Posts

Showing posts from June, 2025

د نادره ځمکنیو عناصرو ستراتیژیک اهمیت او د افغانستان نه کارول شوې وړتیا او خزانې

Image
      د نادره ځمکنیو عناصرو ستراتیژیک اهمیت او د افغانستان نه کارول شوې وړتیا او خزانې په یویشتمه پېړۍ کې د نړیوال ځواک اندازه یوازې د پوځي قوت یا د نفتو زېرمو لرلو پر بنا نه کېږي، بلکې پرځای یې، د سرچینو یوه خاموشه مګر مهمه سیالي او جګړه روانه ده چه د نادرو معدني عناصرو پر محور څرخي. دا عناصر که څه هم په طبیعت کې واقعیاََ دومره کم نه دي، مګر دا اکثره په لوی مقدار کې نه موندل کیږي چه کارول یې اسانه او ارزانه تمام شي.  دا عناصر د معاصرو ټیکنالوژیو لکه مصنوعي زیرکتیا ( آرټیفیشل اینټیلیجنس )، نظامي وسایلو ، شنه یعنې پاکې انرژۍ ، او د مصرفي برقي توکو لپاره ډېر مهم دي دغه نادري معدني عناصر د ۱۷ کیمیاوي پلوه مشابه عناصرو څخه جوړ دي، چه په دې کې لانتهانایدونه ، سکینډیم او ایتریم شامل دي. دا عناصر ځانګړي مقناطیسي، کیمیاوي او روښانیدونکي خصوصیات لري چه د پرمختللي تولید لپاره ډیر اړین دي. دا تقریباً په ټولو هغو وسایلو کې موندل کېږي چه نننۍ نړۍ پرې روانه ده، لکه موبایل تلیفونونه ، برقي موټرونه ، باد توربینونه ، جنګي الوتکې ، راډارونه ، فایبر آپټیک ، سټلایټونه او حتی د روغ...

د ایران پارلمان د هرمز تنګي تړل تصویب کړی. نو، دا تنګی څومره مهم دی او د دې تړلو اغیز به په نړۍ څه وي؟

Image
    د ایران پارلمان د هرمز تنګي تړل تصویب کړی.  نو، دا تنګی څومره مهم دی او د دې تړلو اغیز به په نړۍ څه وي؟ د هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو ستراتيژيکي مهمو لارو څخه دې. دا د ایران او عمان ترمنځ د اوبو یوه تنګه لاره ده چه د فارس خلیج د عربي سمندر او د عمان خلیج سره نښلوي.  دا تنګى يوازې ۳۳ کيلومتره پلنوالى لري خو د نړۍ د سمندري تیلو شاوخوا دریمه برخه له دې لارې تیریږي، نو ځکه ډیر اهمیت لري اوس راځم او پدې بحث کوم چه د هرمز تنګی ولې دومره مهم دی؟ اول: په نړیوال انرژۍ رسونې د دغه تنګي تاثیرات د نړۍ د تېلو د ټول مصرف شاوخوا ۲۰ سلنه د هرمز تنګي له لارې تېرېږي، او د تېلو لوی تولیدونکي هیوادونه لکه سعودي عربستان، عراق، متحده عربي امارات، کویت او قطر د تېلو او ګازو د صادرولو لپاره پدې لارې تکیه کوي.  بله دا چه مایع طبیعي ګاز هم لدې لارې تیریږي، په ځانګړې توګه له قطر څخه، چه د نړۍ دوهم لوی مایع طبیعي ګاز صادرونکی هیواد دی دوهم: په نړیوال تجارت او اقتصاد د دغه تنګي تاثیرات که څه هم دا تنګی د مصر د سویز کانال په څیر د عمومي سوداګریزې سوداګرۍ مرکز نه دی، خو د انرژۍ بازارونو...