زموږ په ټولنه کې د میرمنو پر ضد کلتوري او مذهبي تاوتریخوالی

ګورۍ موږ ډیر په کلکه دا ادعا کوو چه موږ د دین مدافعیان او نومایندګان یو، مګر بیا هم موږ ښځو ته د دوۍ د اساسي حقوقو په ورکولو کې پاتې راغلي یو اصلاَ! په بنسټیز ډول، ښځه د یوې سالمې کورنۍ او جامعې بنسټ دی. یعنې د علم او پرمختګ هغه خسته ده! نو موږ باید دغه ډاډ تر لاسه کړو چه دوۍ ته د دوۍ ټول حقوق ورکړی شي تر څو زموږ زنانه په بشپړ ډول وده وکړي. مګر بدبختانه زموږ په جامعه کې په حقیقت کې داسې هیڅ نده اوس، حقیقت څه دی؟ زه فکر کوم چه افغاني کلتور، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د دوۍ د حقوقو مخنیوی کوي. لکه په ژوره توګه چیرې چه ته ښځو ته د دوۍ په مینځ کې د دوۍ هغه اېګو ته وایې، ولا ته خو دویمه درجه طبقه یې یعنې سیکنډن کلاس سیټیزن یې، ته باید د کلتور په اساس یواځې دا رقم لباس واغوندې، ته حق نلرې چه زده کړه وکړې او ښوونځې ته نوره لاړه نشې ، د مذهب په نامه باید ډیر ابیوز ومنې، او دا ټول د خدی حکم هم دی. نو ته او خداې د داسې نرټیف په هکله به په یویشتمې پیړۍ کې د یوې ښځې برداشت څنګه وي؟ په غرب کې خو لا څه کې چیرته چه دا په آزاده توګه ژوند کوي، حتې په افغانستان کې یې هم وا...