
آیا امریکا واقعاً غواړي چې د نړۍ مشري پرېږدي، او د امریکا واقعي نیت څه دی؟ د افغانستان لویه ستونزه دا ده چه موږ ریښتیني سیاسي شنونکي نه لرو چه د نړۍ په سیاست او اقتصاد پوه شي ما زموږ د ځینو "ایلیټ" واوریدل چه پدې موضوع یې بحث کوو، مګر په حقیقت کې دوئ نه پوهیدل چه په امریکا او نړۍ کې څه پیښیږي، نو ما ویل راځه په دې موضوع یو څه رڼا واچوه په امریکا کې داسې سیاسي ډلې شته چه د "امریکا اول" پالیسۍ ملاتړ کوي، یعنې دا غواړي چه کورني اقتصاد ته لومړیتوب ورکړي او د بهرنیو مسایلو څخه ځان لرې وساتي. خو دا پدې معنې نه چه امریکا به په بشپړه توګه له نړیوال مشرتابه څخه لاس واخلي، ځکه اول: اقتصادي ځواک له نړیوال نفوذ سره تړلی دی: د امریکا ډالر ځکه د نړۍ ریزرف کرنسي (د زېرمو اصلي اسعار) دی چه امریکا په نړیوال تجارت، مالي سیستم، او نظامي قوت کې برلاسی دی. که امریکا له نړیوالې صحنې ووځي، نو دا موقف به له لاسه ورکړي دوهم: امنیتي ژمنې: امریکا په نړۍ کې تر ۷۵۰ زیاتې نظامي اډې لري او د نړیوال امنیت د ساتلو یو اساسي لوبغاړی دی (لکه د ناټو، جاپان، او کوریا ساتنه). که امریکا له دې ژمنو څ...