زموږ په ټولنه کې د میرمنو پر ضد کلتوري او مذهبي تاوتریخوالی


 

ګورۍ موږ ډیر په کلکه دا ادعا کوو چه موږ د دین مدافعیان او نومایندګان یو، مګر بیا هم موږ ښځو ته د دوۍ د اساسي حقوقو په ورکولو کې پاتې راغلي یو اصلاَ! په بنسټیز ډول، ښځه د یوې سالمې کورنۍ او جامعې بنسټ دی. یعنې د علم او پرمختګ هغه خسته ده! نو موږ باید دغه ډاډ تر لاسه کړو چه دوۍ ته د دوۍ ټول حقوق ورکړی شي تر څو زموږ زنانه په بشپړ ډول وده وکړي. مګر بدبختانه زموږ په جامعه کې په حقیقت کې داسې هیڅ نده

اوس، حقیقت څه دی؟


زه فکر کوم چه افغاني کلتور، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د دوۍ د حقوقو مخنیوی کوي.  لکه په ژوره توګه چیرې چه ته ښځو ته د دوۍ په مینځ کې د دوۍ هغه اېګو ته وایې، ولا ته خو دویمه درجه طبقه یې یعنې سیکنډن کلاس سیټیزن یې، ته باید د کلتور په اساس یواځې دا رقم لباس واغوندې، ته حق نلرې چه زده کړه وکړې او ښوونځې ته نوره لاړه نشې ، د مذهب په نامه باید ډیر ابیوز ومنې، او دا ټول د خدی حکم هم دی.  نو ته او خداې د داسې نرټیف په هکله به په یویشتمې پیړۍ کې د یوې ښځې برداشت څنګه وي؟  په غرب کې خو لا څه کې چیرته چه دا په آزاده توګه ژوند کوي، حتې په افغانستان کې یې هم والله که څوک دا ومني

زموږ په نرواکه کلتور کې چیرې چه دین د کلتوري لنډغرانو لخوا د خپل هوی یعنې خواهشاتو د پوره کولو لپاره یرغمل شوی او بهانه ګرځول شوی، زه فکر کوم دا ډیره اړینه ده چه دغه میګالومینیاکس په حقیقي اسلام پوه شي او دوۍ پوه شي چه اسلام ښځو ته د کومو شیانو حقوق ورکړي؟

Voting rights
د رایې ورکولو حق

 
د هغه شیانو څخه دی اول، د رایې ورکولو حق چه د رسول اکرم له وخته دا ظاهره دی موږ ته. د بیعت الرضوان یعنې د ونې یا د رضایت د ژمنې له وخته دا خبره ظاهره ده

 
د هغو حقوقو تر څنګ چه نارينه او زنانه يې د خپل طبيعي توپيرونو له امله تر لاسه کوي، اسلام د دوۍ تر مینځ د مسئولیتونو او حقوقو مساوات هم کړي، یعنې مسئولیتونه او حقوق په مساوي ډول ویشل شوي. او د دغه حقیقت ثبوت دا دی چه نارینه او ښځینه دواړو ته په مذهبي او غیر مذهبي مسئلو کې مساوي حقوق ورکړل شوي دي، ځکه چه دوۍ دواړه د خپل د نظر تبادله کوی شي او مشوره ورکوی شي، لکه څنګه چه خدای په قرآن کریم کې فرمایي

وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ


مومنان سړي او ښځې د یو بل ملګري دي، یعنې ګارډیٙن، ساتونکي دي.  دوۍ د نیکیو امر کوي او له بدیو منع کوي، او لمونځ قایموي او زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي.  او دوۍ هغه څوک دي چه الله به په دوۍ رحم وکړي.  بیشکه الله غالب او حکمت والا دی


دا انتخابات یا رایه ورکول څه معنې لري؟ دا دا معنې لري چه رایه ورکول، د یو ښه نظام مینځ ته راوړو او د بد نظام لرې کولو طریقه ده. او د قرآن دغه آيت د دې تضمين کوي چه نارينه او ښځينه دواړو ته دا حق ورکړل شوی دی، ځکه چه دا آیت د ښځو او نارینو ترمینځ توپیر نه کوي د خپلو حقوقو په پلي کولو کې، چه د ژوند یو ښه سیسټم رامینځته کړي او بد له منځه ویسي. او قرآن د دې ثبوت ورکوي چه رسول اکرم صلی الله علیه والسلم په مختلفو معاملاتو کې د ښځی رایې اخیسته

FINANCIAL SOVEREIGNTY
مالي حاکمیت


ګورۍ، ښځه چه کومې پیسې ګټي هغه یوازې د هغۍ دي او هغه دې تر اړ نده چه هغه په چا مصرف کړي. مګر نارینه د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ مکمل مسئولیت لري. دوهم: ښځه مالي خپلواکي لري. د اولې ورځې راهیڅې چه کوم مهر هغۍ ته ورکول کیږي، دا د هغۍ دی او ته یې نشې ټچ کولی. په غرب کې د اینلایټنمینټ دور نه وړاندې یعنې مخکې له دې چه دوۍ سیکولر شي او هیڅ مقدسات دلته شتون ونلري، نارینو تل مهر له میرمنو اخیستو. یعنې په غرب کې مهر یا جهیز، تل له ښځو څخه نارینه ته وو، مګر په اسلام کې دا برعکس دی. په هند کې اوس هم د دهیج په نامه د ښځو بیچارګانو سټه وباسي

 
اسلام ډېر پروګریسیف دین دی، یعنې ډیر پرمختللی دی.  اوس که حقیقې دین موږ پلي کړو نو څه کیږي.  ښځه به هم میراث اخلي، هم به ورسره مهر اخلي او که په خپله خوښه کار کول ونه غواړي، نو د کار کولو ته اړتیا نلري.  یعنې هغه یوه خپلواکه مالي شخص ده - ذمة مالية مستقلة.  ته نشې کوی چه ورته ووایې، ستا پیسې زما دي ځکه دا ستا ندي!  او دا یو ډیر پاینیرینګ حقیقت دی، دا خورا مخکښ دی.  بل هیچا هم دا کار ندی کړی.  په غرب کې دغه کار په شلمه پیړۍ کې پیل شو او د هغۍ نه وړاندې یعنې په ۱۸۰۰ او ۱۷۵۰ کال کې کله چه فیلسوفان میدانو ته را ووتل، او د اینلایټنمنټ دور پیل شو، او نور ډیر کارونه وشول، مګر سره د دغه ټول پرمختګ، ښځو ته هیڅ څه ورنکړل شو، حتې د رایې ورکولو حق دوۍ ته ورنکړی شو.  په امریکا او انګلستان کې ښځو ته د رایې ورکولو حق په ۱۹۱۸ او ۱۹۲۰ کال کې ورکړی شو...  بله دا چه په اسلام کې کار د جنسیت څخه آزاد دی، یعنې  یو شان کار، یو شان معاش.  پدې کې ښځه او نر نیشته


RIGHT TO CHOOSE A SPOUSE
د خپل د ژوند د پارټنر، یعنې د ژوند ملګري د انتخاب حق


ښځې حق لري چه خپل د ژوند ملګری وټاکي. دوۍ کولی شي ووایي، نه! دا سړی زه نه منم

اوس کلتور څه ته ویل کیږي؟ د کلتور معنی ده چه شیان څنګه ترسره کیږي او په حقیقت کې څه واقع کیږي. پرته لدې چه څه باید وشي مګر دا پدې معنی ده چه واقعیا څه کیږي په یوه جامعه کې. مثلا موږ یو کار څنګه کوو، څرنګه لباس اغوندو، څرنګه خواړه خورو… کلتور هغه واقعیت دی چیرې چه زه ژوند کوم، او بله دا چه موږ ټول په کلتور کې ژوند کوو ، او کلتور د مذهب، سیاست او هر ډول شیانو لخوا اغیزمن کیږي. یو مذهبي سړی به د مذهب په برخه کې ډیر لیواله وي، یو نیشنلیسټ یعنې یو ملتپال شخص به د ملتپالنې سره ډیره علاقه لري، وغیره وغیره… اوس ستونزه چیرې ده؟ په بنسټیز ډول لویه ستونزه دا ده چه له بده مرغه په افغانستان کې ښځې په کلتوري توګه هیڅ حقوق نه لري، ځکه چه کوم کلتوري مساوات چه باید شتون ولري، هغه ټول د کمزورو او د لنډغرو مذهبې نارینو لخو له مینځه تللي او دا یو تریخ حقیقت دی چه باید د حل لاره یې پیدا شي

اوس راځۍ وګورو چه اسلام پدې هکله څه وایي، ځکه چه زموږ په جامعه کې دا لنډغران زانونه د اسلام ټیکه داران بولي او د هرې ناخوالې توجیه د اسلام له لارې کوي چه ګواکې دا ټول خو په اسلام کې دي. کله چه نارینه له خپلو میرمنو سره بد چلند کوي. د دین لپاره دا یوه لویه ستونزه ده ځکه چه پیغمبر د خداې فرمایي، خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لأهله وأنا خيركم لأهلي په تاسې کې غوره انسان هغه څوک دی چه د هغه د کورنۍ لپاره غوره وي او زه په تاسې کې د خپلې کورنۍ لپاره غوره یم. د "اهل" معنې ده کورنۍ او ښځه. نو تاسې له دوۍ سره بد چلند نشې کولی ځکه، چه له تاسې څخه به پوښتنه وشي او خدای به ووايي چه ما تاسې ته دا مسؤلیت درکړی وو، او ما دریم بې طرفه جنس نه دی خلق کړی یعنې ترډ نیوټرل جینډر، چه ستاسې ساتنه وکړي. او دا پوښتنه له تا نه الله مستقیمه خپله کوي ځکه چه ته به د الله سره مستقیمه معامله کوې

د حجة الوداع په خطبه کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ښځو په حقوقو ډیر ټینګار وکړ او هغه وویل، "الله تاسې ته زنانه لکه د یو قیمتي شیشې په څیر ډالۍ کړي، او تاسې د دوۍ سره هیڅ ډول تیری نشۍ کولی. له دوۍ سره نرم اوسۍ او ورسره ښه کوۍ." هغه د "قواریر" کلمه کارولې چه معنی یې ده، قیمتي شیشه. یعنې تاسې باید له دوۍ سره په احتیاط، په مینه، په شفقت او په نرمۍ چلند وکړۍ. داسې نه چه کوتک ورپسې را واخله او غربوه یې. لا حبیبي

اوس دا څه معنې چه دوۍ سره ښه اوسۍ؟ یعنې که داسې ونکړې نو تا سره به الله پخپله حساب کوي. نه یو پاچا یا قاضي، مګر پخپله خالق! حتې په شریعت کې، که د ښځې سره بد چلند وکړې نو قاضې تاسې جدا کوي او هغۍ ته خپل حق ورکوي. هغه خپل مونټري حقوق تر لاسه کوي، او بیا دلته یو فورمول شتون لري چه سړی باید ښځې ته د هغه کلونو په متناسب چه دوی یوځای ژوند کاوه، یو الاونس یعنې امتیاز ورکړي. دا باید ورکړي ځکه د هغې نه یې د ژوند خوند اخیستی

اوس کچیرې هغه ووايي، زه دا سړی نه غواړم او غواړم چه څخه جدا شمه، نو بیا پدې صورت کې قاضي ته اړتیا نیشته. دې ته وایي خُلع. د خُلع معنی دا ده چه هغه کولی شي ووایي، زما دا سړی خوښ ندی، زما یې شکل نه خوښیږي، زما یې بوې نه خوښیږي، زه غواړم چه ورڅخه جدا شم. خو د خُلع په صورت کې هغه باید مهر بیرته ورکړي په دې معنی چې کولای شي خپل میړه ته طلاق ورکړي مګر مهر به بیرته ورکوي

یو بل شې چه په اسلامي نړۍ کې شتون نلري، هغه زما په اند دی، د نارینه او ښځینه د یو بل سره د اړیکو لاره. موږ د نارینه او ښځینه لپاره د یو بل د پیژندلو او واده کولو لپاره هیڅ صحيح لاره نلرو. څه لرو؟ افراطیت! یعنې نیا دې ولیږه چه نجونه په بشپړه توګه وګوري. پداسې نه کیږي. ځکه چه نجونه خود مختاره ده او هغه کولی شي چه لسګونو سړو ته خپل عکس ولیږي، او لسګونه سړي به یې د دروازې په درشل ولاړ وي. اوکی! بخښنه غواړم دا یو وولګر مثال دی مګر متاسفانه کله کله لدې پرته بله لاره نه وي د نجونې لپاره. هغه کولی شي چه سفارت ته زنګ ووهي او پناه وغواړي. اوس زما سوال دلته دا دی چه آیا، موږ غواړو چه داسې قوانین ولرو چیرته چه هرشخص غواړي چه زموږ څخه وتښتي او په پردي هیواد کې پناه واخلي؟ آیا دا یو "عار" یعنې شرم ندی؟

موږ څنګه داسې یو قوم ګرځیدلي یو چه خلک له موږه تښتي؟ کنتم خير امة اخرجت للناس. دا څنګه کیدی شي چه دا غوره امت وي او خلک ترینه نفرت کوي او ترینه تښتي؟ یعنې قرآن دروغ وایې اعوذُ بِالله؟ نه! ټوله ستونزه پدې کې ده چه موږ د الله حقیقي قوانین ماتوو او په غلطه لاره روان یو

Are women men’s commodities?
آیا ښځې د نارینو اجناس دي؟


زموږ په جامعه کې ډیر لندغر نارینه د ښځو په وړاندې د خپل وحشت توجیه کولو لپاره لاندنی آیت کاروي. دوی ښځې د نارینه وو توکي یا اجناس ګڼي. له همدې امله دا مهمه ده چه موږ پوه شو چه قرآن په حقیقت کې د ښځو په اړه څه وايي او کوم مسؤلیتونه دي چه د ښځو په خدمت کې نارینه وو ته سپارل شوي دي. نو اول به زه دغه آیت په لنډه توګه وژباړم او بیا موږ کولی شو دا تحلیل کړو او معلومه کړو چه دا واقعیا دغه آیت څه معنی لري

نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا۟ حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُمْ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُم مُّلَـٰقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

ستاسې میرمنې ستاسې لپاره د کرنیزو ځمکو په څیر دي، نو په رضامندۍ سره د دوۍ سره اړیکه ونیسۍ. او د خپلو ځانونو لپاره یو څه ښه ولیږۍ. له الله څخه ووېرېږۍ او پوه شۍ چه له هغه سره به مخامخ کیږۍ. او مومنانو ته زیری ورکړه

یو شی چه زه باید ووایم هغه دا چې الله تعالی په قرآن کریم کې د انتروپومورفیک میټافوریکل (استعاري) استعاري ژبه کاروي. انتروپومورفیک یعنې په انساني لحاظ، د انسان په ژبه

اول: د "حرث" کلمه د کرنیزې ځمکې معنی لري - میړه د بزګر په څیر، ښځه د تولیدي ځمکې په څیر، او ماشومان د تخمونو په څیر - یو میټافور یعنې استعاره ده چه د زرغونتیا او ودې لپاره کارول شوی

دوهم: یو شی باید ووایم چه لا حیاء فی العلم، یعنې په علم کې حیاء نیشته. نو فَأْتُوا۟ حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ، یعنې په هر موقف کې کوروالی روا دي پرته له مقعد، او د حیض او نفاس په دوران

دریم: وَقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُمْ، یعنې د راتلونکي ژوند لپاره د نیکو اعمالو ذخیره کول او یا د جماع نه وړاندې فورپلی کې ښکیلتیا

 
په لومړي قدم کې خو به پیل د هغه څه وکړم چه د هغۍ په هکله زه هیڅ بخښنه غوښتونکی نه یم، او هغه دا چه په بنسټیز ډول د نارینه او ښځینه یوځاې کیدلو وجه ده کوروالی.  په اسلام کې
الأصل في نكاح الموتعة، د نكاح مقصد پلېژر یعنې لذت دی، د کورنۍ د جوړولو لپاره نه.  موږ د کاتولیکانو په څیر نه یو.  موږ کولی شو چه برت کنټرول یعنې د زیږون کنټرول څخه استفاده وکړو.  زه د ابورشن خبره نه کوم، زه د برت کنټرول خبره کوم.  نو دا شو اول ټکی.  اوس راځۍ چه دغه آیت په دقت سره وګورو چه واقعیا دا څه معنی لري

نو، نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ، يعنې ستاسې میرمنې ستاسې د مځکې پلاټ دي، په دې معنی چې ستاسې حاصلاتې ځمکې دي چه تاسې ته اولاد درکوي. اوس کرنيزه ځمکه څه ده؟ د کرنې ځمکه هغه شی دی چه تاسې ته یې ګټه رسیږي. دلته یو ځل بیا الله د کروندې یو ډیر ښایسته ایمیج یعنې یو انځور بیانوي دانتروپومورفیک میټافور په کارولو، چه د کرنې ځمکه نه یوازې تا ته ګټه رسوي بلکه نورو ته هم ګټه رسوي. مطلب که تاسې خپل ماشومان په سمه توګه لوئ کړئ، دوئ به د ټولې ټولنې په ګټه وي. همدارنګه، د کرنې ځمکه یوازې د تخم د کرلو لپاره نه ده. کروندګر دې ته اړتیا لري چه ساتنه یې وکړي، اوبه ورکړي، زرغون یې وساتي او د هغې سره مینه لرونکې اړیکه ولري یعنې لوینګ اینډ کیرینګ ریلیشنشِپ ورسره وساتي. دا د هغه پاملرنې خورا پراخه انځور دی چه یو میړه یې باید د خپلې میرمنې لپاره ولري. او په ځانګړې توګه هغه پاملرنه چه میړه یې لري، کله چه هغه حامله شي 

 
بله دا چه دلته د زرغونتیا او وده یوازې د کورنۍ وده نه ده، بلکه ستاسې هوساینې وده، ستاسې د خوښۍ وده، ستاسې د اخلاقو وده او په کاملا ستاسې د انسانیت وده. دا ډیره مهمه ده چه موږ یې په یاد ولرو چه ټولنه هیڅ کله صحتمنده نشي پاتې کیدی چیرته چه زنانه په فزیکي او روانې توګه صحتمنده نه وي
او وَقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُمْ، یعنې ډاون پیمینټ باید وکړې.  یعنې بیړه مه کوه.   اصلاََ یعنې ستاسې ښځې ستاسې لپاره حلالې دي چه تاسې د یو بل څخه لذت واخلۍ.  او لدې نه وروسته بيا فرمايي وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُم مُّلَـٰقُوهُ، له الله تعالى څخه ووېرېږۍ او پوه شۍ چه له هغه سره به مخامخ کیږۍ.  معنی دا چه عجیب انحراف اجازه نیشته

د وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ کلمه تل کارول کیږي، چه معنی يې ده، هغه څه مه اخلۍ چه ستاسې نه وي! لا تَتَعَدَّى، لا عدوان، یعنې سرغړونې ته اجازه نیشته. تقوی د سرغوړونې برعکس ده. ځکه چه انسان اخیستونکی دی، نو په داسې ځایونو کې هر وخت د اتقوالله ټکې کارول شوي. یعنې پام کوه

هغه احمقان چه ښځې د نارینو اجناس ګڼي اصلا هیڅ آګاه ندي، ځکه په یو بل ځاې کې د سورت نساء په اول آیت کې الله سبحان و تعالې فرمایې، یا أيها الناس اتقو ربكم، ای بشریته، خپل رب ته پام وکړه، الذي خلقكم من نفس واحدة، هغه چا چه تاسې له یو نفس څخه پیدا کړي یاست. یعنې موږ باور لرو چه موږ د یو روح څخه راغلي یو. وخَلَقَ مِنها زوجها، او له هغې څخه یې د دې جوړه خلق کړه. د "زوجها" ټکې لفظي معنی جوړه ده. ځکه چه دا یو نارینه یا ښځینه ته ویل کیدی شي. د انساني او اجتماعي لحاظه، که څوک تاسو ته زوجك وايي، ستاسې جوړه ستاسې د ژوند ملګری دی. نو دا که یوې ښځې ته مخاطب وي، دا د هغې میړه معنی لري، که دا نارینه ته مخاطب وي، نو بیا دا د هغې میرمنې معنی لري. وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً، او له هغو څخه ډېر نارينه او ښځې راووتل. وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ، او الله په پام کې وساتۍ. هغه یو ځل بیا پدې ټینګار کوي

بل مثال د سورة الرُم ۲۱ آیت دی چه الله فرمایي، وَمِنْ ءَايَـٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًا لِّتَسْكُنُوٓا۟ إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ، او د هغه له نښو څخه یوه دا ده چه هغه ستاسې لپاره ستاسې له جنس څخه ښځې پیدا کړې ترڅو تاسې په دوۍ کې آرام ومومۍ. او هغه ستاسې په مینځ کې رحم او رحمت ځای پر ځای کړی دی. بیشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښې دي چې فكر كوي. او دا خبره باید هر څوک په یاد ولري چه موږ باید تل په خپلو کړنو تفکر وکړو او د ځان اصلاح کولو هڅه وکړو. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، موږ باید په سمه لار د پاتې کیدو لپاره په ورځ کې په منظم ډول په خپلو کړنو فکر وکړو

د سورة البقرة په ۱۸۷ آیت کې الله تعالی فرمایي، هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ، ستاسې د ژوند ملګري ستاسې لپاره جامې دي، لکه څنګه چه تاسې د هغوۍ لپاره یاست. او دلته د لباس ټکی د آرامۍ، عفت او خوندیتوب لپاره یو استعار دی. اوس، موږ څنګه کولی شو چه د دوۍ د آرامۍ باعث شو او ساتنه یې وکړو، کله چه موږ د دوۍ سره بد چلند کوو؟

په قرآن کې په یو بل آیت کې د ښځو د حقوقو یو ډیر ذبردست مثال دی، مګر افراطیان چه قرآن په لفظي ډول ترجمه کوي، دوۍ او ملحدین دا نه مني، ځکه چه ملحدین تل د سخت ترینو افراطیانو ناوړي مثالونه د دین پر ضد کاروي. او دا د دې مثال سره تړاو لري

پدې خو به ټول خبر وي چه پیګن عربانو به نجونې ژوندۍ ښخولې. او قرآن یواځې نه چه دا ناوړه عمل غندي، مګر ملنډې پرې وهي او د سورة تکویر په ۸ او ۹ آیتونو کې قرآن فرمایي، وَإِذَا ٱلْمَوْءُۥدَةُ سُئِلَتْ. بِأَىِّ ذَنۢبٍ قُتِلَتْ. د قیامت په ورځ به له دغه ماشوم څخه چه وژل شوی، پوښتنه وشي. ستا ګناه څه وه چه د هغې لپاره ته ووژل شوې؟

ډېرو علماو او فقهاو ويلي دي چه اَلوَءُۥدَة د ژوندي ښخیدلو په معنې سره سره په روحي ډول ښخیدل هم معنې لري، یعنې د یو چا حق اخیستل. او علماء چه کله هم د ښځو د حقوقو په هکله غږیږي نو دا ټکی ډیر کاروي. دوۍ هر وخت دغه آیاتونه کاروي، وَإِذَا ٱلْمَوْءُۥدَةُ سُئِلَتْ. بِأَىِّ ذَنۢبٍ قُتِلَتْ. زما مطلب د ښو علماوو څخه دی. هغه علماء چه هڅه کوي چه قرآن په داسې ډول درک کړي چه د ښځو په وړاندې د دوۍ د عادل احساس سره همغږي وي

اوس راځو بیا هغه څه ته چه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو په اړه ویلي. هغه وویل، هغه نارینه چې خپلې میرمنې وهي، دوۍ تر ټولو بدترینه نارینه دي. هغوۍ دا هم وویل، بهترینه سړي هغه دي چه د خپلې ښځې سره بهترینه وي. او همداسې، خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لأهله وأنآ خيركم لأهلي، یعنې په تاسې کې غوره هغه څوک دی چه له خپلې میرمنې سره ښه وي او زه په تاسې کې له خپلې میرمنې سره غوره يم

حتی که یو څوک طلاق هم کوي، قرآن فرمايي، فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ، يا یې په عزت سره وساته او يا يې په عزت سره پرېږده. سَرِّحُوهُنَّ بِإحسان، یعنې د طلاق پروسه باید په ډیر ښکلا، رحم او عزت سره سر ته ورسیږي. نو اوس خپله فکر وکړه چه په طلاق ورکولو کې ورسره بد نشې کولی نو د واده په حالت کې به ورسره څنګه د بد کولو اجازه ولرې؟ د جاني ډِپ او امبر هرډ قصه دلته نه چلیږي حبیبي

تل په طلاق کې سَرِّحُوهُنَّ بِإحسان، سَرِّحُوهُنَّ بِإحسان. په اسلام کې په طلاق کې غصه نشته. چغې او ملامتي اچول او دا او هغه د طلاق په وخت کې په اسلام کې نیشته. دا پروسه باید په آرامه، په عزت او وقار سره ترسره شي او ته باید ښځې ته خپل ټول حقوق ورکړې! په قرآن کې د طلاق په هکله چه کوم آیاتونه دې، هلته تل د وتقوالله، یعنې پام کوه او الله په پام کې ونیسه، تل دغه ټکي کارول شوي، ځکه چه الله په تا دا مسئولیت ایښی دی

او ته راځې او څه چه افغاني لنډغران کوي د دین په نامه، ته هغه ما ته معیار جوړوې؟ نو دا خو لیونتوب دی. ولې؟ ولې نه وی چه دا ټول زاړه او قبیلوي خرافات دي د قرن اولیه، چه نه د دین سره ارتباط لري او نه د انسانیت سره

اوس دا بالکل روښانه ده چه څه باید وکړی شي. یوه پوښتنه. د یو ماشوم سره د ښه چلند لپاره آیا د کوم آیت اړتیا شته؟ دا د انسانیت یوه برخه ده! زه اړتیا نلرم چه یو چا ته تشریح کړم چه ولې ته باید د نورو خلکو سره ښه چلند وکړی

اکثره دا خلک د میرمنو سره ښه چلند ځکه نه کوي چه دوۍ پخپله واقعي سړي ندي! زما په اند دوۍ کمزوري او ادنې شیان دي. استعمار یعنې کلونیَلیزم تا وډبوي، او بیا ته څه کوې؟ ته ځې او یو څوک پیدا کوې چه وې ډبوې. تل همدغه قضیه ده ګوره. ته هغه سړی نه وهې چا چه ته ډبولی یې، ته ځې او په کمزوري لاس جږوې. نو دا دی یو ایګو ټریپ

ما د مومن خان او شیرینۍ یا شیربانو قصه واوریده اوکی. د دروازې له شا نه دا ښځه یو چا ته تمباکو ورکوي او بیا دا بیغیرته کمزوری میړه یې داسې نه کوي چه د خپلې ښځې دفاع وکړي او څوک چه ورته پیغور ورکوي د هغوۍ خولې ماتې کړي، دی څه کوي؟ هغه اسانه او کمزورې لار انتخابوي او ښځه حلالوي. اوس دا شو غیرت

ما تل دا احساس کړی چه افغانان د غیرت په هکله یو ډیر مبالغه احساس لري، کوم چه ډیر خالي دی. بله دا چه زموږ په ځنې خلکو کې یو لیونتوب دی. ولا ما لپاره خو هغه څوک چه زه ورسره باید مینه وکړم، د هغوۍ څخه د نورو خلکو خبرې ډیرې مهمې دي، چه خلک به څه وایي. اوس پوښتنه دا ده چه بیلنس چیرته دی؟

هو، نامحرم ته تنباکو یا بل شی ورکول حرام ندي. ته څه فکر کوې چه حجاب د څه لپاره دی؟ تر څو ته وکړی شي چه د محرم او نامحرم سره معامله وکولی شې. آیا ته له محرم سره هم حجاب اغوندي؟ د مثال په توګه، راځۍ ووایو چه دا بیخې نقاب دی، یعنې حجاب ندی نقاب دی او نقاب فرض دی، اوکی. ښځې نقاب ولې اغوندي؟ چه وکړی شي چه د نامحرم سره معامله وکړي، ځکه د محرم پر وړاندې نقاب یا حجاب نه اغوندل کیږي

نو دا څنګه کیدی شي چه ته راته وایې چه ته به نقاب هم اغوندې او یوازې د محرم سره معامله کولی شې. دا څه معنې لري؟ نو بیا داسې وکړه چه په دراز کې یې بنده کړه او قلف ورته واچوه دی ښځو ته، چه ته دومره کمزوری یې

او موږ پدې باور هم نلرو چه دا نقاب دی. موږ باور لرو چه دا حجاب دی. د حجاب اصلي هدف همدا دې چه هغه وکړی شي چه د بهرنۍ نړی سره معامله وکړي. چه وکولی شي چه ژوند ولري. یعنې موږ د داسې حالت څخه اوځو چیرته چه ولور اخیستل کیږي. د دې په ځاې چه نجونه وپلورل شي، هغې ته مهر ورکړی شي، کوم چه شرعة وایي. او دا پیسې هم یوازې د هغې ملکیت شي، او هغه د هغه څه یواځینۍ مالکه شي چه هغه ګټلي دي. ځکه چه اسلام دا وایي! ولور په هغه صورت کې اخیستل کیږي چیرته چه ښځه دومره ضعیفه او ناپوهه ساتل شوې وي چه هغه بیچاره د خپلو حقوقو څخه اصلاََ بې خبره وي او نه د خپلو حقوقو لپاره د غږ جږولو جرئت لري… او بیا لا موږ غرب ته هم راځو او زانونه د نړۍ پوه ترینه او باغیرت ترینه قوم بولو

په پاې که غواړم چه دا ووایم چه کچیرې ته د هغو اشخاصو څخه یې چه قرآن په لفظي ډول ژباړي او فیصله کوي، نو مهرباني وکړه زه درته اوس یو څه وایم چه دقیق پام پرې وکړې

اسلام ډیر یو لیبرال دین دی. امام علي چه کله خلیفه وو نو هغه "تحکیم" یعنې آربیټریشن وکړو تر څو د معاویه سره جګړه ختمه کړي. نو دلته یوه ډله وه چه خوارج وو. دوۍ تکفیر وکړو او علي او د هغه ملګري یې کافر وګڼل، ځکه دوۍ وویل چه قرآن موجود وي نو ته څنګه قضاوت کوی شې؟

او د دغه توپیر د پوهیدلو لپاره، موږ باید په اسلام کې په یو ډیر ژور حقیقت پوه شو. او هغه دا چه ځنې خلک فکر کوي چه د الله کتاب د یو میخانیکي کتاب په څیر دی. یعنې قواعد لري، او قواعد ومومه، پلي یې کړه او بس کار دې جوړ شو! مګر حقیقت دا دی چه د الله کتاب داسې نه دی. دا یو میخانیکي کتاب ندی چه فورمولونه به لري. دا د درملنې کتاب په څیر دی. د ټریټمینټ، درملنې کتاب، چه هرچا ته د لاسرسي وړ نه دی. دې سره باید ته کار وکړې او ورسره همغږی شې، او ترینه پوښته وکړې. دا به ستا د زړه درملنه وکړي. او د روغ زړه سره، انسانان کولی شي معجزې وکړي. نو دا زموږ لومړی توپیر دی

ألا بذكرالله تطمئن القلوب
شِفاءُّ لما في الصدور

امام علي پدې پوهیدو، ځکه چه هغه په مستقیم ډول د پیغمبر شاګرد وو. دی به په لمانځه ولاړ وو، خوارج به راغلو او چغه به یې کړه، علي کافر. بیا به هغه سړی ونیول شو او عربان چه عصبیة لري، ده ته به یې وویل چه مړ یې کړه، مګر علي ویل په کوم جرم یې مړ کړم؟

امام علي پدې شیانو ځکه پوهیدو چه د هغه زړه له پیغمبر څخه شفا لیدلې وه. مګر خوارج چه میخانیکي فکر یې درلود او ویل یې علي کافر دی، ځکه چه ده د قرآن آیت پلي نکړو. مګر قرآن په یوه فلیکسیبل لنګویج یعنې په انعطاف وړ ژبه لیکل شوی. داسې دی لکه د پارې د لاس څخه دې ووځي. ته فکر کوې چه ته قرآن رانیوی شې؟ قرآن تا رانیسي حبیبي. هغه قرآن چه ستا په لاس کې دی هغه قرآن ندی. قغه قرآن چه تا رانیسي هغه قرآن دی، ولا يَمَسُّهُ إِلا الْمُطَهَّرُونَ، ته یې لمس کوی نشې تر څو چه ته پاک او خالص نه یې. اکثره خلک فکر کوي چه د دې معنې ده اودس. رښتیا؟ ته لاړ شه د سوفیانو نه پوښتنه وکړه چه هغوۍ پدې هکله درته څه وایي

تا ته د پوهې په دروازو د د ننه کیدو اجازه حتې نیشته تر څو چه ستا فکر د هوی النفس څخه آزاد نه وي، ایګو دې کنټرول نه وي، مناسبه آې کیو ونلرې او سالمه سایکالوژي ونلرې، لکه څنګه چه غزالي ویلي دي. ځکه چه اوس ته، د خدای بلنې ته ننوځي. هغه الله، رب العٰلمين دی چه تا ته د قرآن په لور بلنه درکوي. ځکه چه دا نه د پیغمبر کلام دی او نه د بل چا بلکه دا د خداې کلام دی

موږ دا هم باید په یاد ولرو چه الله په قرآن کې یوه مشخصه او دقیقه ژبه کاروي، او هغه په کومه ژبه خبرې کوي؟ په لُغَة الضاد. هغه دقیقا د قریشو په ژبه خبرې کوي، نه مصري عربي، نه مراکشي عربي… او دا ژبه منطقي ده چه په قرآن کې کارول شوې. یعنې تضاد نلري. او بیا دا لنډغر راځي او وایې دغه لغت دغه معنې لري او یوازې دغه معنې، او د هغه ټول تمرکز په همدې ټکي دی. او کچیرې د دغه لغت معنې لږه بدله اوځي، نو د هغه ټول استدلال او آرګیومینټ له مینځه ځي
 

په حقیقت کې دغه عربي ژبه چه ده، دا په کلکو تعریفونو تکیه نه کوي.  دا یو څه لري په نامه د سیمانټیک فیلډز یعنې ژبني ساحې.  ولې؟  ځکه د دې ریښه په ۳ ټکو جوړ شوي الفاظو کې ده.  یعنې تري لیټر روټس

د عربي ژبه په درې ټکو لغتونو باندې ولاړه ده، چه ورته روټس وړډس یعنې ریښي ټکي ویل کیږي، چه په مختلفو مولډز یعنې قالبونو کې اچول کیږي.  فاعل، مفعول، فَعَلَ، فعلیل...  ته یې مولډ کوې او مختلف معنې ترینه اخلې.  دا په نَحْوُ کې دي لکه فِعِل، مفعول، اِفعل، فَعِيل.  مثلا حق، حقیق، حقیقة، حاق، محقق چه له مفاعله څخه دی.  نو فعل، فعل، مفاعل، دا سکیل دې، دا موډلونه دي، او دغه دری ټکو والا، یا ځینې وختو کې څلور ټکو والا حروف په دغه مولډونو کې اچول کیږي تر څو د معنې سیمانټیک فیلډز تر لاسه شي.  ټولې سیمیټیک یعنې سامي ژبې په همدغه شکل دي، لکه سمیریٙن، عبراني، مګر نن یوازې عربي او عبراني


دا د دوۍ هغه سټرکچر، یعنې جوړښت یې دی.  د انګلیسي ژبې جوړښت اوس ډیر بدل دی.  او همدا لامل دی چه په عربي کې شاعري ډیره بډا ده.  زه فکر کوم چې فارسي هم همداسې ده.  ته کوی شې چه شاعرې پکې ورسَټایل کړې، یعنې څو اړخیزه یې کړې، متنوع.  یعنې پدې کې هغه فلویډیټې، روانیتوب، مایعیت ده.  په حقیقت کې د عربې معنې همدغه ده.  د دې معنې ده مَلئیبَل، یعنې هغه څه چه په مختلف قالب کې مختلف شکل نیوونکی.  اوهغوۍ زانونو ته دا ځکه ویل چه هغوۍ ببیډونز وو، کوچیان وو، په یو ځاې کې به نه وو


او عبراني له عِبري څخه اخیستل شوې.  هغوۍ ته عبراني ځکه ویل کیږي چه هغوۍ له مصر نه پورې وتل.  د عَبَرَة معنې ده، پورې وتل.  هغوۍ سیند نه پورې ووتل او سیناې منطقې ته لاړل چه د نني مصر برښه ده

ارین هاشمي ~

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟