جیوپولیټیک څه شی دی؟

جیوپولیټیک څه شی دی؟ زه ډیری وختونه د افغان حکومت پخوانیو چارواکو اورم چه د " جیو پولیټیک " په اړه بحث کوي، مګر ډیری یې د دې اصطلاح په ریښتینې معنی نه پوهیږي. دوئ په غلطۍ دا باور لري چه دا یوازې د "جغرافیه" او "سیاست" ترکیب دی، کوم چه د خندا وړ دی! نو غواړم چه پدې موضوع یو څه رڼا واچوم ګورئ، دلته جغرافیه یوازې د فزیکي موقعیت معنې نه ورکوي، بلکې دا د تاریخ په اړه هم ده. یعنې هغه ستا چاپیریال دی چه ستا قصه ترینه جوړیږي. جغرافیه منابع، ګواښونه، قوتونه، ضعفونه، اتحادونه او دښمنان تعریفوي . دغه ټول فکتورونه، هم ستا له موقعیته اغیزمن کیږي او هم له هغو ګټو یا زیانونو چه ستا موقعیت یې تا ته درکوي د مثال په توګه، د یو ټاپو په توګه د انګلستان حیثیت دا د دې توان ورکړ چه د یوې پیاوړې سمندري ځواک په جوړولو سره د نړۍ ډیره برخه استعمار کړي. له بلې خوا د سویټزرلینډ جغرافیې دغه هیواد دې ته اړ کړ چه بې طرفه پاتې شي. په امریکا کې د صنعتي انقلاب د چاودنې سره د امریکا د جغرافیایي انزوا ډیره مرسته وکړه او وده یې ورکړه، ځکه چه د نورې نړۍ نه دغه لرې والی، یوازې والی او ...