Posts

Showing posts from March, 2024

د شریعت او اقتصاد له مخې د ډاکټر عبدالله او د طالب د واک غوښتنې مشروعیت

Image
د شریعت او اقتصاد له مخې د ډاکټر عبدالله او د طالب د واک غوښتنې مشروعیت   دغه لیکنه ما ما د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۷ مه نیټه کړې وه مګر د ننني حالاتو سره ډیر ښه سمون خوري! د ځنې ​​افغان جهادي مشرانو غوښتنه ده چه د شوروي اتحاد پروړاندې په "جهاد" کې د برخې اخیستلو لپاره دې باید دوۍ ته خساره او امتیازات ورکړل شي. تر ټولو لومړې باید دا یادونه وکړم چه ډاګټر عبدالله د طالبانو د امارت د ړنګیدو نه تر اوسه پورې په افغان حکومت کې ښه پراخه ونډه تر لاسه کړې چه په پایل کې یې په تیرو پنځو کالو کې د ریاست اجرائیه چوکۍ هم تر پښو لاندې وه. هغه د واک لپاره نه بخښونکي لالچ لري خو په نهایت کې ، هغه مشروعیت نه لري. دې د خلکو بیعت نه لري او خلکو دې خپل ولسمشر ندی غوره کړی. د منطق او د د نړیوال سیاست له مخې کله چه د دوه کاندیدانو تر منځ شخړه وي نو پریکړه یې ولس کوي. ولس رایې ورکوي او خپل مشر ټاکي. ولس به یو ځل، دوه ځله، درې ځله، څلور ځله ټاکنه وکړي خو ته بیا هم خپلی بابولالې واې او غواړې چه بحث ته ادامه ورکړې؟ اول:  هر سړی دا رمباړې وهلې شي چه د ټاکنو په پروسه کې درغلي شوې ده خو دی به یا ثبوت و...

آیا موږ دین په بشپر توګه له سیاسته لرې کوی شو؟

Image
  آیا موږ دین په بشپر توګه له سیاسته لرې کوی شو؟    پدې ورځو کې زموږ ځنې سیکولرانو ورونو، نه پوهیږم چه آګاهانه که غیر آګاهانه، خو دې ټکي ته یې ډیر کش ورکړی چه دین دې په جومات کې کښیودل شي او سیاست دې له دین څخه مکمل پاک وي. دوۍ دا هم وایې چه که موږ غربي سیکولر ماډل په افغانستان کې سل فیصده پلي کړو نو موږ به په فایده کې یو   نو یو سوال پیدا شو چه آیا موږ کولی شو چه په افغان سیاست کې دین په مکمله توګه له پامه وباسو؟ دلته د سیکولریزم دوه غږونه شتون لري، چه یو غږ یې وایې زموږ ارزښتونه دې هم له دین سره اړیکه ونلري. نو د سیکولریزم دغه غږ ته زه وایم چه زه فکر نه کوم که دا به ممکنه وي او دا پدې معنې چه: ګورۍ، هغه ارزښتونه چې له دیني عقایدو سره مینځ ته راځي، یعنې د ارزښتونو هغه سیستم چې له وخته نه په افغاني دیني باورونو کې ځای پر ځای شوی، دا زموږ په کلتور او د خلکو په ذهنونو کې ډیر ژور مخلوط شوی دی. حتی که خلک د مختلفو شیانو په قضاي دلیل یا منطق یا په شرعي کسر هم نه پوهیږي، دوۍ پوهیږي چه مثلاََ زنا حرامه ده نو کله چه یو کس وایې، موږ پوهیږو چه زنا حرامه ده او ټوله ټولنه ه...