د "لید" (ویژن) او "ستراتیژي" تعریف څه دی

د "لید" (ویژن) او "ستراتیژي" تعریف څه دی؟
ځنې خلک فکر کوي چه دا د اقتصاد اصطلاحات دي مګر دا اصلاََ د سوداګرۍ یعنې بزنس اصطلاحات دي. سوداګري په حقیقت کې اقتصاد نه دی. سوداګري په ریښتینې نړۍ کې د پریکړې کولو او اجرا کولو په اړه ده. اقتصاد یو تیوری ده، یعنې د نړۍ د پوهیدلو او وړاندوینو کولو لپاره یو ماډل او نمونه. اقتصاد د وخت سره تړون نه لرونکي او نړیوال قوانینو سره علاقه لري، ترڅو د نړۍ لومړنۍ ستونزه حل کړي چه هغه ده, د محدودو سرچینو په شتون کې نامحدوده خواهشات او غوښتنې تعقیبول
یو سوداګر باید تر یو حده پورې د هیواد یا د منطقې په اقتصاد او په علم اقتصاد پوه وي (دا د وخت سره تړون نه لرونکي قوانین دې لپاره جوړ شوي چه تاسې سره د راتلونکې په پلان کولو کې مرسته وکړي). مګر لدې نه علاوه، یو سوداګر باید پدې هم پوه شي چه په سیمه کې څرنګه "سیستم" چلیږي، د مثال په توګه سیاست، بیوروکراسي، د سیمې کلتور او داسې شیان. سوداګر باید د واقعي چاپیریال په شرایطو کې په هر امتحان کې بریالی شي او ارزښتمندې نتیجې تر لاسه کړي
له همدې امله په یو فاسد چاپیریال کې سوداګري ...