د "لید" (ویژن) او "ستراتیژي" تعریف څه دی

د "لید" (ویژن) او "ستراتیژي" تعریف څه دی؟



ځنې خلک فکر کوي چه دا د اقتصاد اصطلاحات دي مګر دا اصلاََ د سوداګرۍ یعنې بزنس اصطلاحات دي.  سوداګري په حقیقت کې اقتصاد نه دی.  سوداګري په ریښتینې نړۍ کې د پریکړې کولو او اجرا کولو په اړه ده.  اقتصاد یو تیوری ده، یعنې د نړۍ د پوهیدلو او وړاندوینو کولو لپاره یو ماډل او نمونه.  اقتصاد د وخت سره تړون نه لرونکي او نړیوال قوانینو سره علاقه لري، ترڅو د نړۍ لومړنۍ ستونزه حل کړي چه هغه ده, د محدودو سرچینو په شتون کې نامحدوده خواهشات او غوښتنې تعقیبول
 

یو سوداګر باید تر یو حده پورې د هیواد یا د منطقې په اقتصاد او په علم اقتصاد پوه وي (دا د وخت سره تړون نه لرونکي قوانین دې لپاره جوړ شوي چه تاسې سره د راتلونکې په پلان کولو کې مرسته وکړي). مګر لدې نه علاوه، یو سوداګر باید پدې هم پوه شي چه په سیمه کې څرنګه "سیستم" چلیږي، د مثال په توګه سیاست، بیوروکراسي، د سیمې کلتور او داسې شیان.  سوداګر باید د واقعي چاپیریال په شرایطو کې په هر امتحان کې بریالی شي او ارزښتمندې نتیجې تر لاسه کړي

له همدې امله په یو فاسد چاپیریال کې سوداګري کول ډیر سخته ده پرته لدې چه سړی فاسد شي.  پداسې حال کې چه علم اقتصاد دا ښایي چه اداري فساد په اوږده موده کې د هیواد او د سیمې اقتصاد ته زیان رسوي.  د دې سره سره که څوک سمې اړیکې ولري نو په فاسده چاپیریال کې ډیرې پیسې جوړولی شي پداسې حال کې چه په پایل کې به یې هیواد زیان ورکوي (یعنې ښه سوداګري، خراب اقتصاد)

 

اوس به بیرته راشو پورتني سوال ته

لید یو څه دی چه ځینې خلک یې لري - ډیر خلک یې نلري شاید ۱ فیصد خلک دا ولري ... ممکن حتی لږ وي.  دا څه شی دی او څنګه راځي؟



لکه څنګه چه لفظ وړاندیز کوي، د لید معنې ده، یو عکس.  ځینې ​​خلک کولی شي د ځانګړي سکتورونو راتلونکي "وګوري".  زما مطلب د  فور ایچ ډي کی عکس ندی (ځکه دوۍ پیعمبران ندي)، مګر یو ښه کافي عکس چه د دوۍ شرطونه وګټي.  که ستا لید سم وي، او ته پدې عمل وکړې، نو ته به ډیرې پیسې وګټې ځکه چه ته به پوهیږې چه څه واخلې، د دې سره څه وکړې او په څو یې واخلې.  او څنګه چه ډیر کم کسان داسې دې چه لید لري او هغه څه وینې کوم چه ته وینې، ستا د لید پر اساس "پیردو لیست" (شاپینګ لیست) به تا لپاره ډیر ارزانه تمام شي کچیرې ته په وخت کار وکړې.  نو لید عکس دی.  دا یو له تر ټولو سوء استفاده شوی نشه ایزه ټکې دی چه غیر تخلیقي خلک یې د اغوا کولو هڅه کوي.  نو لدې وجې اکثره خلک چه د لید په هکله غږیږي نو هغه هڅې چټیات وي.  سټیف جابز لید درلود. ایلون مسک لید لري. ابرهم لینکن لید درلود. لید د رهبریت په اړه دی او د سوداګرۍ په نړۍ کې رهبریت دا دی چه تاسې څنګه وکړی شۍ چه پانګوال او استعدادونو خپل مقصد ته را جلب کړۍ 




"ستراتیژي" د هغه ګامونو لیست دی چې تاسې یې د خپل اټکل شوې منزل ته د رسیدو لپاره اخلۍ.  ستراتیژي عمومي سرلیک دی.  مثلاََ تاسې غواړۍ چه لاس انجلس ته لاړ شۍ نو لدی لپاره تاسې لویدیځ په لور حرکت کوۍ په جیب کې د تیلو لپاره پیسې لرۍ او ډاډ تر لاسه کوۍ چه موټر کې مو کوم عوارض نیشته.  نو دا به وي یوه ستراتیژي



تاکتیکونه هغه کوچني حرکتونه دی کوم چه تاسې د ستراتیژي سره سره کوۍ تر څو تاسې وکولی شۍ چه د بدلیدونکي او اټکل شوي شرایطو سره ځانونه عیار کړۍ.  د ورته استعارې په کارولو سره، که د لاس انجلس په لاره د تیلو ټول پمپونه تړل شوي وي نو تاکتیک به دا وي چه تاسې خپله لاره بدله کړۍ او د لاس ویګس د لارې لاس انجلس ته لاړ شۍ




ستراتیژي ډیر په زړه پورې شی دی ځکه چه لومړی شی چه تاسې باید د ستراتیژۍ سره په پام کې ونیسۍ، هغه دی ستاسې پشپړتیا.  د ستراتیژۍ هدف د سیالانو څخه جنګ ګټل دی.  که تاسې هوښیار یاست نو تاسې به یوه داسې ستراتیژي غوره کړۍ چه هم به تاسې لپاره ګټوره وي (یعنې تاسې به لاس انجلس ته ورسوي) او هم به ستاسې د سیالانو لپاره ډیره ستونزمنه، لګښتناکه او نا ممکنه وي چه کاپي یې کړي




لید او ستراتیژي یو له بل سره تړاو لري (یو منزل دی او بل، هغه منزل ته د رسیدو پلان).  دا د رهبرانو اندیښنې هم دي؛ که هغه سوداګري رهبران دي او که بل ډول.  دوی اړتیا لري چه راتلونکي وګوري او معلومه کړي چه د دې لید څخه د ګټې پورته کولو لپاره د اړینو سرچینو څنګه رهبري وکړي
 
ارین هاشمي ~  

Comments

Popular posts from this blog

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

پښتو ژبه څنګه وده کوی شي؟

د ټیکنالوژۍ په ننني دور کې پښتو ژبې ته د خلکو د راجلبولو لپاره څه باید وکړی شي؟