Posts

Showing posts from May, 2023

طالبان د سیاسي ګوندونو مخنیوی ولې کوي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟

  آیا په افغانستان کې د سیاسې ګوندونو مخنیوی باید وکړی شي، او د افغانستان لپاره سیاسي ګوند څومره اړین دی؟   ګورۍ هر منطق یو اساس ته اړتیا لري.  همدغسې د یوې ستونزې حلولو لپاره په لومړي قدم کې د ستونزې پیژندلو ته اړتیا ده، تر څو یې تشخیص وکړی شي او حل یې پیدا کړی شي.   نو پدې اساس اوسمهال په افغانستان کې لویه ستونزه دا ده چه کومه اداره چه په کابل کې په قدرت کې ده، هغوۍ سیاسي ګوندونو ته اجازه نه ورکوي او د سیاسې ګوندونو مخنیوی د مذهب په اساس کوي چه ګواکې ډیموکراسي یعنې رایه ورکول په اسلام کې اجازه نلري. اول:   زه غواړم چه د رایې په ورکولو خبره وکړم د اسلام له مخې او بیا به پدې خبرې وکړو چه د یوې سالمې ټولنې لپاره سیاسې ګوندونه څومره اړین دي. په فلسفه کې د ایپیسټیمالوژي په نامه یوه څانګه ده چه د علم له مطالعې سره تړاو لري.  دا پدې اړه پوښتنې څیړي چه پوهه څه ده، موږ څنګه پوهه ترلاسه کوو، او موږ څنګه کولی شو چه توجیه کړو چه زموږ باورونه ریښتیني یا توجیه وړ دي. هر انسان، د حقیقت منلو لپاره په درې شیانو تکیه کوي.   دلیل عادي - چه له عادة څخه اخیستل شوی چه ...