچ معنی همدغه ده. د هغه په ذهن کې، هغه فکر کوي، "ښه ده ، زه به هغه ته هو ووایم ، زه به هغه ته هرڅه ووایم ... خو زه به صرف خپله اجنډا او هدف مخې ته وړم او زما اجنډا ده اخیستل". نو د ده قانع کول نا ممکنه ده.
ته یو کار کوی شې. په انتخاباتو کې دا سړی مات کړه او که بیا یې نه منله نو په زندان کې یې واچوه ځکه د ملت رایې د شخص رایې څخه زوروره ده. مګر، تاسو نشۍ کولی هغه قانع کړۍ. هغه به زندان ته ولاړ شي او هغه به د خپل انتقام پلان جوړوي. تر څو چه الله تبارك و تعالي د هغه په زړه کې رڼا واچوي او هغه ته د دې خبرې احساس وشي چه دا ټول د څه لپاره؟ زه خپل هیواد ماتوم ، زه خپل ورونه وژنم ، فتنة جوړوم. دا د څه لپاره دی؟ آیا زما څخه به زما رب پوښتنه نه کوي؟
ته څه فکر کوي چه د تا نه به پوښتنه نه کیږي؟ د تا څخه به پوښتنه کیږي، كُلُّ سغيرة و كبيرة، د هر کوچني او لوې شي، د هر اټوم د اعمالو په هغه کتاب کې به د تا څخه پوښتنه کیږي.
Comments
Post a Comment